لېنډسي ګراهام: ټرمپ او نتنیاهو هغه مشران دي چې په سیمه کې رېښتینې سوله او ثبات غواړي

د امریکا جمهوريپال سناتور لېنډسي ګراهام د منځني ختیځ په اړه د ټرمپ او نتنیاهو ترمنځ لیدنه او د ایران ګواښ رغنده وبلل او ویې ویل، چې دواړه مشران د رېښتینې سولې په لټه کې دي. هغه ټرمپ د ریګن راهیسې تر ټولو اغېزمن قوماندان وباله او نتنیاهو یې د امریکا یو اغېزمن ملګری بللی دی.
ګراهام ټینګار کړی، ټرمپ او نتنیاهو ځواکمن مشران دي چې نه یوازي په سیمه کې د ظاهري سولې؛ بلکې د «رېښتینې سولې او ثبات» په لټه کې دي. هغه ټرمپ د رونالډ ریګن له وخت راهیسې تر ټولو اغېزمن قوماندان بللی او ویلي یې دي، ټرمپ په داسې لاره روان دی چې کولای شي نړۍ په مثبت ډول بدله کړي.
نوموړي د اسراییل د لومړي وزیر په اړه وویل، چې د نتنیاهو د ژوند تجربه او د سیمې ژوره پوهه هغه د امریکا ولسمشر لپاره یو اغېزمن مشاور او ګټور شریک ګرځوي. ګراهام هیله څرګنده کړې، چې دواړه مشران به د «تیارې ځواکونو» پر وړاندې له عقل او ارادې سره ودرېږي.
