طالبانو له قزاقستان څخه د وچکالۍ ځپلو لپاره د مرستو غوښتنه وکړه

د طالبانو له پېښو سره د مبارزې چمتووالي ادارې رييس نورالدین ترابي په کابل کې د قزاقستان له سفیر ګازیز اکباسوف سره کتلي او له یاد هېواد څخه یې د زلزله ځپلو لپاره د مرستو غوښتنه کړې ده.

د طالبانو له پېښو سره د مبارزې چمتووالي ادارې رييس نورالدین ترابي په کابل کې د قزاقستان له سفیر ګازیز اکباسوف سره کتلي او له یاد هېواد څخه یې د زلزله ځپلو لپاره د مرستو غوښتنه کړې ده.
د طالبانو له پېښو سره د مبارزې چمتووالي ادارې د پنجشنبې په ورځ (د سلواغې ۲۳مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د یادې ادارې رييس نورالدین ترابي او په کابل کې د قزاقستان سفیر ګازیز اکباسوف سره د لېدنې پرمهال ویلي، چې د افغانستان په ډېرو سیمو کې وچکالي ده او خلک د وقایوي پروژو ترڅنګ خوراکي او غیر خوراکي مرستو ته اړتیا لري.
نوموړي ویلي، چې قزاقستان دې د خلکو د بنسټیزو اړتیاوو د پوره کولو پر بنسټ مرستې وکړي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې د قزاقستان سفیر ګازیز اکباسوف په دې کتنه کې ویلي، چې له افغانانو سره د اړیکو پیاوړتیا لپاره به خپلې مرستې دوامداره وساتي.


د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني د پنجشنبې په ورځ د خوست په مستربل کې د خپل یوه ډلګیمشر عبدالستار «سدو» د جنازې په مراسمو کې وویل چې په ۲۰۰۵ کال کې له بګرام زندان نه د یادې شبکې څلور جګپوړي تښتېدلي غړي د دوی او سدو په مرسته میرانشاه ته ولېږدول شول.
د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني د پنجشنبې په ورځ، د سلواغې پر ۲۳مه د خوست په مستربل کې د خپل پخواني ډلګیمشر د جنازې په مراسمو کې د هغه ستاینه وکړه او ویې ویل، چې کله د القاعدې څلور غړي له بګرام زندان نه وتښتېدل، له دوی سره یې اړیکه نیولې وه.
حقاني وویل چې دغه څلور کسان وروسته د عبدالستار سدو په مرسته [میرانشاه] ته ولېږدول شول.
د ۲۰۰۵ کال په جولای کې د القاعدې شبکې څلور جګپوړي غړي ابو یحیی اللېبي، عمر فاروق، محمد جعفر جمال القحطاني او عبدالله هاشمي الشامي له بګرام زندان څخه وتښتېدل.
یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې له دغو کسانو سره د حقاني شبکې یو بل غړی مولوي قادر هم تښتېدلی و او لومړی د خوست متون سیمې ته لاړل او بیا د سدو کوچي په مرسته د شمالي وزیرستان مرکز میرانشاه ته لاړل.
د القاعدې شبکې دغه څلور غړي وروسته د جنوبي وزیرستان په مکین او کانیګرم سیمو کې اوسېدل.
ابو یحیی اللېبي، چې د ۲۰۱۲ کال په جولای کې په شمالي وزیرستان کې د امریکا بې پیلوټه الوتکې وواژه، د القاعدې «عمومي مدیر» بلل کېده.
د سپینې ماڼۍ د هغه وخت د رپوټونو له مخې، لیبي له ایمن الظواهري وروسته د القاعدې دویم مشر و.
لیبي، چې د حسن قاید په نوم هم پېژندل کېده، له بن لادن سره له یوځای کېدو وړاندې د ليبيا د اسلامي جګړه مارې ډلې غړی و.
هغه له بګرام زندان نه تر تېښتې وروسته د القاعدې دمخکښ مذهبي عالم په توګه را څرګند شو. لېبي په خپلو ویډیوګانو کې ځان د مذهبي عالم په توګه وړاندې کاوه او د یادې ډلي غړو ته یې د مهمو نړیوالو مسایلو په اړه خبرې کولې.

د طالبانو تر ولکې لاندې د برېښنا شرکت وایي، د دغه شرکت اجرایوي رییس ملا عبدالحق همکار د افغانستان لپاره د بریتانیا له ځانګړي استازي ریچارډ لنډسي سره د برېښنا اړوند نېمګړو پروژو د چارو بیا پیل، د انرژۍ په برخه کې همکاریو او تر کار لاندې پراختیايي پروژو په اړه خبرې کړې دي.
له دغه شرکت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ملا همکار په دې انلاین غونډه کې د نړیوالو تمویل کوونکو له لوري د نیمګړو پراختیايي پروژو بشپړول او د ځنډېدلو چارو بیا پیل اړین بللي او ټینګار یې کړی چې د برېښنا انرژۍ او نورو عامه خدماتو برخې باید سیاسي نه شي.
هغه له مرستندویه هېوادونو غوښتي چې خپلې همکارۍ بېرته پیل او لا پراخې کړي.
نوموړي همداراز په هېواد کې د برېښنا د تولید، د تاسیساتو د جوړونې، روانو او پلان شویو پروژو د پرمختګونو، اړتیاوو او شته ستونزو په اړه معلومات وړاندې کړي دي.
بل خوا د افغانستان لپاره د بریتانیا ځانګړي استازي ریچارډ لنډسي د کاسا-۱۰۰۰پروژې په ګډون د برېښنا د تولید او بنسټیزو تاسیساتو د جوړونې په برخه کې د همکارۍ او ملاتړ ډاډ ورکړی دی.
خبرپاڼه زیاتوي، چې په دې ویډیو کنفرانس کې د برېښنا شرکت مشر ټینګار کړی چې افغانان د برېښنا انرژۍ ته جدي اړتیا لري او په اوسنیو شرایطو کې، چې پر افغانستان نړیوال بندیزونه لګېدلي، د نړیوالو همکاریو دوام خورا مهم دی.
د یادونې وړ ده، چې دا مهال په هېواد کې د برېښنا اړوند ګڼې لویې پراختیايي پروژې د نړیوالو ملاتړو د همکاریو د ځنډېدو له امله په ټپه ولاړې دي. د افغانستان برېښنا شرکت په وار وار د دغو پروژو د بیا پیل او بشپړولو غوښتنه کړې ده.

د طالبانو مشر ملا هبت الله د یوه حکم لارې د غصب شویو ځمکو د استرداد کمیسیون په وزارت بدل کړی او د کمیسیون د کفالت چارې دمګړۍ د عبدالحکیم شرعي پرځای د طالبانو د قضایاوو عمومي رییس مولوي احسان الله وثیق ته سپارل شوې دي.
افغانستان انټرنشنل ته د طالبانو د عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي په لاسلیک یو مکتوب رسېدلی، چې نوموړي پکې د طالبانو اړوندو ادارو ته خبر ورکړی، چې د طالبانو د مشر هبت الله د ۵۳۷۷/۷۱۷ حکم له مخې د دې ډلې د غصب شویو ځمکو د استرداد کمیسیون په وزارت بدل شوی او نوی تشکیل یې منظور شوی دی.
د حکیم شرعي په ۶۷۶۵ ګڼه مکتوب کې ویل شوي، چې د طالبانو مشر د غصب شویو ځمکو د استرداد وزارت لپاره نوی وزیر ټاکي، خو تر هغه به ددغه کمیسیون کفالت د دې ډلې د قضاياوو عمومي رییس مولوی احسان الله وثيق پرغاړه وي.
وثیق دمګړۍ د ځمکو له غصب څخه د مخنيوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمیسیون د سکرتریت چاری هم پرمخ وړي.
شرعي په خپل مکتوب کې ویلي، چې نوموړی به د خپلې اصلي دندې ترڅنګ د کمیسیون د کفیل په توګه کار کوي او د طالبانو د مشر د فرمانونو او د کمیسیون د کړنلار له مخې به دنده پرمخ وړي.
د طالبانو د عدلیې وزیر په دغه مکتوب کې د کمیسیون د نوي کفیل او سکرتر د لاسلیک بېلګه هم د طالبانو اړوندو ادارو ته ور معرفي کړې ده.
دغه مکتوب د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت، د کور او ښار جوړونې وزارت، د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت، د طالبانو سترې محکمې، د مرکزي زون غصب شويو ځمکو ته د رسیده ګۍ اختصاصي محکمې او نورو اړوندو ادارو ته استول شوی دی.
د طالبانو ویندویانو تراوسه ددغه مکتوب او د نوي وزارت د جوړېدو په اړه څه نه دي ویلي.

د ملګرو ملتونو د نشهیي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې ادارې ( یو این او ډي سي) په خپل تازه راپور کې ویلي چې په افغانستان کې د نشهیي توکو پر وړاندې د مبارزې او درملنې سیستم د ښځو اړتیاوو ته په کافي ډول ځواب نه شي ویلی.
د دغې ادارې په راپور کې راغلي، سره له دې چې په افغانستان کې د نشهیي توکو د درملنې یو شمېر مرکزونه فعال دي، خو ډېری یې یوازې نارینهوو ته خدمات وړاندې کوي.
اټکل کېږي چې نږدې دوه پر درېیمه برخه دغه مرکزونه د ښځو لپاره اسانتیاوې نه لري، او یوازې له درېیمې برخې لږ څه زیات روغتیايي تاسیسات ښځو ته بېل دي یا مناسب خدمات برابروي.
ملګري ملتونه وایي، د درملنې ځانګړو مرکزونو کمښت، د ښځینه متخصصینو نشتوالی، اقتصادي ستونزې او ټولنیز خنډونه هغه عوامل دي چې ښځې له درملنې محروموي.
په راپور کې ټینګار شوی، که د ښځو لپاره ځانګړي او خوندي چاپېریالونه رامنځته نه شي، د روږدو ښځو وضعیت به لا پسې کړکېچن شي.
یادې ادارې ویلي چې په افغانستان کې د نشهیي توکو د کښت، تولید او قاچاق تر څنګ، د اعتیاد د پراخېدو ټولنیزې اغېزې هم د اندېښنې وړ دي او اړتیا ده چې د درملنې او بیا رغونې پروګرامونه په ځانګړي ډول د ښځو لپاره پراخ شي.
په ورته وخت کې د طالبانو د عامې روغتیا وزارت ټینګار کوي چې په ټول هېواد کې د معیاري روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو ته ژمن دی، خو د ملګرو ملتونو راپور ښيي چې د نشهیي توکو کاروونکو ښځو لپاره د ځانګړو او معیاري مرکزونو شمېر لا هم د اړتیا په پرتله کم دی.

د ډله ییز امنیت تړون سازمان(سي ایس ټي او) یو لوړپوړي پوځي چارواکي خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې د «افراطي او ترهګرو» ډلو فعالیتونه لا هم د مرکزي اسیا د ثبات او امنیت لپاره یو جدي ګواښ بلل کېږي او ګاونډیو سیمو ته د ناامنۍ د پراخېدو خطر زیاتوي.
د روسيې خبري اژانس «تاس» د راپور له مخې، د یاد سازمان د ګډو ځواکونو مشر اندري سردیوکوف د پنجشنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې ویلي چې په افغانستان کې د «ګڼو نړیوالو افراطي او ترهګریزو ډلو» حضور د مرکزي اسیا پر امنیتي وضعیت مستقیم منفي اغېز لري او کېدای شي ترهګري ګاونډیو هېوادونو ته هم ولېږدیږي.
سردیوکوف زیاته کړه چې د افراطي ایډیولوژیو خپرېدل او د مخدره توکو قاچاق لا هم په سیمه کې له مهمو امنیتي ننګونو څخه شمېرل کېږي.
نوموړي همداراز د جنوبي قفقاز امنیتي وضعیت ته په اشارې سره ویلي،چې په دې سیمه کې د پخوانیو ناحل شویو کړکېچونو او نویو جیوپولیتیکي ننګونو د یوځای کېدو له امله شرایط د اندېښنې وړ دي. د هغه په وینا، په جنوبي قفقاز کې د لوېدیزو هېوادونو د نفوذ د پیاوړتیا هڅو وضعیت لا پېچلی کړی دی.
د ډله ییز امنیت تړون سازمان د ګډو ځواکونو مشر ټینګار وکړ چې په ټوله کې د دغه سازمان د مسوولیت په حوزه کې امنیتي وضعیت «متشنج او نهوړاندوینه کېدونکی» پاتې دی او د نړیوالو اړیکو د دوامداره ترینګلتیاوو په صورت کې د شخړو د پراخېدو احتمال هم شته.
تر دې وړاندې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف هم د ټولیز امنیت تړون له مشر سره په لیدنه کې ویلي وو چې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو له حضور څخه اندېښمن دی.
روسیې که څه هم طالبان په رسمیت پېژندلي، خو تل یې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو پر حضور نیوکه کړې ده. مسکو افغانستان مېشتې ترهګرې ډلې خپل امنیت او د همګټو هېوادونو لپاره مستقیم ګواښ ګڼي.