په بلخ کې د یوې ټرافیکي پېښې له امله دوه کسه مړه شوي

په بلخ کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ خبر ورکړی، چې په دغه ولایت کې د یوې ټرافیکي پېښې له امله دوه کسه مړه شوي دي. د یادې قوماندانۍ په وینا؛ د پېښې اصلي لامل د دواړه لورو بېاحتیاطي ښودل شوې ده.

په بلخ کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ خبر ورکړی، چې په دغه ولایت کې د یوې ټرافیکي پېښې له امله دوه کسه مړه شوي دي. د یادې قوماندانۍ په وینا؛ د پېښې اصلي لامل د دواړه لورو بېاحتیاطي ښودل شوې ده.
د یادې قوماندانۍ لهخوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، پېښه د دغه ولایت د بلخ ولسوالۍ اړوند سیمه کې شوې ده.

په متحده عربي اماراتو کې د طالبانو سفارت وايي، د ابوظبي ملي هوايي شرکت «اتحاد» به د مارچ په ۲۸مې نېټې کابل ته خپلې الوتنې پيل کړي. د یاد سفارت په وینا؛ دغه چاره به د افغانستان او اماراتو ترمنځ اقتصادي، سوداګریزې او ترانزیټي اړیکې لا پیاوړې کړي.
د یاد سفارت د خبرپاڼې له مخې؛ په اماراتو کې د طالبانو سفیر مولوي بدرالدین حقاني د اتحاد هوايي شرکت د سوداګریزو او پراختیايي چارو له پلاوي سره چې مشري یې راحیل صدیق کوله، ناسته کړې ده.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د اتحاد شرکت چارواکو په دغه لیدنه کې کابل ته د نوو الوتنو د مهالوېش، ترانسپورټي اسانتیاوو او د کابل او ابوظبي ترمنځ د هوايي تګراتګ په اړه معلومات وړاندې کړل. په خبرپاڼه کې د یاد شرکت د استازي په حواله راغلي، اتحاد دا مهال ۹۹ ښارونو ته الوتنې لري او تمه ده چې د کابل–ابوظبي الوتنې به د دواړه هېوادونو د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو په پیاوړتیا کې مهم رول ولوبوي او له نړۍ سره د تګراتګ زمینه هم پراخه کړي.
د خبرپاڼې په حواله؛ بدرالدین حقاني کابل ته د اتحاد د الوتنو له پیل هرکلی کړی او ټینګار یې کړی، چې مساپرو ته دې هر اړخیزې اسانتیاوې برابرې شي. هغه په ځانګړي ډول د ټکېټونو د بیو او د سفر اړوندو لګښتونو د کمښت غوښتنه کړې ده.
د ناروې په برګن ښار کې د یوه پخواني سرتېري له وژل کېدو څلور ورځې وروسته پولیسو او رسنیو د پېښې په اړه نوي جزییات خپاره کړل. پولیسو ویلي، چې د معلوماتو د غوښتنې له اعلان وروسته یې د دغه وژنې په اړه د خلکو شاوخوا ۵۰ راپورونه ترلاسه کړي دي.
تر دې وړاندې افغانستان انټرنشنل راپور ورکړی و، چې وژل شوی کس د افغانستان د پخوانۍ ۲۲۲ قطعې غړی و. هغه په ۲۰۲۱کال کې له خپلې مېرمنې سره ناروې ته ولاړ او د برګین ښار د ارنای په سیمه کې اوسېده.
پولیس چارواکو ویلي، د دوی په باور دا یوه هدفي وژنه وه او ښايي د یادې پېښې عامل لهخوا نورو کسانو ته ګواښ نهوي. د پولیسو څارنوال اېنګر لېس هویلنډ د سېشنبې په ورځ په یوې خبري ناسته کې وویل: «هغه طریقه چې وژنه ترسره شوې، ښيي چې موخه هماغه وژل شوی کس و».
په دغه برید کې د دغه پخواني پوځي مېرمن هم ټپي شوې ده. پولیس چارواکو زیاته کړې، چې ښایي د دغه پخواني پوځي په ترور کې نور کسان هم لاس ولري. بلخوا د وژل شوي کس یو نږدې خپلوان افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې دغه پخواني پوځي له هېچا سره شخصي دښمني نهلرله.
د عیني شاهدانو روایت
د ناروې رسنیو له ځینو هغو شاهدانو سره خبرې کړې دي، چې د یکشنبې په شپه شاوخوا ۸:۳۰ بجې د پېښې په سیمه کې حاضر وو. د وژل شوي کس ګاونډی کرېس اندره ایساګر د ناروې دولتي شبکې (اېن ار کې) ته وویل، د یوه غږ په اورېدو له کوره بهر شو او یو سړی یې ولید چې د ځمکې پر سر پروت دی او بل هغه یې ترڅنګ ولاړ دی.
هغه وویل، چې وروسته یې له بېړنیو خدماتو سره اړیکه ونیوله. ایساګر همدارنګه وویل، وروسته یې یو بل سړی ولید چې د پېښې له ځایه په تېښته و او د هغه په باور همدغه کس د قتل عامل و.
په ناروې کې مېشت افغانان وېرېدلي دي
د ناروې دولتي شبکې (اېن ار کې) راپور ورکړی، چې په دغه هېواد کې ګڼ مېشت افغانان له دې پېښې وروسته په وېره کې دي. د وژل شوي کس ملګرې زکیه محمدي ویلي، دغه پخوانی افغان پوځي «یو مهربان او زړهسواند انسان و، چې د ښه او خوندي ژوند په هیله ناروې ته راغلی و».
هغه په ناروې کې ډېر ژر د دغه هېواد ژبه زده کړه او د مېخانیک په توګه یې زدهکړې وکړې. په راپور کې راغلي، چې د قرباني پوځي مخینه په ناروې کې د افغان کډوالو د اندېښنې لامل شوې ده.
خو د پولیسو څارنوال وویل: «داسې شواهد شته، چې ښيي د دغه اقدام موخه یوازې هماغه وژل شوی کس و. زما په اند دا ښيي، چې نور خلک باید ونه وېرېږي. که دغه برید هدفي وي، بریدکوونکی نهشي کولی خلک په تصادفي ډول هدف وګرځوي».
یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې وژل شوي کس په کابل کې د ترهګرۍ پر وړاندې په ډېرو عملیاتو کې برخه لرله. سرچینې زیاته کړه، چې دغه پخواني پوځي په ځانګړي ډول د ۱۳۹۶ کال د کابل د انټرکانټیننټال هوټل د برید پر مهال «ځانګړې وړتیا او مېړانه ښودلې وه».
طالبان په ناروې کې
د روان کال د وري په میاشت کې د ناروې حکومت په دغه اروپايي هېواد کې د افغانستان سفارت طالبانو ته وسپاره؛ هغه اقدام چې د افغان فعالانو او ګڼو خلکو له سخت غبرګون سره مخ شو.
د ناروې د بهرنیو چارو وزارت وویل، چې د طالبانو لهخوا ټاکل شوی ډیپلومات نجیبالله شېرخان یې په ناروې کې د افغانستان سفارت د لومړي سکرتر په توګه منلی او ورته یې د یو کال د استوګنې کارت ورکړی دی.
له دغه اقدام وروسته په ناروې کې افغان کډوالو د خپل امنیت او محرمو معلوماتو د خونديتوب په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه. په ناروې کې یوې سرچینې د دغه پخواني پوځي وژنه د هغه له پوځي مخینې سره تړلې بللې او د طالبانو د لاس لرلو احتمال یې یاد کړی دی.
د پخوانیو نظامیانو ترور له ایرانه تر اروپا پورې ورسېد
په۱۴۰۰کال کې واک د طالبانو له رسېدو وروسته یادې د پخواني حکومت د نظامیانو پر ضد د غچاخیستنې اقداماتو ته دوام ورکړی، چې پهکې د دغه کسانو نیول، شکنجه کول او وژنه شامله ده.
تر دې وړاندې د پخواني حکومت درې نظامیان په ایران کې هم ترور شوي دي. په وروستۍ پېښه کې د پخواني حکومت پر مهال د تخار د پولیسو قوماندان کرامالدین سریع او یو پخوانی نظامي محمدامین الماس د مرغومي میاشتې په لومړیو کې د تهران د ولیعصر ښارګوټي په سیمه کې ترور شول.
د طالبانو مخالفانو او د پخواني حکومت ځینو نظامیانو یاده ډله په ایران کې د پخوانیو نظامیانو په ترور تورنه کړې ده. تر دې مخکې اسماعیل خان ته نږدې سیاسي ـ نظامي څېره او د طالبانو له مخالفو مشرانو څخه معروف غلامي د وږي میاشتي په ۲۲مه د ایران د مشهد ښار د مفتح سړک په خپل کاري دفتر کې په ډزو ووژل شو.
ایران چې د طالبانو نږدې متحد بلل کېږي، له څو میاشتو تېرېدو سره سره تر اوسه پورې په ایران کې د افغانستان د پخوانیو نظامیانو د ترور په اړه د خپلو څېړنو پایلې نهدي خپرې کړې.
د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت کې د جهادي اثارو او اسنادو د ثبت اوسني رییس سعید خوستي چې مخکې د یادې ډلې د کورنیو چارو وزیر سراجالدین حقاني ویاند و، د ۱۴۰۲کال د غويي په میاشت کې د طالبانو بهر مېشت مخالفان په مرګ ګواښلي وو.
هغه پر اېکس پاڼه لیکلي و، «تښتېدلي» او هغه کسان چې د طالبانو پر ضد تبلیغ کوي «ووژنئ.» نوموړي خبرداری ورکړی و، چې طالبان د خپلو بهر مېشتو مخالفانو د هدف ګرځولو لپاره سلګونه رضاکاران لري.
خوستي دا هم ویلي و، چې په اروپا او امریکا کې د طالبانو کسان «یوازې د انسجام او رهبرۍ په لټه کې دي». همدارنګه، د طالبانو د کورنیو چارو وزارت مرستیال محمدنبي عمري د تېر کال د سلواغې په میاشت کې ویلي و، که اړتیا وي طالبان کولی شي د ۵۰۰ پاکستاني روپیو په بدل کې خپل مخالفان له هېواده بهر هم هدف وګرځوي.
خو تر اوسه روښانه نهده، چې په ناروې کې د دغه پخواني نظامي ترور د طالبانو کار دی که نه.
جرمني د چهارشنبې په ورځ ۴۷ تنه افغانان له اسلاماباد څخه برلين ته ولېږدول. د جرمني د کورنيو چارو وزارت ويلي، دغه افغانان د «فدرالي منلو پروګرام» په چوکاټ کې د قانوني پړاوونو له بشپړېدو او د ويزو له ترلاسه کولو وروسته دې هېواد ته لېږدول شوي دي.
په وروستيو مياشتو کې يو شمېر نور شرايط پوره کوونکي کسان هم د ځانګړو يا عادي الوتنو له لارې جرمني ته رسېدلي دي. د دغو لېږدونو يوه برخه د جرمني د محکمو د پرېکړو پر بنسټ ترسره شوې ده.
اوسمهال په اسلاماباد کې ګڼ شمېر افغان کورنۍ چې له جرمني څخه د منلو ژمنه ورسره شوې، د نامعلوم برخليک سره مخ دي. دوی له مياشتو او ان کلونو راهيسې د خپلو دوسيو د وروستۍ پرېکړې په تمه دي.
د جرمني حکومت ژمنه کړې وه، چې ټول شرايط پوره کوونکي افغانان به ژر تر ژره له پاکستان څخه ولېږدوي، خو سره له دې هم په دغه بهير کې ځنډ دوام لري. دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان حکومت يو شمېر دغه افغانان بېرته خپل هېواد ته ستانه کړي دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې په قطر کې بند پاتو افغانانو ته یې د پیسو ورکړه پیل کړې او غواړي د «السیلیه» کمپ وتړي؛ خو د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې په قطر کې د افغانانو د کمپ تړل او بېرته خپل هېواد ته د هغوی لېږل «له افغان متحدینو سره خیانت» بللی دی.
د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې مشرې سیډني کملګر-ډېو د چهارشنبې په ورځ د ډېموکراتانو پر هغه پلان سختې نیوکې وکړې، چې په قطر کې بند پاتې افغانانو ته د کمپ له تړل کېدو وړاندې د پیسو د ورکړې وړاندیز کوي، ترڅو هغوی په خپله خوښه بېرته خپل هېواد ته ستانه شي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هغو افغانانو ته د پیسو ورکړه پیل کړې، چې بېرته خپل هېواد ته ستنېږي. دا وزارت هڅه کوي، په قطر کې هغه کمپ وتړي چې له څه باندې څلورو کلونو راهیسې پهکې ګڼ افغانان امریکا ته د تګ په تمه بند پاتې دي.
خو د استازو جرګي د بهرنیو اړیکو کمېټې مشرې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دغه پلان «له افغان متحدینو سره خیانت» بللی دی.
په ورته وخت کې، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال پاول کپور ویلي چې شاوخوا ۱۵۰ کسانو لا دمخه وړاندیز شوي پیسې منلي دي، خو په دې نه پوهېږي چې یاد کسان به خپل هېواد ته له ستنېدو وروسته له څه ډول برخلیک سره مخ شي.
کپور زیاته کړې: «موږ افغانان په زور افغانستان ته نه ستنوو. ځینې په خپله خوښه تللي دي، خو موږ څوک نه مجبوروو. موږ د هغوی د بل ځای مېشتېدو په لټه کې یو او په دې اړه له درېیمو هېوادونو سره په خبرو بوخت یو. زموږ باور دا دی چې دا په اصل کې یوه ښه پایله ده. د تل لپاره د السیلیه کمپ کې د هغوی ساتل معقول کار نه دی».
د رویټرز د راپور لهمخې، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال افغانانو ته د ورکړل شویو پیسو په اړه جزییات نه دي ورکړي.
په قطر کې د السیلیه په کمپ کې له ۱۱۰۰ څخه ډېر کسان امریکا ته د تګ په تمه پاتې دي؛ دا هغه کسان دي چې په تېرو شلو کلونو کې یې له امریکایي متحدینو سره په بېلابېلو برخو کې دندې ترسره کړې دي.
خو پر همدې مهال د «افغان اېوک» مشر شان وان ډایور رویټرز اژانس ته ویلي، چې له قطر څخه د افغانانو بېرته ستنېدل په خپله خوښه نه دي، بلکې هغوی ته ویل شوي چې باید د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وړاندیز ومني؛ دا په داسې حال کې ده چې درېیمګړو هېوادونو ته د هغوی د لېږد برخلیک لا هم ناڅرګند دی.
د ایران د قضایه قوې د رسنیو مرکز د یوې اعلامیې په خپرولو سره د «اسراییل هیوم» ورځپاڼې هغه راپورونه رد کړل، چې ګنې یو شمېر نیول شوي کسان اعدام شوي دي. په اعلامیه کې راغلي، چې د دغو نیول شویو کسانو د دوسیو له ډلې هېڅ یو یې هم تراوسه وروستي او قطعي پړاو ته نه دی رسېدلی.
دغه راپور په داسې حال کې ردېږي، چې ګڼ شمېر رسنیز راپورونه ښيي چې د ایرانیانو د ملي پاڅون یو شمېر نیول شوي کسان د بند پر مهال وژل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې اسراییل هیوم د موساد، برېتانیا او جرمني په ګډون د لوېدیځو استخباراتي بنسټونو د راپورونو پر بنسټ خبر ورکړی، چې په ایران کې د اعتراض کوونکو پټه وژنه لا هم دوام لري. دغه بنسټ زیاته کړې، چې حکومت په زرګونو نیول شوي معترضین په بندخونو کې په ډزو یا زندۍ کولو سره وژلي دي.
په دغه راپور کې راغلي، حکومت د دغو کسانو کورنیو ته ویلي چې نیول شوي کسان د اعتراضونو پر مهال وژل شوي دي.
د دغې ورځپاڼې د راپور پربنسټ، لوېدیځ هېوادونه لا هم په کوچنیو ښارونو او کلیوالي سیمو کې د اعتراضونو د ځپلو د دوام او دغه راز د پراخو نیونو په اړه راپورونه ترلاسه کوي.