طالبان وايي د روغتیا نړۍوال سازمان د تورخم شل بستریز روغتون سره د طبي وسایلو مرسته وکړه

په ننګرهار کې د طالبانو د والي مطبوعاتي دفتر ویلي، چې د روغتیا نړۍوال سازمان د تورخم شل بستریز روغتون سره د ۵ قلمه طبي وسایلو مرسته کړې ده.

په ننګرهار کې د طالبانو د والي مطبوعاتي دفتر ویلي، چې د روغتیا نړۍوال سازمان د تورخم شل بستریز روغتون سره د ۵ قلمه طبي وسایلو مرسته کړې ده.
په ننګرهار کې د طالبانو د والي رسنیز دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د تورخم د شل بستریز روغتون سره د روغتیا نړۍوال سازمان لهخوا په ورکړل شویو پنځه قلمه طبي وسایلو کې پرمختللي طبي وسایل او د ټلوېزیوني معاینې یو پرمختللی ماشین هم شامل دی.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د یادو طبي وسایلو مجموعي بیه د ۱۶۸۰۰ ډالره دی، چې په دې سره به د راستنېدونکو کډوالو او د سیمې د اوسیدونکو د ناروغیو په تشخیص کې اسانتیاوې رامنځته شي.
د روغتیا نړۍوال سازمان تر دې وړاندې هم د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د طبي وسایلو او درملو په برخه کې مرستې کړې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ له شخړې وروسته د افغانستان او پاکستان ترمنځ هر ډول سوداګري په ټپه درول شوې او همدارنګه افغانستان ته د پاکستاني درملو پر واردولو هم د طالبانو لهخوا سخت بندیزونه لګول شوي، چې له امله یې اوس افغانستان د درملو له کمښت سره مخ شوی او د درملو بیې خورا لوړې شوې دي.
تر دې وړاندې افغانستان د طبي درملو او وسایلو په برخه کې تر ډېره پر پاکستان تکیه و.
طالبانو له تېرو دوو میاشتو راهیسې د هغو درملو د لهمنځه وړلو کمپاین پیل کړی، چې پر قاچاقي لارو افغانستان ته واردېږي.