طالبان وايي چې پاکستان ته یې د ۳۸ کیلوګرامه سپینو زرو د قاچاق مخه نیولې

د طالبانو د کندهار د والي دفتر ویلي چې امنیتي ځواکونو یې په دغه ولایت کې د ۳۸ زره ګرامه (۳۸ کیلوګرامه) سپینو زرو د قاچاق مخه نیولې ده. د یاد دفتر په وینا، د ۲۰۵ البدر قول اردو ځواکونو دغه سپین زر د سپین بولدک ولسوالۍ په «مازل ګله» سیمه کې د ګزمې پر مهال نیولي.