طالبانو په کابل او هرات کې ۱۳ کسان د نشهیي توکو د پلور او قاچاق په تور نیولي

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ (د سلواغې ۲۳مه) ویلي، چې په کابل او هرات کې یې ۱۳ کسان د نشهيي توکو د پلور او قاچاق په تور نیولي دي. یاد وزارت زیاته کړې، چې له نیول شویو کسانو ۱۱ کیلوګرامه چرس او ۲۵۳ نشهيي ګولۍ هم ترلاسه شوې دي.
