• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

تسلیمه نسرین: که جماعت اسلامي واک ته ورسېږي بنګله دېش به دویم افغانستان شي

۲۳ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۲ فبروری ۲۰۲۶، ۱۲:۱۵ GMT+۰

بنګله‌دېشۍ لیکوالې او فعالې تسلیمه نسرین خبرداری ورکړی چې که جماعت اسلامي ګوند په روانو عمومي ټاکنو کې بریالی شي او واک ته ورسېږي، نو په هېواد کې به ډیموکراسي پای ته ورسېږي او پر ځای به یې دیني حکومت حاکم شي. هغې ویلي چې داسې وضعیت کې به هېواد د افغانستان په برخلیک اخته شي.

نسرین په یوه مرکه کې ویلي چې که جماعت اسلامي واک ترلاسه کړي، لږکي به له ځورونې او تعقیب سره مخ شي او ګڼ شمېر خلک به اړ شي چې هېواد پرېږدي.

هغې زیاته کړې چې ښځې به له سختو مذهبي محدودیتونو سره مخ شي او هېواد به د افغانستان په څېر وضعیت ته ولاړ شي.

هغې دا هیله هم څرګنده کړې چې د تېر په څېر به جماعت اسلامي دا ځل هم ټاکنو کې بریالي نه شي.

هغې ویلي، که څه هم جماعت اسلامي د عوامي لیګ د ټاکنو له پرېکون څخه ګټه پورته کړې، خو تمه لري چې هغه ځواکونه چې د ۱۹۷۱م د ازادۍ جګړې پر مهال د پاکستاني پوځ ملاتړي وو، په ټاکنو کې بریالي نه شي.

تسلیمه نسرین همداراز ویلي چې که د بنګله‌دېش نشنلسټ ګوند واک ته ورسېږي، له جدي ننګونو سره به مخ وي، خو باید د ډیموکراسۍ، سیکولر نظام، د بیان ازادۍ، د ښځو د حقونو او بشري حقونو ساتنه باوري کړي. هغې ټینګار کړی چې حکومت باید د اقتصادي ودې لپاره کار وکړي، د شتمنو او بېوزلو ترمنځ واټن راکم کړي او د لږکیو امنیت تضمین کړي.

په ورته وخت کې، راپورونه وایي چې د ټاکنو په ځینو مرکزونو کې ګډوډۍ او د سیاسي ګوندونو د پلویانو ترمنځ نښتې شوې دي، خو رایه اچونه تر ډېره بریده سوله‌ییزه بلل شوې ده.

د راپورونو له مخې، د جماعت اسلامي ځینو فعالانو د رایو د اخیستو په موخه خلکو ته پیسې ورکړې او ان ادعا یې کړې چې د دوی نښان ته رایه ورکول جنت ته د تګ سبب ګرځي. ویل کېږي چې د جماعت یو مشر له۷،۴ میلیونه ټکه (د بنګلدیش پولي واحد) شاوخوا (۶۰،۶۸۰ امریکایي ډالر) نغدو پیسو سره نیول شوی دی.

روانې ټاکنې د بنګله‌دېش د سیاسي راتلونکې لپاره مهمې بلل کېږي او پایلې یې ښايي د دغه هېواد پر سیاسي، ټولنیز او اقتصادي وضعیت ژور اغېز ولري.

ترویج لرونکی

خیبر پښتونخوا: د ټي‌ټي‌پي پخوانیو ملګرو ترمنځ نښته کې لږ تر لږه ۲۲ کسان وژل شوي
۱

خیبر پښتونخوا: د ټي‌ټي‌پي پخوانیو ملګرو ترمنځ نښته کې لږ تر لږه ۲۲ کسان وژل شوي

۲

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۳
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

۴

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۵

د پاکستان پولیس: له پېښور څخه شکارپور ته تښتول شوې نجلۍ مو وژغورله

•
•
•

نور کیسې

په ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ د چاودېدو له امله دوه ماشومان مړه او پنځه نور ټپیان شوي

۲۳ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۲ فبروری ۲۰۲۶، ۱۱:۴۱ GMT+۰

د ننګرهار په بټي کوټ ولسوالۍ کې د ناچاودې مرمۍ د چاودنې له امله دوه ماشومان مړه شوي او پنځه نور ټپیان دي. محلي سرچینې وايي، ماشومانو مرمۍ اور ته غورځولې وه.

د ننګرهار لپاره د طالبانو د رسنیز دفتر له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې پېښه نن پنجشنبه د سلواغې په ۲۳مه نېټه د بټي کوټ ولسوالۍ اړوند د څلورم فارم د سپین خوړ په سیمه کې شوې ده.

د خبرپاڼې له مخې، شاوخوا د ماسپښین دوولس نیمې بجې ماشومانو یوه ناچاوده مرمۍ موندلې او اور ته یې غورځولې وه، چې د چاودنې له امله دوه ماشومان ځای پر ځای مړه شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي.

خبرپاڼه زیاتوي چې طالب امنيتي ځواکونو ټپیان د درملنې لپاره حوزوي روغتون ته لېږدولي دي.

د راپورونو له مخې، د ټپیانو له ډلې د دوو ماشومانو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ بلل شوی دی.

د یادونې وړ ده چې افغانستان د څو لسیزو جګړو له امله د ناچاودو ماینونو او مهماتو له پراخې ستونزې سره مخ دی. د ماین‌پاکۍ د بنسټونو د معلوماتو له مخې، لا هم په لسګونو زره هکټاره ځمکه په ناچاودو توکو ککړه ده او هر کال لسګونه ملکي وګړي، چې ډېری یې ماشومان دي، د دغو توکو د چاودنو ښکار کېږي.

ماشومان اکثره د لوبو پر مهال نااشنا فلزي توکي رااخلي او له خطره ناخبره ورسره لوبې کوي، چې دا کار مرګونې پایلې لري.

د ماین‌پاکۍ او عامه پوهاوي پروګرامونه ټینګار کوي چې خلک، په ځانګړي ډول ماشومان، باید له نااشنا او مشکوکو توکو څخه لرې پاتې شي او د لیدو په صورت کې سملاسي اړوندو ادارو ته خبر ورکړي.

ملا برادر له هېوادونو نه له طالبانو سره د رسمي اړیکو په اډانه کې د تعامل غوښتنه کړې

۲۳ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۲ فبروری ۲۰۲۶، ۱۰:۳۲ GMT+۰

ملا برادر د کابل-بګرام سړک د جوړېدو چارو د پيل په مراسمو کې ویلي، چې هېوادونه دې له کابل سره د رسمي اړیکو په اډانه کې «د تعامل جرات» وکړي. نوموړي ویلي، چې افغانستان د ټولو افغانانو کور دی او دوی دومره «کم ظرفیته» نه دي، چې «جزوي مسایل» جدي ونیسي.

د طالبانو د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال د پنجشنبې په ورځ، د سلواغې پر ۲۳مه د کابل – بګرام سړک د چارو د پیل په مراسمو کې یاد سړک د کابل ښار له مهمو نښلوونکو لارو وباله او ویې ویل، چې دغه سړک کابل ښار له پروان او نورو شمالي ولایتونو سره نښلوي.

هغه زیاته کړه، دا سړک د نوي کابل ښار له اساسي ترانسپورټي زېربناوو څخه دی، چې د ښاري پراختیا، ټولنیزو فعالیتونو او اقتصادي اړخه مهم بلل کېږي.

ملا برادر ادعا وکړه، چې افغانستان په تېر کې په ډېرو سیاسي احزابو، قومي، سمتي او ژبنیو اجزاوو ویشل شوی و، چې دده په وینا، د ملي مشترکاتو د پیاوړي کولو په برخه کې یې «لوی اکثریت» له لاسه ورکړی و، خو هغه ددې ستونزې حل د خپلې ادارې د مدرسو او ښوونځیو د توحید په طرح کې ویني.

نوموړي وویل، چې په دې برخه کې د طالبانو ادارې یو بنسټیز کار تر شپږم ټولګي پورې د مدرسې او ښوونځي د نصاب یو کول دي.

د طالبانو پر دې پالیسۍ نیوکه کیږي، چې له ښوونځیو نه یې مدرسې جوړې کړې او په زده کوونکو د مدرسو لباس او نصاب پلی کوي.

د طالبانو د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال پر افغانانو غږ کړی، چې د نورو له «ړانده تقلیده» لاس واخلي، د هغوی تر اغېز لاندې رانه شي او واقعیتونه «غلط تفسیر» نه کړي. هغه په دې اړه نور جزئیات نه دي ور کړي.

نوموړي دغه راز پر افغانانو غږ کړی، چې افغانستان ته تلای شي او هلته پانګونه کولای شي.

هغه زیاته کړې، «موږ نه د چا مخه نېولې ده او نه د اسلامي امارت ظرفیت دومره کوچنی دی چې هره فردي او جزوي مساله جدي ونیسي».

د طالبانو د دغه چارواکي دا څرګندونې داسې مهال دي، چې دې ډلې په کوردننه سیاستوالو باندې بندیزونه لګولي، سیاسی فعالیتونه یې بند کړي او ګڼ شمېر هغه افغان سرتېري، چې افغانستان ته ستانه شوي، نیول شوي، شکنجه شوي او ځینې یې وژل شوي دي.

ملا عبدالغني برادر اخوند له افغانستان سره د سیمې هېوادونو مثبت تعامل «د اوسني وخت اړتیا » او د سیمه‌ییز او نړیوال اتصال د پیاوړتیا او ګډو پراختیايي اهدافو د تعقیب مهم رکن بللی. د هغه په وینا، «له دې حقیقت څخه سترګې پټول د مشترکو اساسي موخو تعقیب او ترلاسه کول کمزوري کوي او شته بالقوه فرصتونه په لوی لاس ضایع کوي».

هغه له هېوادونو غوښتي چې له طالبانو سره د رسمي اړیکو په اډانه کې د «تعامل جرات» وکړي، ځکه دده په وینا، ټول هېوادونه د خپل جغرافیايي موقعیت، هوايي حریم، کاري قوې، اومو توکو او صادراتو او وارداتو له اړخه یو بل ته اړ دي او دا اړتیاوې د رسمي تعامل په صورت کې پوره کېدای شي.

یو شمېر طالبان په دې باور دي، چې د سیمې او نړۍ، په ځانګړې توګه اروپا ځینې هېوادونه د افغانستان په اړه د امریکا د متحده ایالتونو سیاستونو ته ګوري او له همدې امله له کابل سره د رسمي تعامل پیلولو ته زړه نه ښه کوي.

برادر ویلي، چې هر څوک باید د افغانستان له سرتاسري امنیت، اقتصاد محوره سیاست، د نورو هېوادونو په چارو کې د نه لاسوهنې، د سیاسي او اقتصادي تعامل پیاوړې ارادې او نورو ورته فرصتونو څخه لازمه ګټه واخلي او هڅه ونه کړي چې رامنځته شوي فرصتونه په ګواښونو بدل شي.

د هبت الله په حکم د افغانستان او سعودي عربستان ترمنځ ګډ اقتصادي کمیسیون بیا فعالېږي

۲۳ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۲ فبروری ۲۰۲۶، ۱۰:۲۴ GMT+۰

د طالبانو د مالیې وزارت وایي، چې د اقتصادي کمېسیون د پرېکړې او ددې ډلې د مشر ملا هبت الله د حکم پر اساس د افغانستان او سعودي عربستان ترمنځ د اقتصادي همکاریو ګډ کمېسیون د بیا فعالېدو په موخه عملي ګامونه پورته شوي دي.

له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د دغې پرېکړې له مخې، د مالیې وزارت په مشرۍ د وزارتونو او ادارو باصلاحیته استازي او همداراز د خصوصي سکتور استازي د «افغان – سعودي» ګډ اقتصادي کمېسیون د غړو په توګه ټاکل شوي دي.

خبرپاڼه زیاتوي چې په همدې تړاو، د روانې اونۍ په ترڅ کې د افغانستان له لوري غړو د مالیې وزارت په مقر کې لومړنۍ ناسته وکړه. دغه ناسته د ګډ کمېسیون له لارې د راتلونکو فعالیتونو او دوه‌اړخیزو تعاملاتو د څرنګوالي په اړه د داخلي سلا مشورو په موخه جوړه شوې وه.

ویل کېږي چې په یاده ناسته کې د طالبانود کار او ټولنیزو چارو وزیر ملا عبدالمنان عمري، د مالیې وزارت د پالیسۍ مرستیال سلطان محمد زبیر، د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي قدرت الله جمال، د طالبانو د اړوندو نور وزارتونو او د خصوصي سکتور استازو ګډون کړی و.

د طالبانو د مالیې وزارت په وینا، د غونډې ګډونوالو د افغانستان او سعودي عربستان ترمنځ د اقتصادي همکاریو مخینه وڅېړله او د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه‌اړخیزو اړیکو د پراختیا او پیاوړتیا پر اهمیت یې ټینګار وکړ.

وزارت زیاته کړې چې په پای کې پرېکړه وشوه چې د اړوندو ادارو او خصوصي سکتور په همغږۍ به د طالبانواو د سعودي عربستان شاهي دولت ترمنځ د ګډ اقتصادي کمېسیون د رسمي ناستې د ترسره کېدو لپاره لازم چمتووالی ونیول شي.

افغان سندرغاړو د پېښور محکمې ته د پاکستان څخه د نه ایستلو ۱۵۰ عريضې کړي

۲۳ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۲ فبروری ۲۰۲۶، ۰۹:۴۹ GMT+۰

یو شمېر افغان سندغاړو د پېښور محکمې ته ۱۵۰ عریضي کړي، چې دوی دي له پاکستان څه نه ایستل کیږي. عریضه کوونکو ویلي چې په افغانستان کې پر موسیقی بندیز او د شهرت له کبله د دوی ژوند له خطر سره مخ دی.

یو شمېر افغان ښځينه او نارینه سندرغاړو د پېښور محکمې ته په خپلو عرېضو کې لیکلي، چې افغانستان ته په تګ به یې ژوند د مرګ له ګواښ سره مخ شي.

په پېښور کې یو شمېر سرچینو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي چې شاوخوا ۱۵۰ افغان هنرمندانو محکمې ته عریضي کړې او په پاکستان کې یې د پاتې کېدو غوښتنه کړې.

په یو شمېر عریضو کې لیکل شوي: «که دغه هنرمندان په جبري ډول افغانستان ته واستول شي نو ژوند به یې له جدي ګواښ سره مخ شي نو ځکه دې د بشري خواخوږۍ او بنسټیزو حقونو له مخې خوندیتوب ورکړل شي.»

محکمې او قاضیانو یاده موضوع جدي ګڼلې او زیاته کړې، چې پر همدې عرض پاڼو او غوښتنو به غور کوي. د قاضیانو په خبره، چې د فبروري په ۱۸مه به محکمې په دې اړه وروستۍ پرېکړه اعلانوي.

واک ته د طالبانو له رسېدو را وروسته په افغانستان کې پر سندرو، ساز او موسیقۍ بندیز ولګېد او دغه ډلې د موسیقی اورېدونکو او وینونکو ته سزاوي هم ورکړي. د طالبانو تر واک لاندې افغانستان څخه ډېری سندرغاړي او د نورو هنرونو پنځوونکي له دغه هېواده وتلي دي.

یونیسف او فرانسه ختیځ افغانستان کې زلزله‌ځپلو ته دوه میلیونه یورو ځانګړي کړي

۲۳ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۲ فبروری ۲۰۲۶، ۰۸:۴۲ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (ایف ای او) اعلان کړی چې د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) او د فرانسې حکومت په ګډه په ختیځ افغانستان کې له وروستیو زلزلو ځپلو کورنیو سره د خوړو خوندیتوب او د ښځو او ماشومانو د خوارځواکۍ د کمولو لپاره دوه میلیونه یورو ځانګړې کړې دي.

دغه سازمان نن پنجشنبه د سلواغې په ۲۳مه، په خپور کړي راپور کې ویلي چې یاده مرسته به د زلزله‌ځپلو ټولنو سره مرسته وکړي څو د خوړو خوندیتوب بېرته ورغوي، د خلکو تغذیه ښه کړي او د عاید سرچینې خوندي وساتي.

د راپور له مخې، دا پروژه د فرانسې له لوري د خوړو خوندیتوب او تغذیې موسسیې (FIFSAN) تر چتر لاندې تمویلېږي.

د یادې پروژې موخه د کورنیو د خوړو د تولید پیاوړتیا، مغذي خوړو ته د لاسرسي ښه کول، اساسي خدمتونو ته په ځانګړي ډول د ښځو او ماشومانو ترمنځ د لاسرسي پراخول او د خوارځواکۍ کمول دي.

ټاکل شوې چې دا پروګرام په کنړ ولایت کې د څوکۍ او نورګل ولسوالیو او په ننګرهار ولایت کې د دره‌نور ولسوالۍ کې پلی شي.

د ایف ای او په وینا، له دې پروژې څخه به ۵۱ زره او ۸۷۰ کسان په مستقیم ډول ګټه واخلي، او نږدې ۱۹۰ زره نور کسان به هم په غیرمستقیم ډول ترې برخمن شي.

همدا ډول، د فرانسې د اروپا او بهرنیو چارو وزارت د نړیوالو همکاریو مشرې ویلي چې د خوارځواکۍ له منځه وړل د فرانسې له لومړیتوبونو څخه دي. هغې زیاته کړې چې دا پروژه ښيي، نړیواله ټولنه کولای شي د افغانانو، په ځانګړي ډول د زیانمنو ښځو او ماشومانو لپاره عملي حللارې وړاندې کړي.

په همدې حال کې د یونیسف استازي ډاکټر تاج‌الدین اویوال خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې ډېر ماشومان د خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ دي، چې نږدې ۸۰ سلنه یې تر دوو کلونو کم عمره ماشومان دي. هغه ټینګار کړی چې د زلزلو او پرله‌پسې بحرانونو وروسته د مغذي خوړو او درملنې اړتیا لا پسې زیاته شوې ده.