• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ډېموکراتانو د پخوانیو افغان همکارانو پروړاندې د ټرمپ حکومت بې‌تفاوتي غېر اخلاقي وبلله

۲۳ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۲ فبروری ۲۰۲۶، ۰۰:۵۱ GMT+۰

د امریکا د متحده ایالاتو د کانګرس د بهرنیو چارو کمېټې د ډېموکرات ګوند استازو امریکا ته د وړ افغانانو د لېږد بهیر پر درېدو نیوکه کړې او دا یې غېراخلاقي او د امریکا د ګټو او ارزښتونو پر خلاف بللی دی.

له دې سره، د کانګرس د ډېموکراتانو له فشارونو سره سره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه جګپوړي چارواکي د چهارشنبې په ورځ وویل، چې د ټرمپ حکومت لسګونه افغان کډوال درېیمو هېوادونو ته چې ډېری یې په افریقا کې دي، لېږدوي.
د ډېموکرات استازو یوې ډلې د چهارشنبې په ورځ په واشنګټن کې د یوې ناستې پر مهال، په افغانستان او د سیمې په هېوادونو کې د متحده ایالاتو د زرګونو پخوانیو همکارانو او کارکوونکو پرېښودل «غېراخلاقي» عمل وباله او دا یې د امریکا له بنسټیزو ارزښتونو سره په ټکر کې وبلل.
د ډېموکرات ګوند استازي کاملاګر-دو او د دې ناستې کوربه ټینګار وکړ: «د جګړې له پخوانیو سرتېرو او افغان همکارانو سره د شویو ژمنو پر ځای کول ګوندي موضوع نه ده، بلکې د امریکا له ملي اعتبار سره تړاو لري». هغه خبرداری ورکړ، چې د دغو کسانو له ملاتړ څخه پاتې راتلل به د نړۍ له لوري د متحده ایالاتو پر ژمنو د باور له‌منځه تلو لامل شي.
په همدې تړاو، د کانګرس یو بل استازي د وړ افغانانو د لېږد د دوسیې د څنډې کېدو په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره وویل، هغه کسان چې یوه ورځ یې د امریکايي سرتېرو ژوند ژغورلی و، اوس تر بل هر وخت ډېر د ملاتړ او سمدستي لېږد اړتیا لري.
هغه د ټرمپ په حکومت کې د کډوالۍ د محدودیتونو سختېدو ته په اشارې سره خبرداری ورکړ، چې د دغو کډوالو جبري ستنول به هغوی د شکنجې او مرګ له مستقیم ګواښ سره مخ کړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال استازي پاول کپور د چهارشنبې په ورځ د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د فرعي کمېټې په یوه ناسته کې اعلان وکړ، هغه افغانان چې قطر او اماراتو ته لېږدول شوي، ټاکل شوې ده چې درېیمګړو هېوادونو ته ولېږدول شي.
دا کړنلاره د اسیايي او افریقایي هېوادونو څخه د پناه غوښتونکو د منلو کمولو په موخه د ټرمپ د حکومت د پالیسیو په چوکاټ کې غوره شوې ده. اوس مهال د افغانستان په ګډون د لسګونو هېوادونو وګړي امریکا ته د سفر د بندیز په لېست کې شامل دي؛ دا هغه بندیز دی چې په افغانستان کې د امریکا د پوځ پخواني همکاران هم په‌کې راځي.
د «افغان‌اېواک» سازمان یوې مسوولې او د پوځ پخوانۍ سرتېرې جسیکا برډلي راشینګ امریکا ته د افغان همکارانو د لېږد پروسې بشپړ درېدو ته په اشارې سره چې د ۲۰۲۵ کال له جنورۍ څخه پیل شوی، وویل: «په تېرو څلورو کلونو کې (د ټرمپ تر حکومت وړاندې)، نږدې ۲۰۰ زره افغانان امریکا ته لېږدول شوي وو، خو اوس دا بهیر په بشپړ ډول درېدلی دی».
د دغه سازمان د شمېرو له‌مخې، شاوخوا ۲۱۲ زره په شرایطو برابر کسان د افغانستان دننه او ۶۰ زره نور د نړۍ په څه باندې ۹۰ هېوادونو کې په بې‌برخلیکه حالت کې شپې او ورځې تېروي.
دا په داسې حال کې ده، چې په دغه ناسته کې د امریکايي ځانګړو ځواکونو پخواني ژباړن ضیا غفوري د دې ځواکونو د پخوانیو افغان همکارانو وضعیت غمجن وباله. هغه وویل، چې ډېری دا کسان له پرله‌پسې ګواښونو سره مخ دي؛ د بېلګې په توګه هغه کسان چې د طالبانو له ډاره ګاونډیو هېوادونو ته تللي، د اېستلو په صورت کې نیول کېږي او شکنجه کېږي.
پخوانۍ امریکایۍ سرتېرې کایلین هانټر له خپلو پخوانیو افغان همکارانو سره د واشنګټن ژمنه «ژوره، اخلاقي او د نه بحث وړ» وبلله. هغې ټینګار وکړ، چې دغو کسانو د امریکایي سرتېرو تر څنګ اوږه په اوږه جګړه کړې او نباید په دې ستونزمنو شرایطو کې یوازې پرېښودل شي.

ترویج لرونکی

امرالله صالح: په سیمه کې د یوه نوي هېواد د رامنځته کېدو نښې لیدل کېږي
۱

امرالله صالح: په سیمه کې د یوه نوي هېواد د رامنځته کېدو نښې لیدل کېږي

۲
شننه

د جمعه خان فاتح قضیه او د هبت‌الله د ځواک او هیبت ازموینه

۳

د طالبانو د ریاست الوزرا مرستیال د روغتیايي سکتور پر پیاوړتیا او پراختیا ټینګار کړی

۴

ذبیح الله مجاهد: د شریعت له‌مخې په افغانستان کې د ښځو حقونه خوندي دي

۵
ځانګړی

د کندهار د یوه زنداني کیسه؛ درې کاله زندان پر فیسبوک د یوې تبصرې بیه

•
•
•

نور کیسې

له پاکستان څخه ۴۷ افغان کډوال جرمني ته ولېږدول شول

۲۳ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۲ فبروری ۲۰۲۶، ۰۰:۲۳ GMT+۰
100%

جرمني د چهارشنبې په ورځ ۴۷ تنه افغانان له اسلام‌اباد څخه برلين ته ولېږدول. د جرمني د کورنيو چارو وزارت ويلي، دغه افغانان د «فدرالي منلو پروګرام» په چوکاټ کې د قانوني پړاوونو له بشپړېدو او د ويزو له ترلاسه کولو وروسته دې هېواد ته لېږدول شوي دي.

په وروستيو مياشتو کې يو شمېر نور شرايط پوره کوونکي کسان هم د ځانګړو يا عادي الوتنو له لارې جرمني ته رسېدلي دي. د دغو لېږدونو يوه برخه د جرمني د محکمو د پرېکړو پر بنسټ ترسره شوې ده.

اوسمهال په اسلام‌اباد کې ګڼ شمېر افغان کورنۍ چې له جرمني څخه د منلو ژمنه ورسره شوې، د نامعلوم برخليک سره مخ دي. دوی له مياشتو او ان کلونو راهيسې د خپلو دوسيو د وروستۍ پرېکړې په تمه دي.

د جرمني حکومت ژمنه کړې وه، چې ټول شرايط پوره کوونکي افغانان به ژر تر ژره له پاکستان څخه ولېږدوي، خو سره له دې هم په دغه بهير کې ځنډ دوام لري. دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان حکومت يو شمېر دغه افغانان بېرته خپل هېواد ته ستانه کړي دي.

د امریکا د استازو جرګې په قطر کې د افغانانو د کمپ تړل «له افغان متحدینو سره خیانت» بللی دی

۲۲ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۱ فبروری ۲۰۲۶، ۲۳:۴۶ GMT+۰
100%

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې په قطر کې بند پاتو افغانانو ته یې د پیسو ورکړه پیل کړې او غواړي د «السیلیه» کمپ وتړي؛ خو د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې په قطر کې د افغانانو د کمپ تړل او بېرته خپل هېواد ته د هغوی لېږل «له افغان متحدینو سره خیانت» بللی دی.

د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې مشرې سیډني کملګر-ډېو د چهارشنبې په ورځ د ډېموکراتانو پر هغه پلان سختې نیوکې وکړې، چې په قطر کې بند پاتې افغانانو ته د کمپ له تړل کېدو وړاندې د پیسو د ورکړې وړاندیز کوي، ترڅو هغوی په خپله خوښه بېرته خپل هېواد ته ستانه شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هغو افغانانو ته د پیسو ورکړه پیل کړې، چې بېرته خپل هېواد ته ستنېږي. دا وزارت هڅه کوي، په قطر کې هغه کمپ وتړي چې له څه باندې څلورو کلونو راهیسې په‌کې ګڼ افغانان امریکا ته د تګ په تمه بند پاتې دي.

خو د استازو جرګي د بهرنیو اړیکو کمېټې مشرې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دغه پلان «له افغان متحدینو سره خیانت» بللی دی.

په ورته وخت کې، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال پاول کپور ویلي چې شاوخوا ۱۵۰ کسانو لا دمخه وړاندیز شوي پیسې منلي دي، خو په دې نه پوهېږي چې یاد کسان به خپل هېواد ته له ستنېدو وروسته له څه ډول برخلیک سره مخ شي.

کپور زیاته کړې: «موږ افغانان په زور افغانستان ته نه ستنوو. ځینې په خپله خوښه تللي دي، خو موږ څوک نه مجبوروو. موږ د هغوی د بل ځای مېشتېدو په لټه کې یو او په دې اړه له درېیمو هېوادونو سره په خبرو بوخت یو. زموږ باور دا دی چې دا په اصل کې یوه ښه پایله ده. د تل لپاره د السیلیه کمپ کې د هغوی ساتل معقول کار نه دی».

د رویټرز د راپور له‌مخې، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال افغانانو ته د ورکړل شویو پیسو په اړه جزییات نه دي ورکړي.

په قطر کې د السیلیه په کمپ کې له ۱۱۰۰ څخه ډېر کسان امریکا ته د تګ په تمه پاتې دي؛ دا هغه کسان دي چې په تېرو شلو کلونو کې یې له امریکایي متحدینو سره په بېلابېلو برخو کې دندې ترسره کړې دي.

خو پر همدې مهال د «افغان اېوک» مشر شان وان ډایور رویټرز اژانس ته ویلي، چې له قطر څخه د افغانانو بېرته ستنېدل په خپله خوښه نه دي، بلکې هغوی ته ویل شوي چې باید د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وړاندیز ومني؛ دا په داسې حال کې ده چې درېیمګړو هېوادونو ته د هغوی د لېږد برخلیک لا هم ناڅرګند دی.

ریچارډ لینډسي: د افغانانو د سوکاله او خوندي راتلونکي لپاره د بیان ازادي اړینه ده

۲۲ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۱ فبروری ۲۰۲۶، ۲۳:۱۰ GMT+۰
100%

د افغانستان لپاره د برېتانیا ځانګړي استازي ریچارډ لینډسي د افغانستان د یو شمېر خپلواکو رسنیو له استازو سره انلاین ناسته کړې او د افغانانو د غږ په رسولو کې یې د رسنیو رول حیاتي بللی دی.

د افغانستان لپاره د برېتانیا ځانګړي استازي ریچارډ لینډسي د چهارشنبې په ورځ پر خپلې اېکس‌پاڼې لیکلي، چې د افغانستان د خپلواکو رسنیو له استازو سره یې په انلاین کتنه کې په افغانستان او بهر کې د رسنیو د رول په تړاو خبرې کړې دي.

نوموړي ویلي، چې د افغانستان د سوکاله او خوندي راتلونکي لپاره د بیان ازادي مهمه ده.

نوموړي پر داسې مهال د افغانستان د یو شمېر خپلواکو رسنیو له استازو سره په انلاین بڼه خبرې کړې، چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته په افغانستان کې د بیان پر ازادۍ تر بل هر وخت ډېر بندیزونه لګول شوي دي او د یادې ډلې له واکمنېدو سره ګڼې رسنۍ تړل شوې دي او ګڼ شمېر مسلکي خبریالان له هېواد څخه وتلي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت لوړپوړی چارواکی: د افغانستان په اړه د ټرمپ حکومت تګلاره جوړوو

۲۲ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۱ فبروری ۲۰۲۶، ۲۱:۴۵ GMT+۰
100%

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال پاول کپور ویلي، بېلابېل دولتي بنسټونه د افغانستان په اړه د واشنګټن د نوې تګلارې پر جوړولو بوخت دي. هغه څرګنده کړه، چې د دغې تګلارې د اعلان کره نېټه لا نه ده ټاکل شوې او د وروستي کېدو لپاره یې لا نورو ارزونو او ګامونو ته اړتیا ده.

کپور دغه څرګندونې د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې په استماعیه غونډه کې وکړې، چې مشري یې جمهوري غوښتونکي کوي.

د نوموړي خبرې ښيي، چې د ټرمپ حکومت د طالبانو د ادارې په اړه خپلې ډیپلوماتیکې او امنیتي لومړیتوبونه او چلند له سره ارزوي، خو کپور د کمېټې غړو ته د احتمالي بدلونونو په اړه هېڅ ډول جزییات ورنه‌کړل.

هغه زیاته کړه، چې په مناسب وخت کې به د کمېټې غړي د افغانستان په اړه د ټرمپ له نوې تګلارې خبر کړي.

کپور له افغانستان څخه د اېستل شویو افغانانو د شړلو په تړاو وویل، چې د ټرمپ حکومت تراوسه هېڅ افغان بېرته افغانستان ته نه دی شړلی. خو هغه ومنله، چې د امریکا حکومت له نورو هېوادونو سره په خبرو بوخت دی، څو هغه «۱۱ تر ۱۲ سوه افغانان» ومني چې دا مهال د امریکا د حکومت په تاسیساتو کې ژوند کوي او د افغانستان د پخواني حکومت له نسکورېدو وروسته اېستل شوي دي.

طالبان د امریکا، د سیمي د هېوادونو او د افغان مشرانو د تېروتنو په پایله کې واک ته ورسېدل

۲۲ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۱ فبروری ۲۰۲۶، ۲۱:۳۶ GMT+۰
100%

د تېر حکومت د ملي امنیت پخوانی رییس معصوم ستانکزی وايي، طالبان د امریکا، د سیمې د هېوادونو او افغان سیاستوالو د ځینو تېروتنو پایله کې بیا ځلې واک ته ورسېدل. نوموړي دا هم ویلي، که پخوانی ولسمشر له هېواده وتلی وای او یا نه، بیا هم د افغانستان په معادله کې هېڅ بدلون نه رامنځته کېده.

د تېر جمهوري نظام د ملي امنیت پخواني رییس معصوم ستانکزي له افغانستان انټرنشنل-پښتو سره د چهارشنبې په ورځ (د سلواغې ۲۲مه) په ځانګړې مرکه کې ویلي، چې واک ته د طالبانو په بیاځلې رسېدو کې د افغان سیاستوالو په ګډون امریکا او د سیمې هېوادونو هم سترې تېروتنې کړې دي.

نوموړي زیاته کړې: «امریکا ځکه تېروتنه وکړه چې د لاسلیک شوې هوکړې یو اصل دا و، تر څو چې طالبان او جمهوریت کومې هوکړې ته نه وي رسېدلي، امریکا به په افغانستان کې پاتې کېږي او کله چې هوکړه وشي، دوی به خپل ځواکونه باسي. خو کله چې امریکا د وتلو اعلان وکړ، هغه توانمندي بېرته واخیستل شوه، په ځانګړي ډول له هوايي ځواک څخه؛ دا د نړۍوالو له لوري تېروتنه وه. په دې هوکړه کې افغانستان څنډې ته شوی و».

نوموړي ویلي، دویمه تېروتنه د سیمې د هېوادونو او په ځانګړې توګه د پاکستان وه؛ ځکه دوی په ظاهره له جمهوریت سره اړیکې پاللې، خو د پردې تر شا یې د جمهوریت د مخالفانو ملاتړ کاوه.

نوموړي د پاکستان د تېروتنو په تړاو زیاته کړې: «هغه حالت چې نن پاکستان کې راغلی او په افغانستان کې جریان لري، د پاکستان د مداخلو او د هغوی د ناکامو سیاستونو یوه بېلګه ده چې نن یې ټول وینو. هغوی تل د افغانستان د نظام له مخالفانو سره لاس یو کړی؛ که هغه جمهوریت و، که د ډاکټر نجیب حکومت، که د طالبانو لومړۍ دوره او یا هم کوم بل نظام و».

معصوم ستانکزي د جمهوري نظام د سقوط او واک ته د طالبانو د رسېدو درېیم لامل د افغانستان د سیاستوالو ترمنځ بې‌اتفاقي او اختلافات په ګوته کړي دي.

ستانکزي زیاته کړې: «که دوی په خپلو کې متحد وای، په ځانګړي ډول په هغو وختونو کې چې افغانستان له سختو شرایطو سره مخ و، خو برعکس د اختلافاتو کچه لوړه شوه؛ هغه پرېکړې چې باید په ګډه شوې وای، په جلا جلا توګه کېدلې، نو ځکه د پخوانیو سیاسي مشرانو بې‌اتفاقۍ ناوړه اغېز درلود».

معصوم ستانکزي همدارنګه ویلي، چې افغانستان اوسمهال د نړۍوالو او سیمه‌ییزو هېوادونو د جیوپولیټیکي سیالیو له امله د ژور کړکېچ لوري ته روان دی.

نوموړي ویلي، چې افغانستان له تېرو څو لسیزو راهیسې د نړۍوالو او د سیمې هېوادونو د سیاستونو او جیوپولیټیکي سیالیو له امله له ژور کړکېچ سره مخ دی.

نوموړي زیاته کړې: «افغانستان د پرله‌پسې کړکېچونو په پایله کې د رژیمونو د سقوط پر ډګر بدل شوی او اصلي لامل یې همدا ناورینونه دي. کله چې بهرنۍ مداخلې کېږي، لکه د شوروي یرغل او نور؛ دې ټولو پر افغانستان ناوړه اغېز کړی او د هېواد د طبیعي پرمختګ مخه یې نیولې ده. هر ځل چې نظامونو سقوط کړی، منفي اغېزې یې خورا ډېرې وې».

نوموړي د افغانستان د اوسني بحران لامل د طالبانو له‌خوا د واک انحصار، د ښځو او د نجونو پر مخ د زده‌کړو د دروازو تړل او له نړۍوالې ټولنې سره د افغانستان د اړیکو پرې کېدل بولي.

د جمهوري نظام دغه پخوانی چارواکی په دې باور دی، چې له طالبانو سره خلکو واټن نیولی دی د هغوی ځیني اصول او فرمانونو او د ښځو پروړاندې سخت‌دریځۍ به د دې لامل شي، چې د طالبانو واکمني له ژور کړکېچ سره مخ کړي.

نوموړي دغه څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف همدا تېره ورځ د پاکستان پارلمان ته په خپله وینا کې وویل، په افغانستان کې هغه دوه جګړې چې پاکستان په‌کې ښکېل و، د دین یا اسلامي ارزښتونو لپاره نه وې، بلکې د نړۍوالو ځواکونو او د پاکستان د دوو استبدادي حکومتونو او ډیکتاتورو جنرالانو جنرال ضیاءالحق او جنرال پروېز مشرف د مشروعیت ترلاسه کولو لپاره وې.