• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
لوبې

د رضا حسین‌پور ګول د غوره ګول لپاره نومول شوی؛ اې‌اېف‌سي د اسیا جام ۸غوره ګولونه اعلان کړل

۲۳ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۲ فبروری ۲۰۲۶، ۰۲:۳۳ GMT+۰

د ۲۰۲۶کال اسیا جام فوتسال سیالیو له پای ته رسېدو وروسته چې په اندونیزیا کې ترسره شوې، د اسیا د فوټبال کنفدراسیون د دغه سیالیو د ۸غوره ګول وهونکو نوملړ اعلان کړ او له مینه‌والو یې وغوښتل چې د خپلې خوښې لوبغاړي ته رایه ورکړي. په نوملړ کې د افغان لوبغاړي رضا حسین‌پور ګول هم شامل دی.

دغه سیالۍ چې څو ورځې وړاندې پای ته ورسېدې، د ۱۶۶ ګولونو په وهلو سره یې د دغه ټورنمنټ په تاریخ کې تر ټولو ډېر ګولونه ثبت کړي دي. په پای کې د ایران لوبډلې خپله ۱۴مه اتلولي خپله کړه.

په ټاکل شویو ګولونو کې د سیالیو تر ټولو چټک ګول هم شامل دی. هغه مهال چې دین کونګ وېن د لبنان او ویتنام ترمنځ لوبه کې د سیالۍ له پیل یوازې ۱۹ ثانیې وروسته یې د سیالې لوبډلې دروازه خلاصه کړه.

د کویټ پر وړاندې د ټایلنډ د محمد عثمان‌موسی ګول هم د غوره ګولونو په ډله کې راغلی دی. همدارنګه د افغانستان رضا حسین‌پور د چټکې تېښتې او ښکلې «چیپ ضربې» پر مټ وهل شوی ګول د ټورنمنټ یو له یادګاري ګولونو په توګه ثبت شوی.

په پای کې د ایران پر وړاندې په نیمه‌پایلوبه کې د عراق د سالم کاظم ګول او د اندونیزیا اسرا مگانتارا ګول د ۲۰۲۶ اسیا جام فوتسال د اتو غوره ګولونو نوملړ کې راغلي دي.

د اسیا د فوټبال کنفدراسیون له مینه‌والو غوښتي، چې د «AFC» رسمي وېب‌پاڼې له لارې د خپلې خوښې ګول ته رایه ورکړي.

100%

ترویج لرونکی

سرچینې: د ملا هبت‌الله ۸۰۰۰ کسیزې ځانګړې قطعې ته روزنه او لګښت روسیه ور کوي
۱
ځانګړی

سرچینې: د ملا هبت‌الله ۸۰۰۰ کسیزې ځانګړې قطعې ته روزنه او لګښت روسیه ور کوي

۲
ځانګړی

مولوي هبت‌الله په ادارو کې د جمهوریت د مامورانو پرځای د طالبانو د ګومارلو امر کړی

۳
ستاسو روایت

د سرپل یو شمېر اوسېدونکي: «د څښاک اوبو لپاره طالبان له خلکو پیسې اخلي»

۴

جمعه خان فاتح د ملا هبت‌الله له امر څخه د سرغړونې راپورونه بې‌بنسټه وبلل

۵

شاه محمود میاخېل: د امریکا د ولسمشر مرستیال د پاکستان د پوځ مشر له خپلې ښځې سره مقایسه کړی

•
•
•

نور کیسې

د ۲۰۲۶کال نړۍوال جام؛ د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله نن د سویلي افریقا پر وړاندې لوبه کوي

۲۲ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۱ فبروری ۲۰۲۶، ۰۳:۱۲ GMT+۰
د ۲۰۲۶کال نړۍوال جام؛ د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله نن د سویلي افریقا پر وړاندې لوبه کوي
100%

د ۲۰۲۶کال نړۍوال جام سیالیو پر دوام د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله نن د دغه سیالیو په دویمه لوبه کې د سویلي افریقا پر وړاندې د لوبو ډګر ته ښکته کېږي. دغه لوبه د افغانستان په وخت د سهار په ۱۰:۰۰ بجو د هند د احمداباد ښار په نرېندرا مودي لوبغالي کې پیلېږي.

د افغانستان کرېکټ بورډ ویلي، چې د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله به په راتلونکو شېبو کې لوبغالي ته ورسېږي او د لوبې لپاره به خپل چمتوالی ونیسي. دغه لوبه د افغان لوبډلې د مخ ته تګ لپاره مهمه ده، افغان لوبډلې په خپله لومړۍ سیالۍ کې له نیوزېلنډ څخه ماتې خوړلې وه.

که افغانستان لوبه وګټي، نو بل پړاو ته به د تګ چانس ولري؛ خو په دې لوبه کې ماتې به یې لوبډله له نړۍوال جام څخه ژر وتلو ته نږدې کړي. سوېلي افریقا چې د شل اوریزو نړۍوال جام په وروستي پړاو کې دویم مقام ترلاسه کړی و، د افغانستان لپاره یو پیاوړی سیال دی.

د شل اوریزو نړۍوالو لوبو د ډلبندۍ له مخې؛ سوېلي افریقا په پنځم ځای کې او افغانستان په لسم ځای کې دی. د سوېلي افریقا کرېکټ په ۱۸۸۹ کال کې جوړ شو او دغه هېواد له ۱۹۰۹کال راهیسې د کرېکټ نړۍوالې شورا دایمي غړی دی.

سوېلي افریقا تر اوسه پورې ۲۱۷ شل اوریزې نړۍوالې لوبې کړې، چې ۱۱۶ یې ګټلې او ۹۷ یې بایللې دي. له بل پلوه افغانستان له ۲۰۱۷کال راهیسې د کرېکټ نړۍوالې شورا دایمي غړی دی او تر اوسه پورې یې ۱۵۹ شل اوریزې نړۍوالې لوبې کړې دي، چې ۹۶ یې ګټلې او ۶۰ یې بایللې دي.

له نوریې د علي بلال ملاتړ؛ هغه افغانه نجلۍ چې د هلکانو په جامو کې یې کار کاوه

۲۲ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۱ فبروری ۲۰۲۶، ۰۲:۱۸ GMT+۰
له نوریې د علي بلال ملاتړ؛ هغه افغانه نجلۍ چې د هلکانو په جامو کې یې کار کاوه
100%

د نړۍ د بدن جوړونې ستوري علي بلال د یوه ویډیویي پیغام په خپرولو له نوریې، چې د هلکانو په جامو کې یې کار کاوه؛ ملاتړ څرګند کړی. دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو له‌خوا د نوریې د نیولو او پوښتنو ګروېږنو ویډیو په خواله رسنیو کې پراخ غبرګونونه راپارولي دي.

دغه ۱۳کلنه هلمندۍ نجلۍ نوریه چې د بې‌وزلۍ او کورنۍ کې د نارینه مشر د نشتوالي له امله اړه شوه، چې د هلکانو جامې واغوندي او د «نور احمد» په نوم په یوه رستورانت کې کار وکړي. هغې وويل، له تېرو درېيو کلونو راهيسې هڅه کوي چې د ۷زره افغانيو تنخوا سره د خپلې کورنۍ د اړتیاوو په پوره کولو کې مرسته وکړي.

علي بلال په خپل ویډیویي پیغام کې مهمې پوښتنې راپورته کړې: «کله چې یوه کورنۍ نارینه یا مشر ونه لري، ایا څوک د دوی دروازه ټکوي او وايي، 'تاسو ډوډۍ نه‌لرئ، راځئ چې خپله ډوډۍ له تاسو سره شریکه کړو؟'»

هغه زیاته کړه: «هغه نجلۍ چې د وخت د اړتیا له امله د نجونو ښکلاوې یوې خوا ته پرېږدي، وېښتان لنډوي او د خپلې کورنۍ د بار کمولو لپاره په عزت سره کار کوي، د هغې ځای زندان نه‌دی».

دغه مشهوره لوبغاړي ټینګار کړی، په هیڅ هېواد کې باید د نجونو لپاره پر کار کولو او زده‌کړو بندیز ونه لګېږي او له خپلو مینه‌والو یې وغوښتل چې له نوریې سره د اړیکې لپاره ورسره همکاري وکړي.

د ړنګو شویو ودانیو منځ کې؛ تر خونړیو جګړو وروسته یو ځل بیا غزه کې د فوټبال لوبې پیل شوې

۲۱ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۰ فبروری ۲۰۲۶، ۲۱:۵۶ GMT+۰
د ړنګو شویو ودانیو منځ کې؛ تر خونړیو جګړو وروسته یو ځل بیا غزه کې د فوټبال لوبې پیل شوې
100%

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې د غزې په ویجاړو شویو سیمو کې له دوه کلن ځنډ وروسته یو ځل بیا د فوټبال سیالۍ پیل شوې دي. په دغه لومړني ټورنمنټ کې د «جبالیا یوت» او «الصداقه» لوبډلو ترمنځ لوبه وشوه، چې په پایله کې دواړه لوبډلې په مساوي توګه له میدانه ووتلې.

د دې ټورنمنټ په بله لوبه کې د بیت‌حانون او الشجاعیه ټیمونو هم په مساوي سره راضي شول. سره له دې چې پایلې مساوي وې، خو نندارچیان چې د میدان شاوخوا، د جالونو تر شا او د ویجاړو ودانیو منځ کې راټول شوي وو او دا لوبې یې پراخې بدرګې او خوشحالۍ سره ننداره کولې.

د ۲۱ کلونو عمر لرونکی یوسف جندیه چې د جبلایه یوت ټیم لوبغاړی دی، په دې اړه وویل:«زه دوه اړخیز احساس لرم؛ هم خوشحاله یم او هم خواشینی. خلک سهار د اوبو، ډوډۍ او خوراک پسې ګرځي. ژوند ډېر سخت دی؛ خو د ورځې یوه کوچنۍ برخه پاتې ده چې کولای شي راشي فوتبال وکړي او لږ څه خوشحالي وکړي».

هغه زیاته کړه: «کله چې میدان ته راځې، د ډېرو ملګرو ځایونه یې خالي وي؛ ځینې وژل شوي، ځینې ټپیان شوي او ځینې د درملنې لپاره غزې څخه وتلي دي. له همدې امله، دا خوشحالي هېڅ‌کله بشپړه نه ده».

رويټرز لیکي، چې د غزې د پراخو جګړو د پای ته رسېدو او اوربند څخه څلور میاشتې تېري شوي؛ خو بیا رغونه تقریباً نه ده پېل شوې. د اسراییل ځواکونه د غزې شاوخوا دوه پر درې برخې د خالي سیمې په توګه اعلان کړې او د دوه میلیونو څخه زیاتو کسان په ساحلي سیمو او خیمو یا نیمه ویجاړو ودانیو کې ژوند کوي.

د غزې ښار ۹ زره نفرو لوبغالی یرموک چې په جګړه کې په بشپړ ډول ویجاړ شوی و او لږ وخت د نیولو مرکز په توګه کارول کېده، اوس د بې‌ځایه شویو کورنیو د اوسېدو پر ځای بدل شوی؛ سپینې خیمې په هغه ځمکه کې اېښودل شوې دي چې پخوا د فوټبال میدان وو.

د فوټبال د نړۍ ستوری لیونل مسي له خپلې کورنۍ سره بېرته بارسلونا ته ستون شو

۲۱ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۰ فبروری ۲۰۲۶، ۲۱:۳۴ GMT+۰
د فوټبال د نړۍ ستوری لیونل مسي له خپلې کورنۍ سره بېرته بارسلونا ته ستون شو
100%

د نړۍ د فوټبال ستوری لیونل مسي لا هم خپل راتلونکی له بارسلونا ښار سره تړلی بولي. هسپانوي رسنۍ وایي، دا ارجنټایني ستوری اراده لري چې د خپل لوبیز ژوند تر پای وروسته له خپلې مېرمنې او ۳ اولادونو سره یوځای کاتالونیا ته بېرته ستون شي؛ هغه ښار چې د کلونو لپاره د ده اصلي کور پاتې شوی.

مسي چې په ۲۰۲۱ کال کې له احساساتي شېبو سره د نیوکمپ لوبغالي سره مخه ښه وکړه، دا مهال تر ۲۰۲۸ کال پورې د امریکا له انټر میامي لوبډلې سره تړون لري. که څه هم هغه اوس په متحده ایالاتو کې له کورني پلوه د هوساینې او ثبات احساس کوي، خو بارسلونا لا هم د ده «معنوي کور» بلل کېږي.

لیونل مسي چې د لاماسیا له روزنیز مرکز څخه نړۍوال فوټبال ته ور وپېژندل شو، دا هیله یې لرله چې خپله ټوله مسلکي لوبیزه دوره په بارسلونا کې تېره کړي. هغه په ۷۷۸ رسمي لوبو کې د شین‌اناري رنګ لوبډلې لپاره ۶۷۲ ګولونه ووهل او د ۱۰ لالیګا اتلولیو او د اروپا د اتلانو د څلورو جامونو په ګټلو کې یې بنسټیز رول ولوباوه.

خو د کلپ مالي ستونزې د دې لامل شوې، چې د هغه تړون تمدید نه‌شي او مسي د ازاد لوبغاړي په توګه پاری‌سن‌ژرمن ته ولاړ شي. په فرانسه کې د هغه دوه کلنه دوره د مسي د کورنۍ لپاره چندان اسانه نه وه، همدا لامل شو چې هغه په ۲۰۲۳ کال کې د ډېوېډ بکهام وړاندیز ومني او انټر میامي ته ولاړ شي.

مسي په امریکا کې هم خپلو ویاړونو ته دوام ورکړ او له انټر میامي سره یې د لیګ‌کپ، ساپورټرز شیلډ او د ام‌اېل‌اېس جام اتلولۍ وګټلې.

مسي د ۲۰۲۵ کال په نومبر کې له «سپورټ» ورځپاڼې سره په مرکه کې په ښکاره توګه ویلي وو، چې بارسلونا ته د بېرته ستنېدو سخته لېوالتیا لري. هغه ویلي وو، چې د ده کورنۍ تل د دې ښار د بیا ژوند په اړه خبرې کوي او د دوی کور لا هم په بارسلونا کې خوندي پاتې دی.

سره له دې اټکلونو، د لوبغاړي په توګه د مسي بېرته ستنېدل بارسلونا ته ناشونی ښکاري؛ په ځانګړي ډول د کلپ له مشر خوان لاپورتا سره د هغه د ترینګلو اړیکو له امله، هغه چې پرون د ولسمشرۍ ټاکنو ته د ګډون لپاره له خپلې دندې لاس واخیست. خو بیا هم شونې ده چې د نیوکمپ په لوبغالي کې د مسي د رسمي مخه ښې لپاره یوه دوستانه یا ننداریزه لوبه ترسره شي.

د «سپورټ» د راپور له‌مخې، مسي به د خپل لوبیز ژوند تر پای وروسته په ډاډه توګه بارسلونا ته بېرته ستنېږي او کېدای شي په راتلونکي کې د کلپ په چوکاټ کې اداري یا ورزشي رول هم ولوبوي؛ خو دا به هغه وخت ممکن وي چې د کلپ مشري د داسې کس په لاس کې وي چې مسي پرې باور ولري.

مسي چې د روزونکي کېدو لېوالتیا نه لري، ښايي په راتلونکې کې د ورزشي مدیر یا د کلپ د استازي (سفیر) په توګه یو ځل بیا د بارسلونا له جوړښت سره یوځای شي. تر هغې وخته پورې، د هغه ټوله پاملرنه له انټر میامي سره پر ځلېدو او د ۲۰۲۶ کال د نړۍوال جام په سیالیو کې د ارجنټاین د ملي لوبډلې د اتلولۍ له سرلیک څخه پر دفاع راڅرخي.

د کرېکټ شل اوریز نړۍوال جام؛ پاکستان د امریکا پر وړاندې تر بریا وروسته د نوملړ سر ته راغی

۲۱ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۰ فبروری ۲۰۲۶، ۲۱:۱۲ GMT+۰
د کرېکټ شل اوریز نړۍوال جام؛ پاکستان د امریکا پر وړاندې تر بریا وروسته د نوملړ سر ته راغی
100%

د پاکستان د کرېکټ ملي لوبډلې د ۲۰۲۶ کال د شل اوریز نړۍوال جام په خپله دویمه لوبه کې د امریکا لوبډلې ته د ۳۲ منډو په توپیر ماتې ورکړه او د ۴ نمرو په ترلاسه کولو سره د لومړي ګروپ د جدول سر ته ورغله. په دغه ګروپ کې د هند، هالنډ او نامیبیا لوبډلې هم شاملې دي.

په دې لوبه کې تر پچې ګټلو وروسته د امریکا لوبډلې لومړی د توپ‌اچونې پرېکړه وکړه. د پاکستان لوبډلې په ټاکلو شلو اورونو کې د نهو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۹۰ منډې جوړې کړې. صاحبزاده فرحان د ۷۳ منډو په جوړولو سره د پاکستان تر ټولو بریالی لوبغاړی و او د همدې لوبې د غوره لوبغاړي جایزه یې هم ترلاسه کړه. نوموړي د پاکستان د لوړو نومرو په جوړولو کې مهم او ټاکونکی رول ولوباوه.

د امریکا له لوري، شادلي وان‌شالکوېک د توپ‌اچونې په برخه کې ښه ځلېدنه درلوده او د څلورو ویکټو په اخیستو سره د خپلې لوبډلې له بریالیو لوبغاړو څخه شمېرل کېده.

د لوبې په دویم پړاو کې، د امریکا لوبډلې په شلو اورونو کې خپلې اته ویکټې له لاسه ورکړې او ونه توانېده چې له ۱۵۸ منډو زیاتې جوړې کړي. شوبهام رانجان د ۵۱ منډو په جوړولو سره د امریکا لپاره تر ټولو ډېرې منډې وکړې. د پاکستان د توپ‌اچوونکو له ډلې عثمان طارق د درېیو ویکټو په اخیستو سره تر ټولو ښه کارکردګي وښوده.

د دې بریا په ترلاسه کولو سره، د پاکستان لوبډلې د لومړي ګروپ په جدول کې خپل مقام لا ټینګ کړ او د دې سیالیو بل پړاو ته د تګ په لور یې یو مهم ګام واخیست.