• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

فرح پهلوي: زرګونه ځوانان لاهم د ایران په زندانونو کې د ظلم او بې‌عدالتیو ښکار دي

۲۳ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۲ فبروری ۲۰۲۶، ۰۵:۲۳ GMT+۰

د ایران د پخواني پاچاه مېرمنې فرح پهلوي د ایران په لاریونونو کې د قربانیانو له کورنیو سره د خواخوږۍ څرګندولو ترڅنګ ویلي، چې زرګونه ځوانان د ایران په زندانونو کې له سختې بې‌عدالتۍ سره مخ دي.

هغې د ازادۍ غوښتونکو زړورتیا ستایلې او ټینګار یې کړی، چې د ظلم پر وړاندې مبارزه به د ایران راتلونکی روښانه کړي. فرح پهلوي پر اېکس پاڼه لیکلي، چې په دې سختو ورځو کې د وژل شویو کسانو د کورنیو غم تل ورسره دی او ځان د هغوی په کړاو کې شریک بولي.

هغې زیاته کړې، چې د ټولو ټپيانو ژر رغېدو او خپلو کورنیو ته د بېرته ستنېدو هیله لري. اغلې پهلوي لیکلي، چې لاهم ګڼ ځوانان په زندانونو کې د ظلم او بې‌عدالتیو ښکار دي او فکر یې تل له هغوی سره دی.

نوموړې په دغه څرګندونو کې د ایران په وروستیو لاریونونو کې د خلکو د وژنې، ټپي کېدو او د بندیانو د کړاوونو په اړه د نړۍوالې پاملرنې غوښتنه هم کړې ده.

ترویج لرونکی

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ
۱

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۲

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۳
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

۴

د پاکستان پولیس: له پېښور څخه شکارپور ته تښتول شوې نجلۍ مو وژغورله

۵

د هوا پوهنې اداره: سبا په ۱۳ ولایتونو کې د بارانونو او سېلابونو راوتو اټکل شوی

•
•
•

نور کیسې

لبنان د حزب‌الله د بې‌وسلې کولو د دویم پړاو پلان څېړي

۲۳ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۲ فبروری ۲۰۲۶، ۰۴:۳۷ GMT+۰

د لبنان د اطلاعاتو وزیر پل مورکوس اعلان وکړ، چې د لبنان حکومت به راتلونکې اونۍ د دویم پړاو د پلان پلي کولو په اړه پرېکړه وکړي. دغه پړاو د دولت د واک پراخولو او د لیتاني سیند په شمالي سیمو کې د دولت تر کنټرول لاندې د ټولو وسلو راوستلو لپاره دی.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې؛ مورکوس د کویټ په سفر کې خبریالانو ته ویلي، چې پرېکړه به د لبنان د پوځ د راپور پر بنسټ وشي، چې په‌کې د پوځ اړتیاوې او وړتیاوې شاملې دي.

د لبنان پوځ د جنورۍ په میاشت کې اعلان کړی و، چې د لیتاني سیند تر منځنۍ سیمې او د اسراییل د پولو ترمنځ عملیاتي کنټرول یې ترلاسه کړی دی. کابینې هم د فبرورۍ په پیل کې له پوځ غوښتنه کړې وه، چې د دغه هېواد په نورو سیمو کې د بې‌وسلې کولو بهیر پرمختګ په اړه وضاحت ورکړي.

مورکوس وویل: «لومړی پړاو د لیتاني سیند په سویل کې بشپړ شوی دی. راتلونکې اونۍ به حکومت د پوځ د قوماندان د اړتیاوو او وړتیاوو په رڼا کې د دویم پړاو په اړه پرېکړه وکړي؛ ترڅو پر بنسټ یې اقدامات ترسره کړو».

لبنان هڅه کوي، چې د ۲۰۲۴کال د نومبر په میاشت کې د امریکا په منځګړیتوب د اسراییل او د ایران د ملاتړي حزب‌الله ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو او د اوربند د هوکړې په چوکاټ کې ټولې وسلې د دولت تر کنټرول لاندې راولي.

مورکوس د لبنان پوځ او حزب‌ الله ترمنځ د هر ډول مخامخ کېدو احتمال رد کړ او ویې ویل، چې موخه یې «د دولت واک پراخول او ثبات رامنځته کول» دي او «تر هغه ځایه به پر مخ ولاړ شو، چې دغه اهداف په ګډه ترلاسه کېدای شي».

له دې جګړې وروسته اسراییل په لبنان کې منظم بریدونه ترسره کړي، چې د لبنان د امنیتي سرچینو په وینا له اوربند وروسته شاوخوا ۴۰۰ کسان وژل شوي دي. اسراییل حزب‌الله تورنوي، چې د اوربند د سرغړونې په ترڅ کې هڅه کوي ځان بیا وسله‌وال کړي؛ خو د رویټرز په راپور کې ویل شوي، چې حزب‌الله دغه تور رد کړی او وايي په سوېلي لبنان کې اوربند ته ژمن پاتې شوي دي.

زېلېنسکي: روسیې د انرژۍ پر تاسیساتو د اوربند پر ځای ډرون بریدونو ته دوام ورکړی دی

۲۲ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۱ فبروری ۲۰۲۶، ۲۲:۳۰ GMT+۰

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې روسیې په ابوظبي کې د امریکا له‌خوا د “انرژۍ اوربند“وړاندیز ته هېڅ مثبت ځواب نه دی ورکړ، بلکې لا یې هم بریدونه زیات کړي دي.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي د چهارشنبې په ورځ پر خپلې اېکس‌پاڼې لیکلي، چې د انرژۍ د سکټور د اوربند په اړه یې تراوسه له مسکو څخه کوم ځواب نه دی ترلاسه کړی.

نوموړي زیاته کړې: «موږ د انرژۍ د سکټور د اوربند په اړه له روسانو څخه هېڅ ځواب نه دی ترلاسه کړی. برعکس ویلی شو، چې موږ د ځواب په توګه د ډرون او توغندیو بریدونه ترلاسه کړل».

نوموړي ویلي، چې د روسیې دا اقدام په ډاګه کوي چې پوتین دمګړی د انرژۍ د هغه اوربند لپاره چمتو نه دی چې په ابوظبي کې د امریکا له‌خوا وړاندیز شو.

پر همدغه مهال زېلېنسکي زیاته کړې، چې د امریکا د وړاندیز سره سم په میامي کې له روسیې سره مذاکراتو ته چمتو دی، خو روسیه لا هم شکمنه ده او تراوسه یې په مذاکراتو کې د ګډون تایید نه دی کړی.

دا په داسې حال کې ده، چې امریکا هڅه کوي چې په یو بې‌ساري ډیپلوماټیک اقدام سره اوکراین او روسیه د خبرو مېز ته کېني ترڅو لږترلږه د انرژۍ پر تاسیساتو بریدونه ودرول شي.

د نوبل کمېټې د ایران له بندخونې څخه د نرګس محمدي د سمدستي خوشې کېدو غوښتنه کړې ده

۲۲ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۱ فبروری ۲۰۲۶، ۲۱:۵۹ GMT+۰

د ناروې د نوبل کمېټې د یوې اعلامیې په خپرولو سره په ایران کې د نوبل سولې جایزې د ګټونکې نرګس محمدي پروړاندې غېرانساني چلند غندلی او له ایران څخه یې د هغې د ژر تر ژره خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.

د ناروې د سولې کمېټې د چهارشنبې په ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې د نوبل سولې جایزې ګټونګې نرګس محمدي چې د ۲۰۲۵ کال د ډسمبر پر ۱۲مه د ایران د امنیتي ځواکونو له‌خوا نیول شوې وه، پر وړاندې یې سخت فزیکي چلند شوی دی.

یادې کمېټې ویلي، چې نوموړې زندان ته له استول کېدو وروسته يه یوه تیاره او سړه خونه کې ساتل کېږي او هغه له رواني فشار سره مخ او روغتیايي وضعیت یې د اندېښنې وړ ښودل شوی دی.

په اعلامیه کې راغلي، چې د نرګس محمدي زنداني کول «خپلسري او غیرعادلانه» دي.

اعلامیه زیاتوي: «د مېرمن محمدي یوازینۍ ګناه د بیان د ازادۍ او د انساني کرامت د خوندي کولو لپاره د هغې سوله‌ییزې مبارزې دي».

د ناروې د نوبل کمېټې په اعلامیه کې پر نړۍوالې ټولنې غږ شوی، چې د نرګس محمدي د ژوند ژغورلو لپاره دې پر ایران فشارونه زیات کړي او همدارنګه له ایران څخه یې غوښتنه کړې ده، چې د نرګس محمدي تر څنګ دې ټول سیاسي بندیان خوشې کړل شي.

دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې د ایران حکومت د نوبل سولې نړۍوالې جایزې ګټونکې نرګس محمدي په اووه نیم کاله بند محکومه کړه.

د ایران د هامون شبکې د خپرونو مدیر د «مرګ پر خامنه‌يي» د شعار له امله له دندې ګوښه شو

۲۲ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۱ فبروری ۲۰۲۶، ۲۰:۰۴ GMT+۰

د ایران د اسلامي جمهوریت راډیو او ټلوېزیون اعلان کړی، چې د سیستان او بلوچستان ایالت د هامون شبکې د خپرونو مدیر د یوې ژوندۍ خپرونې پر مهال د رامنځته شوې تېروتنې له امله له دندې لرې کړل شوی دی.

دغه پرېکړه وروسته له هغه وشوه، چې یوه راپور ورکوونکي د اسلامي انقلاب د کلیزې د لاریون د نېغ په نېغه پوښښ پر مهال په تېروتنه د «مرګ پر خامنه‌يي» شعار ورکړ.

د خپرو شویو راپورونو له‌مخې، د یادې خپرونې د راپور ورکوونکي او د خپرونو د څارونکي دندې ځنډول شوې دي او نور اړوند کارکوونکي هم د ځواب ویلو لپاره انضباطي کمېټې ته ورپېژندل شوي دي. د ایران دولتي راډیو او ټلوېزیون ویلي، چې دا پرېکړه د مسلکي نظم د ساتلو او د دې رسنۍ د باور او اعتبار د خوندي کولو په موخه شوې ده.

مصعب رسولي‌زاد چې د هامون شبکې خبریال دی او د هغه د شعار ویلو ویډیو په ټولنیزو رسنیو کې په پراخه کچه خپره شوې وه، د یوې ویډیو په خپرولو سره دا «ژبنۍ تېروتنه» وبلله او له لیدونکو څخه یې بښنه وغوښته.

هغه اماراتۍ ډېپلوماټه چې اپسټین ته یې لیکلي و: «زما خور تر ما ښکلې ده، غواړم تا سره وګوري»

۲۲ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۱ فبروری ۲۰۲۶، ۱۸:۵۲ GMT+۰

د یوې پېژندل شوې اماراتي مېرمنې او د ماشومانو د جنسي ځورونې په قضیو کې د تورن امریکايي پانګه‌وال جېفري اپسټین ترمنځ د نږدې اړیکو افشا کېدو په عربي رسنیو او ټولنیزو شبکو کې تازه شور او بحثونه راپارولي دي.

که څه هم هند العویس چې د متحده عربي اماراتو د بشري حقونو د دایمي کمېټې مشره ده، په دغو قضیو کې په هېڅ جرم نه ده تورنه شوې، خو ګڼ کسان پوښتنه کوي چې ایا هغې د اپسټین په مرسته په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د سلاکارۍ څوکۍ ته لاره موندلې ده او که نه؟

جېفري اپسټین د امریکا او له هغې بهر د پراخو سیاسي او مالي اړیکو له امله د بېلابېلو هېوادونو، په ځانګړي ډول د متحده عربي اماراتو د ځواکمنو کړیو پام ځان ته اړولی و. د خپرو شویو برېښنالیکونو له‌مخې، اپسټین د «ډي‌پي ورلډ» شرکت له مشر سلطان احمد بن سلیم سره چې په اماراتو کې یو لوی لوژستیکي او ساختماني شرکت دی، نږدې اړیکې لرلې.

افشا شوي برېښنالیکونه ښيي، چې مېرمن العویس د ۲۰۱۱ او ۲۰۱۲ کلونو ترمنځ هغه مهال چې لا یې د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر کې د لوړپوړې سلاکارې مقام ته نه وه رسېدلې، له اپسټین سره دوستانه او نږدې اړیکې درلودې. په یوه برېښنالیک کې د داسې کس یادونه شوې چې اپسټین ویلي و: «ستاسې د راتلونکي کار لپاره ګټور تمامېدای شي».

په هغو برېښنالیکونو کې چې د ۲۰۱۱ کال د اکټوبر په میاشت کې د اپسټین له هغې سزا درې کاله وروسته چې د ماشومانو د جنسي ځورونې په قضیه کې ورباندې لګېدلې وه، د ده او العویس ترمنځ تبادله شوي، داسې خبرې لیدل کېږي:

اپسټین: لا هم په نیویارک کې یې؟ زه د همدې اوونۍ تر پایه دلته یم.
العویس: هو، سبا ټوله ورځ وخت لرم.
اپسټین: یو څوک شته چې ستا د راتلونکي کار لپاره (ښایي په ملګرو ملتونو کې) مرسته کولی شي. هغه نن درې بجې زما په کور کې دی، که وخت لرې.
العویس: سلام، نن ټوله ورځ په درسونو بوخته وم... ډېره مې غوښتل هغه کس ووینم. سبا څه کوې؟

دا برېښنالیکونه د شنبې په ورځ د ۲۰۱۱ کال د اکټوبر په اتمه نېټه تبادله شوي دي. د سبا ورځې سهار شپږ بجې اپسټین العویس ته لیکلي، چې ایا نن په ۱۱:۳۰ راتلای شې او که وروسته راتلل غوره بولې؟ العویس منلې چې څو ساعته وروسته به د اپسټین کور ته ولاړه شي.

«تر ما ښکلې خور»

د مېرمن العویس نوم د اپسټین په اسنادو کې تر ۴۶۰ ځله زیات راغلی، خو هېڅ داسې سند نه شته چې هغه دې د اپسټین په جرمونو کې ښکېله وښيي.

په بل برېښنالیک کې چې د ۲۰۱۲ کال په جنورۍ میاشت کې د العویس او اپسټین ترمنځ تبادله شوی، هغې د خپلې خور په اړه له اپسټین سره خبرې کړې دي او غوښتنه یې کړې، چې دواړه دې یو بل سره وویني.

العویس: ایا په نیویارک کې یې؟ زما خور دلته ده، ستا ډېرې خبرې مې ورسره کړې دي... غواړم تا وویني... خبر راکړه چې څه وخت مناسب دی.
اپسټین: تر یکشنبې پورې هره ورځ یم. غواړې د شنبې په ورځ د غرمې ډوډۍ ته له خپلې خور سره راشې؟
العویس: له پلانۍ (د خور نوم لېرې شوی) سره د لیدو پر وخت سلا کوم. ډېره خوشحاله یم چې تا ووینم او خپلې خور ته دې ور وپېژنم. هغه خو ان تر ما هم ښکلې ده.

وروسته العویس په بل برېښنالیک کې د اپسټین د وړاندیز شوي وخت په ځواب کې ورته لیکلي، چې د یوې نجلۍ چمتووالی خپله شور او زحمت لري، نو دوه خو لا ډېر کار غواړي.

د هندالعویس او جېفري اپسټین ترمنځ د تبادله شویو پیغامونو منځپانګه بېلابېل موضوعات رانغاړي؛ له لوژستیکي همغږۍ او د ناستو له تنظیمولو نیولې تر ټولنیزو لیدنو کتنو پورې.

د ځینو هغو برېښنالیکونو ژبه چې وروسته میاشتو کې د دواړو ترمنځ تبادله شوې، تر یوه حده نږدې او صمیمي ښکاري. تر دې چې العویس له اپسټین څخه مشوره غواړي چې ایا پر هغه بانک دعوه وکړي که نه چې د هغې پیسې یې نه دي ورکړي. اپسټین یوازې یوه دقیقه وروسته ځواب ورکوي چې راشه ما ووینه او د اوونۍ د پای لپاره لیدنه ټاکل کېږي.

هندالعویس څوک ده؟

هند العویس یوه نوموتې اماراتۍ ډېپلوماته ده چې د بشري حقونو او د ښځو د پیاوړتیا په برخه کې د خپلو فعالیتونو له امله پېژندل کېږي. هغې مهمې دندې ترسره کړې دي، لکه د متحده عربي اماراتو د بشري حقونو د دایمي کمېټې مشري او همدارنګه یې د ملګرو ملتونو په چوکاټ کې د خپل هېواد استازیتوب کړی دی.

مېرمن العویس د څو لسیزو په ترڅ کې ډیپلوماټیک پړاوونه وهلي او په نړۍوالو محافلو کې په یوې پېژندل شوې څېره بدله شوې ده. د هغې ویناوې ډېری وخت د جنسیتي برابرۍ او نړۍوال بشري پرمختګ پر موضوعاتو راڅرخي او د ښځو د ونډې او حقونو په اړه د متحده عربي اماراتو دریځ څرګندوي.

هغې ته د هغو لومړنیو اماراتي مېرمنو په توګه هم کتل کېږي، چې د نیویارک په ملګرو ملتونو مرکزي دفتر کې د ارشد سلاکارې په توګه دنده ترسره کړې ده. هلته هغې د نړۍوالو پالیسیو په پروګرامونو کې د جنسیتي موضوعاتو د ورګډولو په برخه کې کار کړی دی.

د هندالعویس او جېفري اپسټین ترمنځ د برېښنالیکونو له افشا کېدو او رامنځته شويو جنجالونو وروسته هغې خپله پاڼه په ټولنیزه شبکه «اېکس» کې له عامه لاسرسي بنده کړه.