د بنګلهدېش مليپاله ګوند د دغه هېواد په ټاکنو کې خپله بریا اعلان کړه

د بنګلهدېش مليپاله ګوند اعلان کړی، چې د ۲۰۲۴ زېږدیز کال له ولسي پاڅون وروسته په لومړیو ترسره شویو ټاکنو کې یې ترټولو ډېرې څوکۍ ګټلې او کولای شي راتلونکی حکومت جوړ کړي. یاد ګوند نن جمعه (د سلواغې ۲۴مه) پر اېکس پاڼه لیکلي، دوی په پارلمان کې دومره څوکۍ ترلاسه کړې چې حکومت جوړ کړي.
که څه هم د بنګلهدېش ټاکنو کمېسیون تر دې دمه وروستۍ پایلې نهدي اعلان کړې؛ خو ځینو سیمهییزو رسنیو هم د یاد ګوند د بریا راپور ورکړی دی. د دغه ګوند مشري طارق الرحمان کوي، چې د لومړي وزیر څوکۍ لپاره نوماند هم دی. ۶۰ کلن رحمان تر ۱۷ کلنې جلاوطنۍ وروسته په تېرې ډسمبر میاشت کې له برېتانیا څخه بنګلهدېش ته ستون شو.
هغه د بنګلهدېش د پخوانۍ لومړۍ وزیرې خالده ضیا زوی دی، چې په تېر دسمبر کې ومړه. په همدې حال کې د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي، په بنګلهدېش کې د امریکا سفیر او د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري هم پر خواله رسنیو طارق الرحمان ته د مبارکۍ پیغامونه خپاره کړي دي.
