ګورکا د جمعې په ورځ پر اېکس پاڼه د یرغملو امریکایي وګړو انځورونه خپاره کړل او ویې ویل: «تر هغې چې ډېنس کویل او محمودشاه حبیبي خپلو کورونو ته ستانه نهشي، موږ به ارام ونه اوسو».
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې د امریکا استازې ټمي بروس هم ویلي، چې طالبان نیول شوي کسان د فشار د وسیلې په توګه کاروي. هغې ټینګار کړی، چې طالبان باید د یرغمل او خپلسرو نیونو ټولې بڼې پای ته ورسوي.
د هغې په وینا؛ طالبانو د هغو امریکایانو د خوشې کولو په بدل کې چې اوس بندیان دي، په ګوانتانامو زندان کې د القاعده د یوه بندي د خوشې کېدو غوښتنه کړې ده. د نیویارک ټایمز ورځپاڼې څو اوونۍ وړاندې راپور ورکړی و، چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د امریکایي بندیانو د خوشې کولو په اړه پټې خبرې ستونرمن حالت ته رسېدلې دي.
ویل کېږي، چې دواړو لورو په تېرو میاشتو کې په پټه خبرې کړې دي. راپورونه ښيي، طالبان د محمد رحیم په نوم د یوه بندي د خوشې کېدو غوښتنه لري چې له ۲۰۰۸ کال راهیسې په ګوانتانامو کې ساتل کېږي او د اسامه بن لادن له شبکې سره په همکارۍ تورن دی.
امریکا څو ځله له طالبانو غوښتي، چې د افغان-امریکایي وګړي او د ملکي هوايي چلند د پخواني رییس محمودشاه حبیبي د برخلیک په اړه وضاحت ورکړي؛ خو طالبانو د هغه نیول رد کړي دي.
امریکا ویلي، چې د محمودشاه حبیبي د ځای معلومولو او خوندي ستنېدو معلوماتو پیدا کولو لپاره تر پنځه مېلیون ډالرو انعام ورکوي. د امریکا فدرالي څېړنیزې ادارې ویلي، چې حبیبي په ۲۰۲۲کال کې په افغانستان کې د القاعده د مشر اېمن الظواهري تر وژل کېدو څو ورځې وروسته نیول شوی؛ خو طالبان دغه ادعا نهمني.
د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد ویلي، چې یوازې ډینس والتر کویل او پالینسیس جکسون د دوی په بند کې دي. د امریکا استازو په تېر یو کال کې څو ځله افغانستان ته سفرونه کړي؛ څو د امریکایي بندیانو د خوشې کېدو موضوع وڅاري.