• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ټرمپ یو ځل بیا له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو څرنګوالي په تړاو پر بایډن نیوکه کړې

۲۴ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۳ فبروری ۲۰۲۶، ۲۳:۴۵ GMT+۰تازه شوی: ۲۵ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۴ فبروری ۲۰۲۶، ۰۰:۵۹ GMT+۰

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا له افغانستان څخه د دغه هېواد د ځواکونو د وتلو بهیر او څرنګوالي په تړاو د پخواني ولسمشر جو بایډن تګلاره غندلې ده. ټرمپ ویلي، له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو وتل د «شرم وړ» کار وو.

ټرمپ دا څرګندونې د شمالي کارولينا ايالت د فورت برګ په پوځي اډه کې د جمعې په ورځ (د سلواغې ۲۴مه) په هغو مراسمو کې وکړې، چې د ځانګړو ځواکونو د درناوي لپاره جوړ شوي وو. هغه وويل که چېرې دی په ۲۰۲۱م کال کې په واک کې وای، امريکا به نه‌يوازې دا چې په افغانستان کې به یې پوځي وسايل نه‌پرېښودل، بلکې له افغانستان څخه به په عزت، ځواک او درناوي سره وتلی وای.

نوموړي وویل: «تاسو ته په ياد دي چې ټول پوځي تجهيزات يې هلته پرېښودل. موږ به داسې کار نه‌وای کړی. موږ هېڅ شی شاته نه‌پرېښودل».

هغه دا پوښتنه هم وکړه، چې ولې پوځي الوتکې له افغانستان څخه ونه‌اېستل شوې او ويې ويل: «موږ به جنګي الوتکې شاته نه‌پرېښودلې. يوازې به يې لږ سون توکي پرېښي وای او الوتکې به يې هر هغه ځای ته رسولې وای چې اړین وو».

ټرمپ ټينګار وکړ، چې د ده د ولسمشرۍ د لومړۍ دورې پر مهال د امريکا پوځ بيا ورغول شو او اوس «د ځمکې پر مخ تر ټولو پياوړی پوځ» دی.

له افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو وتل په ۲۰۲۱م کال کې د بايډن د واکمنۍ پر مهال ترسره شول. په همدې وخت کې طالبانو په ډېر لنډ وخت کې د هېواد واک تر لاسه کړ او د کابل په هوايي ډګر کې يوه خونړۍ چاودنه هم وشوه چې له امله يې ۱۳ امریکايي سرتېري او شاوخوا ۱۷۰ افغانان ووژل شول.

بايډن تر دې مخکې د ټرمپ د دغه ډول نیوکو په تړاو ويلي، چې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو تړون د ټرمپ د ولسمشرۍ په لومړۍ دوره کې یعنې په ۲۰۲۰م کال کې له طالبانو سره لاسليک شوی وو او دی اړ وو چې دې بهير ته دوام ورکړي، خو ټرمپ دا ادعا رد کړې او ويلي يې دي، که طالبانو پر خپلو ژمنو عمل نه‌وای کړی، امريکا به افغانستان څخه نه‌وای وتلې.

امريکا په افغانستان کې له نږدې شلو کلونو پوځي حضور وروسته د ۲۰۲۱م کال په اګست مياشت کې خپل وتل بشپړ کړل، خو د دې پرېکړې پايلې تر نن ورځې پورې د بحث او نيوکو موضوع پاتې شوې ده.

ترویج لرونکی

خیبر پښتونخوا: د ټي‌ټي‌پي پخوانیو ملګرو ترمنځ نښته کې لږ تر لږه ۲۲ کسان وژل شوي
۱

خیبر پښتونخوا: د ټي‌ټي‌پي پخوانیو ملګرو ترمنځ نښته کې لږ تر لږه ۲۲ کسان وژل شوي

۲

بلوچستان: ګوادر کې ۴۷ افغانان ایران ته د ناقانونه تګ پر مهال نیول شوي

۳

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۴

د پاکستان پولیس: له پېښور څخه شکارپور ته تښتول شوې نجلۍ مو وژغورله

۵

د هوا پوهنې اداره: سبا په ۱۳ ولایتونو کې د بارانونو او سېلابونو راوتو اټکل شوی

•
•
•

نور کیسې

امرالله صالح: یو ازبکستانی هوایي شرکت طالبانو ته د امریکا پیسې رسوي

۲۴ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۳ فبروری ۲۰۲۶، ۲۲:۲۳ GMT+۰

د افغانستان د جمهوري نظام د پخواني ولسمشر مرستیال امرالله‌ صالح وایي، چې د ازبکستان یو هوايي شرکت طالبانو ته د امریکا حکومت د نغدو پیسو د لېږد مسوولیت پر غاړه لري. هغه ویلي، د سلواغې په ۲۰مه همدې شرکت ۴۹ میلیونه ډالره نور هم کابل ته لېږدولي دي.

د هغه په وینا، دغه الوتنې په پټه ترسره کېږي او د الوتنو د ثبت په سیسټمونو کې د موندلو او څارلو وړ نه‌دي.

صالح د جمعې په ورځ د (سلواغې ۲۴مه) په خپله اېکس‌پاڼه کې ادعا کړې، چې نوې جوړې شوې کمپنۍ «سکای ګارډ» د امریکايي شرکت «اېر سېل» تر چتر لاندې فعالیت کوي او د امریکا نغدې پیسې په درېیو کرایي الوتکو کې طالبانو ته لېږدوي.

نوموړي همداراز ادعا کړې، چې د «سکای ګارډ» د الوتنو هېڅ څرک د الوتنو د څار په سیسټمونو کې نه‌تر سترګو کېږي. د هغه په خبره، د دې شرکت وروستۍ الوتنه له شارجې څخه کابل ته شوې او بیا د سهار په ۱۱ بجو بېرته شارجې ته ستنه شوې ده.

امریکايي چارواکو څو ځله ټینګار کړی، چې د متحدو ایالتونو حکومت په مستقیم ډول طالبانو ته نغدې پیسې نه‌استوي، بلکې د افغانستان لپاره د امریکا مرستې د نړۍوالو مېکانېزمونو، په ځانګړي ډول د ملګرو ملتونو او نورو بشري شریکانو له لارې رسېږي.

خو امرالله صالح په هغه لیکنه کې چې په خپله اېکس‌پاڼه کې خپره کړې، د پوښتنې په ډول مطرح کړې: «که دا ۴۰ میلیونه ډالره د امریکا پیسې طالبانو ته نه‌وي، نو ولې په پټه لېږدول کېږي او هغوی ته سپارل کېږي؟».

هغه دا ادعا هم کړې، چې د امریکا په کانګرس کې د اوونیزو څلوېښت میلیونه ډالرو د بندولو بحثونو هم له طالبانو سره پټې راکړې ورکړې نه‌دي درولي او مالي ملاتړ په قاچاقي بڼه روان دی.

صالح د سلواغې په ۷مه هم لیکلي و، چې د ډونالډ ټرمپ حکومت له یوې خوا پر کاناډا ګمرکي تعرفې لګوي، خو له بلې خوا «په سخاوتمندانه توګه له طالبانو مالي ملاتړ کوي». نوموړي په ښکاره توګه طالبان په افغانستان کې د امریکا نیابتي ډله بللې وه.

د ۱۴۰۲ کال د مرغومي میاشتې په وروستیو کې، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان لپاره د دغه هېواد ځانګړې سرپلټونکي ادارې (سیګر) ته تایید کړې وه، چې په هرو ۱۰ تر ۱۴ ورځو کې ۸۰ میلیونه ډالره نغدې پیسې د طالبانو تر ولکې لاندې افغانستان ته استول کېږي.

افغانستان ته د نغدو پیسو د لېږد په اړه د پراخو نیوکو تر فشار لاندې واشنګټن د ۱۴۰۲ کال له چنګاښ میاشتې راهیسې د ۴۰ میلیونه ډالرو د بستو د لېږد خبرونه نور په رسنیو کې نه‌خپروي.

له دې ټولو سره سره طالبان هم ادعا لري، چې د امریکا په ګډون هېڅ هېواد ورسره یو ډالر مرسته هم نه‌ده کړې.

ملګري ملتونه: د ۵،۵ میلیونو افغان کډوالو د ستنېدو بهیر د مرستو سیستم له فشار سره مخ کړی

۲۴ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۳ فبروری ۲۰۲۶، ۲۲:۲۱ GMT+۰

ملګرو ملتونو ویلي، چې له ۲۰۲۳ کال راهیسې له ګاونډیو هېوادونو څخه ۵،۵ میلیونه افغان کډوال په جبري توګه ستانه کړل شوي، چې له امله یې په افغانستان کې د مرستو سیستم له سخت فشار سره مخ شوی دی.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو عالي کمېشنرۍ استازي عرفات جمال د جمعې په ورځ (د سلواغې ۲۴مه) د یوې خبري ناستې پرمهال افغانستان ته له ګاونډیو هېوادونو څخه د میلیونونو کډوالو په ستنېدو سره د بشري وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې ده.

جمال زیاته کړې: «موږ د دغو راستنېدونکو د وضعیت په اړه ژوره اندېښنه لرو. د وګړو دغه ستر ټکان چې د هېواد د ټول نفوس شاوخوا ۱۲ سلنه جوړوي، موږ د سقوط تر کچې رسولي یو».

عرفات جمال د خپلو څرګندونو پرمهال زیاته کړه، چې یوازې تېر کال ۲،۹ میلیونه کسان له پاکستان او ایران څخه افغانستان ته ستانه شوي او د روان کال له پیل راهیسې هم ۱۵۰ زره کډوال په جبري توګه له یادو هېوادونو اېستل شوي دي.

نوموړي همدارنګه ویلي، چې دمګړۍ افغانستان له یوه نازک اقتصادي حالت سره مخ دی او له پاکستان سره د لارې بندښت، وضعیت نور هم پېچلی کړی دی.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې مشر ویلي، چې د سږکال لپاره د راستنېدونکو کډوالو د ملاتړ په موخه ۲۱۶ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري، خو تر اوسه یوازې د ۸ سلنې بودجې په چمتو کولو بریالي شوي دي.

مولانا فضل‌الرحمان: په افغانستان کې د روسیې او چین پانګونې امریکا ته د منلو وړ نه‌دي

۲۴ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۳ فبروری ۲۰۲۶، ۲۰:۳۸ GMT+۰

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام مشر مولانا فضل‌الرحمان وايي، چې په افغانستان کې د روسیې او چین پانګونې د امریکا لپاره په هېڅ صورت کې د منلو وړ نه‌دي او واشنګټن غواړي، چې په دې برخه کې له پاکستان څخه د «پراکسي» په توګه استفاده وکړي.

دغه پاکستاني سیاستوال د جمعې په ورځ (د سلواغې ۲۴مه) د جماعت اسلامي ګوند له مشر حافظ نعیم سره د یوه ګډ خبري کنفرانس پرمهال ویلي، چې د پاکستان حکومت بهرنۍ پالیسي ورته د منلو وړ نه‌ده او په وینا یې، دغه هېواد باید له ټولو ګاونډیو هېوادونو سره خپلې اړیکې ورغوي.

مولانا فضل‌الرحمان زیاته کړې: «[پاکستان] له هند سره هم دښمني کوي، له افغانستان سره هم دښمني کوي، چین هم ناخوښه دی، له ایران سره هم اړیکې تر فشارونو لاندې دي، امریکا هم پر ایران د برید په تکل کې ده او په افغانستان کې د روسیې او چین پانګونې د یوې لحظې لپاره هم امریکا ته د منلو وړ نه‌دي، امریکا د هغه لپاره پاکستان د یوه پراکسي په توګه استعمالول غواړي».

نوموړي ویلي، چې د سیمې مسایلو ته په کتو باید د پاکستان په بهرنۍ پالیسۍ کې بدلون راوستل شي او له افغان طالبانو یې هم غوښتي، چې له پاکستان سره د غوره اړیکو لپاره لاس پکار شي او د مذاکراتو لاره دې غوره کړي.

فضل‌الرحمان زیاته کړې: «که په هېواد کې داسې کسان وي، چې هغه د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې د ښه‌والي لپاره اقدام کولی شي، نو هغوی دې د مذاکراتو لپاره چمتو شي، څو په سیمه کې مسلمان وروڼه او مسلمان هېوادونه له هر ډول ګواښ څخه وژغورل شي».

نوموړي د خپلو څرګندونو پر مهال ټینګار وکړ، چې پاکستان دې د خپلې بهرنۍ پالیسۍ په برخه کې د ټولو ګوندونو او سیاستوالو د نظر درناوی وکړي او په باور یې، دا به یوازنۍ لاره وي، چې د پاکستان او د سیمې د هېوادونو ترمنځ اړیکې ښه لوري ته سوق شي.

میاخېل: د امنیت شورا له‌خوا پر طالبانو د بندیزونو څار ډلې ماموریت تمدیدېدل «منفي څراخ» دی

۲۴ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۳ فبروری ۲۰۲۶، ۲۰:۰۰ GMT+۰

د تېر جمهوري نظام د دفاع وزارت سرپرست شاه محمود میاخېل وایي، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له‌خوا پر طالبانو د بندیزونو څار ډلې ماموریت غځېدل پر کابل واکمنې ډلې او هېواد لپاره «منفي څراغ» دی. هغه زیاته کړې، د دغه ماموریت تمدید په دې معنا دی چې نړۍ د افغانستان وضعیت ته اندېښمنه ده.

شاه محمود میاخېل د جمعې په ورځ (د سلواغې ۲۴مه) پر خپله اېکس پاڼه په یوه ویډیويي پېغام کې ویلي،‌ چې د سیمې او نړۍ د هېوادونو له لوري له طالبانو سره روان تعامل «منفي تعامل» دی او د افغانانو په ګټه نه‌دی.

میاخېل وویل: «دا اصلا منفي تعامل دی. دوی د خپلو ګټو لپاره له طالبانو سره دا تعامل لري او غواړي چې له افغانستان څخه متضرر نه‌شي. که دا وضعیت همداسې دوام کوي، نو عواقب به یې خطرناک وي».

د تېر جمهوري نظام د دغه لوړ پوړي چارواکي په خبره، افغانستان اوس مهال د نړۍ لپاره دومره مهم نه‌دی، چې هلته سیاسي او یا اقتصادي بدلون رامنځته کړي. هغه ټینګار کړی، چې په افغانستان کې باید له اوسني وضعیت او انزوا څخه د وتلو لپاره ولسي مشروعیت ته لاره برابره شي.

میاخېل اندېښنه څرګنده کړې، که په افغانستان کې ملي مشروعیت رامنځته نه‌شي، نو افغانستان به بیا د جګړو او سیالیو مرکز شي.

د هغه په وینا: «که څومره ژر امکان لري افغانان باید د ولسي او ملي مشروعیت لپاره قدمونه پورته کړي. اوس وخت کې یوازنۍ لاره د یوې واقعي لویې جرګې جوړېدل چې د یوه قانوني نظام لپاره لاره‌ پرانېزي».

د شاه محمود میاخېل په باور، که طالبان دغه غوښتنې ونه‌مني او د ملي‌ مشروعیت لپاره شرایط برابر نه‌کړي، نو دا ډله به له‌منځه لاړه شي.

د یادونې وړ ده، چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړو پرون (پنجشنبه د سلواغې ۲۳مه) پر طالبانو د بندیزونو د څار ډلې او د افغانستان د سولې او امنیت ګواښوونکو بنسټونو ماموریت د یو بل کال لپاره وغځاوه.

ننګرهار کې یوې موسسې له پاکستان څخه ۱۰۰۰ راستنو شویو کورینو ته د مرستو بهیر پیل کړ

۲۴ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۳ فبروری ۲۰۲۶، ۱۹:۳۰ GMT+۰

په ننګرهار کې د طالبانو رسنیز دفتر ویلي، چې د اتحاد روغتیایي خدمتونو موسسې په نوم یوه مرستندویه بنسټ له پاکستان څخه ۱۰۰۰ راستنو شویو کورنیو ته د خوراکي توکو د وېش بهیر پیل کړ. یاد دفتر زیاتوي، دغو مرستو کې لوبیا، وریجې، اوړه، دال، بوره او غوړي شامل دي.

په ننګرهار کې د‌ طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو رییس عزیزالرحمن سرحد د جمعې په ورځ (د سلواغې ۲۴مه) د مرستو د وېش پر مهال وویل، دغه ولایت ته په ډېر شمېر کورنۍ راستنې شوي چې لازمو بشري مرستو ته جدي اړتیا لري.

دغه مرستې داسې مهال کېږي، چې په دې وروستیو کې د تورخم او سپین‌بولدک له لارو له پاکستان څخه د افغانانو د جبري ستنېدو لړۍ چټکه شوې ده.

د ملګرو ملتونو په ګډون د بشري حقونو یو شمېر سازمانونه اندېښنه لري، چې دغه تازه ستنېدونکي کډوال به په هېواد کې له سختې لوږې، د سرپناوو له نشتوالي او بې رزوګارۍ سره مخ شي. د کډوالو عالي کمېشنرۍ بیا ویلي، دوی اوس مهال په کافي اندازه بودجه نه‌لري، چې دغو راستېندوکو کورنیو ته لازمې مرستې برابرې کړي او په دې برخه کې باید ورسره نړۍواله ټولنه او مرستندویه هېوادونه مرستې وکړي.

افغانستان ته له پاکستان او ایران څخه د کډوالو ستنېدل په داسې حال کې زیات شوي، چې د طالبانو د واکمنۍ له پیل راهیسې هېواد کې بشري ناورین او فقر په بې‌سارې توګه زیات شوی دی.