دغو هټیوالو افغانستان انټرنشنل پښتو ته د پنجشنبې په ورځ وویل چې له شاوخوا یوې میاشتې راهیسې په فراه ښار کې د طالبانو د امربالمعروف او نهی عنالمنکر ریاست د ویډیو ګیمونو شاوخوا ۴۰ تر ۵۰ هټۍ تړلې دي.
دغه هټیوال زیاتوي چې د امربالمعروف محتسبانو له مکتوب یا خبرتیا پرته د دوی هټۍ تړلې دي.
دوی وایي هر ځل چې د هټیو د تړل کېدو د وضاحت لپاره د امر بالمعروف ریاست ته مراجعه کوي، روښانه ځواب نه تر لاسه کوي. سرچینه وایي: «د امربالمعروف کارکوونکي وایي ویډیوګیم دشریعت خلاف کار دی، حرام دی».
دغه هټیوال زیاتوي چې د امر بالمعروف ځینې کارکوونکي د ټاکلي کاري وخت له اصولو پرته، په خپله خوښه اقدام کوي او کله ناکله د دوکانونو مخې ته او یا هم په عامه ځایونو لکه پارکونو کې له خلکو سره سخت چلند کوي.
د هټیوالو په وینا، له سخت اقتصادي حالت سره مخ دي، د هټیو کرایې او د برېښنا بېل ورکوي، خو یوه افغانۍ عاید هم نه لري.
دوی همدا راز زیاتوي چې هر هټیوال تر ۴ سوه زره افغانیو پورې پر دې هټیو پانګونه کړې ده.
دوی د طالبانو د امر بالمعروف له وزارت څخه غوښتي چې دې ستونزې ته جدي پاملرنه وکړي او د هټیوالو له ستونزو سره سم قانوني او منظم چلند وشي.
د طالبانو د امربالمعروف وزارت تر اوسه په دې اړه کومه څرګندونه، نه ده کړې.
د امربالمعروف د قانون له مخې د طالبانو محتسبان پراخ واکونه لري.
قانون د محتسبانو د واک ساحه د دولتي ادارو او چارواکو له څارنې څخه د خلکو په شخصي ژوند کې تر لاسوهنې پورې پراخه کړې ده.
د طالبانو د امربالمعروف وزارت اوس په یوه ځواکمنه اداره بدل شوی، چې په عملي توګه یې نورې ادارې شاته کړې دي.
محتسبان د نارینه وو له ږیرې او جامو څخه نیولې ښځو تر حجاب او جامو، د ډاکټرانو نسخو، د بازار نرخونو، د مالیې نظارت او نورو اقتصادي او ټولنیزو مسالو پورې هرڅه څار او کنټرولوي.