د روسیې او سعودي عربستان بهرنیو چارو وزیران د ایران او غزې پر وضعیت غږېدلي

د روسیه د بهرنیو چارو وزارت وایي چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر سرگیي لاوروف د جمعې په ورځ د سلواغې په ۲۴مه د سعودي عربستان د بهرنیو چارو له وزیر فیصل بن فرحان سره په یوه ټیلیفوني اړیکه کې د ایران او غزې پر وضعیت خبرې کړې دي.
د خبر له مخې، په دې اړیکه کې د ایران او غزې پر وروستیو پرمختګونو او سیمهییز وضعیت بحث شوی دی. نور جزییات نه دي خپاره شوي.
