• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پاکستان اپوزیسیون د عمران خان د روغتیايي اندېښنو په اړه سبا احتجاجي پرلت کوي

۲۳ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۲ فبروری ۲۰۲۶، ۲۰:۴۶ GMT+۰تازه شوی: ۲۴ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۳ فبروری ۲۰۲۶، ۰۰:۲۵ GMT+۰

د پاکستان د اساسي قانون تحریک او د حکومت اپوزیسیون ویلي، چې سبا د جمعې له لمانځه وروسته د پارلمان ودانۍ مخې ته احتجاجي پرلت کوي او د سمبالوونکو په وینا یې، یاد پرلت به تر هغو دوام وکړي، څو د عمران خان د بشپړې درملنې ډاډ ورکړل شي.

د پاکستان د ملي شورا د اپوزیسیون مشر محمود خان اڅکزي د پنجشنبې په ورځ (د سلواغې ۲۳مه) پر خپلې اېکس‌پاڼې لیکلي، چې د جمعې په ورځ د پاکستان د پارلمان مخې ته احتجاجي پرلت کوي.

نوموړي ویلي، چې سبا به د یاد پرلت پر مهال خپلې غوښتنې مطرح کړي او احتجاج به تر هغې دوام ومومي، چې غوښتنې یې ومنل شي.

له دې سره سم، د پاکستان په سنا کې د اپوزیسیون مشر علامه راجا ناصر هم پر خپلې اېکس‌پاڼې لیکلي، چې د عمران خان د درملنې د ډاډ ترلاسه کولو او د هغه د روغتیا په اړه د پاکستان خلکو ته د معلوماتو ورکولو په تړاو د حکومت پر ضد احتجاجي ناسته کې ګډون کوي.

نوموړي ویلي، چې دا احتجاج به یوازې سیاسي نه، بلکې د بشري حقونو او د اساسي قانون د ټينګښت لپاره هم غږ پورته کړي.

نوموړي زیاته کړې: «له یوه پخواني لومړي وزیر سره داسې چلند کېږي، چې د هرې پرمختللې ټولنې له اصولو سره په ټکر کې دي. ډزې کول، په سلګونو دروغجنې دوسیې جوړول، د بې‌ګناه کسانو بندي کول، له وکیلانو او خپلوانو سره پر لیدنو بندیز لګول، ایا همدا عدالت دی؟ ایا دې ته ولسواکي وايي؟».

نوموړي ویلي، چې د عمران خان د ژوند او روغتیا په اړه هېڅ ډول جوړجاړی ورته د منلو وړ نه‌دی او د جمعې ورځې احتجاج به په بشپړ ډول سوله‌ییز او قانوني وي.

دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان د تحریک انصاف ګوند مشر او پخوانی لومړی وزیر عمران خان د ناروغۍ په اړه له زندان څخه راپورونه ورکړل شوي او د نوموړي پلویان وايي، چې د حکومت له‌خوا د هغه درملنې ته په سمه توګه پاملرنه نه‌کېږي.

ترویج لرونکی

خیبر پښتونخوا: د ټي‌ټي‌پي پخوانیو ملګرو ترمنځ نښته کې لږ تر لږه ۲۲ کسان وژل شوي
۱

خیبر پښتونخوا: د ټي‌ټي‌پي پخوانیو ملګرو ترمنځ نښته کې لږ تر لږه ۲۲ کسان وژل شوي

۲

بلوچستان: ګوادر کې ۴۷ افغانان ایران ته د ناقانونه تګ پر مهال نیول شوي

۳

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۴
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

۵

د پاکستان پولیس: له پېښور څخه شکارپور ته تښتول شوې نجلۍ مو وژغورله

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو د برېښنا شرکت رییس: د برېښنا انرژۍ او نورو عامه خدمتونو برخې باید سیاسي نه شي

۲۳ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۲ فبروری ۲۰۲۶، ۱۶:۲۱ GMT+۰

د طالبانو تر ولکې لاندې د برېښنا شرکت وایي، د دغه شرکت اجرایوي رییس ملا عبدالحق همکار د افغانستان لپاره د بریتانیا له ځانګړي استازي ریچارډ لنډسي سره د برېښنا اړوند نېمګړو پروژو د چارو بیا پیل، د انرژۍ په برخه کې همکاریو او تر کار لاندې پراختیايي پروژو په اړه خبرې کړې دي.

له دغه شرکت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ملا همکار په دې انلاین غونډه کې د نړیوالو تمویل کوونکو له لوري د نیمګړو پراختیايي پروژو بشپړول او د ځنډېدلو چارو بیا پیل اړین بللي او ټینګار یې کړی چې د برېښنا انرژۍ او نورو عامه خدماتو برخې باید سیاسي نه شي.

هغه له مرستندویه هېوادونو غوښتي چې خپلې همکارۍ بېرته پیل او لا پراخې کړي.

نوموړي همداراز په هېواد کې د برېښنا د تولید، د تاسیساتو د جوړونې، روانو او پلان شویو پروژو د پرمختګونو، اړتیاوو او شته ستونزو په اړه معلومات وړاندې کړي دي.

بل خوا د افغانستان لپاره د بریتانیا ځانګړي استازي ریچارډ لنډسي د کاسا-۱۰۰۰پروژې په ګډون د برېښنا د تولید او بنسټیزو تاسیساتو د جوړونې په برخه کې د همکارۍ او ملاتړ ډاډ ورکړی دی.

خبرپاڼه زیاتوي، چې په دې ویډیو کنفرانس کې د برېښنا شرکت مشر ټینګار کړی چې افغانان د برېښنا انرژۍ ته جدي اړتیا لري او په اوسنیو شرایطو کې، چې پر افغانستان نړیوال بندیزونه لګېدلي، د نړیوالو همکاریو دوام خورا مهم دی.

د یادونې وړ ده، چې دا مهال په هېواد کې د برېښنا اړوند ګڼې لویې پراختیايي پروژې د نړیوالو ملاتړو د همکاریو د ځنډېدو له امله په ټپه ولاړې دي. د افغانستان برېښنا شرکت په وار وار د دغو پروژو د بیا پیل او بشپړولو غوښتنه کړې ده.

ملګري ملتونه: په افغانستان کې په نشه یي توکو د روږدو ښځو لپاره د درملنې مرکزونه ناکافي دی

۲۳ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۲ فبروری ۲۰۲۶، ۱۵:۴۰ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د نشه‌یي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې ادارې ( یو این او ډي سي) په خپل تازه راپور کې ویلي چې په افغانستان کې د نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې او درملنې سیستم د ښځو اړتیاوو ته په کافي ډول ځواب نه شي ویلی.

د دغې ادارې په راپور کې راغلي، سره له دې چې په افغانستان کې د نشه‌یي توکو د درملنې یو شمېر مرکزونه فعال دي، خو ډېری یې یوازې نارینه‌وو ته خدمات وړاندې کوي.

اټکل کېږي چې نږدې دوه پر درېیمه برخه دغه مرکزونه د ښځو لپاره اسانتیاوې نه لري، او یوازې له درېیمې برخې لږ څه زیات روغتیايي تاسیسات ښځو ته بېل دي یا مناسب خدمات برابروي.

ملګري ملتونه وایي، د درملنې ځانګړو مرکزونو کمښت، د ښځینه متخصصینو نشتوالی، اقتصادي ستونزې او ټولنیز خنډونه هغه عوامل دي چې ښځې له درملنې محروموي.

په راپور کې ټینګار شوی، که د ښځو لپاره ځانګړي او خوندي چاپېریالونه رامنځته نه شي، د روږدو ښځو وضعیت به لا پسې کړکېچن شي.

یادې ادارې ویلي چې په افغانستان کې د نشه‌یي توکو د کښت، تولید او قاچاق تر څنګ، د اعتیاد د پراخېدو ټولنیزې اغېزې هم د اندېښنې وړ دي او اړتیا ده چې د درملنې او بیا رغونې پروګرامونه په ځانګړي ډول د ښځو لپاره پراخ شي.

په ورته وخت کې د طالبانو د عامې روغتیا وزارت ټینګار کوي چې په ټول هېواد کې د معیاري روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو ته ژمن دی، خو د ملګرو ملتونو راپور ښيي چې د نشه‌یي توکو کاروونکو ښځو لپاره د ځانګړو او معیاري مرکزونو شمېر لا هم د اړتیا په پرتله کم دی.

د ډله ییز امنیت تړون: افغانستان کې د ترهګرو ډلو حضور د مرکزي اسیا لپاره «جدي ګواښ» دی

۲۳ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۲ فبروری ۲۰۲۶، ۱۴:۱۶ GMT+۰

د ډله ییز امنیت تړون سازمان(سي ایس ټي او) یو لوړپوړي پوځي چارواکي خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې د «افراطي او ترهګرو» ډلو فعالیتونه لا هم د مرکزي اسیا د ثبات او امنیت لپاره یو جدي ګواښ بلل کېږي او ګاونډیو سیمو ته د ناامنۍ د پراخېدو خطر زیاتوي.

د روسيې خبري اژانس «تاس» د راپور له مخې، د یاد سازمان د ګډو ځواکونو مشر اندري سردیوکوف د پنجشنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې ویلي چې په افغانستان کې د «ګڼو نړیوالو افراطي او ترهګریزو ډلو» حضور د مرکزي اسیا پر امنیتي وضعیت مستقیم منفي اغېز لري او کېدای شي ترهګري ګاونډیو هېوادونو ته هم ولېږدیږي.

سردیوکوف زیاته کړه چې د افراطي ایډیولوژیو خپرېدل او د مخدره توکو قاچاق لا هم په سیمه کې له مهمو امنیتي ننګونو څخه شمېرل کېږي.

نوموړي همداراز د جنوبي قفقاز امنیتي وضعیت ته په اشارې سره ویلي،چې په دې سیمه کې د پخوانیو ناحل‌ شویو کړکېچونو او نویو جیوپولیتیکي ننګونو د یوځای کېدو له امله شرایط د اندېښنې وړ دي. د هغه په وینا، په جنوبي قفقاز کې د لوېدیزو هېوادونو د نفوذ د پیاوړتیا هڅو وضعیت لا پېچلی کړی دی.

د ډله ییز امنیت تړون سازمان د ګډو ځواکونو مشر ټینګار وکړ چې په ټوله کې د دغه سازمان د مسوولیت په حوزه کې امنیتي وضعیت «متشنج او نه‌وړاندوینه کېدونکی» پاتې دی او د نړیوالو اړیکو د دوامداره ترینګلتیاوو په صورت کې د شخړو د پراخېدو احتمال هم شته.

تر دې وړاندې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف هم د ټولیز امنیت تړون له مشر سره په لیدنه کې ویلي وو چې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو له حضور څخه اندېښمن دی.

روسیې که څه هم طالبان په رسمیت پېژندلي، خو تل یې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو پر حضور نیوکه کړې ده. مسکو افغانستان مېشتې ترهګرې ډلې خپل امنیت او د همګټو هېوادونو لپاره مستقیم ګواښ ګڼي.

پاکستان: د ټي ټي پي جنګیالي د طالبانو تر واکمنۍ لاندې له «ترجیحي ملاتړه» برخمن دي

۲۳ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۲ فبروری ۲۰۲۶، ۱۳:۰۵ GMT+۰

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې د ملګرو ملتونو د بندیزونو د څار ډلې وروستی راپور په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو تحریک (ټي‌ټي‌پي) د حضور په اړه د اسلام‌اباد دریځ تایید کړی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرابي نن پنجشنبه، د سلواغې په ۲۳مه، په خپله اوونیزه خبري غونډه کې وویل چې دغه راپور ښيي چې تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) د طالبانو تر واکمنۍ لاندې له «ترجیحي ملاتړ» څخه برخمنه ډله ده. د هغه په وینا، دا ډله کولای شي د سیمې له پولو هاخوا ګواښونه رامنځته کړي.

اندرابي ټینګار وکړ چې اسلام‌اباد به دا موضوع په جدي توګه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له غړو سره تعقیب کړي او زیاته یې کړه چې دا ډول راپورونه هغه اندېښنې تاییدوي چې پاکستان له څو میاشتو راهیسې له نړیوالې ټولنې سره شریکې کړې دي.

بل خوا د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته په وړاندې شوي تازه شپږ میاشتني راپور کې راغلي، چې طالبان په افغانستان کې د القاعده، تحریک طالبان پاکستان (ټي‌ټي‌پي) او د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ په څېر ډلو له فعالیتونو ملاتړ کوي.

راپور زیاتوي چې القاعده لا هم د طالبانو له ملاتړه برخمنه ده او په افغانستان کې د روزنې او سلا مشورو په برخه کې، په ځانګړي ډول تحریک طالبان پاکستان ته د خدمت وړاندې کوونکي په توګه فعالیت کوي.

د یاد راپور له مخې، د القاعده د هند د نیمې وچې څانګه د افغانستان په سوېل ختیځ کې فعاله ده او د دې څانګې مشر اسامه محمود او د هغه مرستیال یحیی غوري په کابل کې حضور لري. همداراز ویل شوي چې د دې ډلې رسنیز ټیم په هرات کې فعالیت کوي.

پاکستان په وار وار ادعا کړې چې په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د وسله والو ډلو فعالیتونه د سیمې ثبات ګواښي، خو طالبان دا تورونه بې‌اساسه بولي او ردوي یې.

تېره ورځ د طالبانو د دفاع وزارت ویاندعنایت الله خوارزمي وویل، چې ځینې ګاونډي هېوادونه او چارواکي یې بې ځایه اندېښنې لري چې ګواکې د افغانستان خاوره د دوی پر ضد کارول کېږي.

نوموړی زیاته کړه چې دغه هېوادونه دې د اندېښنو او تورونو پر ځای خپل امنیت پخپله ټینګ کړي.

افغان سندرغاړو د پېښور محکمې ته د پاکستان څخه د نه ایستلو ۱۵۰ عريضې کړي

۲۳ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۲ فبروری ۲۰۲۶، ۰۹:۴۹ GMT+۰

یو شمېر افغان سندغاړو د پېښور محکمې ته ۱۵۰ عریضي کړي، چې دوی دي له پاکستان څه نه ایستل کیږي. عریضه کوونکو ویلي چې په افغانستان کې پر موسیقی بندیز او د شهرت له کبله د دوی ژوند له خطر سره مخ دی.

یو شمېر افغان ښځينه او نارینه سندرغاړو د پېښور محکمې ته په خپلو عرېضو کې لیکلي، چې افغانستان ته په تګ به یې ژوند د مرګ له ګواښ سره مخ شي.

په پېښور کې یو شمېر سرچینو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي چې شاوخوا ۱۵۰ افغان هنرمندانو محکمې ته عریضي کړې او په پاکستان کې یې د پاتې کېدو غوښتنه کړې.

په یو شمېر عریضو کې لیکل شوي: «که دغه هنرمندان په جبري ډول افغانستان ته واستول شي نو ژوند به یې له جدي ګواښ سره مخ شي نو ځکه دې د بشري خواخوږۍ او بنسټیزو حقونو له مخې خوندیتوب ورکړل شي.»

محکمې او قاضیانو یاده موضوع جدي ګڼلې او زیاته کړې، چې پر همدې عرض پاڼو او غوښتنو به غور کوي. د قاضیانو په خبره، چې د فبروري په ۱۸مه به محکمې په دې اړه وروستۍ پرېکړه اعلانوي.

واک ته د طالبانو له رسېدو را وروسته په افغانستان کې پر سندرو، ساز او موسیقۍ بندیز ولګېد او دغه ډلې د موسیقی اورېدونکو او وینونکو ته سزاوي هم ورکړي. د طالبانو تر واک لاندې افغانستان څخه ډېری سندرغاړي او د نورو هنرونو پنځوونکي له دغه هېواده وتلي دي.