• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان: ایران غواړي د افغانستان د کان‌کېندنې او کاني سرچینو په پروسس کې پانګونه وکړي

۲۳ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۲ فبروری ۲۰۲۶، ۰۴:۳۹ GMT+۰

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت خبر ورکړی، چې د دغه وزارت مرستیال عبدالرحمان قانت په کابل کې د ایران د نفتو وزارت له مرستیال سیدعلي موسوي، د ایران له سفیر علي‌رضا بېکدلي او مل پلاوي سره یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا په اړه خبرې کړې دي.

د یاد وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې د سیدعلي موسوي په حواله راغلي، ایراني پانګه‌وال او د دغه هېواد خصوصي استخراجي شرکتونه لېوالتیا لري چې په افغانستان کې د کانونو د استخراج او د کاني سرچینو د پروسس په برخه کې پانګونه وکړي.

هغه زیاته کړې، ایران په دې برخو کې شاوخوا سل کلنه تجربه لري او چمتو دی چې د کانونو او پټرولیم وزارت انجینران د نفت، ګاز، تصفیې او جامدو کانونو په بېلابېلو برخو کې وروزي.

بل خوا عبدالرحمان قانت هم له ایراني لوري سره ژمنه کړې، چې د کان‌کېندنې د قوانینو او کړنلارو له مخې به داسې اسانتیاوې برابرې شي چې ایراني پانګه‌وال وکولای شي په یادو برخو کې پانګونه وکړي.

له هغه وخت راهیسې چې طالبان بیا واک ته رسېدلي، ایران له دوی سره ښې اقتصادي او سوداګریزې اړیکې ساتلې دي. که څه هم ایران تر اوسه طالبان په رسمیت نه‌دي پېژندلي؛ خو تر دې وړاندې په کابل کې د ایران سفیر علي‌رضا بېکدلي ویلي و، چې ایران به ډېر ژر طالبان په رسمیت وپېژني.

ترویج لرونکی

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ
۱

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۲

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۳
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

۴

د پاکستان پولیس: له پېښور څخه شکارپور ته تښتول شوې نجلۍ مو وژغورله

۵

د هوا پوهنې اداره: سبا په ۱۳ ولایتونو کې د بارانونو او سېلابونو راوتو اټکل شوی

•
•
•

نور کیسې

د متحده عربي اماراتو «اتحاد هوايي شرکت» د مارچ له ۲۸مې کابل ته الوتنې پيلوي

۲۳ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۲ فبروری ۲۰۲۶، ۰۳:۱۶ GMT+۰

په متحده عربي اماراتو کې د طالبانو سفارت وايي، د ابوظبي ملي هوايي شرکت «اتحاد» به د مارچ په ۲۸مې نېټې کابل ته خپلې الوتنې پيل کړي. د یاد سفارت په وینا؛ دغه چاره به د افغانستان او اماراتو ترمنځ اقتصادي، سوداګریزې او ترانزیټي اړیکې لا پیاوړې کړي.

د یاد سفارت د خبرپاڼې له مخې؛ په اماراتو کې د طالبانو سفیر مولوي بدرالدین حقاني د اتحاد هوايي شرکت د سوداګریزو او پراختیايي چارو له پلاوي سره چې مشري یې راحیل صدیق کوله، ناسته کړې ده.

خبرپاڼه زیاتوي، چې د اتحاد شرکت چارواکو په دغه لیدنه کې کابل ته د نوو الوتنو د مهالوېش، ترانسپورټي اسانتیاوو او د کابل او ابوظبي ترمنځ د هوايي تګ‌راتګ په اړه معلومات وړاندې کړل. په خبرپاڼه کې د یاد شرکت د استازي په حواله راغلي، اتحاد دا مهال ۹۹ ښارونو ته الوتنې لري او تمه ده چې د کابل–ابوظبي الوتنې به د دواړه هېوادونو د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو په پیاوړتیا کې مهم رول ولوبوي او له نړۍ سره د تګ‌راتګ زمینه هم پراخه کړي.

د خبرپاڼې په حواله؛ بدرالدین حقاني کابل ته د اتحاد د الوتنو له پیل هرکلی کړی او ټینګار یې کړی، چې مساپرو ته دې هر اړخیزې اسانتیاوې برابرې شي. هغه په ځانګړي ډول د ټکېټونو د بیو او د سفر اړوندو لګښتونو د کمښت غوښتنه کړې ده.

په ناروې کې افغان کومانډو چا وواژه؟

۲۳ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۲ فبروری ۲۰۲۶، ۰۳:۰۶ GMT+۰

د ناروې په برګن ښار کې د یوه پخواني سرتېري له وژل کېدو څلور ورځې وروسته پولیسو او رسنیو د پېښې په اړه نوي جزییات خپاره کړل. پولیسو ویلي، چې د معلوماتو د غوښتنې له اعلان وروسته یې د دغه وژنې په اړه د خلکو شاوخوا ۵۰ راپورونه ترلاسه کړي دي.

تر دې وړاندې افغانستان انټرنشنل راپور ورکړی و، چې وژل شوی کس د افغانستان د پخوانۍ ۲۲۲ قطعې غړی و. هغه په ۲۰۲۱کال کې له خپلې مېرمنې سره ناروې ته ولاړ او د برګین ښار د ارنای په سیمه کې اوسېده.

پولیس چارواکو ویلي، د دوی په باور دا یوه هدفي وژنه وه او ښايي د یادې پېښې عامل له‌خوا نورو کسانو ته ګواښ نه‌وي. د پولیسو څارنوال اېنګر لېس هویلنډ د سې‌شنبې په ورځ په یوې خبري ناسته کې وویل: «هغه طریقه چې وژنه ترسره شوې، ښيي چې موخه هماغه وژل شوی کس و».

په دغه برید کې د دغه پخواني پوځي مېرمن هم ټپي شوې ده. پولیس چارواکو زیاته کړې، چې ښایي د دغه پخواني پوځي په ترور کې نور کسان هم لاس ولري. بلخوا د وژل شوي کس یو نږدې خپلوان افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې دغه پخواني پوځي له هېچا سره شخصي دښمني نه‌لرله.

د عیني شاهدانو روایت

د ناروې رسنیو له ځینو هغو شاهدانو سره خبرې کړې دي، چې د یکشنبې په شپه شاوخوا ۸:۳۰ بجې د پېښې په سیمه کې حاضر وو. د وژل شوي کس ګاونډی کرېس اندره ایساګر د ناروې دولتي شبکې (اېن ار کې) ته وویل، د یوه غږ په اورېدو له کوره بهر شو او یو سړی یې ولید چې د ځمکې پر سر پروت دی او بل هغه یې ترڅنګ ولاړ دی.

هغه وویل، چې وروسته یې له بېړنیو خدماتو سره اړیکه ونیوله. ایساګر همدارنګه وویل، وروسته یې یو بل سړی ولید چې د پېښې له ځایه په تېښته و او د هغه په باور همدغه کس د قتل عامل و.

په ناروې کې مېشت افغانان وېرېدلي دي

د ناروې دولتي شبکې (اېن ار کې) راپور ورکړی، چې په دغه هېواد کې ګڼ مېشت افغانان له دې پېښې وروسته په وېره کې دي. د وژل شوي کس ملګرې زکیه محمدي ویلي، دغه پخوانی افغان پوځي «یو مهربان او زړه‌سواند انسان و، چې د ښه او خوندي ژوند په هیله ناروې ته راغلی و».

هغه په ناروې کې ډېر ژر د دغه هېواد ژبه زده کړه او د مېخانیک په توګه یې زده‌کړې وکړې. په راپور کې راغلي، چې د قرباني پوځي مخینه په ناروې کې د افغان کډوالو د اندېښنې لامل شوې ده.

خو د پولیسو څارنوال وویل: «داسې شواهد شته، چې ښيي د دغه اقدام موخه یوازې هماغه وژل شوی کس و. زما په اند دا ښيي، چې نور خلک باید ونه وېرېږي. که دغه برید هدفي وي، بریدکوونکی نه‌شي کولی خلک په تصادفي ډول هدف وګرځوي».

یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې وژل شوي کس په کابل کې د ترهګرۍ پر وړاندې په ډېرو عملیاتو کې برخه لرله. سرچینې زیاته کړه، چې دغه پخواني پوځي په ځانګړي ډول د ۱۳۹۶ کال د کابل د انټرکانټیننټال هوټل د برید پر مهال «ځانګړې وړتیا او مېړانه ښودلې وه».

طالبان په ناروې کې

د روان کال د وري په میاشت کې د ناروې حکومت په دغه اروپايي هېواد کې د افغانستان سفارت طالبانو ته وسپاره؛ هغه اقدام چې د افغان فعالانو او ګڼو خلکو له سخت غبرګون سره مخ شو.

د ناروې د بهرنیو چارو وزارت وویل، چې د طالبانو له‌خوا ټاکل شوی ډیپلومات نجیب‌الله شېرخان یې په ناروې کې د افغانستان سفارت د لومړي سکرتر په توګه منلی او ورته یې د یو کال د استوګنې کارت ورکړی دی.

له دغه اقدام وروسته په ناروې کې افغان کډوالو د خپل امنیت او محرمو معلوماتو د خونديتوب په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه. په ناروې کې یوې سرچینې د دغه پخواني پوځي وژنه د هغه له پوځي مخینې سره تړلې بللې او د طالبانو د لاس لرلو احتمال یې یاد کړی دی.

د پخوانیو نظامیانو ترور له ایرانه تر اروپا پورې ورسېد

په۱۴۰۰کال کې واک د طالبانو له رسېدو وروسته یادې د پخواني حکومت د نظامیانو پر ضد د غچ‌اخیستنې اقداماتو ته دوام ورکړی، چې په‌کې د دغه کسانو نیول، شکنجه کول او وژنه شامله ده.

تر دې وړاندې د پخواني حکومت درې نظامیان په ایران کې هم ترور شوي دي. په وروستۍ پېښه کې د پخواني حکومت پر مهال د تخار د پولیسو قوماندان کرام‌الدین سریع او یو پخوانی نظامي محمدامین الماس د مرغومي میاشتې په لومړیو کې د تهران د ولیعصر ښارګوټي په سیمه کې ترور شول.

د طالبانو مخالفانو او د پخواني حکومت ځینو نظامیانو یاده ډله په ایران کې د پخوانیو نظامیانو په ترور تورنه کړې ده. تر دې مخکې اسماعیل خان ته نږدې سیاسي ـ نظامي څېره او د طالبانو له مخالفو مشرانو څخه معروف غلامي د وږي میاشتي په ۲۲مه د ایران د مشهد ښار د مفتح سړک په خپل کاري دفتر کې په ډزو ووژل شو.

ایران چې د طالبانو نږدې متحد بلل کېږي، له څو میاشتو تېرېدو سره سره تر اوسه پورې په ایران کې د افغانستان د پخوانیو نظامیانو د ترور په اړه د خپلو څېړنو پایلې نه‌دي خپرې کړې.

د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت کې د جهادي اثارو او اسنادو د ثبت اوسني رییس سعید خوستي چې مخکې د یادې ډلې د کورنیو چارو وزیر سراج‌الدین حقاني ویاند و، د ۱۴۰۲کال د غويي په میاشت کې د طالبانو بهر مېشت مخالفان په مرګ ګواښلي وو.

هغه پر اېکس پاڼه لیکلي و، «تښتېدلي» او هغه کسان چې د طالبانو پر ضد تبلیغ کوي «ووژنئ.» نوموړي خبرداری ورکړی و، چې طالبان د خپلو بهر مېشتو مخالفانو د هدف ګرځولو لپاره سلګونه رضاکاران لري.

خوستي دا هم ویلي و، چې په اروپا او امریکا کې د طالبانو کسان «یوازې د انسجام او رهبرۍ په لټه کې دي». همدارنګه، د طالبانو د کورنیو چارو وزارت مرستیال محمدنبي عمري د تېر کال د سلواغې په میاشت کې ویلي و، که اړتیا وي طالبان کولی شي د ۵۰۰ پاکستاني روپیو په بدل کې خپل مخالفان له هېواده بهر هم هدف وګرځوي.

خو تر اوسه روښانه نه‌ده، چې په ناروې کې د دغه پخواني نظامي ترور د طالبانو کار دی که نه.

له پاکستان څخه ۴۷ افغان کډوال جرمني ته ولېږدول شول

۲۳ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۲ فبروری ۲۰۲۶، ۰۰:۲۳ GMT+۰

جرمني د چهارشنبې په ورځ ۴۷ تنه افغانان له اسلام‌اباد څخه برلين ته ولېږدول. د جرمني د کورنيو چارو وزارت ويلي، دغه افغانان د «فدرالي منلو پروګرام» په چوکاټ کې د قانوني پړاوونو له بشپړېدو او د ويزو له ترلاسه کولو وروسته دې هېواد ته لېږدول شوي دي.

په وروستيو مياشتو کې يو شمېر نور شرايط پوره کوونکي کسان هم د ځانګړو يا عادي الوتنو له لارې جرمني ته رسېدلي دي. د دغو لېږدونو يوه برخه د جرمني د محکمو د پرېکړو پر بنسټ ترسره شوې ده.

اوسمهال په اسلام‌اباد کې ګڼ شمېر افغان کورنۍ چې له جرمني څخه د منلو ژمنه ورسره شوې، د نامعلوم برخليک سره مخ دي. دوی له مياشتو او ان کلونو راهيسې د خپلو دوسيو د وروستۍ پرېکړې په تمه دي.

د جرمني حکومت ژمنه کړې وه، چې ټول شرايط پوره کوونکي افغانان به ژر تر ژره له پاکستان څخه ولېږدوي، خو سره له دې هم په دغه بهير کې ځنډ دوام لري. دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان حکومت يو شمېر دغه افغانان بېرته خپل هېواد ته ستانه کړي دي.

د امریکا د استازو جرګې په قطر کې د افغانانو د کمپ تړل «له افغان متحدینو سره خیانت» بللی دی

۲۲ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۱ فبروری ۲۰۲۶، ۲۳:۴۶ GMT+۰

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې په قطر کې بند پاتو افغانانو ته یې د پیسو ورکړه پیل کړې او غواړي د «السیلیه» کمپ وتړي؛ خو د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې په قطر کې د افغانانو د کمپ تړل او بېرته خپل هېواد ته د هغوی لېږل «له افغان متحدینو سره خیانت» بللی دی.

د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې مشرې سیډني کملګر-ډېو د چهارشنبې په ورځ د ډېموکراتانو پر هغه پلان سختې نیوکې وکړې، چې په قطر کې بند پاتې افغانانو ته د کمپ له تړل کېدو وړاندې د پیسو د ورکړې وړاندیز کوي، ترڅو هغوی په خپله خوښه بېرته خپل هېواد ته ستانه شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هغو افغانانو ته د پیسو ورکړه پیل کړې، چې بېرته خپل هېواد ته ستنېږي. دا وزارت هڅه کوي، په قطر کې هغه کمپ وتړي چې له څه باندې څلورو کلونو راهیسې په‌کې ګڼ افغانان امریکا ته د تګ په تمه بند پاتې دي.

خو د استازو جرګي د بهرنیو اړیکو کمېټې مشرې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دغه پلان «له افغان متحدینو سره خیانت» بللی دی.

په ورته وخت کې، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال پاول کپور ویلي چې شاوخوا ۱۵۰ کسانو لا دمخه وړاندیز شوي پیسې منلي دي، خو په دې نه پوهېږي چې یاد کسان به خپل هېواد ته له ستنېدو وروسته له څه ډول برخلیک سره مخ شي.

کپور زیاته کړې: «موږ افغانان په زور افغانستان ته نه ستنوو. ځینې په خپله خوښه تللي دي، خو موږ څوک نه مجبوروو. موږ د هغوی د بل ځای مېشتېدو په لټه کې یو او په دې اړه له درېیمو هېوادونو سره په خبرو بوخت یو. زموږ باور دا دی چې دا په اصل کې یوه ښه پایله ده. د تل لپاره د السیلیه کمپ کې د هغوی ساتل معقول کار نه دی».

د رویټرز د راپور له‌مخې، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال افغانانو ته د ورکړل شویو پیسو په اړه جزییات نه دي ورکړي.

په قطر کې د السیلیه په کمپ کې له ۱۱۰۰ څخه ډېر کسان امریکا ته د تګ په تمه پاتې دي؛ دا هغه کسان دي چې په تېرو شلو کلونو کې یې له امریکایي متحدینو سره په بېلابېلو برخو کې دندې ترسره کړې دي.

خو پر همدې مهال د «افغان اېوک» مشر شان وان ډایور رویټرز اژانس ته ویلي، چې له قطر څخه د افغانانو بېرته ستنېدل په خپله خوښه نه دي، بلکې هغوی ته ویل شوي چې باید د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وړاندیز ومني؛ دا په داسې حال کې ده چې درېیمګړو هېوادونو ته د هغوی د لېږد برخلیک لا هم ناڅرګند دی.

ریچارډ لینډسي: د افغانانو د سوکاله او خوندي راتلونکي لپاره د بیان ازادي اړینه ده

۲۲ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۱ فبروری ۲۰۲۶، ۲۳:۱۰ GMT+۰

د افغانستان لپاره د برېتانیا ځانګړي استازي ریچارډ لینډسي د افغانستان د یو شمېر خپلواکو رسنیو له استازو سره انلاین ناسته کړې او د افغانانو د غږ په رسولو کې یې د رسنیو رول حیاتي بللی دی.

د افغانستان لپاره د برېتانیا ځانګړي استازي ریچارډ لینډسي د چهارشنبې په ورځ پر خپلې اېکس‌پاڼې لیکلي، چې د افغانستان د خپلواکو رسنیو له استازو سره یې په انلاین کتنه کې په افغانستان او بهر کې د رسنیو د رول په تړاو خبرې کړې دي.

نوموړي ویلي، چې د افغانستان د سوکاله او خوندي راتلونکي لپاره د بیان ازادي مهمه ده.

نوموړي پر داسې مهال د افغانستان د یو شمېر خپلواکو رسنیو له استازو سره په انلاین بڼه خبرې کړې، چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته په افغانستان کې د بیان پر ازادۍ تر بل هر وخت ډېر بندیزونه لګول شوي دي او د یادې ډلې له واکمنېدو سره ګڼې رسنۍ تړل شوې دي او ګڼ شمېر مسلکي خبریالان له هېواد څخه وتلي.