• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په روسیې کې د مېشت افغان سوداګر ۴۰ ټُني مرستې افغانستان ته ورسېدې

۲۳ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۲ فبروری ۲۰۲۶، ۱۹:۱۶ GMT+۰تازه شوی: ۲۳ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۲ فبروری ۲۰۲۶، ۲۰:۱۸ GMT+۰

په روسیې کې د مېشت افغان سوداګر نادر شاه له لوري مرسته شوې ۴۰ ټُنه خوراکي توکي افغانستان ته ورسېدې او د طالبانو له پېښو سره د مبارزې چمتووالي ادارې تر لاسه کړي دي. طالبان وايي، دغه مرستې به په روژې میاشت کې پر زیانمنو ووېشل شي.

د طالبانو له پېښو سره د مبارزې چمتووالي ادارې رييس نورالدین ترابي د پنجشنبې په ورځ (د سلواغې ۲۳مه) په همدې تړاو جوړ شوي خبري کنفرانس کې وویل، دغه مرستې چې د روژې مبارکې میاشتې په مناسبت د احتمالي زیانمنو او اړمنو کورنیو د ملاتړ لپاره ځانګړي دي نن ور وسپارل شوې.

ترابي وویل: «دا مرستې د مسکو ښار د افغان بزنس سنټر د سوداګریز مرکز رییس، حاجي نادرشاه، له لوري برابرې شوي او په‌کې ۱۰۰۰ بورۍ ۲۵ کیلويي اوړه، ۱۰۰۰ بورۍ ۱۰ کیلويي وریجې او ۱۰۰۰ بوتله ۵ لیټره غوړي شامل دي، چې ټول وزن یې ۴۰ ټُنو ته رسېږي».

نوموړي زیاته کړې، افغان سوداګر نادرشاه له کومې تمې پرته له دغې ادارې سره مرستې کړي او همداراز یې ډاډ ورکړ، چې دا مرستې به په شفاف او عادلانه ډول په روژې میاشت کې پر اړمنو او زیانمنو کورنیو ووېشل شي.

نورالدین ترابي په دې خبري کنفرانس کې له نورو سوداګرو، مرستندویه او خیریه بنسټونو وغوښتل، چې په داسې حساسو شرایطو کې د نادرشاه په څېر د خلکو ترڅنګ ودرېږي او د اړمنو د ملاتړ په برخه کې خپله ونډه ادا کړي.

په هېواد کې یو شمېر اړمنې کورنۍ د طالبانو له لوري د دغه ډول مرستو د وېشنې پر څرنګوالي نیوکې لري او وايي، له مستحق‌والي سره سره تر اوسه ورسره مرستې نه‌دي شوي.

ترویج لرونکی

خیبر پښتونخوا: د ټي‌ټي‌پي پخوانیو ملګرو ترمنځ نښته کې لږ تر لږه ۲۲ کسان وژل شوي
۱

خیبر پښتونخوا: د ټي‌ټي‌پي پخوانیو ملګرو ترمنځ نښته کې لږ تر لږه ۲۲ کسان وژل شوي

۲

بلوچستان: ګوادر کې ۴۷ افغانان ایران ته د ناقانونه تګ پر مهال نیول شوي

۳

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۴
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

۵

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

•
•
•

نور کیسې

په ملګرو ملتونو کې د چین استازي له طالبانو وغوښتل چې ترهګرې ډلې له افغانستان څخه وباسي

۲۳ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۲ فبروری ۲۰۲۶، ۱۸:۵۰ GMT+۰

په ملګرو ملتونو کې د چین استازي د یاد سازمان د امنیت شورا په ناسته کې له طالبانو وغوښتل، چې پر خپلو ژمنو عمل وکړي او چا ته دې اجازه نه‌ورکوي، چې د افغانستان خاوره د نورو پر وړاندې وکاروي. نوموړي همداراز له طالبانو غوښتي، چې ترهګرې ډلې له افغانستان څخه وباسي.

په ملګرو ملتونو کې د چین استازي فو تسونګ د پنجشنبې په ورځ (د سلواغې ۲۳مه) د امنیت شورا په ناسته کې په ټینګار سره ویلي، چې طالبان باید له داعش، ټي‌ټي‌پي، القاعده او نورو ترهګرو ډلو سره مبارزه وکړي. فو تسونګ له طالبانو وغوښتل، چې یادې ډلې له افغانستان څخه وباسي.

د چین استازي همداراز پر طالبانو د «یو اړخیزو او غیرقانوني» بندیزونو د لغو کېدو غوښتنه وکړه او په ټینګار سره یې وویل، چې دا بندیزونه باید لرې شي.

د چین استازي د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ناستې ته د خبرو پر مهال له طالبانو غوښتي، چې د ټولو افغانانو او په ځانګړي توګه د ښځو حقونو ته درناوی وکړي.

د چین استازي زیاته کړې، چې د امنیت شورا د ۱۹۸۸ کال د بندیزونو رژیم باید تازه شي، څو د افغانستان له اوسني واقعیت سره همږغی شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړو د پنجشنبې په ورځ پر طالبانو د بندیزونو د څارنې ډلې او د افغانستان د سولې او امنیت ګواښونکو بنسټونو ماموریت د یو بل کال لپاره وغځاوه.

د امنیت شورا ټولو غړو د یاد پرېکړه لیک مسودې ته چې د امریکا له‌خوا چمتو شوې وه، مثبتې رایې ورکړې.

عبدالسلام حنفي: طالبان نه د ختیځ او نه هم د لوېدیځ پلوي دي بلکې ازاد او بې‌طرفه دي

۲۳ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۲ فبروری ۲۰۲۶، ۱۸:۱۹ GMT+۰

د طالبانو د ریاست الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي وايي، چې یاده ډله نه له ختیځ سره ولاړه ده چې د لویدیځ پر وړاندې مبارزه وکړي او نه هم له لویدیځ سره ولاړه ده چې د ختیځ پر وړاندې مبارزه وکړي، بلکې ازاده او بې‌طرفه ده.

د طالبانو د ریاست الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي د پنجشنبې په ورځ (د سلواې ۲۳مه) د کابل- بګرام سړک د عملي چارو د پیل په مراسمو کې د وینا پرمهال ویلي، چې افغانستان بې‌طرفه او ازاد هېواد دی او د هېڅ لوري پر وړاندې مبارزه نه‌کوي.

عبدالسلام حنفي زیاته کړې: «موږ دلته نه د لویدیځ ترڅنګ ولاړ یوو چې د ختیځ پر وړاندې مبارزه وکړو او نه د ختیځ تر څنګ ولاړ یوو، چې د لویدیځ پر وړاندې مبارزه وکړو. بلکل داسې نه ده؛ افغانستان یو ازاد او بې‌طرفه هېواد دی».

نوموړي د خپلو خبرو پر مهال د ګاونډیو په ګډون د نړۍ هېوادونو ته په افغانستان کې د پانګونې بلنه ورکړه او زیاته یې کړه، چې افغانستان به نور د هېڅ هېواد پر خلاف حرکت ونه‌کړي.

حنفي زیاته کړې: «موږ د هېڅ هېواد په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه‌کوو، افغانستان له ټولو هېوادونو سره اقتصاد محوره او د حسنه اړیکو غوښتونکی دی».

د نوموړي د ختیځو او لویدیځو هېوادونو پر وړاندې د مبارزې نه‌کولو په اړه څرګندونې پر داسې مهال دي، چې طالبان په سیمه‌ییزه کچه یوازې له ګاونډي پاکستان سره د اوس لپاره هغه هم د ټي‌ټي‌پي وسله‌والو د مسالې پر سر لانجه لري او تر دې ها خوا هڅه کوي، چې د سیمې د نورو هېوادونو په ګډون له امریکا او اروپا سره اړیکې جوړې کړي.

طالبانو له قزاقستان څخه د وچکالۍ ځپلو لپاره د مرستو غوښتنه وکړه

۲۳ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۲ فبروری ۲۰۲۶، ۱۷:۲۸ GMT+۰

د طالبانو له پېښو سره د مبارزې چمتووالي ادارې رييس نورالدین ترابي په کابل کې د قزاقستان له سفیر ګازیز اکباسوف سره کتلي او له یاد هېواد څخه یې د زلزله ځپلو لپاره د مرستو غوښتنه کړې ده.

د طالبانو له پېښو سره د مبارزې چمتووالي ادارې د پنجشنبې په ورځ (د سلواغې ۲۳مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د یادې ادارې رييس نورالدین ترابي او په کابل کې د قزاقستان سفیر ګازیز اکباسوف سره د لېدنې پرمهال ویلي، چې د افغانستان په ډېرو سیمو کې وچکالي ده او خلک د وقایوي پروژو ترڅنګ خوراکي او غیر خوراکي مرستو ته اړتیا لري.

نوموړي ویلي، چې قزاقستان دې د خلکو د بنسټیزو اړتیاوو د پوره کولو پر بنسټ مرستې وکړي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې د قزاقستان سفیر ګازیز اکباسوف په دې کتنه کې ویلي، چې له افغانانو سره د اړیکو پیاوړتیا لپاره به خپلې مرستې دوامداره وساتي.

له بګرام نه په ۲۰۰۵ کال کې د القاعدې څلور تښتېدلي غړي حقاني شبکې وزیرستان ته لېږدولي وو

۲۳ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۲ فبروری ۲۰۲۶، ۱۶:۵۳ GMT+۰

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني د پنجشنبې په ورځ د خوست په مستربل کې د خپل یوه ډلګیمشر عبدالستار «سدو» د جنازې په مراسمو کې وویل چې په ۲۰۰۵ کال کې له بګرام زندان نه د یادې شبکې څلور جګپوړي تښتېدلي غړي د دوی او سدو په مرسته میرانشاه ته ولېږدول شول.

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني د پنجشنبې په ورځ، د سلواغې پر ۲۳مه د خوست په مستربل کې د خپل پخواني ډلګیمشر د جنازې په مراسمو کې د هغه ستاینه وکړه او ویې ویل، چې کله د القاعدې څلور غړي له بګرام زندان نه وتښتېدل، له دوی سره یې اړیکه نیولې وه.

حقاني وویل چې دغه څلور کسان وروسته د عبدالستار سدو په مرسته [میرانشاه] ته ولېږدول شول.

د ۲۰۰۵ کال په جولای کې د القاعدې شبکې څلور جګپوړي غړي ابو یحیی اللېبي، عمر فاروق، محمد جعفر جمال القحطاني او عبدالله هاشمي الشامي له بګرام زندان څخه وتښتېدل.

یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې له دغو کسانو سره د حقاني شبکې یو بل غړی مولوي قادر هم تښتېدلی و او لومړی د خوست متون سیمې ته لاړل او بیا د سدو کوچي په مرسته د شمالي وزیرستان مرکز میرانشاه ته لاړل.

د القاعدې شبکې دغه څلور غړي وروسته د جنوبي وزیرستان په مکین او کانیګرم سیمو کې اوسېدل.

ابو یحیی اللېبي، چې د ۲۰۱۲ کال په جولای کې په شمالي وزیرستان کې د امریکا بې پیلوټه الوتکې وواژه، د القاعدې «عمومي مدیر» بلل کېده.

د سپینې ماڼۍ د هغه وخت د رپوټونو له مخې، لیبي له ایمن الظواهري وروسته د القاعدې دویم مشر و.

لیبي، چې د حسن قاید په نوم هم پېژندل کېده، له بن لادن سره له یوځای کېدو وړاندې د ليبيا د اسلامي جګړه مارې ډلې غړی و.

هغه له بګرام زندان نه تر تېښتې وروسته د القاعدې دمخکښ مذهبي عالم په توګه را څرګند شو. لېبي په خپلو ویډیوګانو کې ځان د مذهبي عالم په توګه وړاندې کاوه او د یادې ډلي غړو ته یې د مهمو نړیوالو مسایلو په اړه خبرې کولې.

د طالبانو د برېښنا شرکت رییس: د برېښنا انرژۍ او نورو عامه خدمتونو برخې باید سیاسي نه شي

۲۳ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۲ فبروری ۲۰۲۶، ۱۶:۲۱ GMT+۰

د طالبانو تر ولکې لاندې د برېښنا شرکت وایي، د دغه شرکت اجرایوي رییس ملا عبدالحق همکار د افغانستان لپاره د بریتانیا له ځانګړي استازي ریچارډ لنډسي سره د برېښنا اړوند نېمګړو پروژو د چارو بیا پیل، د انرژۍ په برخه کې همکاریو او تر کار لاندې پراختیايي پروژو په اړه خبرې کړې دي.

له دغه شرکت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ملا همکار په دې انلاین غونډه کې د نړیوالو تمویل کوونکو له لوري د نیمګړو پراختیايي پروژو بشپړول او د ځنډېدلو چارو بیا پیل اړین بللي او ټینګار یې کړی چې د برېښنا انرژۍ او نورو عامه خدماتو برخې باید سیاسي نه شي.

هغه له مرستندویه هېوادونو غوښتي چې خپلې همکارۍ بېرته پیل او لا پراخې کړي.

نوموړي همداراز په هېواد کې د برېښنا د تولید، د تاسیساتو د جوړونې، روانو او پلان شویو پروژو د پرمختګونو، اړتیاوو او شته ستونزو په اړه معلومات وړاندې کړي دي.

بل خوا د افغانستان لپاره د بریتانیا ځانګړي استازي ریچارډ لنډسي د کاسا-۱۰۰۰پروژې په ګډون د برېښنا د تولید او بنسټیزو تاسیساتو د جوړونې په برخه کې د همکارۍ او ملاتړ ډاډ ورکړی دی.

خبرپاڼه زیاتوي، چې په دې ویډیو کنفرانس کې د برېښنا شرکت مشر ټینګار کړی چې افغانان د برېښنا انرژۍ ته جدي اړتیا لري او په اوسنیو شرایطو کې، چې پر افغانستان نړیوال بندیزونه لګېدلي، د نړیوالو همکاریو دوام خورا مهم دی.

د یادونې وړ ده، چې دا مهال په هېواد کې د برېښنا اړوند ګڼې لویې پراختیايي پروژې د نړیوالو ملاتړو د همکاریو د ځنډېدو له امله په ټپه ولاړې دي. د افغانستان برېښنا شرکت په وار وار د دغو پروژو د بیا پیل او بشپړولو غوښتنه کړې ده.