د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني د پنجشنبې په ورځ، د سلواغې پر ۲۳مه د خوست په مستربل کې د خپل پخواني ډلګیمشر د جنازې په مراسمو کې د هغه ستاینه وکړه او ویې ویل، چې کله د القاعدې څلور غړي له بګرام زندان نه وتښتېدل، له دوی سره یې اړیکه نیولې وه.
حقاني وویل چې دغه څلور کسان وروسته د عبدالستار سدو په مرسته [میرانشاه] ته ولېږدول شول.
د ۲۰۰۵ کال په جولای کې د القاعدې شبکې څلور جګپوړي غړي ابو یحیی اللېبي، عمر فاروق، محمد جعفر جمال القحطاني او عبدالله هاشمي الشامي له بګرام زندان څخه وتښتېدل.
یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې له دغو کسانو سره د حقاني شبکې یو بل غړی مولوي قادر هم تښتېدلی و او لومړی د خوست متون سیمې ته لاړل او بیا د سدو کوچي په مرسته د شمالي وزیرستان مرکز میرانشاه ته لاړل.
د القاعدې شبکې دغه څلور غړي وروسته د جنوبي وزیرستان په مکین او کانیګرم سیمو کې اوسېدل.
ابو یحیی اللېبي، چې د ۲۰۱۲ کال په جولای کې په شمالي وزیرستان کې د امریکا بې پیلوټه الوتکې وواژه، د القاعدې «عمومي مدیر» بلل کېده.
د سپینې ماڼۍ د هغه وخت د رپوټونو له مخې، لیبي له ایمن الظواهري وروسته د القاعدې دویم مشر و.
لیبي، چې د حسن قاید په نوم هم پېژندل کېده، له بن لادن سره له یوځای کېدو وړاندې د ليبيا د اسلامي جګړه مارې ډلې غړی و.
هغه له بګرام زندان نه تر تېښتې وروسته د القاعدې دمخکښ مذهبي عالم په توګه را څرګند شو. لېبي په خپلو ویډیوګانو کې ځان د مذهبي عالم په توګه وړاندې کاوه او د یادې ډلي غړو ته یې د مهمو نړیوالو مسایلو په اړه خبرې کولې.