د داعـ.ش ۲۴ افغان غړي هم له سوریې څخه عراق ته ولېږدول شول

شاوخوا ۵۵۰۰ داعـ.ش بندیان له سوریې څخه عراق ته لېږدول شوي او د راپورونو لهمخې، په یاده ډله کې ۲۴ افغان داعـ.شیان هم شامل دي.

شاوخوا ۵۵۰۰ داعـ.ش بندیان له سوریې څخه عراق ته لېږدول شوي او د راپورونو لهمخې، په یاده ډله کې ۲۴ افغان داعـ.شیان هم شامل دي.
العربیه شبکې د پنجشنبې په ورځ (د سلواغې ۲۳مه) راپور ورکړی، چې د امریکا، عراق او سوریې ترمنځ د شوې هوکړې پر بنسټ، له سوریې څخه عراق ته د داعش بندیانو د لېږد بهیر ترسره شوی دی. د راپور لهمخې، په یادو بندیانو کې د افغان وګړو ترڅنګ، د اروپايي هېوادونو، مرکزي اسیا، سوریې، عراق او ایران وګړي هم شامل دي.
عراقي چارواکو ویلي، چې یاد بندیان به د دغه هېواد په بېلابېلو زندانونو کې وساتل شي او دوسیې به یې د عراق په قضايي سیستم کې وڅېړل شي. د چارواکو په وینا، د ټولو بندیانو له نیمايي ډېره برخه یې سوریايي وګړي دي.
یوه عراقي چارواکي ویلي، چې د چهارشنبې تر ورځې د داعش ۵۰۴۶ بندیان د عراق خاورې ته لېږدول شوي دي. د هغه په وینا، په یادو بندیانو کې ۳۲۴۵ تنه سوریایان او ۲۷۱ عراقیان دي، همدارنګه ۲۰۸ تنه د ټونس، ۱۶۰ تنه د ترکیې، ۱۴۲ د مراکش او ۱۰۰ تنه یې مصریان دي.
امریکا تر دې وړاندې ویلي وو، چې له سوریې څخه عراق ته د داعش بندیانو د لېږد په عملیاتو کې به د داعش شاوخوا ۷۰۰۰ غړي عراق ته ولېږدوي، څو «ډاډ ترلاسه شي چې دا کسان په خوندي زندانونو کې ساتل کېږي».
د داعش یاد غړي له تېرو څو کلونو راهیسې د سوریې په شمال ختیځ کې په هغو زندانونو او نظامي کمپونو کې ساتل کېدل چې د «سوریې د ډیموکراتیکو ځواکونو» لهخوا اداره کېدل.
په راپور کې د عراق د یوه امنیتي چارواکي له قوله ویل شوي، چې ټاکل شوې د یادو بندیانو لویه برخه د «ذیقار» ولایت په ناصریه او د بغداد هوايي ډګر ته نږدې په «کرخ» زندانونو کې وساتل شي او ځینې به یې د کردستان د سلیمانیه زندانونو ته ولېږدول شي.
عراقي چاواکو د داعش یادو غړو پر محاکمه کېدو ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې د ځینو بندیانو د دوسیو د پرانېستلو بهیر یې پیل کړی دی.