پولنډ د څه باندې ۴۲ میلیونه افغانیو طبي مرستې کابل ته واستولې

پولنډ د طالبانو تر کنټرول لاندې عامې روغتیا وزارت سره د څه باندې ۴۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د درملو، طبي وسایلو او خوراکي توکو مرسته کړې ده. د طالبانو د عامې روغتیا وزارت وایي، په دې مرستو کې ۲۷ډوله درمل او طبي تجهیزات شامل دي.