طالبانو په بادغیس کې د «ونو پرې کولو» په تور پنځه کسان نیولي دي

په بادغیس کې د طالبانو د امنیې قوماندانۍ ویاند صدیقالله صدیقي خبر ورکړی، چې د یادې ډلې د شنې قطعې ځواکونو د یو لړ عملیاتو پرمهال د دغه ولایت په قادس، دره بوم او سنګاتش ولسوالیو کې ۵ کسان د پېستو او ارچې ځنګلونو د ونو پرې کولو په تور نیولي دي.
د هغه په وینا؛ نیول شوي کسان د قضیې اړوندو قضايي څانګو ته سپارل شوي دي.





