• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو په بلخ کې ۴۹ درملتونونه او روغتیايي مرکزونه تړلي

۲۳ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۲ فبروری ۲۰۲۶، ۰۶:۵۱ GMT+۰

د طالبانو روغتیا وزارت وايي، چې په بلخ ولایت کې یې د درملیزو تاسیساتو او خوراکي توکو پلورنځيو څخه د څار پرمهال ۴۱ درملتونونه، ۴ کلینیکونه، ۳ لابراتوارونه او یوه اېکسرې خونه له روغتیايي قوانینو څخه د سرغړونې له امله تړلې ده.

یاد وزارت زیاته کړې، چې په ټولو ولایتونو کې یې د درملیزو تاسیساتو او خوراکي توکو پلورنځيو څخه څار دوام لري. طالبانو دا نه‌ده روښانه کړې، چې د کومو سرغړونو له امله یې دغه مرکزونه تړلي دي.

تر دې وړاندې طالبانو ویلي و، چې دغه مرکزونه د درملو د زېرمه کولو او مدیریتي ستونزو، د نامعیاري روغتیایي تجهیزاتو، له روغتیايي قوانینو د سرغړونې او د تاریخ تېره درملو د پلور په تړاو تړلي دي.

د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې ناسم روغتیایي خدمتونه او بې‌کېفیته درمل د ناروغانو پر وړاندې تر ټولو لویې ننګوونې دي.

طالبانو یاد درملتونونه داسې مهال تړلي دي، چې د یادې ډلې او پاکستان ترمنځ له کړکېچ وروسته له دغه هېواده د درملو پر واردولو بندیز لګول شوی. د راپورونو له مخې؛ د درملو ګڼو کاروباریانو له پاکستان نه په قاچاقي لارو د درملو واردولو ته مخه کړې او ځینې کسان هم وخت تېر درمل بازار ته وړاندې کوي.

ترویج لرونکی

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ
۱

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۲
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

۳

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۴

د پاکستان پولیس: له پېښور څخه شکارپور ته تښتول شوې نجلۍ مو وژغورله

۵

د هوا پوهنې اداره: سبا په ۱۳ ولایتونو کې د بارانونو او سېلابونو راوتو اټکل شوی

•
•
•

نور کیسې

طالبان وایي له ایران سره د افغانستان د سوداګرۍ کچه پنځه مېلیارد ډالرو ته لوړه شوې

۲۳ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۲ فبروری ۲۰۲۶، ۰۶:۱۷ GMT+۰

په هرات کې د طالبانو د کانونو او صنایعو خونه وایي، چې له ایران سره د افغانستان د سوداګریزې راکړې ورکړې کچه شاوخوا پنځه مېلیارد ډالرو ته رسېدلې ده. د یادې خونې په وینا؛ دواړه خواوې په ځانګړي ډول د تېلو، ودانیزو توکو، خامو موادو، وچې او تازه مېوې په برخه کې پراخه راکړه ورکړه لري.

په هرات کې د ایران سرکونسل هم ویلي، چې تېرکال د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه درې نیم مېلیارد ډالره وه؛ خو سږکال دغه اندازه پنځه مېلیارده ډالرو ته لوړه شوې ده.

که څه هم د روان کال لپاره کره او رسمي شمېرې لا نه‌دي خپرې شوې؛ خو د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت د تېر زېږدیز کال په نومبر میاشت کې اعلان کړی و، چې یوازې په تېرو شپږو میاشتو کې له ایران سره د شاوخوا یو مېلیارد ډالرو په ارزښت سوداګري شوې ده.

یوازې د روان لمریز کال له پیله تر اوسه، افغانستان ته د دوغارون-اسلام‌کلا بندر له لارې ټول ۷۱۴زره او ۶۷۹ټنه توکي صادر شوي. د دوغارون د ګمرک د چارواکو په وینا؛ د یادو صادر شویو توکو ټولیز ارزښت شاوخوا ۲۳۰ میلیونه او ۳۵۵ زره او ۳۰۸ امریکايي ډالر اټکل شوی دی.

د ستنېدونکو کډوالو پراخې څپې؛ له ایران او پاکستانه نږدې ۴زره کډوال افغانستان ته ستانه شوي

۲۳ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۲ فبروری ۲۰۲۶، ۰۵:۴۴ GMT+۰

د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون خبر ورکړی، یوازې پرون چهارشنبه (د سلواغې ۲۲مه) د ایران او پاکستان له بېلابېلو لارو ۶۷۹ کورنۍ چې د وګړو شمېر یې ۳زره او ۶۳۲ کسان کېږي؛ افغانستان ته ستنې شوې دي.

یاد کمېسیون په خپل راپور کې ویلي، چې دغه کورنۍ د تورخم، سپين بولدک، ورېښمو پله، اسلام‌کلا او بهرامچې له لارو افغانستان ته ستنې شوې دي. د راپور له مخې؛ ۳۸۰نورې کورنۍ چې د وګړو شمېر یې ۲زره او ۱۳۶ کسانو ته رسېده، خپلو مېنو ته لېږدول شوې دي.

د طالبانو دغه کمېسیون زیاته کړې، چې د کډوالو سره یې په بېلابېلو برخو کې لومړنۍ مرستې هم کړې دي. تازه د پاکستان ډان ورځپاڼې راپور ورکړی، چې د راولپنډۍ پولیسو د بې‌اسناده افغان کډوالو پرضد عملیات پراخ کړي دي. د راپور له مخې؛ دامهال په یاد ښار کې ۵زره او ۴۳۹ افغانان نیول شوي، چې د نیول شویو افغان کډوالو لنډمهالي مرکز کې ساتل کېږي.

له بل پلوه د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی، چې په تېرو درېیو میاشتو کې نږدې ۹۴زره کډوالې کورنۍ له ایران، پاکستان او ترکیې نه افغانستان ته ستنې شوې دي. د دغه وزارت په وینا؛ په دغه موده کې ۲۵۴زره او ۲۱۸ کسان له کورنیو پرته په جبري توګه ستانه کړای شوي دي.

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت زیاته کړې، چې په ورته موده کې ۳زره او ۶۴۸ بندیان د پاکستان له بېلابېلو زندانونو خوشې شوي دي.

د افغان کډوالو پرضد پراخ عملیات؛ په راولپنډۍ کې پولیسو نږدې ۵۵۰۰زره کسان نیولي دي

۲۳ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۲ فبروری ۲۰۲۶، ۰۵:۳۹ GMT+۰

د پاکستان ډان ورځپاڼې راپور ورکړی، د راولپنډۍ پولیسو د بې‌اسناده افغان کډوالو پرضد عملیات پراخ کړي دي. د راپور له مخې؛ دامهال په یاد ښار کې ۵زره او ۴۳۹ افغانان نیول شوي، چې د نیول شویو افغان کډوالو لنډمهالي مرکز کې ساتل کېږي.

پولیسو ویلي، چې په پلازمېنې اسلام‌اباد کې هم د بې‌اسناده افغان کډوالو پر ضد ځانګړي عملیات روان دي. د پولیسو په وینا؛ امنیتي ځواکونه هره ورځ د بې‌اسناده افغانانو، ناقانونه کرایه‌ورکوونکو، هوټلونو او د ټرانسپورټ ادارو پرضد اقدام کوي.

همدارنګه په راولپنډۍ کې د کرایه‌ورکوونکو پر وړاندې عملیات هم روان دي، چې افغانانو ته کورونه په کرایه ورنه‌کړي. د راپور له مخې؛ تر اوسه پورې په دې برخه کې ۳۸ کسان نیول شوي دي.

راپور زیاتوي، چې دغه عملیات په نصیراباد، چکلاله، جاتلي، سدر بروني، راوت، چونتره، چکري، کهوټه او کلر سیدان سیمو کې ترسره شوي دي. د راولپنډۍ د پولیسو مشر ویلي، چې دغه عملیات د ورځنیو پلټنو او څارنې په چوکاټ کې پر مخ ځي.

طالبان: ایران غواړي د افغانستان د کان‌کېندنې او کاني سرچینو په پروسس کې پانګونه وکړي

۲۳ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۲ فبروری ۲۰۲۶، ۰۴:۳۹ GMT+۰

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت خبر ورکړی، چې د دغه وزارت مرستیال عبدالرحمان قانت په کابل کې د ایران د نفتو وزارت له مرستیال سیدعلي موسوي، د ایران له سفیر علي‌رضا بېکدلي او مل پلاوي سره یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا په اړه خبرې کړې دي.

د یاد وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې د سیدعلي موسوي په حواله راغلي، ایراني پانګه‌وال او د دغه هېواد خصوصي استخراجي شرکتونه لېوالتیا لري چې په افغانستان کې د کانونو د استخراج او د کاني سرچینو د پروسس په برخه کې پانګونه وکړي.

هغه زیاته کړې، ایران په دې برخو کې شاوخوا سل کلنه تجربه لري او چمتو دی چې د کانونو او پټرولیم وزارت انجینران د نفت، ګاز، تصفیې او جامدو کانونو په بېلابېلو برخو کې وروزي.

بل خوا عبدالرحمان قانت هم له ایراني لوري سره ژمنه کړې، چې د کان‌کېندنې د قوانینو او کړنلارو له مخې به داسې اسانتیاوې برابرې شي چې ایراني پانګه‌وال وکولای شي په یادو برخو کې پانګونه وکړي.

له هغه وخت راهیسې چې طالبان بیا واک ته رسېدلي، ایران له دوی سره ښې اقتصادي او سوداګریزې اړیکې ساتلې دي. که څه هم ایران تر اوسه طالبان په رسمیت نه‌دي پېژندلي؛ خو تر دې وړاندې په کابل کې د ایران سفیر علي‌رضا بېکدلي ویلي و، چې ایران به ډېر ژر طالبان په رسمیت وپېژني.

د متحده عربي اماراتو «اتحاد هوايي شرکت» د مارچ له ۲۸مې کابل ته الوتنې پيلوي

۲۳ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۲ فبروری ۲۰۲۶، ۰۳:۱۶ GMT+۰

په متحده عربي اماراتو کې د طالبانو سفارت وايي، د ابوظبي ملي هوايي شرکت «اتحاد» به د مارچ په ۲۸مې نېټې کابل ته خپلې الوتنې پيل کړي. د یاد سفارت په وینا؛ دغه چاره به د افغانستان او اماراتو ترمنځ اقتصادي، سوداګریزې او ترانزیټي اړیکې لا پیاوړې کړي.

د یاد سفارت د خبرپاڼې له مخې؛ په اماراتو کې د طالبانو سفیر مولوي بدرالدین حقاني د اتحاد هوايي شرکت د سوداګریزو او پراختیايي چارو له پلاوي سره چې مشري یې راحیل صدیق کوله، ناسته کړې ده.

خبرپاڼه زیاتوي، چې د اتحاد شرکت چارواکو په دغه لیدنه کې کابل ته د نوو الوتنو د مهالوېش، ترانسپورټي اسانتیاوو او د کابل او ابوظبي ترمنځ د هوايي تګ‌راتګ په اړه معلومات وړاندې کړل. په خبرپاڼه کې د یاد شرکت د استازي په حواله راغلي، اتحاد دا مهال ۹۹ ښارونو ته الوتنې لري او تمه ده چې د کابل–ابوظبي الوتنې به د دواړه هېوادونو د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو په پیاوړتیا کې مهم رول ولوبوي او له نړۍ سره د تګ‌راتګ زمینه هم پراخه کړي.

د خبرپاڼې په حواله؛ بدرالدین حقاني کابل ته د اتحاد د الوتنو له پیل هرکلی کړی او ټینګار یې کړی، چې مساپرو ته دې هر اړخیزې اسانتیاوې برابرې شي. هغه په ځانګړي ډول د ټکېټونو د بیو او د سفر اړوندو لګښتونو د کمښت غوښتنه کړې ده.