• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په بلخ کې د ۸ مېلیونه ډالرو په ارزښت د مالګې د تولید او پروسس کارخونه پرانیستل شوه

۲۴ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۳ فبروری ۲۰۲۶، ۰۹:۱۷ GMT+۰

په بلخ کې د یوه سوداګر له‌خوا د شاوخوا ۸ مېلیونه ډالرو په پانګونې د مالګې د تولید او پروسس کارخونه پرانیستل شوه، چې په ورځني ډول د ۲۴۰ ټنه مالګې د تولید ظرفیت لري. د یادې کارخونې مسوولین وايي، چې په دې برخه کې ورسره ۵۰ کسان په کار بوخت دي.

د هغوی په وینا؛ د دغه کارخونې تولید په هېواد کې تر ډېره د مالګې اړتیا پوره کولای شي. د یادې کارخونې مسوول غلام علي ملکزي زیاته کړې، چې د کارخونې ماشینري او تولید پر نړۍوال معیار برابر دي.

په بلخ کې د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ ادارې بیا ویلي، چې د دغه ولایت په صنعتي برخه کې د پام وړ پرمختګ شوی. د معلوماتو له مخې؛ افغانستان هر کال د ۳۰۰زره ټنه صنعتي او خوراکي مالګې تولید ته اړتیا لري.

معلومات ښيي، په افغانستان کې د مالګې کانونه او د پروسس لپاره ۵۷ فابرېکې جوړې شوې چې په کلني ډول د ۳۰زره ټنه مالګې د تولید ظرفیت لري.

ترویج لرونکی

خیبر پښتونخوا: د ټي‌ټي‌پي پخوانیو ملګرو ترمنځ نښته کې لږ تر لږه ۲۲ کسان وژل شوي
۱

خیبر پښتونخوا: د ټي‌ټي‌پي پخوانیو ملګرو ترمنځ نښته کې لږ تر لږه ۲۲ کسان وژل شوي

۲

بلوچستان: ګوادر کې ۴۷ افغانان ایران ته د ناقانونه تګ پر مهال نیول شوي

۳

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۴
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

۵

د پاکستان پولیس: له پېښور څخه شکارپور ته تښتول شوې نجلۍ مو وژغورله

•
•
•

نور کیسې

د راډیو نړۍواله ورځ؛ یونسکو وایي مصنوعي ځیرکتیا د راډیو د پیاوړتیا وسیله ده

۲۴ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۳ فبروری ۲۰۲۶، ۰۹:۰۲ GMT+۰

د ملګرو ملتونو ښوونیز، علمي او کلتوري سازمان (یونسکو) د راډیو د نړۍوالې ورځې په مناسبت ویلي، چې مصنوعي ځیرکتیا د راډیویي پروګرامونو د پیاوړتیا لپاره یوه مهمه وسیله ده. یاد سازمان ویلي، د سږکال شعار «د مصنوعي ځیرکتیا په پېر کې د راډیو پیاوړتیا» ټاکل شوی دی.

یونسکو ټینګار کوي، چې مصنوعي ځیرکتیا کولای شي د نوښت ترڅنګ له اورېدونکو سره د راډیو اړیکه ژوره کړي؛ خو یاد سازمان وایي دغه چاره هغه مهال شونې ده، چې یاده ټېکنالوژي په سمه توګه وکارول شي.

د یونسکو د خبرپاڼې له مخې، ټکېنالوژي په خپله باور نه جوړوي؛ بلکې دا د راډیو کارکوونکي دي چې د مسلکي قضاوت، خلاقیت او عامه خدمت له لارې د خلکو باور ترلاسه کوي.

په خبرپاڼه کې راغلي، که مصنوعي ځیرکتیا په ورځنیو چارو لکه مهالوېش جوړولو، د هوا او سپورتي راپورونو چمتو کولو او اداري کارونو کې مرسته وکړي؛ نو رسنیزې ډلې به وکولای شي پر اصلي دندو، یعنې خبر ورکولو، زده‌کړې او تفریح تمرکز وکړي.

یونسکو همداراز زیاتوي، چې دغه ټېکنالوژي د اورېدونکو د اړتیاوو په ښه درک، د اعلانونو په اغېزمنتیا، د عوایدو په زیاتوالي او د ټولنیزو پروګرامونو په پراختیا کې مرسته کوي او دارنګه د معلوماتو د کره‌والي، د سرچینو د تایید او د ارشیفونو د بیاکارونې په برخه کې ګټوره ده.

د یونسکو په وینا؛ د مصنوعي ځیرکتیا د اغېزمنې کارونې لپاره روښانه پالیسۍ، د محرمیت ساتنه، قانوني ارزونه او د کارکوونکو پر مهارتونو پانګونه اړینه ده. یونسکو ټینګار کوي، چې مصنوعي ځیرکتیا یوازې یوه وسیله ده نه غږ.

د فبرورۍ ۱۳مه د راډیو له نړۍوالې ورځې سره برابره ده. په افغانستان کې دغه ورځ داسې مهال نمانځل کېږي، چې په دغه هېواد کې د طالبانو له‌خوا د سختو بندیزونو لګېدو له امله ګڼ شمېر راډیوګانې د تړلو له ګواښ سره مخ دي.

ذبیح‌الله مجاهد: د څار ډلې ماموریت دوام یوه ناکامه تجربه ده

۲۴ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۳ فبروری ۲۰۲۶، ۰۸:۱۷ GMT+۰

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد پر افغانستان د بندیزونو د څار ډلې ماموریت غځولو په غبرګون کې ویلي، د فشار او بندیزونو پالیسۍ خپله ناکامي ثابته کړې ده. نوموړي زیاته کړې، د بندیزونو غځول او د څار ډلې د ماموریت دوام یوه تکراري او ناکامه تجربه ده چې ستونزې نه‌شي حل کولی.

دا په داسې حال کې ده، چې د پنجشنبې په ورځ (د سلواغې ۲۳مه) د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړو پر طالبانو د بندیزونو د څار ډلې او د افغانستان د سولې او امنیت ګواښوونکو بنسټونو ماموریت د یو بل کال لپاره وغځاوه.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد د جمعې په ورځ (د سلواغې ۲۴مه) رسنیو ته په استول شوي پیغام کې ټینګار کړی، نړۍواله ټولنه او په ځانګړې توګه لوېدیځ هېوادونه باید له داسې اقداماتو ډډه وکړي چې د تېرو ناکامو تجربو تکرار وي.

مجاهد یو ځل بیا له لوېدیځو هېوادونو غوښتي، چې د افغانستان پر وړاندې په خپلو اوسنیو پالیسیو له سره غور وکړي. نوموړي د چین او روسیې دریځ ستایلی او ویلي یې دي، افغانستان اوس‌مهال د پرمختګ په حال کې دی او همکارۍ ته اړتیا لري نه د بندیزونو تمدیدولو ته.

د ټرمپ مرستیال طالبانو ته: امریکایي یرغملي خوشې کړئ

۲۴ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۳ فبروری ۲۰۲۶، ۰۷:۳۳ GMT+۰

د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د معاون مرستیال سباسټین ګورکا له طالبانو غوښتي، چې امریکایي یرغملي ژر تر ژره خوشې کړي. هغه ټینګار کړی، چې ټرمپ په ښکاره ویلي طالبان باید د یرغمل نیولو بهیر ودروي؛ که نه له جدي پایلو سره به مخ شي.

ګورکا د جمعې په ورځ پر اېکس پاڼه د یرغملو امریکایي وګړو انځورونه خپاره کړل او ویې ویل: «تر هغې چې ډېنس کویل او محمودشاه حبیبي خپلو کورونو ته ستانه نه‌شي، موږ به ارام ونه اوسو».

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې د امریکا استازې ټمي بروس هم ویلي، چې طالبان نیول شوي کسان د فشار د وسیلې په توګه کاروي. هغې ټینګار کړی، چې طالبان باید د یرغمل او خپل‌سرو نیونو ټولې بڼې پای ته ورسوي.

د هغې په وینا؛ طالبانو د هغو امریکایانو د خوشې کولو په بدل کې چې اوس بندیان دي، په ګوانتانامو زندان کې د القاعده د یوه بندي د خوشې کېدو غوښتنه کړې ده. د نیویارک ټایمز ورځپاڼې څو اوونۍ وړاندې راپور ورکړی و، چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د امریکایي بندیانو د خوشې کولو په اړه پټې خبرې ستونرمن حالت ته رسېدلې دي.

ویل کېږي، چې دواړو لورو په تېرو میاشتو کې په پټه خبرې کړې دي. راپورونه ښيي، طالبان د محمد رحیم په نوم د یوه بندي د خوشې کېدو غوښتنه لري چې له ۲۰۰۸ کال راهیسې په ګوانتانامو کې ساتل کېږي او د اسامه بن لادن له شبکې سره په همکارۍ تورن دی.

امریکا څو ځله له طالبانو غوښتي، چې د افغان-امریکایي وګړي او د ملکي هوايي چلند د پخواني رییس محمودشاه حبیبي د برخلیک په اړه وضاحت ورکړي؛ خو طالبانو د هغه نیول رد کړي دي.

امریکا ویلي، چې د محمودشاه حبیبي د ځای معلومولو او خوندي ستنېدو معلوماتو پیدا کولو لپاره تر پنځه مېلیون ډالرو انعام ورکوي. د امریکا فدرالي څېړنیزې ادارې ویلي، چې حبیبي په ۲۰۲۲کال کې په افغانستان کې د القاعده د مشر اېمن الظواهري تر وژل کېدو څو ورځې وروسته نیول شوی؛ خو طالبان دغه ادعا نه‌مني.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي، چې یوازې ډینس والتر کویل او پالینسیس جکسون د دوی په بند کې دي. د امریکا استازو په تېر یو کال کې څو ځله افغانستان ته سفرونه کړي؛ څو د امریکایي بندیانو د خوشې کېدو موضوع وڅاري.

د راډیو نړۍواله ورځ؛ اروپایي ټولنې له ازاده رسنیو ملاتړ څرګند کړی

۲۴ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۳ فبروری ۲۰۲۶، ۰۶:۴۷ GMT+۰

په افغانستان کې د اروپایي ټولنې استازولۍ د راډیو نړۍوالې ورځې په مناسبت ویلي، چې راډیو لاهم په دغه هېواد کې د معلوماتو او زده‌کړې لپاره د ژوند مهمه وسیله ده. د اروپایي ټولنې په وینا؛ راډیو له ښارونو تر لرو پرتو کلیو پورې هغه سیمو ته هم معلومات رسوي، چې نورې رسنۍ یې نه‌شي رسولی.

اروپایي ټولنې ټینګار کړی، چې دوی د خپلواکو، باخبره او ښوونیزو رسنیو ملاتړ کوي؛ څو خلک او په ځانګړي ډول افغان ښځې او نجونې باوري معلوماتو او ښوونیزو پروګرامونو ته لاسرسی ولري.

د فبرورۍ ۱۳مه په ۲۰۱۱کال کې د یونسکو له‌خوا د راډیو نړۍوالې ورځې په نوم ونومول شوه او په ۲۰۱۲کال کې د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ په رسميت وپېژنده. دغه ورځ د راډیو اهمیت، د زده‌کړې او کلتوري تبادلې په برخه کې د معلوماتو رسولو او د هغې رول ته ځانګړې شوې ده.

ورته مهال په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ مرستیالې جورجټ ګانیون د راډیو نړۍوالې ورځې په مناسبت د افغاني ټولنې د وېښتیا او پوهاوي برخه کې د راډیوګانو رول ستایلی. ګانیون په افغانستان کې د راډیو له ټولو کارکوونکو ملاتړ څرګند کړی.

له ایران او پاکستان نه تر ۷۰۰ ډېرې کورنۍ افغانستان ته ستنې شوې

۲۴ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۳ فبروری ۲۰۲۶، ۰۶:۲۱ GMT+۰

د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون خبر ورکړی، چې یوازې د پنجشنبې په ورځ ۷۰۴ کډوالې کورنۍ افغانستان ته ستنې شوې دي. یاد کمېسیون زیاته کړې، چې په همدې ورځ یې ۲۷۴ نورې کورنۍ خپلو سیمو ته لېږدولې دي.

د دغه کمېسیون د راپور له مخې؛ دغه کډوال د ننګرهار د تورخم، د کندهار د سپین بولدک، د هلمند د بهرامچې، د هرات د اسلام‌کلا او د نیمروز د ورېښمو پله له لارې ستانه شوي دي. راپور زیاتوي، چې له دې ډلې د ورېښمو پله له لارې ۱۹، د اسلام‌کلا له لارې ۱۱، د سپين بولدک له لارې ۴۱، د بهرامچې له لارې ۳ او د تورخم له لارې ۶۳۰ کورنۍ افغانستان ته ستنې شوې دي.

له بل پلوه د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی، چې په تېرو درېیو میاشتو کې نږدې ۹۴زره کډوالې کورنۍ له ایران، پاکستان او ترکیې نه افغانستان ته ستنې شوې دي. د دغه وزارت په وینا؛ په دغه موده کې ۲۵۴زره او ۲۱۸ کسان له کورنیو پرته په جبري توګه ستانه کړای شوي دي.

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت زیاته کړې، چې په ورته موده کې ۳زره او ۶۴۸ بندیان د پاکستان له بېلابېلو زندانونو خوشې شوي دي.