• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طارق رحمان په مشرۍ د «بنګله‌دېش ملي‌پال ګوند» پارلماني ټاکنې ګټلي

۲۴ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۳ فبروری ۲۰۲۶، ۱۰:۳۶ GMT+۰

د طارق رحمان په مشرۍ د بنګله دېش ملي پال ګوند ددغه هېواد په پارلماني ټاکنو کې پرېکنده بریا خپله کړې او له نږدې دوو لسیزو سیاسي انزوا وروسته بېرته واک ته ورسېد.

د بنګله دېش د ټاکنو کمېسیون د معلوماتو له مخې، له ۲۹۹څوکیو څخه تر دې مهاله ملي‌پال ګوند ۱۸۱څوکۍ، جماعت اسلامی ۶۱څوکۍ او نورو ګوندونو ۷څوکۍ ګټلې دي. لومړنۍ شمېرنې ښيي چې ملي‌پال ګوند او متحدینو یې لږ تر لږه ۲۱۲څوکۍ خپلې کړې دي، په داسې حال کې چې جماعت اسلامي او متحدینو یې شاوخوا ۷۰څوکۍ ترلاسه کړې دي.

طارق رحمان، چې د پخوانۍ لومړۍ وزیرې خالده ضیا زوی دی، له شاوخوا شلو کلونو جلاوطنۍ وروسته د تېر ډسمبر په میاشت کې پلازمېنې ډاکه ته راستون شوی و. خالده ضیا، چې د بنګله‌دېش لومړنۍ ښځینه لومړۍ وزیره وه، د روان لمریز کال په جدې میاشت کې د اوږدې ناروغۍ له امله د ۸۰کلونو په عمر وفات شوه. هغې د ۱۹۹۱–۱۹۹۶او ۲۰۰۱–۲۰۰۶کلونو ترمنځ دوه دورې لومړۍ وزیره پاتې شوې وه.

نوی حکومت چې مشري به یې طارق رحمان کوي، له ګڼو بېړنیو ننګونو سره مخ دی؛ د سیاسي ثبات ټینګښت، د پانګه‌والو باور بېرته راګرځول او د مهمو صنعتونو، په ځانګړي ډول د کالو اوبدلو صنعت، بیا رغونه یې له مهمو لومړیتوبونو ګڼل کېږي. دا ستونزې وروسته له هغې لا پسې ژورې شوې چې د تېر کال پر مهال د پخوانۍ لومړۍ وزیرې شیخ حسینه حکومت ړنګ شو.

شنونکي وايي، دا ټاکنې په وروستیو کلونو کې د بنګله‌دېش لومړنۍ رښتینې سیالي بلل کېږي او پایلې یې د ۱۷۵میلیونه نفوس لرونکي، اکثریت مسلمان هېواد لپاره د ثبات په راوستلو کې حیاتي اهمیت لري، په ځانګړي ډول وروسته له هغو خونړیو اعتراضونو چې د حسینې پر ضد وشول او ورځنی ژوند او د تولیدي صنعتونو چارې یې ګډوډې کړې.

بنګله‌دېش دا مهال په نړۍ کې د کالیو دویم لوی صادرونکی هېواد دی. ملي‌پال ګوند په خپل ټاکنیز پروګرام کې د کارموندنې رامنځته کولو، د ټیټ عاید لرونکو کورنیو ملاتړ او بزګرانو ته د عادلانه بیو د تضمین ژمنه کړې ده.

د ټاکنو د رسمي پایلو اعلان ښايي څو ورځې وخت ونیسي، او د اساسي قانون له مخې تر رسمي اعلان مخکې نوی حکومت لوړه نه شي کولی. له بلې خوا، ملي‌پال ګوند د پایلو له روښانه کېدو وروسته له خپلو پلویانو مننه کړې او غوښتنه یې کړې چې د هېواد لپاره ځانګړې دعاوې ترسره شي. ګوند همداراز اعلان کړی چې د پراخې بریا سره سره به عامه لاریونونه او جشنونه نه ترسره کوي.

ترویج لرونکی

خیبر پښتونخوا: د ټي‌ټي‌پي پخوانیو ملګرو ترمنځ نښته کې لږ تر لږه ۲۲ کسان وژل شوي
۱

خیبر پښتونخوا: د ټي‌ټي‌پي پخوانیو ملګرو ترمنځ نښته کې لږ تر لږه ۲۲ کسان وژل شوي

۲

بلوچستان: ګوادر کې ۴۷ افغانان ایران ته د ناقانونه تګ پر مهال نیول شوي

۳

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۴
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

۵

د پاکستان پولیس: له پېښور څخه شکارپور ته تښتول شوې نجلۍ مو وژغورله

•
•
•

نور کیسې

د لاریونونو تر اعلان وروسته؛ د پاکستان حکومت په اسلام‌اباد کې پارلمان ته ورغلې لارې وتړلې

۲۴ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۳ فبروری ۲۰۲۶، ۰۹:۵۲ GMT+۰

د پاکستان د اساسي قانون تحریک او د حکومت اپوزیسیون له‌خوا د لاریونونو له اعلان وروسته د پاکستان حکومت په اسلام‌اباد کې پارلمان، دولتي ادارو، سترې محکمې او سفارتونو ته ورغلې ټولې لارې وتړلې. د رسنیو د معلوماتو له مخې؛ ان په دغه لاره د پارلمان غړو ته هم د تګ اجازه نه ورکول کېږي.

د پاکستان د اساسي قانون تحریک او د حکومت اپوزیسیون له‌خوا د لاریونونو تر اعلان وروسته د دغه هېواد پارلمان تړل شوی او ورسره هم‌مهاله د پارلمان دننه او بهر اضافي ځواکونه ځای پرځای شوي دي. په خپرو شویو تصویرونو کې د پارلمان مخې ته ګڼ زغره‌وال ګاډي هم ښکاري.

د راپورونو له مخې؛ د اسلام‌اباد نورې مهمې لارې هم د تګ‌راتګ لپاره تړل شوې او پولیس د اسمبلۍ هیڅ غړي ته د تګ اجازه نه‌ورکوي، چې پارلمان ته ولاړ شي. پولیسو په پارلمان کې د تحریک انصاف یوشمېر غړي پر چوکونو راګرځولي‌ او د تګ اجازه یې نه‌ده ورکړې.

د پاکستان د اساسي قانون تحریک او د حکومت اپوزېسیون تېره ورځ ویلي و، چې د جمعې له لمانځه وروسته د پارلمان ودانۍ مخې ته احتجاجي پرلت کوي او یاد پرلت به تر هغې دوام وکړي؛ څو د عمران خان د بشپړې درملنې ډاډ ورکړل شي.

د پاکستان د ملي شورا د اپوزېسیون مشر محمودخان اڅکزي د پنجشنبې په ورځ (د سلواغې ۲۳مه) پر اېکس‌پاڼه لیکلي و، چې د جمعې په ورځ د پاکستان د پارلمان مخې ته احتجاجي پرلت کوي.

اسلام‌اباد د «اتحاد المجاهدین پاکستان» یو لوړپوړی قوماندان نیولی

۲۴ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۳ فبروری ۲۰۲۶، ۰۶:۰۲ GMT+۰

د پاکستان د ترهګرۍ ضد ادارې اعلان کړی، چې د «اتحاد المجاهدین پاکستان» په نوم د یوې وسله‌والې ډلې لوړپوړی قوماندان نیول شوی دی. ویل کېږي دا هغه ډله ده، چې د تحریک طالبان پاکستان یا «ټي‌ټي‌پي» او د ګل بهادر ډلې په همکارۍ جوړه شوې ده.

د پاکستان حکومت وایي، نیول شوی کس چې په اسامه مشهور دی اصلي نوم یې باقي دی. دغه کس لږترلږه په نهو سترو «ترهګریزو فعالیتونو» کې پر لاس لرلو اعتراف کړی دی.

د پاکستاني «ډان» ورځپاڼې د راپور له مخې؛ د یاد هېواد د ترهګرۍ ضد ادارې چارواکو ویلي، چې اسامه د یوشمېر دولتي کسانو په تښتونه او بریدونو کې هم لاس لاره. راپور زیاتوي، لومړنۍ څېړنې ښيي چې نوموړي حساسو ادارو ته نښه ټاکله او د پولیسو پرسونل انځورونه او معلومات یې «ترهګرو» ته ورکول.

چارواکي وایي، له اسامه څخه نورې پلټنې روانې دي او د هغه د ملګرو د نیولو لپاره عملیات لاهم دوام لري.

طلال چوهدري: د عمران خان د سترګو د لید اغېزمنتیا پرېکړه به وکیل نه متخصص ډاکټر کوي

۲۴ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۳ فبروری ۲۰۲۶، ۰۳:۳۳ GMT+۰

د پاکستان کورنیو چارو په برخه کې د دولت وزیر طلال چوهدري وايي، چې د تحریک انصاف ګوند بنسټګر عمران خان د سترګو د لید او اغېزمنتیا پرېکړه به وکیل نه متخصص ډاکټر کوي. نوموړي ویلي، چې عمران خان ته د درملنې اسانتیاوې پر وخت برابرېږي.

هغه د پاکستان د پارلمان مخې ته له جیونیوز سره په خبرو کې زیاته کړې، د عمران خان وکیل ته ویل شوي چې د خان روغتیایي راپور جوړ کړي. د هغه په خبره، د روغتیایي راپور جوړول د وکیل کار نه؛ بلکې د متخصص ډاکټر کار دی چې عمران ته لېږدول شوی هم دی.

نوموړي زياته کړې: «وکیل نه‌شي ویلی، چې سترګه یې څومره سمه ده یا څومره خرابه؛ یو متخصص ډاکټر به دغه پرېکړه کوي او متخصص ډاکټر ورلېږل شوی هم دی». چوهدري‌ ویلي، چې تحریک انصاف اوس‌مهال سیاسي کارت نه‌لري؛ نو ځکه یې د عمران خان یاده موضوع راپورته کړې.

هغه وویل، دوی سیاسي مخالفان دي، شخصي دښمنان نه، «د پي‌ټي‌ای بنسټګر ته باید هغه ټول حقونه ورکړل شي، چې په قانون کې ذکر شوي دي». چوهدري دا هم ویلي، د تحریک انصاف بنسټګر ته داسي اسانتیاوي ورکول کېږي چې بل هیڅ بندي ته نه ورکول کېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان تحریک انصاف ګوند د یاد هېواد د پخواني لومړي وزیر عمران خان روغتیايي وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي، چې د خان د ښي سترګې ۸۵ سلنه لید کم شوی دی. دغه ګوند زیاته کړې، چې خان بېړنۍ درملنې ته اړتیا لري.

له بل پلوه د پاکستان د اساسي قانون تحریک او د حکومت اپوزیسیون ویلي، چې نن د جمعې له لمانځه وروسته د پارلمان ودانۍ مخې ته احتجاجي پرلت کوي او یاد پرلت به تر هغې دوام وکړي؛ څو د عمران خان د بشپړې درملنې ډاډ ورکړل شي.

اسراييلي رسنۍ: ایراني چارواکي د افغانستان له لارې د تېښتې لپاره له طالبانو مرسته غواړي

۲۴ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۳ فبروری ۲۰۲۶، ۰۰:۲۳ GMT+۰

د اسراییل ۱۴شبکې د خپلو سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې ایران او طالبانو یوه پټه «مالي او نظامي شبکه» جوړه کړې ده. د دغه راپور پر بنسټ، ایراني چارواکي د افغانستان له لارې د بیړنۍ تېښتې لپاره د یوې خوندي لارې د جوړولو او همدارنګه د طالبانو د نظامي ملاتړ جلبولو په لټه کې دي.

د دغې اسراییلي رسنۍ د راپور له‌مخې، د یاد فعالیت مدیریت د ایران د بهرنیو چارو وزارت جګپوړی ډیپلوماټ محمد ابراهیم طاهریان فرد او یو مشهور افغان سوداګر کمال‌ نبي‌زاده پر غاړه لري.

ابراهیم طاهریان د حسن روحاني په حکومت کې د افغانستان په چارو کې د ایران ځانګړی استازی وو او د افغان سیاستوالو په منځ کې له خورا پېژندل شویو ایراني ډیپلوماټانو شمېرل کېږي.

د اسراییل ۱۴شبکې استخباراتي سرچینو ویلي، چې طاهریان او نبي‌زاده د جنورۍ میاشت په لومړیو کې، په افغانستان کې له طالب چارواکو سره پټې لیدنې کړې دي.

دغې رسنۍ ادعا کړې، چې طاهریان له طالبانو سره د دوو موخو لپاره خبرې کړې دي: «لومړی، په هغه صورت کې چې ایران د خپلې بقا لپاره بهرني نظامي ملاتړ ته اړتیا پیدا کړي، د ملېشه ځواکونو جذب کې له طالبانو څخه ډاد ترلاسه کول. دویم، په افغانستان کې د ایراني چارواکو د بیړنۍ وتنې لپاره د یوې خوندي لارې جوړول».

په یاد راپور کې راغلي، ایراني چارواکي هڅه کوي، چې په افغانستان کې امریکايي وسلو او نظامي تجهیزاتو ته لاسرسی ومومي. په راپور کې ادعا شوې، چې ایران د دا ډول همکاریو په بدل کې له طالبانو سره د تېلو او ګازو د معاملې وړاندېز کړی دی.

د اسراییل ۱۴شبکې د کمال نبي‌زاده د پاسپورټ انځور هم خپور کړی او ادعا کوي چې نوموړي په مالي فساد کې له تورنېدو وروسته په بل نوم تازه پاسپورټ جوړ کړی او پرې افغانستان ته یې تګ راتګ هم ډېر شوی دی.

په دې وروستیو کې د امریکا د خزانې وزارت د ایران له قدس ځواک سره د تړاو په تور د کمال نبي‌زاده نوم د بندیزونو په نوملړ کې شامل کړ، خو د هغه دفتر دا تور سیاسي بللی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې په کابل کې د ایران سفارت سرپرست په خپلې یوې تازه مرکه کې ویلي، چې تهران د طالبانو د ادارې د رسمیت پیژندلو په اړه د سلا مشورو په حال کې دی. نوموړي ویلي، چې د طالبانو د ادارې د په رسمیت پېژندلو پر وړاندې کوم خنډ نشته.

طالبانو، ایران او کمال نبي‌زاده لا تراوسه د دغې اسراییلي رسنۍ د ادعاوو په اړه څه ‌نه‌دي ویلي.

په ایران کې د مړه شویو درې پاکستانیانو مړي پاکستان ته ولېږدول شول

۲۴ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۳ فبروری ۲۰۲۶، ۰۰:۱۳ GMT+۰

درې پاکستاني ځوانان چې غوښتل یې په قاچاقي لارو ایران او بیا عراق ته لاړ شي، د لارې په اوږدو کې په ایران کې د سړې هوا له امله مړه شوي دي. پاکستاني رسنۍ وايي، د دغو درېیو ځوانانو مړي پاکستان ته لېږدول شوي او د قاچاق په تړاو یې یو کس هم نیول شوی دی.

د پاکستاني رسنیو د راپور له‌مخې، دغه ۳ ځوانان چې اصغر علي، عبدالواسط او حمزه احسان نومېدل، د تېر کال په ډسمبر میاشت کې یې غوښتل په ناقانونه توګه ایران او بیا عراق ته لاړ شي، خو د لارې په اوږدو کې په ایران خاوره کې د واورې او توپان له امله مړه شوي دي.

د راپور له‌مخې، اصغر علي او عبدالواسط د خپلو کورنیو له لوري تر پېژندنې وروسته خاورو ته سپارل شوي، خو د حمزه احسان کورنۍ وايي، ورسپارل شوی جسد یې زوی نه‌دی او له اړوندو چارواکو یې غوښتي، چې د دوی د زوی مړی یا ژوندی ورته ومومي.

له دې سره سم، د پاکستان امنیتي ادارو بیا ویلي، چې په دغې پېښه کې د ښکېلو انساني قاچاق کوونکو پر ضد لا هم عملیات روان دي او تر اوسه د احسان‌شاه په نوم یو انساني قاچاقبر نیول شوی دی.