• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ایران د هامون شبکې د خپرونو مدیر د «مرګ پر خامنه‌يي» د شعار له امله له دندې ګوښه شو

۲۲ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۱ فبروری ۲۰۲۶، ۲۰:۰۴ GMT+۰

د ایران د اسلامي جمهوریت راډیو او ټلوېزیون اعلان کړی، چې د سیستان او بلوچستان ایالت د هامون شبکې د خپرونو مدیر د یوې ژوندۍ خپرونې پر مهال د رامنځته شوې تېروتنې له امله له دندې لرې کړل شوی دی.

دغه پرېکړه وروسته له هغه وشوه، چې یوه راپور ورکوونکي د اسلامي انقلاب د کلیزې د لاریون د نېغ په نېغه پوښښ پر مهال په تېروتنه د «مرګ پر خامنه‌يي» شعار ورکړ.

د خپرو شویو راپورونو له‌مخې، د یادې خپرونې د راپور ورکوونکي او د خپرونو د څارونکي دندې ځنډول شوې دي او نور اړوند کارکوونکي هم د ځواب ویلو لپاره انضباطي کمېټې ته ورپېژندل شوي دي. د ایران دولتي راډیو او ټلوېزیون ویلي، چې دا پرېکړه د مسلکي نظم د ساتلو او د دې رسنۍ د باور او اعتبار د خوندي کولو په موخه شوې ده.

مصعب رسولي‌زاد چې د هامون شبکې خبریال دی او د هغه د شعار ویلو ویډیو په ټولنیزو رسنیو کې په پراخه کچه خپره شوې وه، د یوې ویډیو په خپرولو سره دا «ژبنۍ تېروتنه» وبلله او له لیدونکو څخه یې بښنه وغوښته.

ترویج لرونکی

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ
۱

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۲

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۳
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

۴

د پاکستان پولیس: له پېښور څخه شکارپور ته تښتول شوې نجلۍ مو وژغورله

۵

د هوا پوهنې اداره: سبا په ۱۳ ولایتونو کې د بارانونو او سېلابونو راوتو اټکل شوی

•
•
•

نور کیسې

هغه اماراتۍ ډېپلوماټه چې اپسټین ته یې لیکلي و: «زما خور تر ما ښکلې ده، غواړم تا سره وګوري»

۲۲ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۱ فبروری ۲۰۲۶، ۱۸:۵۲ GMT+۰

د یوې پېژندل شوې اماراتي مېرمنې او د ماشومانو د جنسي ځورونې په قضیو کې د تورن امریکايي پانګه‌وال جېفري اپسټین ترمنځ د نږدې اړیکو افشا کېدو په عربي رسنیو او ټولنیزو شبکو کې تازه شور او بحثونه راپارولي دي.

که څه هم هند العویس چې د متحده عربي اماراتو د بشري حقونو د دایمي کمېټې مشره ده، په دغو قضیو کې په هېڅ جرم نه ده تورنه شوې، خو ګڼ کسان پوښتنه کوي چې ایا هغې د اپسټین په مرسته په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د سلاکارۍ څوکۍ ته لاره موندلې ده او که نه؟

جېفري اپسټین د امریکا او له هغې بهر د پراخو سیاسي او مالي اړیکو له امله د بېلابېلو هېوادونو، په ځانګړي ډول د متحده عربي اماراتو د ځواکمنو کړیو پام ځان ته اړولی و. د خپرو شویو برېښنالیکونو له‌مخې، اپسټین د «ډي‌پي ورلډ» شرکت له مشر سلطان احمد بن سلیم سره چې په اماراتو کې یو لوی لوژستیکي او ساختماني شرکت دی، نږدې اړیکې لرلې.

افشا شوي برېښنالیکونه ښيي، چې مېرمن العویس د ۲۰۱۱ او ۲۰۱۲ کلونو ترمنځ هغه مهال چې لا یې د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر کې د لوړپوړې سلاکارې مقام ته نه وه رسېدلې، له اپسټین سره دوستانه او نږدې اړیکې درلودې. په یوه برېښنالیک کې د داسې کس یادونه شوې چې اپسټین ویلي و: «ستاسې د راتلونکي کار لپاره ګټور تمامېدای شي».

په هغو برېښنالیکونو کې چې د ۲۰۱۱ کال د اکټوبر په میاشت کې د اپسټین له هغې سزا درې کاله وروسته چې د ماشومانو د جنسي ځورونې په قضیه کې ورباندې لګېدلې وه، د ده او العویس ترمنځ تبادله شوي، داسې خبرې لیدل کېږي:

اپسټین: لا هم په نیویارک کې یې؟ زه د همدې اوونۍ تر پایه دلته یم.
العویس: هو، سبا ټوله ورځ وخت لرم.
اپسټین: یو څوک شته چې ستا د راتلونکي کار لپاره (ښایي په ملګرو ملتونو کې) مرسته کولی شي. هغه نن درې بجې زما په کور کې دی، که وخت لرې.
العویس: سلام، نن ټوله ورځ په درسونو بوخته وم... ډېره مې غوښتل هغه کس ووینم. سبا څه کوې؟

دا برېښنالیکونه د شنبې په ورځ د ۲۰۱۱ کال د اکټوبر په اتمه نېټه تبادله شوي دي. د سبا ورځې سهار شپږ بجې اپسټین العویس ته لیکلي، چې ایا نن په ۱۱:۳۰ راتلای شې او که وروسته راتلل غوره بولې؟ العویس منلې چې څو ساعته وروسته به د اپسټین کور ته ولاړه شي.

«تر ما ښکلې خور»

د مېرمن العویس نوم د اپسټین په اسنادو کې تر ۴۶۰ ځله زیات راغلی، خو هېڅ داسې سند نه شته چې هغه دې د اپسټین په جرمونو کې ښکېله وښيي.

په بل برېښنالیک کې چې د ۲۰۱۲ کال په جنورۍ میاشت کې د العویس او اپسټین ترمنځ تبادله شوی، هغې د خپلې خور په اړه له اپسټین سره خبرې کړې دي او غوښتنه یې کړې، چې دواړه دې یو بل سره وویني.

العویس: ایا په نیویارک کې یې؟ زما خور دلته ده، ستا ډېرې خبرې مې ورسره کړې دي... غواړم تا وویني... خبر راکړه چې څه وخت مناسب دی.
اپسټین: تر یکشنبې پورې هره ورځ یم. غواړې د شنبې په ورځ د غرمې ډوډۍ ته له خپلې خور سره راشې؟
العویس: له پلانۍ (د خور نوم لېرې شوی) سره د لیدو پر وخت سلا کوم. ډېره خوشحاله یم چې تا ووینم او خپلې خور ته دې ور وپېژنم. هغه خو ان تر ما هم ښکلې ده.

وروسته العویس په بل برېښنالیک کې د اپسټین د وړاندیز شوي وخت په ځواب کې ورته لیکلي، چې د یوې نجلۍ چمتووالی خپله شور او زحمت لري، نو دوه خو لا ډېر کار غواړي.

د هندالعویس او جېفري اپسټین ترمنځ د تبادله شویو پیغامونو منځپانګه بېلابېل موضوعات رانغاړي؛ له لوژستیکي همغږۍ او د ناستو له تنظیمولو نیولې تر ټولنیزو لیدنو کتنو پورې.

د ځینو هغو برېښنالیکونو ژبه چې وروسته میاشتو کې د دواړو ترمنځ تبادله شوې، تر یوه حده نږدې او صمیمي ښکاري. تر دې چې العویس له اپسټین څخه مشوره غواړي چې ایا پر هغه بانک دعوه وکړي که نه چې د هغې پیسې یې نه دي ورکړي. اپسټین یوازې یوه دقیقه وروسته ځواب ورکوي چې راشه ما ووینه او د اوونۍ د پای لپاره لیدنه ټاکل کېږي.

هندالعویس څوک ده؟

هند العویس یوه نوموتې اماراتۍ ډېپلوماته ده چې د بشري حقونو او د ښځو د پیاوړتیا په برخه کې د خپلو فعالیتونو له امله پېژندل کېږي. هغې مهمې دندې ترسره کړې دي، لکه د متحده عربي اماراتو د بشري حقونو د دایمي کمېټې مشري او همدارنګه یې د ملګرو ملتونو په چوکاټ کې د خپل هېواد استازیتوب کړی دی.

مېرمن العویس د څو لسیزو په ترڅ کې ډیپلوماټیک پړاوونه وهلي او په نړۍوالو محافلو کې په یوې پېژندل شوې څېره بدله شوې ده. د هغې ویناوې ډېری وخت د جنسیتي برابرۍ او نړۍوال بشري پرمختګ پر موضوعاتو راڅرخي او د ښځو د ونډې او حقونو په اړه د متحده عربي اماراتو دریځ څرګندوي.

هغې ته د هغو لومړنیو اماراتي مېرمنو په توګه هم کتل کېږي، چې د نیویارک په ملګرو ملتونو مرکزي دفتر کې د ارشد سلاکارې په توګه دنده ترسره کړې ده. هلته هغې د نړۍوالو پالیسیو په پروګرامونو کې د جنسیتي موضوعاتو د ورګډولو په برخه کې کار کړی دی.

د هندالعویس او جېفري اپسټین ترمنځ د برېښنالیکونو له افشا کېدو او رامنځته شويو جنجالونو وروسته هغې خپله پاڼه په ټولنیزه شبکه «اېکس» کې له عامه لاسرسي بنده کړه.

د پاکستان امنیتي چارواکو د محمود خان اڅکزي وروستۍ څرګندونې خواشینوونکې بللې دي

۲۲ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۱ فبروری ۲۰۲۶، ۱۷:۳۴ GMT+۰

د پاکستان امنیتي چارواکو په سیاست کې د پوځ د رول په تړاو ددغه هېواد په ملي شورا کې د اپوزیسیون د مشر محمودخان اڅکزي څرګندونې رد کړې او هغه یې په «ناسمو معلوماتو ولاړې» بللې دي. اڅکزي ویلي و، چې پوځ یوازې د څلورو ولسوالیو پوځ دی.

د پاکستان امنیتي چارواکو د چارشنبې په ورځ، د مرغومي پر ۲۲مه ددغه هېواد اېکسپرېس ټربیون رسنۍ ته ویلي، چې هېڅ ډول روایت نه شي کولای «د پوځ او ولس ترمنځ اړیکه» کمزورې کړي. هغوی زیاته کړې، چې د دوی یوازینی روایت پاکستان دی.

د پاکستان په ملي شورا کې د اپوزېسیون مشر محمود خان اڅکزي ویلي وو چې پوځ یوازې د څلورو ولسوالیو پوځ دی.

د هغه د څرګندونو په ځواب کې د دغه هېواد د دفاع وزیر خواجه اصف وویل چې «کېدای شي محمود اڅکزی خپل نظر ولري، خو باید پر پوځ برید ونه کړي. د پاکستان پوځ د کوم ولایت یا ولسوالۍ پوځ نه دی، بلکې ملي بنسټ لري».

په لاهور کې له رسنیو سره په یوه غونډه کې پاکستانیو امنیتي چارواکو ټینګار کړی، چې د ترهګرۍ پر ضد د اسلام اباد مبارزه ملي یووالي او ګډ عزم ته اړتیا لري، خو دوی زیاته کړې چې د سیاسي ګوندونو ترمنځ خبرې اترې د هغوی دیموکراتیک حق دی، او «پوځ په سیاست کې هېڅ رول نه لري».

د پاکستان د پوځ په اړه دا عامه ده، چې ټاکنې او سیاسي وضعیت مهندسي کوي او ملکي حکومت یې تر اغیز لاندې وي.

دغو چارواکو دغه راز ادعا کړې چې په پاکستان کې د « ترهګرۍ» تر شا هند ولاړ دی او له بهره ملاتړ لا هم د وسله‌والو فعالیتونو دوام ته لاره هواروي. هغوی همداراز یوځل بیا ویلي، چې د اسلام اباد شیعه جومات په وروستي برید کې ښکېل کس په افغانستان کې روزنه ترلاسه کړې وه.

نتنیاهو په سپینه ماڼۍ کې له ټرمپ سره د ایران په تړاو خبرې اترې کوي

۲۲ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۱ فبروری ۲۰۲۶، ۱۲:۵۱ GMT+۰

ټرمپ د چارشنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې د اسراییل د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو کوربه دی. نتنیاهو غواړي ټرمپ وهڅوي چې له ایران سره د خبرو اترو په اجنډا کې د ایراني توغندیو د زېرمو مساله هم شامله کړي.د خبرو د ناکامه کېدو په صورت کې د نظامي اقدام په اړه هم خبرې په پام کې دي.

دا اووم ځل دی، چې نتنیاهو په تېرو ۱۳ میاشتو کې د ټرمپ له ولسمشر کېدا وروسته له هغه سره ګوري.

ټرمپ د هوکړې نه کېدو په صورت کې پر ایران د برید ګواښ کړی خو تهران د غبرګون ژمنه کړې، چې د یوې پراخې جګړې ویره یې رامنځته کړې ده.

ټرمپ فوکس بیزنس ته وویل چې له ایران سره ښه معامله به داسې وي چې نه اتومي وسلې او نه توغندي، خو ایران د توغندیو مساله د خبرو اترو برخه نه بولي.

اسراییل اندېښمن دی چې امریکا ممکن یوازې د اتومي پروګرام تړون وکړي او د ایران د بالیسټیک توغندیو پروګرام یا د وسله والو ډلو لکه حماس او حزب‌الله ملاتړ محدود نه کړي.

نتنیاهو خبریالانو ته وویل: «زه به ولسمشر ته زموږ د مذاکراتو د اصولو په اړه خپل لید وړاندې کړم».

د سرچینې په وینا، دواړه مشران ممکن د خبرو اترو د ناکامه کېدو په صورت کې د نظامي اقدام په اړه هم خبرې وکړي.

ایران ویلي چې د بندیزونو د رفع کولو په بدل کې د خپل اتومي پروګرام محدودولو ته چمتو دی، خو د توغندیو موضوع یې رد کړې ده.

په کاناډا کې د ډزو په یوې پېښه کې ۱۰ کسان وژل شوي دي

۲۲ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۱ فبروری ۲۰۲۶، ۰۵:۲۳ GMT+۰

د کاناډا شمال ختیځ د برېټېش کولمبیا ایالت په ټمبلر ریج ښارګوټي کې د ډزو په پېښه کې لس کسان وژل شوي دي. ځایي چارواکي وايي، چې د پېښې په تړاو یې یوه شکمنه ښځه مړه موندلې ده.

د پولیسو د معلوماتو له مخې؛ شپږ کسه د ټمبلر ریج ښوونځي دننه مړه موندل شوي، دوه نور کسان په بېلابېلو ځایونو کې مړه موندل شوي او یو ټپي کس روغتون ته د لېږد پرمهال ساه ورکړې ده.

د دغه ښار د پولیسو مشر په یوې خبري ناسته کې ویلي، چې د لومړنیو څېړنو له مخې بریدګره ښځه وه او د ښوونځي دننه مړه موندل شوې ده. پولیسو د یادې ښځې هویت نه‌دی څرګند کړی او دا یې هم نه‌دي ویلي، چې په ښوونځي کې وژل شویو کسانو کې څو تنه کم‌عمره زده‌کوونکي وو.

پولیس وايي، داسې ښکاري چې بریدګرې د نهو کسانو تر وژلو وروسته ځان وژنه کړې ده.

په همدې حال کې د کاناډا لومړي وزیر مارک کارني چې ټاکل شوې وه د مونیخ امنیتي کنفرانس ته سفر وکړي، خپل سفر ځنډولی دی. د هغه دفتر ویلي، چې د نوموړي سفر د ټمبلر ریج خونړۍ پېښې له امله ځنډول شوی دی.

چارواکي وايي، د پېښې د انګېزې او نورو جزییاتو په اړه څېړنې روانې دي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي په علومو کې د پرمختګ لپاره پر جنسیتي برابرۍ ټینګار کړی

۲۲ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۱ فبروری ۲۰۲۶، ۰۳:۳۳ GMT+۰

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش ټینګار کړی، په علومو کې برابري د بشریت د پرمختګ لپاره اړینه ده او خبرداری یې ورکړی چې له دې سره، سره چې زده‌کړو ته د لاسرسي په برخه کې پرمختګ شوی؛ خو لا هم په ټوله نړۍ کې یوازې درېیمه برخه څېړونکي ښځې جوړوي.

هغه د یوې داسې زمینې برابرولو غوښتنه کړې، چې ښځې او نجونې وکولای شي د علم په ډګر کې خپلې هیلې او ارمانونه پوره کړي. د ګوترېش په وینا؛ دا هغه څه دي چې نه یوازې د دوی د حقونو لپاره مهم دي، بلکې د ټولې نړۍ په ګټه دي.

دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې نږدې پنځه کاله کېږي په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته نجونې له زده‌کړو بې‌برخې دي او د پوهنتونونو دروازې د هغوی پر مخ تړلې پاتې دي. کارپوهان وايي، د دغه وضعیت دوام به افغانستان لانور د علمي پرمختګ او بشري ودې له کاروانه شاته کړي.

دوی باور لري، چې په زده‌کړو او علومو کې د ښځو له برابر ګډون پرته نه یوازې ټولنیز عدالت نه ټینګېږي؛ بلکې د اقتصادي ودې، نوښت او پایدار پرمختګ بهیر هم له جدي ننګونو سره مخ کېږي.

ملګرو ملتونو څو ځله له طالبانو غوښتي، چې پر ښځو او نجونو لګېدلي ښوونیز محدودیتونه لرې کړي او ښوونځیو او پوهنتونونو ته د هغوی د بېرته ستنېدو زمینه برابره کړي. خو طالبان نږدې پنځه کاله کېږي، چې دغه موضوع یې تر «امر ثاني» ځنډولې ده او وایي دې برخه کې د شرعي چوکاټ پر برابرولو بوخت دي.