• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د افغانستان د خبریالانو مرکز او امسو بنسټ له طالبانو غوښتي پر رسنیو محدودیتونه پایته ورسوي

۲۴ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۳ فبروری ۲۰۲۶، ۱۲:۰۱ GMT+۰تازه شوی: ۲۴ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۳ فبروری ۲۰۲۶، ۱۳:۳۵ GMT+۰

د راډیو نړیوالې ورځې په مناسبت د افغانستان د خبریالانو مرکز او د افغانستان د رسنیو ملاتړ سازمان(امسو) له طالبانو غوښتي چې پر رسنیو لګولي محدودیتونه لرې کړي.

د راډیو نړیوالې ورځې په مناسبت دغو بسټونو په خپرو کړو اعلامیو کې ویلي چې په هېواد کې د راډیوګانو پر فعالیت محدودیتونه بې‌ساري کچې ته رسېدلي او پر طالبانو یې غږ کړی چې پر رسنیو لګول شوي ناقانونه بندیزونه پای ته ورسوي.

د افغانستان رسنیو ملاتړ سازمان وایي دا ورځ داسې مهال نمانځل کیږي چې د هېواد رسنۍ او خبریالان د فعالیت په ډګر، معلوماتو ته د لاسرسي او د بیان د ازادۍ په برخه کې له جدي ننګونو او محدودیتونو سره مخامخ دي. پر رسنیزو فعالیتونو مخ پر زیاتېدونکي بندیزونه، پر خبریالانو فشارونه او معلوماتو ته د ازاد لاسرسي نشتوالي نه یوازې د رسنیو مسلکي چارې ستونزمنې کړې دي، بلکې معلوماتو ته د خلکو د لاسرسي اساسي حق یې هم اغېزمن کړی دی.

بل خوا د افغانستان د خبریالانو مرکز د معلوماتو له مخې، په ۱۴۰۰ کال کې د طالبان له بیا واک ته رسېدو وروسته، د رسنیو ازادي په ځانګړي ډول د راډیوګانو فعالیتونه سخت محدود شوي دي. ویل کېږي چې په تېرو څه باندې څلورو کلونو کې لږ تر لږه ۲۴ داسې فرمانونه او لارښوونې صادرې شوې دي چې د رسنیو پر کار مستقیم اغېز لري.

په دغو محدودیتونو کې په دولتي رسنیو کې د ښځو پر کار بندیز، د ښځو او نارینه‌وو د کاري چاپېریال جلا کول، د ښځو او نارینه‌وو ترمنځ د مرکو منع کول، د ځانګړي حجاب الزام، په ځینو ولایتونو کې د ښځو د غږ نه خپرول او په خبري غونډو کې د ښځو پر حضور محدودیتونه شامل دي.

د اعلامیې له مخې، د رسنیو هغه مدیران او خبریالان چې یادې لارښوونې یې نه دي عملي کړي، له ګواښ، احضار، نیونې او حتی له بند سره مخ شوي دي.

په تېرو ۱۲ میاشتو کې دوه سیمه‌ییزې ښځینه راډیوګانې له مستقیم ګواښ سره مخ شوې او دوه نورې راډیوګانې تړل شوې دي. همدارنګه، د یوې راډیو مسوول مدیر درې میاشتې زنداني شوی او یو شمېر خبریالان د بېلابېلو دلایلو له مخې نیول شوي دي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز زیاتوي چې د راډیوګانو د جواز د تمدید بهیر هم له ګڼو خنډونو سره مخ دی، په ځانګړي ډول هغه رسنۍ چې مشري یې ښځې کوي تر ډېر فشار لاندې دي. سربېره پر دې، د اعلانونو عواید کم شوي او مالیاتي فشارونه زیات شوي چې د راډیوګانو اقتصادي وضعیت یې کمزوری کړی دی.

د افغانستان د خبریالانو مرکز او د افغانستان د خبریالانو د ملاتړ سازمان له طالبانو غوښتي چې د رسنیو قانون ته درناوی وکړي، پر ازادو رسنیو لګول شوي محدودیتونه لرې کړي او راډیوګانو ته اجازه ورکړي چې د ژورنالېزم د بنسټیزو اصولو پر بنسټ په خپلواکه او ازاده توګه فعالیت وکړي.

ترویج لرونکی

خیبر پښتونخوا: د ټي‌ټي‌پي پخوانیو ملګرو ترمنځ نښته کې لږ تر لږه ۲۲ کسان وژل شوي
۱

خیبر پښتونخوا: د ټي‌ټي‌پي پخوانیو ملګرو ترمنځ نښته کې لږ تر لږه ۲۲ کسان وژل شوي

۲

بلوچستان: ګوادر کې ۴۷ افغانان ایران ته د ناقانونه تګ پر مهال نیول شوي

۳

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۴
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

۵

د پاکستان پولیس: له پېښور څخه شکارپور ته تښتول شوې نجلۍ مو وژغورله

•
•
•

نور کیسې

طالبان وایي د تحریمونو او بندیزونو په تړاو د چین او روسیې دریځ د ستاینې وړ دی

۲۴ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۳ فبروری ۲۰۲۶، ۱۱:۳۳ GMT+۰

د طالبانو د ویاند مرستیال حمدالله فطرت، د ملګرو ملتونو له خوا پر دې ډلې د تحریمونو او بندیزونو په تړاو د چین او روسیې د دریځ ستاینه کړې او ویلې یې دي چې د بندیزونو لګولو نه تر دې وړاندې کومه پایله ورکړې او نه به له دې وروسته د چا په ګټه وي.

نوموړي د جمعې په ورځ د سلواغې ۲۴مه، پر اېکس پاڼه لیکلي چې ددغسې ناکامو حربو او تجربو بیا بیا کارول منطقي نه دی.

دا په داسې حال کې ده، چې د پنجشنبې په ورځ (د سلواغې ۲۳مه) د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړو پر طالبانو د بندیزونو د څار ډلې ماموریت د یو بل کال لپاره وغځاوه.

فطرت زیاته کړې: «په دې اړه د چین او روسیې دریځ د ستاینې وړ دی او واقعیت هم همدا دی چې په افغانستان کې شته عیني پرمختګونه، واقعیتونه او حقیقتونه چې موږ یې لرو، له هغو تحریمونو سره موافق نه لري چې یو وخت په بحراني حالاتو کې وضع شوي وو او تراوسه ادامه لري».

تر دې وړاندې، د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد پر افغانستان د بندیزونو د څار ډلې ماموریت غځولو په غبرګون کې ویلي، د فشار او بندیزونو پالیسۍ خپله ناکامي ثابته کړې ده. نوموړي زیاته کړې، د بندیزونو غځول او د څار ډلې د ماموریت دوام یوه تکراري او ناکامه تجربه ده چې ستونزې نه‌شي حل کولی.

د فطرت په وینا افغانستان د پرمختګ او له بېلابېلو هیوادونو سره د تعامل په حال کې دی. هغه زیاتوي چې ورځ تربلې امنیت او ثبات ښه کېږي.

فطرت ویلې افغانستان په داسې حالت کې همکاري ته اړتیا لري، نه دا چې هره ورځ تحریمونه وضع او یا تمدید شي.

فطرت یو ځل بیا له لویډیځوالو غوښتي چې پر خپلو دغو پالیسیو یو ځل بیاکتنه وکړي او له افغانستان سره رغنده تعامل اختیار کړي.

طالبانو د کابل نړۍوال نندارتون ته د ښځو د ننوتلو مخه نیولې ده

۲۴ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۳ فبروری ۲۰۲۶، ۰۹:۴۰ GMT+۰

یوشمېر سوداګرو ښځو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې طالبانو په کابل کې د «بیارغونې او ودانیزو چارو د صنعت» نندارتون ته د افغان ښځو د ورتګ مخه نیولې ده. یوې سوداګرې ویلي، چې هغې په ۶زره افغانیو یوه غرفه کرایه کړې؛ خو له تېرو دوو ورځو راهیسې نندارتون ته د ننوتلو اجازه نه ورکول کېږي.

نوموړې ویلي: «په نندارتون کې له بهرنیو مېرمنو تود هرکلی شوی؛ خو افغان مېرمنو ته د تګ اجازه نه ورکول کېږي». د هغې په وینا؛ د طالبانو د امر بالمعروف ماموران د نندارتون په دروازه کې ولاړ دي او ښځو ته د ننوتو اجازه نه ورکوي.

یوې بلې سوداګرې وویل، په پیل کې دوی ته خبر ورکړل شوی و چې دوی کولی شي په نندارتون کې برخه واخلي؛ خو وروسته یې نندارتون ته د ښځو د ننوتلو مخه ونیوله. هغې زیاته کړه، چې ډېری د لاسي صنایعو ښځینه سوداګرې د خپلو محصولاتو د پلورلو لپاره په داسې فرصتونو تکیه کوي؛ خو اوس په دغه مراسمو کې له ګډونه بې‌برخې شوې دي.

دغه نندارتون د پنجشنبې په ورځ (د سلواغې په ۲۳مه) په کابل کې د طالب چارواکو، د کورنیو شرکتونو د استازو او د ایران په ګډون د سیمې د څو هېوادونو پلاویو په حضور کې پرانیستل شو.

طالب چارواکو لاتر اوسه په رسمي ډول د دغه راپورونو په اړه څه نه‌دي ویلي. تېر کال هم دغه نندارتون د ښځو له ګډون پرته ترسره شو.

طالب چارواکو ویلي، چې په دغه نندارتون کې لسګونه کورنیو او بهرنیو شرکتونو برخه اخیستې او موخه یې د پانګونې راجلبول او د رغنیزو چارو پراختیا ده. دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته پر ښځو پراخ محدودیتونه لګېدلي دي.

طالبانو ښځې له زده‌کړو، دولتي او نادولتي دندو او ګڼو ټولنیزو فعالیتونو څخه منعه کړې دي. که څه هم په ځینو سوداګریزو برخو کې محدود شمېر ښځو ته د کار اجازه ورکړل شوې=؛ خو دغه بندیز د ښځینه سوداګرو لپاره اندېښنې زیاتې کړې دي.

شنونکي وایي، که دغه محدودیتونه نور هم پراخ شي؛ نو د سوداګرۍ په برخه کې به د ښځو پاتې محدود فرصتونه هم له ګواښ سره مخ شي او دا به د افغان ښځو وروستۍ هیلې هم مړاوې کړي.

په بلخ کې د ۸ مېلیونه ډالرو په ارزښت د مالګې د تولید او پروسس کارخونه پرانیستل شوه

۲۴ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۳ فبروری ۲۰۲۶، ۰۹:۱۷ GMT+۰

په بلخ کې د یوه سوداګر له‌خوا د شاوخوا ۸ مېلیونه ډالرو په پانګونې د مالګې د تولید او پروسس کارخونه پرانیستل شوه، چې په ورځني ډول د ۲۴۰ ټنه مالګې د تولید ظرفیت لري. د یادې کارخونې مسوولین وايي، چې په دې برخه کې ورسره ۵۰ کسان په کار بوخت دي.

د هغوی په وینا؛ د دغه کارخونې تولید په هېواد کې تر ډېره د مالګې اړتیا پوره کولای شي. د یادې کارخونې مسوول غلام علي ملکزي زیاته کړې، چې د کارخونې ماشینري او تولید پر نړۍوال معیار برابر دي.

په بلخ کې د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ ادارې بیا ویلي، چې د دغه ولایت په صنعتي برخه کې د پام وړ پرمختګ شوی. د معلوماتو له مخې؛ افغانستان هر کال د ۳۰۰زره ټنه صنعتي او خوراکي مالګې تولید ته اړتیا لري.

معلومات ښيي، په افغانستان کې د مالګې کانونه او د پروسس لپاره ۵۷ فابرېکې جوړې شوې چې په کلني ډول د ۳۰زره ټنه مالګې د تولید ظرفیت لري.

د راډیو نړۍواله ورځ؛ یونسکو وایي مصنوعي ځیرکتیا د راډیو د پیاوړتیا وسیله ده

۲۴ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۳ فبروری ۲۰۲۶، ۰۹:۰۲ GMT+۰

د ملګرو ملتونو ښوونیز، علمي او کلتوري سازمان (یونسکو) د راډیو د نړۍوالې ورځې په مناسبت ویلي، چې مصنوعي ځیرکتیا د راډیویي پروګرامونو د پیاوړتیا لپاره یوه مهمه وسیله ده. یاد سازمان ویلي، د سږکال شعار «د مصنوعي ځیرکتیا په پېر کې د راډیو پیاوړتیا» ټاکل شوی دی.

یونسکو ټینګار کوي، چې مصنوعي ځیرکتیا کولای شي د نوښت ترڅنګ له اورېدونکو سره د راډیو اړیکه ژوره کړي؛ خو یاد سازمان وایي دغه چاره هغه مهال شونې ده، چې یاده ټېکنالوژي په سمه توګه وکارول شي.

د یونسکو د خبرپاڼې له مخې، ټکېنالوژي په خپله باور نه جوړوي؛ بلکې دا د راډیو کارکوونکي دي چې د مسلکي قضاوت، خلاقیت او عامه خدمت له لارې د خلکو باور ترلاسه کوي.

په خبرپاڼه کې راغلي، که مصنوعي ځیرکتیا په ورځنیو چارو لکه مهالوېش جوړولو، د هوا او سپورتي راپورونو چمتو کولو او اداري کارونو کې مرسته وکړي؛ نو رسنیزې ډلې به وکولای شي پر اصلي دندو، یعنې خبر ورکولو، زده‌کړې او تفریح تمرکز وکړي.

یونسکو همداراز زیاتوي، چې دغه ټېکنالوژي د اورېدونکو د اړتیاوو په ښه درک، د اعلانونو په اغېزمنتیا، د عوایدو په زیاتوالي او د ټولنیزو پروګرامونو په پراختیا کې مرسته کوي او دارنګه د معلوماتو د کره‌والي، د سرچینو د تایید او د ارشیفونو د بیاکارونې په برخه کې ګټوره ده.

د یونسکو په وینا؛ د مصنوعي ځیرکتیا د اغېزمنې کارونې لپاره روښانه پالیسۍ، د محرمیت ساتنه، قانوني ارزونه او د کارکوونکو پر مهارتونو پانګونه اړینه ده. یونسکو ټینګار کوي، چې مصنوعي ځیرکتیا یوازې یوه وسیله ده نه غږ.

د فبرورۍ ۱۳مه د راډیو له نړۍوالې ورځې سره برابره ده. په افغانستان کې دغه ورځ داسې مهال نمانځل کېږي، چې په دغه هېواد کې د طالبانو له‌خوا د سختو بندیزونو لګېدو له امله ګڼ شمېر راډیوګانې د تړلو له ګواښ سره مخ دي.

ذبیح‌الله مجاهد: د څار ډلې ماموریت دوام یوه ناکامه تجربه ده

۲۴ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۳ فبروری ۲۰۲۶، ۰۸:۱۷ GMT+۰

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد پر افغانستان د بندیزونو د څار ډلې ماموریت غځولو په غبرګون کې ویلي، د فشار او بندیزونو پالیسۍ خپله ناکامي ثابته کړې ده. نوموړي زیاته کړې، د بندیزونو غځول او د څار ډلې د ماموریت دوام یوه تکراري او ناکامه تجربه ده چې ستونزې نه‌شي حل کولی.

دا په داسې حال کې ده، چې د پنجشنبې په ورځ (د سلواغې ۲۳مه) د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړو پر طالبانو د بندیزونو د څار ډلې او د افغانستان د سولې او امنیت ګواښوونکو بنسټونو ماموریت د یو بل کال لپاره وغځاوه.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد د جمعې په ورځ (د سلواغې ۲۴مه) رسنیو ته په استول شوي پیغام کې ټینګار کړی، نړۍواله ټولنه او په ځانګړې توګه لوېدیځ هېوادونه باید له داسې اقداماتو ډډه وکړي چې د تېرو ناکامو تجربو تکرار وي.

مجاهد یو ځل بیا له لوېدیځو هېوادونو غوښتي، چې د افغانستان پر وړاندې په خپلو اوسنیو پالیسیو له سره غور وکړي. نوموړي د چین او روسیې دریځ ستایلی او ویلي یې دي، افغانستان اوس‌مهال د پرمختګ په حال کې دی او همکارۍ ته اړتیا لري نه د بندیزونو تمدیدولو ته.