په دېره اسماعیل خان کې وسلهوالو پنځه پولیس وژلي دي

د خېبرپښتونخوا د دېره اسماعیل خان ښار په څنډه کې وسلهوالو د یوه برید په ترڅ کې پنځه پولیس وژلي دي. د پولیسو په وینا؛ پېښه د چهارشنبې په ورځ هغه مهال شوې، چې پولیس د وسلهوالو پرضد د عملیاتو تر بشپړېدو وروسته د ستنېدو په حال کې وو.





