طالبان وايي په کندهار کې یې پاکستان ته د وسلو د قاچاق مخه نیولې

د طالبانو د ۲۰۵ البدر قول اردو وایي، د کندهار په ارغستان ولسوالۍ کې یې د یو لړ عملیاتو پرمهال یوشمېر وسلې او مهمات نیولي چې پاکستان ته قاچاق کېدلې. د یادې قول اردو په وینا؛ د دغه وسلو او مهماتو سره یې درې کسان هم نیولي دي، چې تر لومړنیو پلټنو وروسته به اړونده ادارو ته وسپارل شي.