• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په فراه ولایت کې د ویډیو ګیمونو هټیوال شـکایت کوي چې طالبانو یې هټۍ تړلې دي

۲۳ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۲ فبروری ۲۰۲۶، ۱۳:۳۹ GMT+۰تازه شوی: ۲۳ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۲ فبروری ۲۰۲۶، ۱۵:۲۴ GMT+۰

په فراه کې د ویډیوګیمونو د هټیو څښتنانو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن‌المنکر ریاست له یوې میاشتې راهیسې شاوخوا ۴۰ هټۍ تړلې دي. هټیوال وايي، چې د امربالمعروف محتسبانو له مکتوب یا خبرتیا او دلیل پرته د دوی هټۍ تړلې دي.

دغو هټیوالو افغانستان انټرنشنل پښتو ته د پنجشنبې په ورځ وویل چې له شاوخوا یوې میاشتې راهیسې په فراه ښار کې د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن‌المنکر ریاست د ویډیو ګیمونو شاوخوا ۴۰ تر ۵۰ هټۍ تړلې دي.

دغه هټیوال زیاتوي چې د امربالمعروف محتسبانو له مکتوب یا خبرتیا پرته د دوی هټۍ تړلې دي.

دوی وایي هر ځل چې د هټیو د تړل کېدو د وضاحت لپاره د امر بالمعروف ریاست ته مراجعه کوي، روښانه ځواب نه تر لاسه کوي. سرچینه وایي: «د امربالمعروف کارکوونکي وایي ویډیوګیم دشریعت خلاف کار دی، حرام دی».

دغه هټیوال زیاتوي چې د امر بالمعروف ځینې کارکوونکي د ټاکلي کاري وخت له اصولو پرته، په خپله خوښه اقدام کوي او کله ناکله د دوکانونو مخې ته او یا هم په عامه ځایونو لکه پارکونو کې له خلکو سره سخت چلند کوي.

د هټیوالو په وینا، له سخت اقتصادي حالت سره مخ دي، د هټیو کرایې او د برېښنا بېل ورکوي، خو یوه افغانۍ عاید هم نه لري.

دوی همدا راز زیاتوي چې هر هټیوال تر ۴ سوه زره افغانیو پورې پر دې هټیو پانګونه کړې ده.

دوی د طالبانو د امر بالمعروف له وزارت څخه غوښتي چې دې ستونزې ته جدي پاملرنه وکړي او د هټیوالو له ستونزو سره سم قانوني او منظم چلند وشي.

د طالبانو د امربالمعروف وزارت تر اوسه په دې اړه کومه څرګندونه، نه ده کړې.

د امربالمعروف د قانون له مخې د طالبانو محتسبان پراخ واکونه لري.

قانون د محتسبانو د واک ساحه د دولتي ادارو او چارواکو له څارنې څخه د خلکو په شخصي ژوند کې تر لاسوهنې پورې پراخه کړې ده.

د طالبانو د امربالمعروف وزارت اوس په یوه ځواکمنه اداره بدل شوی، چې په عملي توګه یې نورې ادارې شاته کړې دي.

محتسبان د نارینه وو له ږیرې او جامو څخه نیولې ښځو تر حجاب او جامو، د ډاکټرانو نسخو، د بازار نرخونو، د مالیې نظارت او نورو اقتصادي او ټولنیزو مسالو پورې هرڅه څار او کنټرولوي.

ترویج لرونکی

خیبر پښتونخوا: د ټي‌ټي‌پي پخوانیو ملګرو ترمنځ نښته کې لږ تر لږه ۲۲ کسان وژل شوي
۱

خیبر پښتونخوا: د ټي‌ټي‌پي پخوانیو ملګرو ترمنځ نښته کې لږ تر لږه ۲۲ کسان وژل شوي

۲

بلوچستان: ګوادر کې ۴۷ افغانان ایران ته د ناقانونه تګ پر مهال نیول شوي

۳

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۴
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

۵

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

•
•
•

نور کیسې

پاکستان: د ټي ټي پي جنګیالي د طالبانو تر واکمنۍ لاندې له «ترجیحي ملاتړه» برخمن دي

۲۳ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۲ فبروری ۲۰۲۶، ۱۳:۰۵ GMT+۰

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې د ملګرو ملتونو د بندیزونو د څار ډلې وروستی راپور په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو تحریک (ټي‌ټي‌پي) د حضور په اړه د اسلام‌اباد دریځ تایید کړی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرابي نن پنجشنبه، د سلواغې په ۲۳مه، په خپله اوونیزه خبري غونډه کې وویل چې دغه راپور ښيي چې تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) د طالبانو تر واکمنۍ لاندې له «ترجیحي ملاتړ» څخه برخمنه ډله ده. د هغه په وینا، دا ډله کولای شي د سیمې له پولو هاخوا ګواښونه رامنځته کړي.

اندرابي ټینګار وکړ چې اسلام‌اباد به دا موضوع په جدي توګه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له غړو سره تعقیب کړي او زیاته یې کړه چې دا ډول راپورونه هغه اندېښنې تاییدوي چې پاکستان له څو میاشتو راهیسې له نړیوالې ټولنې سره شریکې کړې دي.

بل خوا د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته په وړاندې شوي تازه شپږ میاشتني راپور کې راغلي، چې طالبان په افغانستان کې د القاعده، تحریک طالبان پاکستان (ټي‌ټي‌پي) او د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ په څېر ډلو له فعالیتونو ملاتړ کوي.

راپور زیاتوي چې القاعده لا هم د طالبانو له ملاتړه برخمنه ده او په افغانستان کې د روزنې او سلا مشورو په برخه کې، په ځانګړي ډول تحریک طالبان پاکستان ته د خدمت وړاندې کوونکي په توګه فعالیت کوي.

د یاد راپور له مخې، د القاعده د هند د نیمې وچې څانګه د افغانستان په سوېل ختیځ کې فعاله ده او د دې څانګې مشر اسامه محمود او د هغه مرستیال یحیی غوري په کابل کې حضور لري. همداراز ویل شوي چې د دې ډلې رسنیز ټیم په هرات کې فعالیت کوي.

پاکستان په وار وار ادعا کړې چې په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د وسله والو ډلو فعالیتونه د سیمې ثبات ګواښي، خو طالبان دا تورونه بې‌اساسه بولي او ردوي یې.

تېره ورځ د طالبانو د دفاع وزارت ویاندعنایت الله خوارزمي وویل، چې ځینې ګاونډي هېوادونه او چارواکي یې بې ځایه اندېښنې لري چې ګواکې د افغانستان خاوره د دوی پر ضد کارول کېږي.

نوموړی زیاته کړه چې دغه هېوادونه دې د اندېښنو او تورونو پر ځای خپل امنیت پخپله ټینګ کړي.

طالبان: له رسمي اجازې پرته د جېمر دستګاوو د نصب اجازه نشته

۲۳ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۲ فبروری ۲۰۲۶، ۱۲:۱۶ GMT+۰

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وایي، چې د یاد وزارت امنیتي معینیت د جېمر ستګاوو د وېش او تنظیم په اړه نوی لارښود منظور کړی او ټینګار یې کړی چې له رسمي اجازې پرته د دغو وسایلو نصب او کارول قانوني اعتبار نه لري.

یاد وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، ټولو اړوندو اشخاصو او بنسټونو ته خبر ورکول کېږي چې په وسایطو کې د جېمر دستګاوو د نصب او کارونې لپاره باید د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د چاودېدونکو توکو سره د مبارزې انجنیرۍ ریاست د جېمرونو د تنظیم مدیریت ته مراجعه وکړي او رسمي جواز ترلاسه کړي.

د خبرتیا له مخې، هغه جوازونه، لیکونه او یا استعلامونه چې د یادې مرجع له لوري نه وي صادر شوي، هېڅ ډول قانوني اعتبار نه لري او د منلو وړ به ونه ګڼل شي.

سرچینو زیاته کړې چې د طالبانو د دفاع وزارت او د استخباراتو ریاست د خپلو اړوندو مقرراتو تابع دي او د جېمر دستګاوو د کارونې چارې به د خپلو داخلي اصولو له مخې تنظیموي.

جېمر دستګاوې عموماً د مخابراتي او ریموټ کنټرول سیګنالونو د پرې کولو لپاره او په ځانګړي ډول د امنیتي ګواښونو د مخنیوي په موخه کارول کېږي.

تسلیمه نسرین: که جماعت اسلامي واک ته ورسېږي بنګله دېش به دویم افغانستان شي

۲۳ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۲ فبروری ۲۰۲۶، ۱۲:۱۵ GMT+۰

بنګله‌دېشۍ لیکوالې او فعالې تسلیمه نسرین خبرداری ورکړی چې که جماعت اسلامي ګوند په روانو عمومي ټاکنو کې بریالی شي او واک ته ورسېږي، نو په هېواد کې به ډیموکراسي پای ته ورسېږي او پر ځای به یې دیني حکومت حاکم شي. هغې ویلي چې داسې وضعیت کې به هېواد د افغانستان په برخلیک اخته شي.

نسرین په یوه مرکه کې ویلي چې که جماعت اسلامي واک ترلاسه کړي، لږکي به له ځورونې او تعقیب سره مخ شي او ګڼ شمېر خلک به اړ شي چې هېواد پرېږدي.

هغې زیاته کړې چې ښځې به له سختو مذهبي محدودیتونو سره مخ شي او هېواد به د افغانستان په څېر وضعیت ته ولاړ شي.

هغې دا هیله هم څرګنده کړې چې د تېر په څېر به جماعت اسلامي دا ځل هم ټاکنو کې بریالي نه شي.

هغې ویلي، که څه هم جماعت اسلامي د عوامي لیګ د ټاکنو له پرېکون څخه ګټه پورته کړې، خو تمه لري چې هغه ځواکونه چې د ۱۹۷۱م د ازادۍ جګړې پر مهال د پاکستاني پوځ ملاتړي وو، په ټاکنو کې بریالي نه شي.

تسلیمه نسرین همداراز ویلي چې که د بنګله‌دېش نشنلسټ ګوند واک ته ورسېږي، له جدي ننګونو سره به مخ وي، خو باید د ډیموکراسۍ، سیکولر نظام، د بیان ازادۍ، د ښځو د حقونو او بشري حقونو ساتنه باوري کړي. هغې ټینګار کړی چې حکومت باید د اقتصادي ودې لپاره کار وکړي، د شتمنو او بېوزلو ترمنځ واټن راکم کړي او د لږکیو امنیت تضمین کړي.

په ورته وخت کې، راپورونه وایي چې د ټاکنو په ځینو مرکزونو کې ګډوډۍ او د سیاسي ګوندونو د پلویانو ترمنځ نښتې شوې دي، خو رایه اچونه تر ډېره بریده سوله‌ییزه بلل شوې ده.

د راپورونو له مخې، د جماعت اسلامي ځینو فعالانو د رایو د اخیستو په موخه خلکو ته پیسې ورکړې او ان ادعا یې کړې چې د دوی نښان ته رایه ورکول جنت ته د تګ سبب ګرځي. ویل کېږي چې د جماعت یو مشر له۷،۴ میلیونه ټکه (د بنګلدیش پولي واحد) شاوخوا (۶۰،۶۸۰ امریکایي ډالر) نغدو پیسو سره نیول شوی دی.

روانې ټاکنې د بنګله‌دېش د سیاسي راتلونکې لپاره مهمې بلل کېږي او پایلې یې ښايي د دغه هېواد پر سیاسي، ټولنیز او اقتصادي وضعیت ژور اغېز ولري.

په ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ د چاودېدو له امله دوه ماشومان مړه او پنځه نور ټپیان شوي

۲۳ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۲ فبروری ۲۰۲۶، ۱۱:۴۱ GMT+۰

د ننګرهار په بټي کوټ ولسوالۍ کې د ناچاودې مرمۍ د چاودنې له امله دوه ماشومان مړه شوي او پنځه نور ټپیان دي. محلي سرچینې وايي، ماشومانو مرمۍ اور ته غورځولې وه.

د ننګرهار لپاره د طالبانو د رسنیز دفتر له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې پېښه نن پنجشنبه د سلواغې په ۲۳مه نېټه د بټي کوټ ولسوالۍ اړوند د څلورم فارم د سپین خوړ په سیمه کې شوې ده.

د خبرپاڼې له مخې، شاوخوا د ماسپښین دوولس نیمې بجې ماشومانو یوه ناچاوده مرمۍ موندلې او اور ته یې غورځولې وه، چې د چاودنې له امله دوه ماشومان ځای پر ځای مړه شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي.

خبرپاڼه زیاتوي چې طالب امنيتي ځواکونو ټپیان د درملنې لپاره حوزوي روغتون ته لېږدولي دي.

د راپورونو له مخې، د ټپیانو له ډلې د دوو ماشومانو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ بلل شوی دی.

د یادونې وړ ده چې افغانستان د څو لسیزو جګړو له امله د ناچاودو ماینونو او مهماتو له پراخې ستونزې سره مخ دی. د ماین‌پاکۍ د بنسټونو د معلوماتو له مخې، لا هم په لسګونو زره هکټاره ځمکه په ناچاودو توکو ککړه ده او هر کال لسګونه ملکي وګړي، چې ډېری یې ماشومان دي، د دغو توکو د چاودنو ښکار کېږي.

ماشومان اکثره د لوبو پر مهال نااشنا فلزي توکي رااخلي او له خطره ناخبره ورسره لوبې کوي، چې دا کار مرګونې پایلې لري.

د ماین‌پاکۍ او عامه پوهاوي پروګرامونه ټینګار کوي چې خلک، په ځانګړي ډول ماشومان، باید له نااشنا او مشکوکو توکو څخه لرې پاتې شي او د لیدو په صورت کې سملاسي اړوندو ادارو ته خبر ورکړي.

ملا برادر له هېوادونو نه له طالبانو سره د رسمي اړیکو په اډانه کې د تعامل غوښتنه کړې

۲۳ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۲ فبروری ۲۰۲۶، ۱۰:۳۲ GMT+۰

ملا برادر د کابل-بګرام سړک د جوړېدو چارو د پيل په مراسمو کې ویلي، چې هېوادونه دې له کابل سره د رسمي اړیکو په اډانه کې «د تعامل جرات» وکړي. نوموړي ویلي، چې افغانستان د ټولو افغانانو کور دی او دوی دومره «کم ظرفیته» نه دي، چې «جزوي مسایل» جدي ونیسي.

د طالبانو د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال د پنجشنبې په ورځ، د سلواغې پر ۲۳مه د کابل – بګرام سړک د چارو د پیل په مراسمو کې یاد سړک د کابل ښار له مهمو نښلوونکو لارو وباله او ویې ویل، چې دغه سړک کابل ښار له پروان او نورو شمالي ولایتونو سره نښلوي.

هغه زیاته کړه، دا سړک د نوي کابل ښار له اساسي ترانسپورټي زېربناوو څخه دی، چې د ښاري پراختیا، ټولنیزو فعالیتونو او اقتصادي اړخه مهم بلل کېږي.

ملا برادر ادعا وکړه، چې افغانستان په تېر کې په ډېرو سیاسي احزابو، قومي، سمتي او ژبنیو اجزاوو ویشل شوی و، چې دده په وینا، د ملي مشترکاتو د پیاوړي کولو په برخه کې یې «لوی اکثریت» له لاسه ورکړی و، خو هغه ددې ستونزې حل د خپلې ادارې د مدرسو او ښوونځیو د توحید په طرح کې ویني.

نوموړي وویل، چې په دې برخه کې د طالبانو ادارې یو بنسټیز کار تر شپږم ټولګي پورې د مدرسې او ښوونځي د نصاب یو کول دي.

د طالبانو پر دې پالیسۍ نیوکه کیږي، چې له ښوونځیو نه یې مدرسې جوړې کړې او په زده کوونکو د مدرسو لباس او نصاب پلی کوي.

د طالبانو د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال پر افغانانو غږ کړی، چې د نورو له «ړانده تقلیده» لاس واخلي، د هغوی تر اغېز لاندې رانه شي او واقعیتونه «غلط تفسیر» نه کړي. هغه په دې اړه نور جزئیات نه دي ور کړي.

نوموړي دغه راز پر افغانانو غږ کړی، چې افغانستان ته تلای شي او هلته پانګونه کولای شي.

هغه زیاته کړې، «موږ نه د چا مخه نېولې ده او نه د اسلامي امارت ظرفیت دومره کوچنی دی چې هره فردي او جزوي مساله جدي ونیسي».

د طالبانو د دغه چارواکي دا څرګندونې داسې مهال دي، چې دې ډلې په کوردننه سیاستوالو باندې بندیزونه لګولي، سیاسی فعالیتونه یې بند کړي او ګڼ شمېر هغه افغان سرتېري، چې افغانستان ته ستانه شوي، نیول شوي، شکنجه شوي او ځینې یې وژل شوي دي.

ملا عبدالغني برادر اخوند له افغانستان سره د سیمې هېوادونو مثبت تعامل «د اوسني وخت اړتیا » او د سیمه‌ییز او نړیوال اتصال د پیاوړتیا او ګډو پراختیايي اهدافو د تعقیب مهم رکن بللی. د هغه په وینا، «له دې حقیقت څخه سترګې پټول د مشترکو اساسي موخو تعقیب او ترلاسه کول کمزوري کوي او شته بالقوه فرصتونه په لوی لاس ضایع کوي».

هغه له هېوادونو غوښتي چې له طالبانو سره د رسمي اړیکو په اډانه کې د «تعامل جرات» وکړي، ځکه دده په وینا، ټول هېوادونه د خپل جغرافیايي موقعیت، هوايي حریم، کاري قوې، اومو توکو او صادراتو او وارداتو له اړخه یو بل ته اړ دي او دا اړتیاوې د رسمي تعامل په صورت کې پوره کېدای شي.

یو شمېر طالبان په دې باور دي، چې د سیمې او نړۍ، په ځانګړې توګه اروپا ځینې هېوادونه د افغانستان په اړه د امریکا د متحده ایالتونو سیاستونو ته ګوري او له همدې امله له کابل سره د رسمي تعامل پیلولو ته زړه نه ښه کوي.

برادر ویلي، چې هر څوک باید د افغانستان له سرتاسري امنیت، اقتصاد محوره سیاست، د نورو هېوادونو په چارو کې د نه لاسوهنې، د سیاسي او اقتصادي تعامل پیاوړې ارادې او نورو ورته فرصتونو څخه لازمه ګټه واخلي او هڅه ونه کړي چې رامنځته شوي فرصتونه په ګواښونو بدل شي.