• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

محمد صادق: په افغانستان کې مېشتې ترهګرې ډلې د سیمې لپاره جدي ګواښ دی

۲۳ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۲ فبروری ۲۰۲۶، ۰۷:۰۱ GMT+۰

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق ویلي چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکي اندریکا راتوات، او په اسلام‌اباد کې د یوناما د اړیکو دفتر مشر مالک سیسي سره یې د بشري حقونو اوسنی وضعیت او امنیتي بدلونونو موضوعاتو خبرې کړې دي.

محمد صادق په ایکس لیکلي، چې په دې ناسته کې یې په افغانستان کې د ترهګرۍ په اړه د پاکستان دریځ وړاندې کړی او ټینګار یې کړی چې په افغانستان کې مېشتې ترهګرې ډلې د سیمې امنیت ته جدي ګواښ پېښوي.

نوموړي همداراز پر دې ټینګار کړی چې باید ډاډ ترلاسه شي څو د افغانستان خاوره د هېڅ هېواد پر ضد ونه کارول شي، او د دې ګډ ګواښ پر وړاندې د سیمه‌ییزو او نړیوالو همغږو هڅو اړتیا یې مهمه بللې ده.

د ښاغلي صادق په وینا دواړو لورو د سیمې د ټیکاو پیاوړتیا، بشردوستانه مرستو، د ترهګرۍ ضد همغږۍ او دوامداره اقتصادي پرمختګ لپاره د تل پاتي تعامل او همکاریو پر ارزښت ټینګار کړی.

ترویج لرونکی

خیبر پښتونخوا: د ټي‌ټي‌پي پخوانیو ملګرو ترمنځ نښته کې لږ تر لږه ۲۲ کسان وژل شوي
۱

خیبر پښتونخوا: د ټي‌ټي‌پي پخوانیو ملګرو ترمنځ نښته کې لږ تر لږه ۲۲ کسان وژل شوي

۲

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۳
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

۴

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۵

د پاکستان پولیس: له پېښور څخه شکارپور ته تښتول شوې نجلۍ مو وژغورله

•
•
•

نور کیسې

طالبان: د پاکستان له زندانونو ۳۴ افغان کډوال خوشې او هېواد ته ستانه شوي

۲۳ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۲ فبروری ۲۰۲۶، ۰۶:۵۲ GMT+۰

د طالبانو کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، چې په روانه اونۍ کې، د پاکستان له بندخونو ۳۴ افغان کډوال خوشې شوي او خپلو اصلي سیمو ته لېږدول شوي دي.

د دغه وزارت لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، یاد افغانان له یوې ورځې تر دوه میاشتو پورې په پاکستاني زندانونو کې بندیان وو.

په خبرپاڼه کې راغلي، ه کډوال د کندهار د کډوالو او راستنېدونکو چارو ریاست د سپین بولدک د لېږد امریت په همکارۍ له لومړنیو مرستو ورسته خپلو سیمو ته لېږدل شوي دي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې دغه ګام د کډوالو د حقونو په رعایت او د دوی د خوندیتوب لپاره ترسره شوی او د راستنېدونکو چارو په سمه توګه د تنظيم څرنګوالی څرګندوي.

طالبانو په بلخ کې ۴۹ درملتونونه او روغتیايي مرکزونه تړلي

۲۳ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۲ فبروری ۲۰۲۶، ۰۶:۵۱ GMT+۰

د طالبانو روغتیا وزارت وايي، چې په بلخ ولایت کې یې د درملیزو تاسیساتو او خوراکي توکو پلورنځيو څخه د څار پرمهال ۴۱ درملتونونه، ۴ کلینیکونه، ۳ لابراتوارونه او یوه اېکسرې خونه له روغتیايي قوانینو څخه د سرغړونې له امله تړلې ده.

یاد وزارت زیاته کړې، چې په ټولو ولایتونو کې یې د درملیزو تاسیساتو او خوراکي توکو پلورنځيو څخه څار دوام لري. طالبانو دا نه‌ده روښانه کړې، چې د کومو سرغړونو له امله یې دغه مرکزونه تړلي دي.

تر دې وړاندې طالبانو ویلي و، چې دغه مرکزونه د درملو د زېرمه کولو او مدیریتي ستونزو، د نامعیاري روغتیایي تجهیزاتو، له روغتیايي قوانینو د سرغړونې او د تاریخ تېره درملو د پلور په تړاو تړلي دي.

د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې ناسم روغتیایي خدمتونه او بې‌کېفیته درمل د ناروغانو پر وړاندې تر ټولو لویې ننګوونې دي.

طالبانو یاد درملتونونه داسې مهال تړلي دي، چې د یادې ډلې او پاکستان ترمنځ له کړکېچ وروسته له دغه هېواده د درملو پر واردولو بندیز لګول شوی. د راپورونو له مخې؛ د درملو ګڼو کاروباریانو له پاکستان نه په قاچاقي لارو د درملو واردولو ته مخه کړې او ځینې کسان هم وخت تېر درمل بازار ته وړاندې کوي.

طالبان وایي له ایران سره د افغانستان د سوداګرۍ کچه پنځه مېلیارد ډالرو ته لوړه شوې

۲۳ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۲ فبروری ۲۰۲۶، ۰۶:۱۷ GMT+۰

په هرات کې د طالبانو د کانونو او صنایعو خونه وایي، چې له ایران سره د افغانستان د سوداګریزې راکړې ورکړې کچه شاوخوا پنځه مېلیارد ډالرو ته رسېدلې ده. د یادې خونې په وینا؛ دواړه خواوې په ځانګړي ډول د تېلو، ودانیزو توکو، خامو موادو، وچې او تازه مېوې په برخه کې پراخه راکړه ورکړه لري.

په هرات کې د ایران سرکونسل هم ویلي، چې تېرکال د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه درې نیم مېلیارد ډالره وه؛ خو سږکال دغه اندازه پنځه مېلیارده ډالرو ته لوړه شوې ده.

که څه هم د روان کال لپاره کره او رسمي شمېرې لا نه‌دي خپرې شوې؛ خو د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت د تېر زېږدیز کال په نومبر میاشت کې اعلان کړی و، چې یوازې په تېرو شپږو میاشتو کې له ایران سره د شاوخوا یو مېلیارد ډالرو په ارزښت سوداګري شوې ده.

یوازې د روان لمریز کال له پیله تر اوسه، افغانستان ته د دوغارون-اسلام‌کلا بندر له لارې ټول ۷۱۴زره او ۶۷۹ټنه توکي صادر شوي. د دوغارون د ګمرک د چارواکو په وینا؛ د یادو صادر شویو توکو ټولیز ارزښت شاوخوا ۲۳۰ میلیونه او ۳۵۵ زره او ۳۰۸ امریکايي ډالر اټکل شوی دی.

د پاکستان سترې محکمې عمران خان سره د ډاکټرانو د ملاقات او زامنو سره یې د خبرو اجازه ورکړه

۲۳ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۲ فبروری ۲۰۲۶، ۰۵:۵۱ GMT+۰

د پاکستان سترې محکمې پرېکړه کړې، چې د تحریک انصاف ګوند بنسټګر او د دغه هېواد پخواني لومړي وزیر عمران خان ته په اډیاله زندان کې له خپلو شخصي ډاکټرانو سره د ملاقات اجازه ورکړل شي او هغه کولای شي له خپلو زامنو قاسم او سلیمان سره د ټیلیفون په کرښه خبرې وکړي.

د پاکستان سترې محکمې دوه قاضيان، د سترې محکمې مشر یحیی اپریدي او قاضي شاهد بلال حسن، د عمران خان د قضیې پرېکړه واوروله. د پاکستان اېکسپرېس ټربیون ورځپاڼې د راپور له مخې؛ عمران خان د زندان له امنیت او خوراکي اسانتیاوو څخه راضي دی، خو د روغتیایي خدمتونو په برخه کې یې شکایت کړی چې کافي اسانتیاوې نه‌لري.

قاضي وویل، عمران خان اوس د دولت تر مستقیمې ساتنې لاندې دی او ټینګار یې وکړ چې ټول بندیان باید مساوي روغتیایي خدمات ترلاسه کړي. هغه وویل: «هیڅوک باید په زندان کې د نورو پرتله ځانګړې اسانتیاوې ونه لري، له ټولو سره باید په مساوي ډول چلند وشي».

د پاکستان دولتي وکیل منصور عثمان وویل، دوی چمتو دي چې عمران خان ته د سترګو د متخصصو ډاکټرانو د لاسرسي زمینه برابره کړي. قاضي بلال هم وویل، عمران خان ته باید د دې اجازه ورکړل شي چې له خپلو زامنو سره د ټیلیفون په کرښه خبرې وکړي.

د عمران خان زوی قاسم خان تر دې وړاندې ویلي و، چې هغه او ورور یې غواړي د خپل پلار لیدو لپاره پاکستان ته سفر وکړي؛ خو حکومت یې د ویزو غوښتنلیکونو په اړه اقدام نه‌کوي. نوموړي ویلي و، اولادونه د خپل پلار له لیدو منعه کول د «ډله‌ییزې سزا» په څېر ده.

د عمران خان زوی قاسم خان په یوه بیان کې ویلي، چې پلار یې له ۹۱۴ ورځو راهيسې په انفرادي بند کې دی. نوموړي د خان روغتیايي حالت نازک ښودلی او ویلي یې دي، چې هغه روغتیایي خدمتونو ته لاسرسی نه‌لري.

د ستنېدونکو کډوالو پراخې څپې؛ له ایران او پاکستانه نږدې ۴زره کډوال افغانستان ته ستانه شوي

۲۳ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۲ فبروری ۲۰۲۶، ۰۵:۴۴ GMT+۰

د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون خبر ورکړی، یوازې پرون چهارشنبه (د سلواغې ۲۲مه) د ایران او پاکستان له بېلابېلو لارو ۶۷۹ کورنۍ چې د وګړو شمېر یې ۳زره او ۶۳۲ کسان کېږي؛ افغانستان ته ستنې شوې دي.

یاد کمېسیون په خپل راپور کې ویلي، چې دغه کورنۍ د تورخم، سپين بولدک، ورېښمو پله، اسلام‌کلا او بهرامچې له لارو افغانستان ته ستنې شوې دي. د راپور له مخې؛ ۳۸۰نورې کورنۍ چې د وګړو شمېر یې ۲زره او ۱۳۶ کسانو ته رسېده، خپلو مېنو ته لېږدول شوې دي.

د طالبانو دغه کمېسیون زیاته کړې، چې د کډوالو سره یې په بېلابېلو برخو کې لومړنۍ مرستې هم کړې دي. تازه د پاکستان ډان ورځپاڼې راپور ورکړی، چې د راولپنډۍ پولیسو د بې‌اسناده افغان کډوالو پرضد عملیات پراخ کړي دي. د راپور له مخې؛ دامهال په یاد ښار کې ۵زره او ۴۳۹ افغانان نیول شوي، چې د نیول شویو افغان کډوالو لنډمهالي مرکز کې ساتل کېږي.

له بل پلوه د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی، چې په تېرو درېیو میاشتو کې نږدې ۹۴زره کډوالې کورنۍ له ایران، پاکستان او ترکیې نه افغانستان ته ستنې شوې دي. د دغه وزارت په وینا؛ په دغه موده کې ۲۵۴زره او ۲۱۸ کسان له کورنیو پرته په جبري توګه ستانه کړای شوي دي.

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت زیاته کړې، چې په ورته موده کې ۳زره او ۶۴۸ بندیان د پاکستان له بېلابېلو زندانونو خوشې شوي دي.