
په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازي ویلي، طالبان باید پرېکړه وکړي، چې انزوا غواړي او که له نړۍوالې ټولنې سره ښکېلتیا. نوموړي په ټینګار سره ویلي، چې له ترهګرۍ سره مبارزه او د ښځو د حقونو ورکړه د یادو غوراویو لپاره مهمې دي.
عاصم افتخار احمد د پنجشنبې په ورځ (د سلواغې ۲۳مه) د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په ناسته کې ویلي، چې د ګاونډیو هېوادونو پر ضد د افغان خاورې د نهکارېدو ترڅنګ باید هېڅ افغان په خپل هېواد د ترهګریزو فعالیتونو ملاتړ ونهکړي.
په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازي د امنیت شورا په نننۍ ناسته کې له طالبانو غوښتنه کړې، چې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې پر خپلو ژمنو عمل وکړي او د ترهګرو ډلو د فعالیتونو مخه ونیسي.
نوموړي په خپلو خبرو کې په اسلام اباد کې وروستي ځانمرګي برید ته په اشارې ویلي، چې پاکستان د ټيټيپي او بلوڅ ازادۍ پوځ ډلو لهخوا سخت زیانمن شوی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان له تېرو څلورو کلونو راهیسې افغان طالبان پر دې تورنوي، چې د ټيټيپي ملاتړ کوي، خو طالبانو بیا تل د اسلاماباد دغه ډول تورونه او ادعاوې رد کړې دي.