فایننشل ټایمز: په روسیه کې د واټساپ پیغام رسونې اپلېکېشن خدمات له بندیز سره مخ شوي

فایننشل ټایمز ورځپاڼې راپور ورکړی، چې روسي چارواکو د «مېټا» شرکت اړوند واټساپ اپلېکېشن د دغه هېواد د انټرنیټي تنظیموونکې ادارې له رسمي لارښود څخه لرې کړی او د دغه اپلېکېشن خدمات اوس مهال د بندیز له ګواښ سره مخ دي.
د راپورونو لهمخې، دمګړی په روسیه کې شاوخوا ۱۰۰ میلیونه کسان د واټساپ پیغام رسونې اپلېکېشن کاروي، خو دا چې ولې د یاد هېواد د انټرنیټي لارښود څخه لرې شوی په اړه یې جزییات نه دي ورکړل شوي.
