• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
لوبې

افغان سوک‌وهوونکي په روسیه کې له خپلو سیالانو سره مخ کېږي

۲۳ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۲ فبروری ۲۰۲۶، ۲۲:۱۶ GMT+۰تازه شوی: ۲۳ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۲ فبروری ۲۰۲۶، ۲۳:۳۴ GMT+۰

د افغانستان دوه سوک‌وهوونکي میلاد عزیزي او سبحان‌الله بابکرخېل سبا (جمعه د سلواغې ۲۴مه) د ار‌پي‌اېف سازمان په چوکاټ کې په مسکو ښار کې له خپل تانزانیايي او روسي سیالانو سره مخ کېږي.

میلاد عزیزي تر دې مخکې په ازادو مبارزو کې ۵ بریاوې ترلاسه کړي او په سوک‌وهنې برخه کې ۴ بریاوې یې خپلې کړې دي. هغه به په سبانۍ سیالۍ کې له تانزانیا څخه د باراکا مازورا پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته شي. مازورا تر اوسه په ۱۲ حرفه‌يي سیالیو کې ۸ یې ګټلي او ۴ یې بایللې دي. دغه سیالۍ به په شپږو ۳ دقیقه‌يي پړاوونو کې ترسره شي.

بل افغان سوک‌وهونکی سبحان‌الله بابکرخېل چې له ماتې پرته ۳ حرفه‌يي سیالۍ ګټلي له خپل روسي سیال اسدبېک خودویک سره خپل بخت وازمويي. د بابکرخېل سیال هم تر اوسه په خپلو حرفه‌يي سیالیو کې دوه لوبې ګټلي دي.

د افغان او روسي سوک‌وهوونکو دغه سیالۍ به په څلورو ۳ دقیقه‌يي پړاوونو کې ترسره شي.

ترویج لرونکی

سرچینې: د ملا هبت‌الله ۸۰۰۰ کسیزې ځانګړې قطعې ته روزنه او لګښت روسیه ور کوي
۱
ځانګړی

سرچینې: د ملا هبت‌الله ۸۰۰۰ کسیزې ځانګړې قطعې ته روزنه او لګښت روسیه ور کوي

۲
ځانګړی

مولوي هبت‌الله په ادارو کې د جمهوریت د مامورانو پرځای د طالبانو د ګومارلو امر کړی

۳
ستاسو روایت

د سرپل یو شمېر اوسېدونکي: «د څښاک اوبو لپاره طالبان له خلکو پیسې اخلي»

۴

جمعه خان فاتح د ملا هبت‌الله له امر څخه د سرغړونې راپورونه بې‌بنسټه وبلل

۵

شاه محمود میاخېل: د امریکا د ولسمشر مرستیال د پاکستان د پوځ مشر له خپلې ښځې سره مقایسه کړی

•
•
•

نور کیسې

اروپا کې د افغان روزونکې بریا؛ امنه محمدي د کېک‌بوکسېنګ نړۍوال سند ترلاسه کړ

۲۳ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۲ فبروری ۲۰۲۶، ۰۲:۵۱ GMT+۰
اروپا کې د افغان روزونکې بریا؛ امنه محمدي د کېک‌بوکسېنګ نړۍوال سند ترلاسه کړ
100%

افغان لوبغاړې او روزونکې امنه سادات محمدي د کېک‌بوکسېنګ په برخه کې د (واکو) نړۍوال سازمان له لوري د روزنې نړۍوال سند ترلاسه کړ. دغه سند هغې ته د تخصصي روزنیزو کورسونو له بشپړولو وروسته ورکړل شوی دی.

اغلې محمدي چې تر دې وړاندې یې د تکواندو په برخه کې د روزونکې په توګه هم فعالیت کړی، له لسو کلونو راهیسې په مسلکي ډول د تکواندو او کېک‌بوکسېنګ په څانګو کې کار کوي. هغه دا مهال د جرمني په هامبورګ ښار کې مېشته ده او هلته کډوالو ښځو ته د رزمي لوبو روزنه ورکوي.

د کېک‌بوکسېنګ نړۍوال سازمان یا «واکو» (WAKO - The World Association of Kickboxing Organizations) د یادو لوبو یوازینی رسمي او نړۍوال بنسټ بلل کېږي او په مسلکي لاره کې د دې برخې د روزونکو لپاره د دغه سازمان د روزنې سند ترلاسه کول له تر ټولو بااعتباره ګامونو څخه ګڼل کېږي.

د امنه سادات محمدي له‌خوا د دغه نړۍوال سند ترلاسه کول نه یوازې یوه فردي لاسته راوړنه ده؛ بلکې په نړۍواله کچه د رزمي لوبو په ډګر کې د افغان ښځو د حضور او ونډې لپاره هم یو ارزښتناکه پرمختګ بلل کېږي.

100%

د رضا حسین‌پور ګول د غوره ګول لپاره نومول شوی؛ اې‌اېف‌سي د اسیا جام ۸غوره ګولونه اعلان کړل

۲۳ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۲ فبروری ۲۰۲۶، ۰۲:۳۳ GMT+۰
د رضا حسین‌پور ګول د غوره ګول لپاره نومول شوی؛ اې‌اېف‌سي د اسیا جام ۸غوره ګولونه اعلان کړل
100%

د ۲۰۲۶کال اسیا جام فوتسال سیالیو له پای ته رسېدو وروسته چې په اندونیزیا کې ترسره شوې، د اسیا د فوټبال کنفدراسیون د دغه سیالیو د ۸غوره ګول وهونکو نوملړ اعلان کړ او له مینه‌والو یې وغوښتل چې د خپلې خوښې لوبغاړي ته رایه ورکړي. په نوملړ کې د افغان لوبغاړي رضا حسین‌پور ګول هم شامل دی.

دغه سیالۍ چې څو ورځې وړاندې پای ته ورسېدې، د ۱۶۶ ګولونو په وهلو سره یې د دغه ټورنمنټ په تاریخ کې تر ټولو ډېر ګولونه ثبت کړي دي. په پای کې د ایران لوبډلې خپله ۱۴مه اتلولي خپله کړه.

په ټاکل شویو ګولونو کې د سیالیو تر ټولو چټک ګول هم شامل دی. هغه مهال چې دین کونګ وېن د لبنان او ویتنام ترمنځ لوبه کې د سیالۍ له پیل یوازې ۱۹ ثانیې وروسته یې د سیالې لوبډلې دروازه خلاصه کړه.

د کویټ پر وړاندې د ټایلنډ د محمد عثمان‌موسی ګول هم د غوره ګولونو په ډله کې راغلی دی. همدارنګه د افغانستان رضا حسین‌پور د چټکې تېښتې او ښکلې «چیپ ضربې» پر مټ وهل شوی ګول د ټورنمنټ یو له یادګاري ګولونو په توګه ثبت شوی.

په پای کې د ایران پر وړاندې په نیمه‌پایلوبه کې د عراق د سالم کاظم ګول او د اندونیزیا اسرا مگانتارا ګول د ۲۰۲۶ اسیا جام فوتسال د اتو غوره ګولونو نوملړ کې راغلي دي.

د اسیا د فوټبال کنفدراسیون له مینه‌والو غوښتي، چې د «AFC» رسمي وېب‌پاڼې له لارې د خپلې خوښې ګول ته رایه ورکړي.

100%

د ۲۰۲۶کال نړۍوال جام؛ د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله نن د سویلي افریقا پر وړاندې لوبه کوي

۲۲ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۱ فبروری ۲۰۲۶، ۰۳:۱۲ GMT+۰
د ۲۰۲۶کال نړۍوال جام؛ د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله نن د سویلي افریقا پر وړاندې لوبه کوي
100%

د ۲۰۲۶کال نړۍوال جام سیالیو پر دوام د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله نن د دغه سیالیو په دویمه لوبه کې د سویلي افریقا پر وړاندې د لوبو ډګر ته ښکته کېږي. دغه لوبه د افغانستان په وخت د سهار په ۱۰:۰۰ بجو د هند د احمداباد ښار په نرېندرا مودي لوبغالي کې پیلېږي.

د افغانستان کرېکټ بورډ ویلي، چې د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله به په راتلونکو شېبو کې لوبغالي ته ورسېږي او د لوبې لپاره به خپل چمتوالی ونیسي. دغه لوبه د افغان لوبډلې د مخ ته تګ لپاره مهمه ده، افغان لوبډلې په خپله لومړۍ سیالۍ کې له نیوزېلنډ څخه ماتې خوړلې وه.

که افغانستان لوبه وګټي، نو بل پړاو ته به د تګ چانس ولري؛ خو په دې لوبه کې ماتې به یې لوبډله له نړۍوال جام څخه ژر وتلو ته نږدې کړي. سوېلي افریقا چې د شل اوریزو نړۍوال جام په وروستي پړاو کې دویم مقام ترلاسه کړی و، د افغانستان لپاره یو پیاوړی سیال دی.

د شل اوریزو نړۍوالو لوبو د ډلبندۍ له مخې؛ سوېلي افریقا په پنځم ځای کې او افغانستان په لسم ځای کې دی. د سوېلي افریقا کرېکټ په ۱۸۸۹ کال کې جوړ شو او دغه هېواد له ۱۹۰۹کال راهیسې د کرېکټ نړۍوالې شورا دایمي غړی دی.

سوېلي افریقا تر اوسه پورې ۲۱۷ شل اوریزې نړۍوالې لوبې کړې، چې ۱۱۶ یې ګټلې او ۹۷ یې بایللې دي. له بل پلوه افغانستان له ۲۰۱۷کال راهیسې د کرېکټ نړۍوالې شورا دایمي غړی دی او تر اوسه پورې یې ۱۵۹ شل اوریزې نړۍوالې لوبې کړې دي، چې ۹۶ یې ګټلې او ۶۰ یې بایللې دي.

له نوریې د علي بلال ملاتړ؛ هغه افغانه نجلۍ چې د هلکانو په جامو کې یې کار کاوه

۲۲ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۱ فبروری ۲۰۲۶، ۰۲:۱۸ GMT+۰
له نوریې د علي بلال ملاتړ؛ هغه افغانه نجلۍ چې د هلکانو په جامو کې یې کار کاوه
100%

د نړۍ د بدن جوړونې ستوري علي بلال د یوه ویډیویي پیغام په خپرولو له نوریې، چې د هلکانو په جامو کې یې کار کاوه؛ ملاتړ څرګند کړی. دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو له‌خوا د نوریې د نیولو او پوښتنو ګروېږنو ویډیو په خواله رسنیو کې پراخ غبرګونونه راپارولي دي.

دغه ۱۳کلنه هلمندۍ نجلۍ نوریه چې د بې‌وزلۍ او کورنۍ کې د نارینه مشر د نشتوالي له امله اړه شوه، چې د هلکانو جامې واغوندي او د «نور احمد» په نوم په یوه رستورانت کې کار وکړي. هغې وويل، له تېرو درېيو کلونو راهيسې هڅه کوي چې د ۷زره افغانيو تنخوا سره د خپلې کورنۍ د اړتیاوو په پوره کولو کې مرسته وکړي.

علي بلال په خپل ویډیویي پیغام کې مهمې پوښتنې راپورته کړې: «کله چې یوه کورنۍ نارینه یا مشر ونه لري، ایا څوک د دوی دروازه ټکوي او وايي، 'تاسو ډوډۍ نه‌لرئ، راځئ چې خپله ډوډۍ له تاسو سره شریکه کړو؟'»

هغه زیاته کړه: «هغه نجلۍ چې د وخت د اړتیا له امله د نجونو ښکلاوې یوې خوا ته پرېږدي، وېښتان لنډوي او د خپلې کورنۍ د بار کمولو لپاره په عزت سره کار کوي، د هغې ځای زندان نه‌دی».

دغه مشهوره لوبغاړي ټینګار کړی، په هیڅ هېواد کې باید د نجونو لپاره پر کار کولو او زده‌کړو بندیز ونه لګېږي او له خپلو مینه‌والو یې وغوښتل چې له نوریې سره د اړیکې لپاره ورسره همکاري وکړي.

د ړنګو شویو ودانیو منځ کې؛ تر خونړیو جګړو وروسته یو ځل بیا غزه کې د فوټبال لوبې پیل شوې

۲۱ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۰ فبروری ۲۰۲۶، ۲۱:۵۶ GMT+۰
د ړنګو شویو ودانیو منځ کې؛ تر خونړیو جګړو وروسته یو ځل بیا غزه کې د فوټبال لوبې پیل شوې
100%

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې د غزې په ویجاړو شویو سیمو کې له دوه کلن ځنډ وروسته یو ځل بیا د فوټبال سیالۍ پیل شوې دي. په دغه لومړني ټورنمنټ کې د «جبالیا یوت» او «الصداقه» لوبډلو ترمنځ لوبه وشوه، چې په پایله کې دواړه لوبډلې په مساوي توګه له میدانه ووتلې.

د دې ټورنمنټ په بله لوبه کې د بیت‌حانون او الشجاعیه ټیمونو هم په مساوي سره راضي شول. سره له دې چې پایلې مساوي وې، خو نندارچیان چې د میدان شاوخوا، د جالونو تر شا او د ویجاړو ودانیو منځ کې راټول شوي وو او دا لوبې یې پراخې بدرګې او خوشحالۍ سره ننداره کولې.

د ۲۱ کلونو عمر لرونکی یوسف جندیه چې د جبلایه یوت ټیم لوبغاړی دی، په دې اړه وویل:«زه دوه اړخیز احساس لرم؛ هم خوشحاله یم او هم خواشینی. خلک سهار د اوبو، ډوډۍ او خوراک پسې ګرځي. ژوند ډېر سخت دی؛ خو د ورځې یوه کوچنۍ برخه پاتې ده چې کولای شي راشي فوتبال وکړي او لږ څه خوشحالي وکړي».

هغه زیاته کړه: «کله چې میدان ته راځې، د ډېرو ملګرو ځایونه یې خالي وي؛ ځینې وژل شوي، ځینې ټپیان شوي او ځینې د درملنې لپاره غزې څخه وتلي دي. له همدې امله، دا خوشحالي هېڅ‌کله بشپړه نه ده».

رويټرز لیکي، چې د غزې د پراخو جګړو د پای ته رسېدو او اوربند څخه څلور میاشتې تېري شوي؛ خو بیا رغونه تقریباً نه ده پېل شوې. د اسراییل ځواکونه د غزې شاوخوا دوه پر درې برخې د خالي سیمې په توګه اعلان کړې او د دوه میلیونو څخه زیاتو کسان په ساحلي سیمو او خیمو یا نیمه ویجاړو ودانیو کې ژوند کوي.

د غزې ښار ۹ زره نفرو لوبغالی یرموک چې په جګړه کې په بشپړ ډول ویجاړ شوی و او لږ وخت د نیولو مرکز په توګه کارول کېده، اوس د بې‌ځایه شویو کورنیو د اوسېدو پر ځای بدل شوی؛ سپینې خیمې په هغه ځمکه کې اېښودل شوې دي چې پخوا د فوټبال میدان وو.