• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د روسیې د ملي امنیت شورا منشي: د افغانستان او تاجکستان ګډ سرحد د بحران مرکز دی

۲۳ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۲ فبروری ۲۰۲۶، ۲۱:۰۴ GMT+۰تازه شوی: ۲۳ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۲ فبروری ۲۰۲۶، ۲۲:۱۴ GMT+۰

د روسیې د ملي امنیت شورا منشي د افغانستان او تاجکستان ګډ سرحد د ډله‌ییز امنیت تړون غړو هېوادونو لپاره «د امنیتي ننګونو اصلي مرکز» وباله. افغانستان له منځنۍ اسیا سره تر ټولو اوږده ګډه پوله له تاجکستان سره لري؛ دغه ګډه پوله ۱۳۴۴ کیلومتره دی او ډېره برخه یې سندیزه او غرنیزه ده.

د روسیې د ملي امنیت شورا منشي سرګي شویګو د پنجشنبې په ورځ (د سلواغې ۲۳مه) له اینټرفکس خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي، له پولو ها خوا د نړۍوالې ترهګرۍ، سخت‌دریځۍ، د نشه‌يي توکو او وسلو د قاچاق، ناقانونه کډوالۍ او سازمان شویو جرایمو پر وړاندې مبارزه د ډله‌ییز امنیت سازمان په لومړیتوبونو کې ځای لري.

روسیه د روان زېږیز کال له پیل راهیسې د «ډله‌ییز امنیت تړون سازمان» دوره‌يي مشري پر غاړه لري.

سرګي شویګو د ډله‌ییز امنیت تړون د غړو هېوادونو په لویدیځې او سویلي پولو کې د ګواښونو پر ډېرېدو له اندېښنې څرګندولو سربېره وویل: «سویلي سرحد او په ځانګړې توګه له افغانستان سره سرحد لا هم د ننګونو مرکز دی». د هغه په وینا، د افغانستان او تاجکستان په ګډه پوله کې وضعیت د یاد سازمان د امنیتي اندېښنو په سر کې ځای لري.

شویګو څرګنده کړه، چې لا هم له افغان خاورې په ناقانونه توګه ورتګ دوام لري او ځینې وختونه د تاجکستان له پوله ساتونکو سره د نښتې لامل هم کېږي.

هغه له افغان خاورې د احتمالي ګواښونو پر وړاندې د اقداماتو په تړوا ټینګار کړی: «زموږ اصلي ماموریت د ترهګرۍ له نفوذ او د نشه‌يي توکو له قاچاق څخه مخنیوی دی».

د روسیې د ملي امنیت شورا منشي زیاته کړې، د افغانستان او تاجکستان د ګډې پولې د خوندینې پروګرام د ۲۰۲۴ کال په نومبر کې تصویب شوی او اوس د عملي کېدو په درشل کې دی.

نوموړي د یاد سازمان په چوکاټ کې د افغانستان په تړاو د یوه ګډ کنفرانس د جوړېدو لپاره له هڅو خبر ورکړ او موخه یې هم د ګډو ګواښونو پر وړاندې د ډله‌ییز امینت سازمان د غړو هېوادونو تر منځ د همغږیو زیاتېدل په ګوته کړي دي.

د ۲۰۲۵ کال د نومبر پر ۲۶مه د افغانستان له بدخشان ولایت څخه د ډرون او سپکو وسلو په وسیله د تاجکستان په ختلون سیمه کې د سرو زرو د کان پر یوه مرکز برید وشو او په پایله کې یې ۳ چینايي کارګر ووژل شول. له دغې پېښې څلور ورځې وروسته له افغان خاورې یو شمېر وسله‌وال تاجکستان ته واوښتل او هلته یې د چین د یوه دولتي شرکت دوه نور کارکوونکي ووژل او ۵ نور یې ټپيان کړل.

د تاجکستان چارواکو په وار وار ویلي، چې له افغان خاورې له امنیتي ستونزو سره مخ دي، خو طالب چارواکو دغه ادعاوې رد کړي او ویلي یې دي، چې افغان خاوره د ګاونډیانو په ګډون د هېڅ هېواد لپاره ګواښ نه‌ده.

د یادونې وړ ده، چې د ډله‌ییز امنیت تړون یو نظامي اېتلاف دی او په ۲۰۰۲ کال کې د ګډ دفاعي بلاک په توګه جوړ شو. دغه تړون چې مشري یې روسیه کوي، تر یوه بریده د ناټو د سیال سازمان په بڼه جوړ او رامنځته شوی دی. بلاروس، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان او ارمنستان یې غړي هېوادونه دي.

ترویج لرونکی

خیبر پښتونخوا: د ټي‌ټي‌پي پخوانیو ملګرو ترمنځ نښته کې لږ تر لږه ۲۲ کسان وژل شوي
۱

خیبر پښتونخوا: د ټي‌ټي‌پي پخوانیو ملګرو ترمنځ نښته کې لږ تر لږه ۲۲ کسان وژل شوي

۲

بلوچستان: ګوادر کې ۴۷ افغانان ایران ته د ناقانونه تګ پر مهال نیول شوي

۳

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۴
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

۵

د پاکستان پولیس: له پېښور څخه شکارپور ته تښتول شوې نجلۍ مو وژغورله

•
•
•

نور کیسې

د پاکستان اپوزیسیون د عمران خان د روغتیايي اندېښنو په اړه سبا احتجاجي پرلت کوي

۲۳ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۲ فبروری ۲۰۲۶، ۲۰:۴۶ GMT+۰

د پاکستان د اساسي قانون تحریک او د حکومت اپوزیسیون ویلي، چې سبا د جمعې له لمانځه وروسته د پارلمان ودانۍ مخې ته احتجاجي پرلت کوي او د سمبالوونکو په وینا یې، یاد پرلت به تر هغو دوام وکړي، څو د عمران خان د بشپړې درملنې ډاډ ورکړل شي.

د پاکستان د ملي شورا د اپوزیسیون مشر محمود خان اڅکزي د پنجشنبې په ورځ (د سلواغې ۲۳مه) پر خپلې اېکس‌پاڼې لیکلي، چې د جمعې په ورځ د پاکستان د پارلمان مخې ته احتجاجي پرلت کوي.

نوموړي ویلي، چې سبا به د یاد پرلت پر مهال خپلې غوښتنې مطرح کړي او احتجاج به تر هغې دوام ومومي، چې غوښتنې یې ومنل شي.

له دې سره سم، د پاکستان په سنا کې د اپوزیسیون مشر علامه راجا ناصر هم پر خپلې اېکس‌پاڼې لیکلي، چې د عمران خان د درملنې د ډاډ ترلاسه کولو او د هغه د روغتیا په اړه د پاکستان خلکو ته د معلوماتو ورکولو په تړاو د حکومت پر ضد احتجاجي ناسته کې ګډون کوي.

نوموړي ویلي، چې دا احتجاج به یوازې سیاسي نه، بلکې د بشري حقونو او د اساسي قانون د ټينګښت لپاره هم غږ پورته کړي.

نوموړي زیاته کړې: «له یوه پخواني لومړي وزیر سره داسې چلند کېږي، چې د هرې پرمختللې ټولنې له اصولو سره په ټکر کې دي. ډزې کول، په سلګونو دروغجنې دوسیې جوړول، د بې‌ګناه کسانو بندي کول، له وکیلانو او خپلوانو سره پر لیدنو بندیز لګول، ایا همدا عدالت دی؟ ایا دې ته ولسواکي وايي؟».

نوموړي ویلي، چې د عمران خان د ژوند او روغتیا په اړه هېڅ ډول جوړجاړی ورته د منلو وړ نه‌دی او د جمعې ورځې احتجاج به په بشپړ ډول سوله‌ییز او قانوني وي.

دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان د تحریک انصاف ګوند مشر او پخوانی لومړی وزیر عمران خان د ناروغۍ په اړه له زندان څخه راپورونه ورکړل شوي او د نوموړي پلویان وايي، چې د حکومت له‌خوا د هغه درملنې ته په سمه توګه پاملرنه نه‌کېږي.

د پاکستان استازی: طالبان دې د انزوا او تعامل تر منځ یو غوره کړي

۲۳ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۲ فبروری ۲۰۲۶، ۱۹:۴۴ GMT+۰

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازي ویلي، طالبان باید پرېکړه وکړي، چې انزوا غواړي او که له نړۍوالې ټولنې سره ښکېلتیا. نوموړي په ټینګار سره ویلي، چې له ترهګرۍ سره مبارزه او د ښځو د حقونو ورکړه د یادو غوراویو لپاره مهمې دي.

عاصم افتخار احمد د پنجشنبې په ورځ (د سلواغې ۲۳مه) د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په ناسته کې ویلي، چې د ګاونډیو هېوادونو پر ضد د افغان خاورې د نه‌کارېدو ترڅنګ باید هېڅ افغان په خپل هېواد د ترهګریزو فعالیتونو ملاتړ ونه‌کړي.

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازي د امنیت شورا په نننۍ ناسته کې له طالبانو غوښتنه کړې، چې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې پر خپلو ژمنو عمل وکړي او د ترهګرو ډلو د فعالیتونو مخه ونیسي.

نوموړي په خپلو خبرو کې په اسلام اباد کې وروستي ځانمرګي برید ته په اشارې ویلي، چې پاکستان د ټي‌ټي‌پي او بلوڅ ازادۍ پوځ ډلو له‌خوا سخت زیانمن شوی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان له تېرو څلورو کلونو راهیسې افغان طالبان پر دې تورنوي، چې د ټي‌ټي‌پي ملاتړ کوي، خو طالبانو بیا تل د اسلام‌اباد دغه ډول تورونه او ادعاوې رد کړې دي.

د امریکا استازې: طالبان له بندیانو څخه د فشار د وسیلې په توګه کار اخلي

۲۳ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۲ فبروری ۲۰۲۶، ۱۹:۱۸ GMT+۰

په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې تمي بروس د امنیت شورا په ناسته کې پر طالبانو د بندیزونو د څارنې کمېټې د کار دوام ته مثبته رایه ورکړه. نوموړې په یاده ناسته کې ویلي، چې طالبان له واشنګټن او نورو هېوادونو سره په مذاکراتو کې له بندیانو څخه د فشار د وسیلې په توګه کار اخلي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د پنجشنبې په ورځ (د سلواغې ۲۳مه) پر طالبانو د بندیزونو د څارنې ډلې او د افغانستان د سولې او امنیت ګواښکوونکو بنسټونو ماموریت تر یو بل کاله وغځاوه.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په یاده ناسته کې د امریکا استازې ټینګار وکړ، چې طالبان باید د یرغمل او توقیفونو ټول ډولونه ودروي.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې تمي بروس زیاته کړې: «طالبانو د هغو امریکایانو په بدل کې چې اوسمهال ورسره بندیان دي، په ښکاره ډول په ګوانتانامو کې د القاعده د یوه بندي غړي د خوشې کېدو غوښتنه کړې ده».

نوموړې همدارنګه ویلي، چې د ملګرو ملتونو د بندیزونو ډله باید طالبان د یادو تکتیکونو کارولو له امله مسوول وګڼي.

په روسیې کې د مېشت افغان سوداګر ۴۰ ټُني مرستې افغانستان ته ورسېدې

۲۳ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۲ فبروری ۲۰۲۶، ۱۹:۱۶ GMT+۰

په روسیې کې د مېشت افغان سوداګر نادر شاه له لوري مرسته شوې ۴۰ ټُنه خوراکي توکي افغانستان ته ورسېدې او د طالبانو له پېښو سره د مبارزې چمتووالي ادارې تر لاسه کړي دي. طالبان وايي، دغه مرستې به په روژې میاشت کې پر زیانمنو ووېشل شي.

د طالبانو له پېښو سره د مبارزې چمتووالي ادارې رييس نورالدین ترابي د پنجشنبې په ورځ (د سلواغې ۲۳مه) په همدې تړاو جوړ شوي خبري کنفرانس کې وویل، دغه مرستې چې د روژې مبارکې میاشتې په مناسبت د احتمالي زیانمنو او اړمنو کورنیو د ملاتړ لپاره ځانګړي دي نن ور وسپارل شوې.

ترابي وویل: «دا مرستې د مسکو ښار د افغان بزنس سنټر د سوداګریز مرکز رییس، حاجي نادرشاه، له لوري برابرې شوي او په‌کې ۱۰۰۰ بورۍ ۲۵ کیلويي اوړه، ۱۰۰۰ بورۍ ۱۰ کیلويي وریجې او ۱۰۰۰ بوتله ۵ لیټره غوړي شامل دي، چې ټول وزن یې ۴۰ ټُنو ته رسېږي».

نوموړي زیاته کړې، افغان سوداګر نادرشاه له کومې تمې پرته له دغې ادارې سره مرستې کړي او همداراز یې ډاډ ورکړ، چې دا مرستې به په شفاف او عادلانه ډول په روژې میاشت کې پر اړمنو او زیانمنو کورنیو ووېشل شي.

نورالدین ترابي په دې خبري کنفرانس کې له نورو سوداګرو، مرستندویه او خیریه بنسټونو وغوښتل، چې په داسې حساسو شرایطو کې د نادرشاه په څېر د خلکو ترڅنګ ودرېږي او د اړمنو د ملاتړ په برخه کې خپله ونډه ادا کړي.

په هېواد کې یو شمېر اړمنې کورنۍ د طالبانو له لوري د دغه ډول مرستو د وېشنې پر څرنګوالي نیوکې لري او وايي، له مستحق‌والي سره سره تر اوسه ورسره مرستې نه‌دي شوي.

په ملګرو ملتونو کې د چین استازي له طالبانو وغوښتل چې ترهګرې ډلې له افغانستان څخه وباسي

۲۳ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۲ فبروری ۲۰۲۶، ۱۸:۵۰ GMT+۰

په ملګرو ملتونو کې د چین استازي د یاد سازمان د امنیت شورا په ناسته کې له طالبانو وغوښتل، چې پر خپلو ژمنو عمل وکړي او چا ته دې اجازه نه‌ورکوي، چې د افغانستان خاوره د نورو پر وړاندې وکاروي. نوموړي همداراز له طالبانو غوښتي، چې ترهګرې ډلې له افغانستان څخه وباسي.

په ملګرو ملتونو کې د چین استازي فو تسونګ د پنجشنبې په ورځ (د سلواغې ۲۳مه) د امنیت شورا په ناسته کې په ټینګار سره ویلي، چې طالبان باید له داعش، ټي‌ټي‌پي، القاعده او نورو ترهګرو ډلو سره مبارزه وکړي. فو تسونګ له طالبانو وغوښتل، چې یادې ډلې له افغانستان څخه وباسي.

د چین استازي همداراز پر طالبانو د «یو اړخیزو او غیرقانوني» بندیزونو د لغو کېدو غوښتنه وکړه او په ټینګار سره یې وویل، چې دا بندیزونه باید لرې شي.

د چین استازي د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ناستې ته د خبرو پر مهال له طالبانو غوښتي، چې د ټولو افغانانو او په ځانګړي توګه د ښځو حقونو ته درناوی وکړي.

د چین استازي زیاته کړې، چې د امنیت شورا د ۱۹۸۸ کال د بندیزونو رژیم باید تازه شي، څو د افغانستان له اوسني واقعیت سره همږغی شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړو د پنجشنبې په ورځ پر طالبانو د بندیزونو د څارنې ډلې او د افغانستان د سولې او امنیت ګواښونکو بنسټونو ماموریت د یو بل کال لپاره وغځاوه.

د امنیت شورا ټولو غړو د یاد پرېکړه لیک مسودې ته چې د امریکا له‌خوا چمتو شوې وه، مثبتې رایې ورکړې.