• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

نیویارک ټایمز: پنټاګون له ایران سره د احتمالي جګړې لپاره چمتووالی نیسي

۲۴ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۳ فبروری ۲۰۲۶، ۲۱:۳۴ GMT+۰تازه شوی: ۲۴ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۳ فبروری ۲۰۲۶، ۲۳:۴۰ GMT+۰

نیویارک ټایمز راپور ورکړی، چې د امریکا د جګړې وزارت یا پنټاګون له ایران سره د احتمالي جګړې لپاره چمتووالی نیسي. د راپور له‌مخې، په داسې حال کې چې د امریکا او ایران ترمنځ ډیپلوماټیکې خبرې روانې دي، پنټاګون خپل پوځي چمتووالی پیاوړی کړی دی.

ورځپاڼه لیکي، چې د امریکا د ملي امنیت لوړپوړو چارواکو له ډونالډ ټرمپ څخه غوښتي تر هغې له هر ډول پوځي اقدام څخه ډډه وکړي، څو په هغو یوولسو هېوادونو کې چې ښايي د ایران د غچ اخیستنې له ګواښ سره مخ وي، د برید او دفاع وړتیاوې بیا ورغول او پیاوړې شي.

راپور زیاتوي، چې د امریکا د جګړې وزارت، اوس مهال هغه سمندري ځواک بشپړوي او پیاوړی کوي، چې ټرمپ ورته اشاره کړې وه. په دې ځواک کې اته پر لارښود توغندیو سنبالې جنګي بېړۍ، پر ځمکه د توغندیو ضد دفاعي سیستمونه او همدارنګه هغه اوبتلونه هم په‌کې شامل دي، چې د توماهاوک په نوم کروز توغندي لېږدوي او توغوي.

د نیویارک ټایمز راپور زیاتوي، په تېرو درېیو اوونیو کې او له دې سره هم‌مهاله چې د اسراییل، عربي هېوادونو، ایران او امریکا ترمنځ ډیپلوماټیکې خبرې پیل شوي، پنټاګون د جګړې لپاره عملي چمتووالی نیولی دی. پوځي چارواکو ویلي، چې دغه تجهیزات نه‌یوازې بریدیزه وړتیا لري، بلکې دفاعي وړتیا هم لري، ځکه اټکل کېږي، چې ایران به د هر احتمالي برید پر وړاندې غبرګون وښيي او غچ واخلي.

ترویج لرونکی

خیبر پښتونخوا: د ټي‌ټي‌پي پخوانیو ملګرو ترمنځ نښته کې لږ تر لږه ۲۲ کسان وژل شوي
۱

خیبر پښتونخوا: د ټي‌ټي‌پي پخوانیو ملګرو ترمنځ نښته کې لږ تر لږه ۲۲ کسان وژل شوي

۲

بلوچستان: ګوادر کې ۴۷ افغانان ایران ته د ناقانونه تګ پر مهال نیول شوي

۳

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۴

د پاکستان پولیس: له پېښور څخه شکارپور ته تښتول شوې نجلۍ مو وژغورله

۵
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

•
•
•

نور کیسې

امریکا د شړل شویو کډوالو د منلو لپاره ځینو هېوادونو ته ۳۰ میلیونه ډالره ورکړي دي

۲۴ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۳ فبروری ۲۰۲۶، ۲۱:۳۲ GMT+۰

د امریکا کانګرس ویلي، چې د ټرمپ ادارې پنځو داسې هېوادونو ته چې په ځینو کې یې د نړۍ فاسد «رژیمونه» هم حاکم دي د ۳۰۰ اخراج شویو کډوالو د منلو لپاره ۳۲ میلیونه ډالره ورکړي دي.

رونډا، استوايي ګینه، پالایو، اسواتیني او السالواډور هغه هېوادونه دي، چې د ټرمپ حکومت د کډوالو د منلو په موخه پیسې ورکړې دي.

د امریکا د سنا مجلس د بهرنیو اړیکو د کمېټې ډیموکرات غړو د پنجشنبې په ورځ (د سلواغې ۲۳مه) د امریکا له‌خوا پنځو هېوادونو ته د اخراج شویو کډوالو د منلو لپاره د پیسو د ورکړې په اړه یو اوږد راپور خپور کړی دی.

د یاد راپور پر بنسټ، د امریکا حکومت روانډا ته د ۷ اېستل شویو کډوالو د منلو په بدل کې ۷،۵ میلیونه ډالره ورکړي دي.

همدارنګه استوايي ګینې ته یې د ۲۹ کډوالو د منلو لپاره هم ۷،۵ میلیونه ډالره، پالایو ته ۷،۵ میلیونه ډالره، اسواتیني ته ۵،۱ میلیونه ډالره او السالواډور ته هم ۵،۱ میلیونه ډالره ورکړي دي.

د امریکا د سنا د بهرنیو اړیکو کمېټې ویلي، چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت له ۷۰ تر ۸۰ نورو هېوادونو سره هم د ورته هوکړو په لټه کې دی.

د سنا مجلس راپور ښيي، چې له ۸۰ سلنې ډېر هغه کډوال چې یادو هېوادونو ته لېږل شوي، وار د مخه خپلو هېوادونو ته ستانه شوي او یا د ستنېدو په حال کې دي.

د سنا مجلس د بهرنیو اړیکو د کمېټې یوه غړي ګارډین ورځپاڼې ته ویلي: «دا د ډارولو یو تکتیک دی، څو په امریکا کې دننه خلکو ته ووايي، که په خپله خوښه هېواد پرېنږدئ، ښايي سویلي سوډان یا اسواتیني ته ولېږل شئ».

د راپور له مخې، د کډوالو اېستلو او د پیسو د ورکړې بهیر د دې لامل شوی، چې د امریکا حکومت د ځینو کسانو لپاره دوه ځله د سفر لګښتونه ورکړي.

په راپور کې راغلي: «د جامیکا یو وګړی د ۱۸۱ زره ډالرو په لګښت اسواتیني ته واستول شو، خو څو اوونۍ وروسته بېرته د امریکا په لګښت جامیکا ته ستون کړای شو».

د ټرمپ حکومت د کډوالو د شړلو په دفاع کې ویلي، چې دوی د مجبوریت له‌مخې کډوال درېیمو هېوادونو ته استوي ځکه «دوی دومره بد دي چې خپل هېوادونه یې منلو ته چمتو نه‌دي».

یاد راپور ښيي، چې دغه هوکړې د ناڅرګندو خبرو اترو له لارې، له سیاسي امتیازونو یا فشارونو له امله شوې دي.

په راپور کې راغلي، چې سویلي سوډان د اتو کډوالو د منلو په بدل کې، له امریکا څخه غوښتنه کړې، چې پر دولتي چارواکو یې بندیزونه لرې کړي او د تېل او ګازو په برخه کې پانګونې وکړي.

یاد راپور زیاتوي، چې د شړل شویو کډوالو په تړاو تر ټولو جنجالي هوکړه، د هغو ۴۰۰ ایراني کډوالو شړل وو، چې په‌کې تازه له دینه اوښتي، قومي لږکي او سیاسي مخالفان شامل وو. راپور زیاتوي:«یو کس ویلي و، چې د امریکا په زندان کې یې د ځان وژنې هڅه کړې، څو بېرته ایران ته له استول کېدو څخه راوګرځول شي، خو له دې هڅې سربیره هم ایران ته وشړل شو».

مولانا فضل‌الرحمان: په افغانستان کې د روسیې او چین پانګونې امریکا ته د منلو وړ نه‌دي

۲۴ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۳ فبروری ۲۰۲۶، ۲۰:۳۸ GMT+۰

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام مشر مولانا فضل‌الرحمان وايي، چې په افغانستان کې د روسیې او چین پانګونې د امریکا لپاره په هېڅ صورت کې د منلو وړ نه‌دي او واشنګټن غواړي، چې په دې برخه کې له پاکستان څخه د «پراکسي» په توګه استفاده وکړي.

دغه پاکستاني سیاستوال د جمعې په ورځ (د سلواغې ۲۴مه) د جماعت اسلامي ګوند له مشر حافظ نعیم سره د یوه ګډ خبري کنفرانس پرمهال ویلي، چې د پاکستان حکومت بهرنۍ پالیسي ورته د منلو وړ نه‌ده او په وینا یې، دغه هېواد باید له ټولو ګاونډیو هېوادونو سره خپلې اړیکې ورغوي.

مولانا فضل‌الرحمان زیاته کړې: «[پاکستان] له هند سره هم دښمني کوي، له افغانستان سره هم دښمني کوي، چین هم ناخوښه دی، له ایران سره هم اړیکې تر فشارونو لاندې دي، امریکا هم پر ایران د برید په تکل کې ده او په افغانستان کې د روسیې او چین پانګونې د یوې لحظې لپاره هم امریکا ته د منلو وړ نه‌دي، امریکا د هغه لپاره پاکستان د یوه پراکسي په توګه استعمالول غواړي».

نوموړي ویلي، چې د سیمې مسایلو ته په کتو باید د پاکستان په بهرنۍ پالیسۍ کې بدلون راوستل شي او له افغان طالبانو یې هم غوښتي، چې له پاکستان سره د غوره اړیکو لپاره لاس پکار شي او د مذاکراتو لاره دې غوره کړي.

فضل‌الرحمان زیاته کړې: «که په هېواد کې داسې کسان وي، چې هغه د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې د ښه‌والي لپاره اقدام کولی شي، نو هغوی دې د مذاکراتو لپاره چمتو شي، څو په سیمه کې مسلمان وروڼه او مسلمان هېوادونه له هر ډول ګواښ څخه وژغورل شي».

نوموړي د خپلو څرګندونو پر مهال ټینګار وکړ، چې پاکستان دې د خپلې بهرنۍ پالیسۍ په برخه کې د ټولو ګوندونو او سیاستوالو د نظر درناوی وکړي او په باور یې، دا به یوازنۍ لاره وي، چې د پاکستان او د سیمې د هېوادونو ترمنځ اړیکې ښه لوري ته سوق شي.

د غزې چارواکي: شاوخوا ۸ زره مړي لا هم تر کنډوالو لاندې دي

۲۴ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۳ فبروری ۲۰۲۶، ۲۰:۳۴ GMT+۰

د غزې د ملکي دفاع ادارې ويلي، چې شاوخوا ۸ زره مړي لا هم د غزې تړانګې په بېلابېلو سيمو کې د نړېدلو ودانيو تر کنډوالو لاندې پاتې دي. د دغې ادارې وياند وایي، تر ۳ زرو زيات کسان لا هم نادرکه دي او د هغوی د برخليک په اړه هېڅ ډول کره معلومات نشته.

د غزې د ملکي دفاع ادارې وياند محمود بصل د جمعې په ورځ (د سلواغې ۲۴مه) زیاته کړې، چې د لټون او ژغورنې د بهير پر مهال د سلګونو فلسطينيانو مړي د اوږدې مودې د تېرېدو، سيمو ته د لاسرسي د ستونزو او د کنډوالو د پورته کولو لپاره د اړينو وسايلو د نشتوالي له امله خوسا شوي او يا له‌منځه تللي دي.

د غزې د روغتيا وزارت اعلان کړی، چې د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر له ۸مې نېټې راهيسې د وژل شويو فلسطينيانو شمېر تر ۷۲ زرو اوښتی او له ۱۷۱ زرو زيات کسان ټپيان شوي دي.

ياد وزارت زياته کړې، چې د اکټوبر په ۱۰مه د اسرایيل له لوري د اوربند له ماتېدو وروسته، د وژل شويو فلسطينيانو شمېر ۵۹۱ ته لوړ شوی دی. دغه وزارت ټينګار کړی، چې لا هم يو شمېر قربانيان تر کنډوالو لاندې پاتې دي.

پر غزې د اسرایيل بريدونه په داسې حال کې دوام لري، چې تر دې وړاندې سپینې ماڼۍ اعلان کړی و، چې د «غزې د سولې پلاوي» لومړۍ غونډه به د فبرورۍ پر ۱۹مه په واشنګټن کې په سولې انسټیټوټ کې ترسره شي.

د دغې غونډې موخه، د اوربند د هوکړې د دویم پړاو پلي کول او د غزې د بيا رغونې لپاره د مالي مرستو راټولول ښودل شوي دي. د غزې د سولې پلاوی تر اوسه ۲۷ غړي لري او مشري يې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ کوي.

ایران: د افغانستان د اړتیا وړ پر سون توکو هېڅ محدودیت نه‌لګوي

۲۴ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۳ فبروری ۲۰۲۶، ۱۹:۲۶ GMT+۰

د ایران د نفت وزارت د نړۍوالو او سوداګریزو چارو مرستیال په کابل کې د طالبانو د تېل او ګازو د دولتي شرکت له مشر سره کتلي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوږدمهاله همکاریو د پراختیا په تړاو یې خبرې کړې دي.

په کابل کې د ایران سفارت د جمعې په ورځ (د سلواغې ۲۴مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د ایران د نفت وزارت د نړۍوالو او سوداګریزو چارو مرستیال سید علي محمد موسوي د طالبانو د تېل او ګازو د دولتي شرکت له اجراييوي رییس محمد نصیر رحیمي سره کتلي دي.

ایراني چارواکي د طالبانو د تېل او ګازو د شرکت له رییس سره د خبرو پرمهال ویلي، چې تهران چمتو دی، څو له افغانستان سره د تېل او ګازو په برخه کې اوږدمهاله ستراتیژیکي همکارۍ پیل کړي.

د ایران سفارت ویلي، چې طالب چارواکي د سون توکو د تولید په برخه کې د ایران ظرفیتونه ستایلي او ټینګار یې کړی، چې دواړه هېوادونه باید په ياده برخه کې د اوږدمهاله همکاریو د پراختیا لپاره کار وکړي.

په خبرپاڼه کې د ایران د نفت وزارت د مرستیال سید علي محمد موسوي له قوله لیکلي: «ایران د افغانستان د سون توکو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره هېڅ ډول محدودیت نه‌لګوي او چمتو دی چې له افغانستان سره د اوږدمهاله همکاریو نوې تګلارې جوړې او عملي کړي».

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ له شخړې وروسته په سوداګریزه برخه کې د کابل او تهران ترمنځ اړیکې زیاتې شوي او طالبان غواړي د افغانستان د اړتیا وړ سوداګریز توکي د پاکستان پر ځای له نورو هېوادونو پوره کړي.

د مونيخ غونډې په څنډه کې؛ زېلېنسکي له رضا پهلوي سره وکتل

۲۴ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۳ فبروری ۲۰۲۶، ۱۸:۵۹ GMT+۰

د اوکراين ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي وايي، چې د مونيخ د امنيتي غونډې په څنډه کې د ايران له وروستي ولیعهد رضا پهلوي سره ليدنه کړې ده. زېلېنسکي ويلي، په دې کتنه کې د ايران د اوسني حالت، د دغه هېواد د خلکو د اړتياوو او له هغوی سره د ملاتړ پر لارو چارو خبرې شوې دي.

د اوکراين ولسمشر د جمعې په ورځ د (سلواغې ۲۴مه) پر خپلې اېکس‌پاڼې کې لیکلي، چې د ايران د خلکو له مبارزې ملاتړ کوي او په ايران کې له زيانمنو سره خپله خواخوږي څرګندوي.

زېلېنسکي زياته کړې، په دې ليدنه کې د ايران د «رژيم» او نورو استبدادي نظامونو پر ضد د بنديزونو د لا سختولو پر ارزښت ټينګار شوی دی. د اوکراين ولسمشر د روسيې او د ايران د اسلامي جمهوريت ترمنځ همکاري هم وغندله او ويې ويل، روسيې ته د بې‌پيلوټه الوتکو برابرول او د هغو د جوړولو جواز ورکول، د ټولې سيمې لپاره يو جدي ګواښ بلل کېږي.

زېلېنسکي همدارنګه د اوکراين د ځمکنۍ بشپړتيا په اړه د رضا پهلوي له ملاتړه مننه وکړه.