د طالبانو د سوداګرۍ وزیر: د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره د طالبانو اقتصادي اړیکې پیاوړې شوې

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر ویلي، چې دا مهال د منځنۍ اسیا له هېوادونو او یو شمېر نورو هېوادونو سره د طالبانو اقتصادي اړیکې پیاوړې شوې دي او دوی غواړي له ټولو هېوادونو سره رغنده او متقابلې اقتصادي اړیکې ولري.