په ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ د چاودېدو له امله دوه ماشومان مړه او پنځه نور ټپیان شوي

د ننګرهار په بټي کوټ ولسوالۍ کې د ناچاودې مرمۍ د چاودنې له امله دوه ماشومان مړه شوي او پنځه نور ټپیان دي. محلي سرچینې وايي، ماشومانو مرمۍ اور ته غورځولې وه.

د ننګرهار په بټي کوټ ولسوالۍ کې د ناچاودې مرمۍ د چاودنې له امله دوه ماشومان مړه شوي او پنځه نور ټپیان دي. محلي سرچینې وايي، ماشومانو مرمۍ اور ته غورځولې وه.
د ننګرهار لپاره د طالبانو د رسنیز دفتر له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې پېښه نن پنجشنبه د سلواغې په ۲۳مه نېټه د بټي کوټ ولسوالۍ اړوند د څلورم فارم د سپین خوړ په سیمه کې شوې ده.
د خبرپاڼې له مخې، شاوخوا د ماسپښین دوولس نیمې بجې ماشومانو یوه ناچاوده مرمۍ موندلې او اور ته یې غورځولې وه، چې د چاودنې له امله دوه ماشومان ځای پر ځای مړه شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي.
خبرپاڼه زیاتوي چې طالب امنيتي ځواکونو ټپیان د درملنې لپاره حوزوي روغتون ته لېږدولي دي.
د راپورونو له مخې، د ټپیانو له ډلې د دوو ماشومانو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ بلل شوی دی.
د یادونې وړ ده چې افغانستان د څو لسیزو جګړو له امله د ناچاودو ماینونو او مهماتو له پراخې ستونزې سره مخ دی. د ماینپاکۍ د بنسټونو د معلوماتو له مخې، لا هم په لسګونو زره هکټاره ځمکه په ناچاودو توکو ککړه ده او هر کال لسګونه ملکي وګړي، چې ډېری یې ماشومان دي، د دغو توکو د چاودنو ښکار کېږي.
ماشومان اکثره د لوبو پر مهال نااشنا فلزي توکي رااخلي او له خطره ناخبره ورسره لوبې کوي، چې دا کار مرګونې پایلې لري.
د ماینپاکۍ او عامه پوهاوي پروګرامونه ټینګار کوي چې خلک، په ځانګړي ډول ماشومان، باید له نااشنا او مشکوکو توکو څخه لرې پاتې شي او د لیدو په صورت کې سملاسي اړوندو ادارو ته خبر ورکړي.