طالبان وایي له بیاواکمنېدو وروسته یې تر ۴۰ زیاتو راډیوګانو ته د فعالیت جوازونه ورکړي

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند خبیب غفران وایي، د دې ډلې له بیا واکمنېدو وروسته تر ۴۰ زیاتو راډیوګانو د فعالیت جوازونه ترلاسه کړي دي. بل خوا د رسنیو ملاتړ بنسټونه وایي، چې طالبانو تر دا مهاله لږ تر لږه ۲۴ داسې فرمانونه صادر کړي چې د رسنیو پر کار مستقیم اغېز لري.