• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان وایي ۴۴ کسان یې د نشه‌یي توکو د قاچاق او پلور په تور نیولي

۲۳ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۲ فبروری ۲۰۲۶، ۰۹:۳۲ GMT+۰

د طالبانو کورنیو چارو وزارت وایي، چې امنیتي ځواکونو یې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې یې په جلا جلا عملیاتو کې ۴۴ کسان د نشه‌یي توکو د قاچاق او پلور په تور نیولي دي.

ددغه وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې چې نن پنجشنبه د سلواغې ۲۳مه خپره شوې، راغلي چې د دغه وزارت د نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې ځواکونو یاد ۴۴ کسان د فراه، پروان، نیمروز، هلمند، جوزجان، پکتیا، بلخ، غزني، لغمان، کندز، کاپیسا او خوست ولایتونو کې نیولي دي.

خبرپاڼه زیاتوي چې له نیول شویو کسانو څخه ۱۶ کیلوګرامه تریاک، ۶ کیلوګرامه چرس، له ۹ کیلوګرامو څخه زیاته شیشه، ۲۱۷۱ د نشه‌یي ټابلیټونو ګولۍ او نور اړوند مواد هم ترلاسه شوي دي.

ترویج لرونکی

امرالله صالح: په سیمه کې د یوه نوي هېواد د رامنځته کېدو نښې لیدل کېږي
۱

امرالله صالح: په سیمه کې د یوه نوي هېواد د رامنځته کېدو نښې لیدل کېږي

۲
شننه

د جمعه خان فاتح قضیه او د هبت‌الله د ځواک او هیبت ازموینه

۳

د طالبانو د ریاست الوزرا مرستیال د روغتیايي سکتور پر پیاوړتیا او پراختیا ټینګار کړی

۴

ذبیح الله مجاهد: د شریعت له‌مخې په افغانستان کې د ښځو حقونه خوندي دي

۵
ځانګړی

د کندهار د یوه زنداني کیسه؛ درې کاله زندان پر فیسبوک د یوې تبصرې بیه

•
•
•

نور کیسې

یونیسف او فرانسه ختیځ افغانستان کې زلزله‌ځپلو ته دوه میلیونه یورو ځانګړي کړي

۲۳ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۲ فبروری ۲۰۲۶، ۰۸:۴۲ GMT+۰
100%

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (ایف ای او) اعلان کړی چې د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) او د فرانسې حکومت په ګډه په ختیځ افغانستان کې له وروستیو زلزلو ځپلو کورنیو سره د خوړو خوندیتوب او د ښځو او ماشومانو د خوارځواکۍ د کمولو لپاره دوه میلیونه یورو ځانګړې کړې دي.

دغه سازمان نن پنجشنبه د سلواغې په ۲۳مه، په خپور کړي راپور کې ویلي چې یاده مرسته به د زلزله‌ځپلو ټولنو سره مرسته وکړي څو د خوړو خوندیتوب بېرته ورغوي، د خلکو تغذیه ښه کړي او د عاید سرچینې خوندي وساتي.

د راپور له مخې، دا پروژه د فرانسې له لوري د خوړو خوندیتوب او تغذیې موسسیې (FIFSAN) تر چتر لاندې تمویلېږي.

د یادې پروژې موخه د کورنیو د خوړو د تولید پیاوړتیا، مغذي خوړو ته د لاسرسي ښه کول، اساسي خدمتونو ته په ځانګړي ډول د ښځو او ماشومانو ترمنځ د لاسرسي پراخول او د خوارځواکۍ کمول دي.

ټاکل شوې چې دا پروګرام په کنړ ولایت کې د څوکۍ او نورګل ولسوالیو او په ننګرهار ولایت کې د دره‌نور ولسوالۍ کې پلی شي.

د ایف ای او په وینا، له دې پروژې څخه به ۵۱ زره او ۸۷۰ کسان په مستقیم ډول ګټه واخلي، او نږدې ۱۹۰ زره نور کسان به هم په غیرمستقیم ډول ترې برخمن شي.

همدا ډول، د فرانسې د اروپا او بهرنیو چارو وزارت د نړیوالو همکاریو مشرې ویلي چې د خوارځواکۍ له منځه وړل د فرانسې له لومړیتوبونو څخه دي. هغې زیاته کړې چې دا پروژه ښيي، نړیواله ټولنه کولای شي د افغانانو، په ځانګړي ډول د زیانمنو ښځو او ماشومانو لپاره عملي حللارې وړاندې کړي.

په همدې حال کې د یونیسف استازي ډاکټر تاج‌الدین اویوال خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې ډېر ماشومان د خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ دي، چې نږدې ۸۰ سلنه یې تر دوو کلونو کم عمره ماشومان دي. هغه ټینګار کړی چې د زلزلو او پرله‌پسې بحرانونو وروسته د مغذي خوړو او درملنې اړتیا لا پسې زیاته شوې ده.

ازادۍ جبهه: په تخار کې مو دوه طالبان وژلي او دوه نور ټپیان کړي

۲۳ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۲ فبروری ۲۰۲۶، ۰۸:۰۷ GMT+۰
100%

د افغانستان ازادۍ جبهې په نامه وسله والې ډلې ویلي چې د تخار ولایت په مرکز تالقان ښار کې یې د طالبانو پر یوې راټولې شوې ډلې برید کړی، چې له امله یې دوه طالبان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

د افغانستان د ازادۍ جبهې په خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې تېره شپه شاوخوا ۶:۳۰ بجې یې د تخار ولایت د مرکز تالقان ښار د شپږمې ناحیې اړوند د تخار پوهنتون پر سړک د طالبانو د ځواکونو پر یوې ډلګۍ چټک عملیاتي برید ترسره کړی دی.

د یادې جبهې په وینا، په دې برید کې د طالبانو دوه غړي وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.

ازادۍ جبهې همداراز ادعا کړې چې په دې هدفمندو عملیاتو کې د طالبانو اړوند یو پوځي موټر هم زیانمن شوی دی.

تر اوسه د طالبانو له لوري د دې ادعا په اړه څه نه دي ویل شوي.

طالبانو او تاجکستان د سرحدي او امنیتي‌همکاريو پر پیاوړتیا خبرې کړي

۲۳ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۲ فبروری ۲۰۲۶، ۰۷:۳۵ GMT+۰
100%

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی چې په کابل کې د تاجکستان سفير سعیدي شریفي د امیرخان متقي سره په لیدنه کې د سرحدي او امنیتي همکاریو پر پیاوړتیا خبرې کړي. طالبانو زیاته کړې چې په لیدنه کې پر ګډه پوله د اقتصادي همکاریو او پروژو پر پياوړتیا هم بحث شوی.

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ (د سلواغې ۲۲مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دواړو خواوو د پخوانیو موافقو په اړه وروستي پرمختګونه هم شریک کړي.

امیرخان متقي ویلي چې دواړه هېوادونه کولای شي د سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو برخو د پراختیا لپاره رامنځته شوي فرصتونه په ښه ډول وکاروي.

نوموړي زیاته کړې: «هېڅوک نه شي کولی د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ دوستانه اړیکو او اعتماد فضا ته زیان ورسوي.»

د خبرپاڼې له مخې، د تاجکستان سفیر ویلي، چې پر ګډه پوله د اقتصادي پروژو پلانونه لري. نوموړي زیاته کړې: «تاجیکستان د دواړو هېوادونو په ګډه پوله کې مهم اقتصادي پروګرامونه او پروژې لري، د افغانستان سره د اقتصادي همکاریو د لا پیاوړتیا په موخه او د ریښتیني نیت او موجودو شرایطو په اساس د کابل سره د اړیکو پراختیا غواړي.»

له ۲۰۲۱ کال وروسته، د سیاسي بدلونونو له امله د دواړو هېوادونو اړیکې په ځینو پړاوونو کې له احتیاطه ډکې وې، خو وروستیو کې د ډېپلوماټیکو اړیکو او اقتصادي همکاریو د بیا فعالېدو هڅې زیاتې شوې دي.

سرحدي امنیت، د نشه‌يي توکو قاچاق مخنیوی، د ترهګرۍ ضد همکاري او سوداګریز ترانزیټ د دواړو هېوادونو د اړیکو مهم محورونه بلل کېږي.

محمد صادق: په افغانستان کې مېشتې ترهګرې ډلې د سیمې لپاره جدي ګواښ دی

۲۳ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۲ فبروری ۲۰۲۶، ۰۷:۰۱ GMT+۰
100%

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق ویلي چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکي اندریکا راتوات، او په اسلام‌اباد کې د یوناما د اړیکو دفتر مشر مالک سیسي سره یې د بشري حقونو اوسنی وضعیت او امنیتي بدلونونو موضوعاتو خبرې کړې دي.

محمد صادق په ایکس لیکلي، چې په دې ناسته کې یې په افغانستان کې د ترهګرۍ په اړه د پاکستان دریځ وړاندې کړی او ټینګار یې کړی چې په افغانستان کې مېشتې ترهګرې ډلې د سیمې امنیت ته جدي ګواښ پېښوي.

نوموړي همداراز پر دې ټینګار کړی چې باید ډاډ ترلاسه شي څو د افغانستان خاوره د هېڅ هېواد پر ضد ونه کارول شي، او د دې ګډ ګواښ پر وړاندې د سیمه‌ییزو او نړیوالو همغږو هڅو اړتیا یې مهمه بللې ده.

د ښاغلي صادق په وینا دواړو لورو د سیمې د ټیکاو پیاوړتیا، بشردوستانه مرستو، د ترهګرۍ ضد همغږۍ او دوامداره اقتصادي پرمختګ لپاره د تل پاتي تعامل او همکاریو پر ارزښت ټینګار کړی.

طالبان: د پاکستان له زندانونو ۳۴ افغان کډوال خوشې او هېواد ته ستانه شوي

۲۳ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۲ فبروری ۲۰۲۶، ۰۶:۵۲ GMT+۰
100%

د طالبانو کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، چې په روانه اونۍ کې، د پاکستان له بندخونو ۳۴ افغان کډوال خوشې شوي او خپلو اصلي سیمو ته لېږدول شوي دي.

د دغه وزارت لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، یاد افغانان له یوې ورځې تر دوه میاشتو پورې په پاکستاني زندانونو کې بندیان وو.

په خبرپاڼه کې راغلي، ه کډوال د کندهار د کډوالو او راستنېدونکو چارو ریاست د سپین بولدک د لېږد امریت په همکارۍ له لومړنیو مرستو ورسته خپلو سیمو ته لېږدل شوي دي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې دغه ګام د کډوالو د حقونو په رعایت او د دوی د خوندیتوب لپاره ترسره شوی او د راستنېدونکو چارو په سمه توګه د تنظيم څرنګوالی څرګندوي.