• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

منظور پښتین په سوات کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د مخکښ غړي پر وژلو خواشني ښودلې

۲۳ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۲ فبروری ۲۰۲۶، ۰۸:۳۳ GMT+۰

تېره ورځ مازدیګر مهال د خیبر پښتونخوا په سوات ولسوالۍ کې د دې ولسوالۍ لپاره د یاد غورځنګ مشر عطاءالله جان په خپل کلي کې د ماشومانو د شخړې د هواري پرمهال په ډزو ووژل شو. د غورځنګ مشر منظور احمد پښتین پر یاده پېښه خواشیني ښودلې او نوموړی یې د مظلوم یو رسا غږ یاد کړی.

منظور پښتین د پنجشنبې په ورځ (د سلواغې ۲۲مه) په سوات کې د دې غورځنګ د غړي عطاء الله جان په اړه ویلي: «د پي ټي ایم مخکښ، د ادب او شاعرۍ د ډګر ځلانده ستوری، د بې وسه او مظلومانو تکړه وکيل، د سوات پاڅونونو ترجمان او د ولسونو مل، ژبپوهه، زما نزدې ملګری پوهاند عطاوالله جان په سوات کي پخپل کلي کي د يوې شخړې د جوړجاړي په هڅو کي د يوه فریق له خوا په ډزو ټپي شو، او وروسته ئې په روغتون کي د نړۍ څخه د تل لپاره سترګې پټې کړې.»

په دې پېښه کې اته کسه نور ټپیان شوي چې په ټپیانو کې د عطاءالله جان وراره هم شامل دی.

عطاءالله جان د پښتون ژغورنې غورځنګ د خیبر پښتونخوا د قامي کمېټې غړی او د سوات د پښتون قامي جرګې مشر هم پاتې شوی و.

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲
ځانګړی

د اختر په مناسبت؛طالبانو مدرسو ته مېلیونونه افغانۍ ځانګړې کړې خو ښوونکو تنخوا نه‌ده اخیستې

۳

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۴

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۵

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

•
•
•

نور کیسې

په دېره اسماعیل خان کې وسله‌والو پنځه پولیس وژلي دي

۲۳ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۲ فبروری ۲۰۲۶، ۰۳:۳۸ GMT+۰

د خېبرپښتونخوا د دېره اسماعیل خان ښار په څنډه کې وسله‌والو د یوه برید په ترڅ کې پنځه پولیس وژلي دي. د پولیسو په وینا؛ پېښه د چهارشنبې په ورځ هغه مهال شوې، چې پولیس د وسله‌والو پرضد د عملیاتو تر بشپړېدو وروسته د ستنېدو په حال کې وو.

د پولیسو له‌خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې بریدګر په یوه ځنګل کې پټ وو او د پولیسو پر موټرو یې ناڅاپه ډزې وکړې او امنیتي ځواکونو بیا په ځوابي برید کې څلور وسله‌وال هم وژلي دي.

تر اوسه کومې ډلې د دغه برید مسوولیت نه‌دی منلی. دېره اسماعیل خان د وزیرستان له ناکراره سیمې سره نږدې موقعیت لري، دغه سیمه له اوږدې مودې راهیسې د پاکستاني طالبانو د تحریک (ټي‌ټي‌پي) او نورو وسله‌والو ډلو مرکز بلل کېږي.

په پاکستان کې د تاوتریخوالي پېښې وروسته له هغې زیاتې شوې، چې تحریک طالبان پاکستان د ۲۰۲۲کال په وروستیو کې له اسلام‌اباد سره اوربند پای ته ورساوه. تېره اوونۍ هم په اسلام‌اباد کې د یوه جومات دننه ځانمرګي برید وشو، چې له ۳۰ ډېر کسان په‌کې ووژل شول.

وسله‌والو په دیره اسماعیل خان کې پنځه پولیس وژلي

۲۲ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۱ فبروری ۲۰۲۶، ۱۷:۲۳ GMT+۰

وسله والو د خیبر پښتونخوا په دېره اسماعیل خان کې د چارشنبې په ورځ پنځه پولیس وژلي دي. د پولیسو په وینا، برید د ښار په څنډو کې د وسله‌والو پر ضد له عملیاتو وروسته د پولیسو د ستنېدو پرمهال شوی.

د پولیسو په خبرپاڼه کې ویل شوي چې وسله‌والو، چې په یوه ځنګل کې پټ وو، د پولیسو پر ګزمې ډزې وکړې.

خبرپاڼه زیاتوي چې پولیسو په متقابل برید کې څلور وسله‌وال هم ووژل.

تر اوسه هېڅ ډلې د دغه برید مسوولیت نه دی منلی.

پېښور کې غونډه: د پاکستان د بهرنیو سیاستونو هدف دا دی چې افغانستان په خپلو پښو ونه دریږي

۲۲ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۱ فبروری ۲۰۲۶، ۱۶:۱۷ GMT+۰

په پېښور کې د پښتونخوا د زده کوونکو فدراسیون په غونډه کې د پښتونخوا نشنل عوامي ګوند شریک مشر مختار خان یوسفزي ویلي، چې په افغانستان کې د ترهګرۍ لامل د پاکستان بهرنی سیاست دی او افغان او پاکستاني ترهګر ټول په پاکستان کې تولید شوي دي.

د پښتونخوا نشنل ګوند ګوند شریک مشر مخترخان یوسفزي د چارشنبې په ورځ، د سلواغې پر ۲۲مه، په پېښور کې د پښتونخوا د زده کوونکو سازمان په غونډه کې د وینا پرمهال وویل، چې ددغو سیاستونو په پایله کې د افغانستان نیمايي نفوس، ښځې او نجونې، له زده کړو بې برخې دي او پر خلکو د کار او اقتصاد لارې بندې دي.

په غونډه کې د عوامي نشنل ګوند ایالتي اسمبلۍ غړي نثار باز، د قومي وطن ګوند استازي او د باړې پاڅون مشر او د پېښور پوهنتون استادانو هم ویناوې وکړې.

مختار یوسفزي په خپلو خبرو کې وویل، چې په پاکستان کې واکمنه ډله، چې ده پنجاب وباله، پښتانه په خپلو پښو درېدو ته نه پرېږدي.

د نوموړي په وینا، د اسلام اباد بهرنی سیاست په افغانستان کې پر ستراتیژيک عمق ولاړ دی او په کور دننه د پښتنو د محکومیت سیاست پرمخ وړي.

په غونډه کې ویل شوی چې اوسنۍ ترهګري د پاکستان د بهرنیو ناسمو سیاستونو پایله ده او بنسټیز هدف یې دادی چې افغانستان په خپلو پښو ولاړ نه وي او په پښتونخوا کې ملي شعور وده ونه کړي او خلک په خپلو طبیعي سرچینو واکمن ونه اوسي.

سهیل اپریدی: د پاکستان ملي رسنۍ پر پښتنو کېدونکي ظلمونه نه ښيي

۲۲ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۱ فبروری ۲۰۲۶، ۱۳:۵۷ GMT+۰
•
جواد شينواری

د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر سهیل اپریدي ویلي چې په تېرو ۷۸ کلونو کې پښتنو ته په تدریسي نصاب کې ټ ټوپک ښوول شوی خو اوس وخت راغلی چې ځوانانو ته (ق قلم) ور زده شي. اپریدی وايي، چې د پاکستان ملي رسنۍ پر پښتنو کېدونکي ظلمونه نه منعکسوي.

نوموړي دا خبرې د چارشنبې په ورځ، د سلواغې پر ۲۲مه په خیبر ولسوالۍ کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال وکړې.

د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر وویل چې د خیبر پښتونخوا ولس غیرتي او زړور دی خو ناپوه نه دی.

هغه څرګنده کړه، چې د ایالت ولس به د هرې هغې پالیسۍ پر ضد پاڅون کوي چې د دوی حقونه او ګټې پکې زیانمنیږي.

سهیل اپریدي د پاکستان پر ملي رسنیو، چې په غوڅ ډول انګریزي او اردو ژبې دي، نیوکه وکړه او ویې ویل چې «دغه رسنۍ دي او که د ن لیګ رسنۍ»، ځکه دده په وینا، د خیبر پښتونخوا ولس خپل ولس نه ګڼي.

نوموړي شکایت وکړ چې د پاکستان مشهورې رسنۍ د خیبر پښتونخوا پر ولس کېدونکي ظلمونه نه ښيي خو ویې ویل، چې «که دغه رسنۍ رښتیا نه شي منعکس کولای، نو لږ تر لږه دې درواغ هم نه ښيي».

د پاکستان د تحریک انصاف ګوند له بنسټګر عمران خان سره د لیدنې په اړه سهیل اپریدي وویل چې د لیدنې لپاره ټول شرطونه پوره کړل شوي خو بیا هم د لیدنې کتنې اجازه نه ورکول کېږي.

هغه خبرداری ورکړ چې که د قانون له مخې د غوښتنو پوره کولو باوجود د لیدنې وخت ورنه کړل شو، نو لاریون به کېږي.

نوموړي له خیبر پښتونخوا سره د مدغم شویو ولسوالیو د ټولو کالجونو لپاره د وړیا ټرانسپورټ اعلان هم وکړ.

اېمل ولي خان: عمران خان لوی ترهګر دی او پاکستاني طالبانو ته یې چندې ورکولې

۲۱ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۰ فبروری ۲۰۲۶، ۲۳:۱۹ GMT+۰

د عوامي نشنل ګوند مشر اېمل ولي خان وایي، د پاکستان پخوانی لومړی وزیر عمران خان خپله یو لوی ترهګر دی او پاکستاني طالبانو ته یې چندې ورکولې. هغه زیاتوي، چې ده لس کاله وړاندې د پاکستان دې پخواني لومړي وزیر ته د «طالبان خان»‌ نوم ورکړی و.

د عوامي نشنل ګوند مشر اسلام‌اباد کې خبریالانو ته زیاته کړې، چې عمران خان طالبانو ته د دفترونو غوښتنې کولې او له دغه وسله‌والو ډلو نه یې ملاتړ کاوه. نوموړي وویل: «عمران خان د ترهګرو وفادار دی، هغه یې وکیل دی او نظریات یې هم د ترهګرو دي». د هغه په خبره، د‌ پاکستان څارګره شبکه ‌ای‌اېس‌ای او ‌ټي‌ټي‌‌پي‌ سره یو ډول دي.

د هغه دا څرګندونې داسې مهال دي، چې په خېبرپښتونخوا کې ورځ تر بلې ناامنۍ ډېرېږي او یو شمېر ګوندونه یې پړه په دې ایالت کې له تېرې یوې لسیزې د تحریک انصاف واکمن ګوند ته نیسي.

هم‌مهاله د‌ پاکستان مرکزي حکومت هم نیوکې کړي، چې د عمران خان په مشرۍ د ای‌اېس‌ای پخواني مشر فیض حمید په ګډه دې ایالت کې د پاکستاني طالبانو غورځنګ غړي ځای پر ځای کړل او اوس په لوی سرخوږي بدل شوي دي.

همداراز په پلوچستان ایالت کې بیا د بلوڅ بېلتون‌پالو بریدونو هم زور اخیستی او تېرو اوونیو کې یې د پاکستاني پوځیانو پر مرکزونو د ځانمرګي بریدونو په ګډون وسله‌والې نښتې وکړې. له دې سره، څو ورځې وړاندې د اسلام‌اباد په یو جومات کې د داعش ډلې یوه ځانمرګي بریدګر ۴۰کسان ووژل او ۱۶۹ نور یې ټپیان کړل.