• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د سوریې ځواکونو«التنف» امریکايۍ پوځي اډه په واک کې واخېسته

۲۳ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۲ فبروری ۲۰۲۶، ۱۲:۲۶ GMT+۰تازه شوی: ۲۳ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۲ فبروری ۲۰۲۶، ۱۷:۵۸ GMT+۰

د سوریې دفاع وزارت د پنجشنبې په ورځ وویل چې پوځونو یې د التنف پوځي اډې کنټرول ترلاسه کړی. رویټرز د دوو سرچینو له قوله خبر ورکړی چې امریکايي ځواکونو دغه اډه د چارشنبې په ورځ خالي کړه او اردن ته لاړل.

دغه پوځي کمپلکس په سټراټیژیک ډول د سوریې، اردن او عراق د درې اړخیزې پولې په تقاطع کې پروت دی.

دغه اډه په ۲۰۱۴ کال کې د سوریې د کورنۍ جګړې په ترڅ کې د اسلامي دولت وسله‌والو پر ضد د نړیوال ایتلاف د عملیاتو مهم مرکز و.

ترویج لرونکی

امرالله صالح: په سیمه کې د یوه نوي هېواد د رامنځته کېدو نښې لیدل کېږي
۱

امرالله صالح: په سیمه کې د یوه نوي هېواد د رامنځته کېدو نښې لیدل کېږي

۲
شننه

د جمعه خان فاتح قضیه او د هبت‌الله د ځواک او هیبت ازموینه

۳

د طالبانو د ریاست الوزرا مرستیال د روغتیايي سکتور پر پیاوړتیا او پراختیا ټینګار کړی

۴

ذبیح الله مجاهد: د شریعت له‌مخې په افغانستان کې د ښځو حقونه خوندي دي

۵
ځانګړی

د کندهار د یوه زنداني کیسه؛ درې کاله زندان پر فیسبوک د یوې تبصرې بیه

•
•
•

نور کیسې

طالبانو او تاجکستان د سرحدي او امنیتي‌همکاريو پر پیاوړتیا خبرې کړي

۲۳ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۲ فبروری ۲۰۲۶، ۰۷:۳۵ GMT+۰
100%

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی چې په کابل کې د تاجکستان سفير سعیدي شریفي د امیرخان متقي سره په لیدنه کې د سرحدي او امنیتي همکاریو پر پیاوړتیا خبرې کړي. طالبانو زیاته کړې چې په لیدنه کې پر ګډه پوله د اقتصادي همکاریو او پروژو پر پياوړتیا هم بحث شوی.

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ (د سلواغې ۲۲مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دواړو خواوو د پخوانیو موافقو په اړه وروستي پرمختګونه هم شریک کړي.

امیرخان متقي ویلي چې دواړه هېوادونه کولای شي د سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو برخو د پراختیا لپاره رامنځته شوي فرصتونه په ښه ډول وکاروي.

نوموړي زیاته کړې: «هېڅوک نه شي کولی د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ دوستانه اړیکو او اعتماد فضا ته زیان ورسوي.»

د خبرپاڼې له مخې، د تاجکستان سفیر ویلي، چې پر ګډه پوله د اقتصادي پروژو پلانونه لري. نوموړي زیاته کړې: «تاجیکستان د دواړو هېوادونو په ګډه پوله کې مهم اقتصادي پروګرامونه او پروژې لري، د افغانستان سره د اقتصادي همکاریو د لا پیاوړتیا په موخه او د ریښتیني نیت او موجودو شرایطو په اساس د کابل سره د اړیکو پراختیا غواړي.»

له ۲۰۲۱ کال وروسته، د سیاسي بدلونونو له امله د دواړو هېوادونو اړیکې په ځینو پړاوونو کې له احتیاطه ډکې وې، خو وروستیو کې د ډېپلوماټیکو اړیکو او اقتصادي همکاریو د بیا فعالېدو هڅې زیاتې شوې دي.

سرحدي امنیت، د نشه‌يي توکو قاچاق مخنیوی، د ترهګرۍ ضد همکاري او سوداګریز ترانزیټ د دواړو هېوادونو د اړیکو مهم محورونه بلل کېږي.

د پاکستان سترې محکمې عمران خان سره د ډاکټرانو د ملاقات او زامنو سره یې د خبرو اجازه ورکړه

۲۳ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۲ فبروری ۲۰۲۶، ۰۵:۵۱ GMT+۰
100%

د پاکستان سترې محکمې پرېکړه کړې، چې د تحریک انصاف ګوند بنسټګر او د دغه هېواد پخواني لومړي وزیر عمران خان ته په اډیاله زندان کې له خپلو شخصي ډاکټرانو سره د ملاقات اجازه ورکړل شي او هغه کولای شي له خپلو زامنو قاسم او سلیمان سره د ټیلیفون په کرښه خبرې وکړي.

د پاکستان سترې محکمې دوه قاضيان، د سترې محکمې مشر یحیی اپریدي او قاضي شاهد بلال حسن، د عمران خان د قضیې پرېکړه واوروله. د پاکستان اېکسپرېس ټربیون ورځپاڼې د راپور له مخې؛ عمران خان د زندان له امنیت او خوراکي اسانتیاوو څخه راضي دی، خو د روغتیایي خدمتونو په برخه کې یې شکایت کړی چې کافي اسانتیاوې نه‌لري.

قاضي وویل، عمران خان اوس د دولت تر مستقیمې ساتنې لاندې دی او ټینګار یې وکړ چې ټول بندیان باید مساوي روغتیایي خدمات ترلاسه کړي. هغه وویل: «هیڅوک باید په زندان کې د نورو پرتله ځانګړې اسانتیاوې ونه لري، له ټولو سره باید په مساوي ډول چلند وشي».

د پاکستان دولتي وکیل منصور عثمان وویل، دوی چمتو دي چې عمران خان ته د سترګو د متخصصو ډاکټرانو د لاسرسي زمینه برابره کړي. قاضي بلال هم وویل، عمران خان ته باید د دې اجازه ورکړل شي چې له خپلو زامنو سره د ټیلیفون په کرښه خبرې وکړي.

د عمران خان زوی قاسم خان تر دې وړاندې ویلي و، چې هغه او ورور یې غواړي د خپل پلار لیدو لپاره پاکستان ته سفر وکړي؛ خو حکومت یې د ویزو غوښتنلیکونو په اړه اقدام نه‌کوي. نوموړي ویلي و، اولادونه د خپل پلار له لیدو منعه کول د «ډله‌ییزې سزا» په څېر ده.

د عمران خان زوی قاسم خان په یوه بیان کې ویلي، چې پلار یې له ۹۱۴ ورځو راهيسې په انفرادي بند کې دی. نوموړي د خان روغتیايي حالت نازک ښودلی او ویلي یې دي، چې هغه روغتیایي خدمتونو ته لاسرسی نه‌لري.

فرح پهلوي: زرګونه ځوانان لاهم د ایران په زندانونو کې د ظلم او بې‌عدالتیو ښکار دي

۲۳ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۲ فبروری ۲۰۲۶، ۰۵:۲۳ GMT+۰
100%

د ایران د پخواني پاچاه مېرمنې فرح پهلوي د ایران په لاریونونو کې د قربانیانو له کورنیو سره د خواخوږۍ څرګندولو ترڅنګ ویلي، چې زرګونه ځوانان د ایران په زندانونو کې له سختې بې‌عدالتۍ سره مخ دي.

هغې د ازادۍ غوښتونکو زړورتیا ستایلې او ټینګار یې کړی، چې د ظلم پر وړاندې مبارزه به د ایران راتلونکی روښانه کړي. فرح پهلوي پر اېکس پاڼه لیکلي، چې په دې سختو ورځو کې د وژل شویو کسانو د کورنیو غم تل ورسره دی او ځان د هغوی په کړاو کې شریک بولي.

هغې زیاته کړې، چې د ټولو ټپيانو ژر رغېدو او خپلو کورنیو ته د بېرته ستنېدو هیله لري. اغلې پهلوي لیکلي، چې لاهم ګڼ ځوانان په زندانونو کې د ظلم او بې‌عدالتیو ښکار دي او فکر یې تل له هغوی سره دی.

نوموړې په دغه څرګندونو کې د ایران په وروستیو لاریونونو کې د خلکو د وژنې، ټپي کېدو او د بندیانو د کړاوونو په اړه د نړۍوالې پاملرنې غوښتنه هم کړې ده.

لبنان د حزب‌الله د بې‌وسلې کولو د دویم پړاو پلان څېړي

۲۳ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۲ فبروری ۲۰۲۶، ۰۴:۳۷ GMT+۰
100%

د لبنان د اطلاعاتو وزیر پل مورکوس اعلان وکړ، چې د لبنان حکومت به راتلونکې اونۍ د دویم پړاو د پلان پلي کولو په اړه پرېکړه وکړي. دغه پړاو د دولت د واک پراخولو او د لیتاني سیند په شمالي سیمو کې د دولت تر کنټرول لاندې د ټولو وسلو راوستلو لپاره دی.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې؛ مورکوس د کویټ په سفر کې خبریالانو ته ویلي، چې پرېکړه به د لبنان د پوځ د راپور پر بنسټ وشي، چې په‌کې د پوځ اړتیاوې او وړتیاوې شاملې دي.

د لبنان پوځ د جنورۍ په میاشت کې اعلان کړی و، چې د لیتاني سیند تر منځنۍ سیمې او د اسراییل د پولو ترمنځ عملیاتي کنټرول یې ترلاسه کړی دی. کابینې هم د فبرورۍ په پیل کې له پوځ غوښتنه کړې وه، چې د دغه هېواد په نورو سیمو کې د بې‌وسلې کولو بهیر پرمختګ په اړه وضاحت ورکړي.

مورکوس وویل: «لومړی پړاو د لیتاني سیند په سویل کې بشپړ شوی دی. راتلونکې اونۍ به حکومت د پوځ د قوماندان د اړتیاوو او وړتیاوو په رڼا کې د دویم پړاو په اړه پرېکړه وکړي؛ ترڅو پر بنسټ یې اقدامات ترسره کړو».

لبنان هڅه کوي، چې د ۲۰۲۴کال د نومبر په میاشت کې د امریکا په منځګړیتوب د اسراییل او د ایران د ملاتړي حزب‌الله ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو او د اوربند د هوکړې په چوکاټ کې ټولې وسلې د دولت تر کنټرول لاندې راولي.

مورکوس د لبنان پوځ او حزب‌ الله ترمنځ د هر ډول مخامخ کېدو احتمال رد کړ او ویې ویل، چې موخه یې «د دولت واک پراخول او ثبات رامنځته کول» دي او «تر هغه ځایه به پر مخ ولاړ شو، چې دغه اهداف په ګډه ترلاسه کېدای شي».

له دې جګړې وروسته اسراییل په لبنان کې منظم بریدونه ترسره کړي، چې د لبنان د امنیتي سرچینو په وینا له اوربند وروسته شاوخوا ۴۰۰ کسان وژل شوي دي. اسراییل حزب‌الله تورنوي، چې د اوربند د سرغړونې په ترڅ کې هڅه کوي ځان بیا وسله‌وال کړي؛ خو د رویټرز په راپور کې ویل شوي، چې حزب‌الله دغه تور رد کړی او وايي په سوېلي لبنان کې اوربند ته ژمن پاتې شوي دي.

زېلېنسکي: روسیې د انرژۍ پر تاسیساتو د اوربند پر ځای ډرون بریدونو ته دوام ورکړی دی

۲۲ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۱ فبروری ۲۰۲۶، ۲۲:۳۰ GMT+۰
100%

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې روسیې په ابوظبي کې د امریکا له‌خوا د “انرژۍ اوربند“وړاندیز ته هېڅ مثبت ځواب نه دی ورکړ، بلکې لا یې هم بریدونه زیات کړي دي.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي د چهارشنبې په ورځ پر خپلې اېکس‌پاڼې لیکلي، چې د انرژۍ د سکټور د اوربند په اړه یې تراوسه له مسکو څخه کوم ځواب نه دی ترلاسه کړی.

نوموړي زیاته کړې: «موږ د انرژۍ د سکټور د اوربند په اړه له روسانو څخه هېڅ ځواب نه دی ترلاسه کړی. برعکس ویلی شو، چې موږ د ځواب په توګه د ډرون او توغندیو بریدونه ترلاسه کړل».

نوموړي ویلي، چې د روسیې دا اقدام په ډاګه کوي چې پوتین دمګړی د انرژۍ د هغه اوربند لپاره چمتو نه دی چې په ابوظبي کې د امریکا له‌خوا وړاندیز شو.

پر همدغه مهال زېلېنسکي زیاته کړې، چې د امریکا د وړاندیز سره سم په میامي کې له روسیې سره مذاکراتو ته چمتو دی، خو روسیه لا هم شکمنه ده او تراوسه یې په مذاکراتو کې د ګډون تایید نه دی کړی.

دا په داسې حال کې ده، چې امریکا هڅه کوي چې په یو بې‌ساري ډیپلوماټیک اقدام سره اوکراین او روسیه د خبرو مېز ته کېني ترڅو لږترلږه د انرژۍ پر تاسیساتو بریدونه ودرول شي.