کرزي یوځل بیا افغانې ښځې او نجونې د زده کړو حصول ته وهڅولې

د افغانستان پخواني ولسمشرحامد کرزي «پوهې ته د ښځو او نجونو د لاسرسي» نړیوالې ورځې په مناسبت پر افغان ښځو او نجونو غږ کړی، چې له هرې شونې لارې زده کړې وکړي او د ټولنې په پرمختګ کې ونډه واخلي.

د افغانستان پخواني ولسمشرحامد کرزي «پوهې ته د ښځو او نجونو د لاسرسي» نړیوالې ورځې په مناسبت پر افغان ښځو او نجونو غږ کړی، چې له هرې شونې لارې زده کړې وکړي او د ټولنې په پرمختګ کې ونډه واخلي.
کرزي د فبرورۍ ۱۱مې په مناسبت پر خپل اېکس لیکلي، چې په بېلابېلو برخو کې د بشري ټولنې ودې او پراختیا لپاره د ښځو او نجونو ونډه مهمه ده او دا یوازې هغه وخت ممکنه ده چې ښځې او نجونې زده کړو ته لاسرسی ولري.
پخواني ولسمشر په ټولنیز ژوند کې د افغان ښځو او نجونو د رول ستاینه کړې او هغوی ته یې سپارښتنه کړې چې د علم او زده کړو د ترلاسه کولو او د هېواد په وده او پرمختګ کې د برخې اخېستلو لپاره له هرې ممکنې لارې هڅه وکړي.
د فبروري ۱۱مه په علم کې د ښځو او نجونو د نړیوالې ورځې په توګه هرکال نمانځل کېږي.
د دې ورځې هدف د ښځو او نجونو د علمي فعالیتونو ملاتړ، په زده کړو او ساینس کې د ددوی د رول د پراختیا هڅول او د جنسیتي توپیرونو کمول دي.
افغانې ښځې او نجونې له څلورو کلونو راهیسې چې طالبان واک ته رسېدلي، له شپږم ټولګي پورته د زده کړو له ترلاسه کولو محرومې کړای شوي دي.
طالبانو ویلي و، چې دغه بندیز تر دویم امر پورې نافذ دی، خو په دې وروستیو کې دې ډلې د نجونو د زده کړو مساله له بحثونو بهر کړې او په دې تړاو یې هر ډول بحث او خبرې اترې منع کړې دي.