• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو د چاپېریال ساتنې اداره: د څه باندې ۱۷ میلیونو نیالګیو کېنولو کمپاین پیل شو

۲۴ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۳ فبروری ۲۰۲۶، ۱۷:۳۵ GMT+۰

د طالبانو تر واک لاندې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې ویلي، چې د نیالګیو کېنولو ملي کمپاین یې د ننګرهار په پچیراګام ولسوالۍ کې پیل کړی او سږکال به د هېواد په ټولو ولایتونو کې ۱۷ میلیونه نیالګي کېنول شي.

طالبانو د نیالګیو کېنولو ملي کمپاین سږ کال د ننګرهار له پچیراګام ولسوالۍ څخه پیل کړ.

د طالبانو د چاپېریال ساتنې ملي ادارې رييس مطیع‌الحق خالص د جمعې په ورځ (د سلواغې ۲۴مه) وویل، د نیالګیو کېنولو یاد کمپاین به د هېواد نورو ولایتونو ته هم وغځول شي. د نوموړي په وینا، سږکال به په ټول هېواد کې څه باندې ۱۷ میلیونه مېوه لرونکي او غیر مېوه لرونکي نیالګي کېنول شي.

مطیع‌الحق خالص زیاته کړې: «شپږ زره نیالګي چې ۲۰۰۰ یې بې ثمره او نور یې ثمر لرونکي دي، د هغې د کینولو پیل دی. دا په ټول هېواد کې د ۱۴۰۵ کال د نیالګیو د کېنولو پیل دی او ۳۴ ولایتونو ته به دغه کمپاین وغځول شي».

په ورته وخت کې طالب چارواکو له خلکو غوښتي، چې د تازه کېنول کېدونکو نیالګیو ساتنه اوپالنه وکړي.

په ننګرهار ولایت کې د طالبانو مالي او اداري رییس احمد حمزه ویلي: «دا ډېره مهمه ده.د دې نیالګیو ساتنه ستاسو مسوولیت دی، مشران به یې درته کېنوي او تطبیق به یې کړي، خو تاسو یې باید په ښه ډول پالنه وکړئ».

دا په داسې حال کې ده، چې هر کال د هېواد په ټولو ولایتونو کې په میلیونونه مېوه لرونکي او زینتي نیالګي کېنول کېږي، خو د مسوولینو او عامو خلکو د نه‌پاملرنې له امله ډیری یې وچېږي.

ترویج لرونکی

خیبر پښتونخوا: د ټي‌ټي‌پي پخوانیو ملګرو ترمنځ نښته کې لږ تر لږه ۲۲ کسان وژل شوي
۱

خیبر پښتونخوا: د ټي‌ټي‌پي پخوانیو ملګرو ترمنځ نښته کې لږ تر لږه ۲۲ کسان وژل شوي

۲

بلوچستان: ګوادر کې ۴۷ افغانان ایران ته د ناقانونه تګ پر مهال نیول شوي

۳

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۴

د پاکستان پولیس: له پېښور څخه شکارپور ته تښتول شوې نجلۍ مو وژغورله

۵
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

•
•
•

نور کیسې

ملګري ملتونه: د راستنېدونکو افغان کډوالو د ملاتړ لپاره ۲۱۶ میلیونه ډالرو ته اړتیا ده

۲۴ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۳ فبروری ۲۰۲۶، ۱۷:۲۶ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو عالي کمېشنرۍ اعلان کړی چې د ۱۴۰۲ کال د تلې میاشتې راهیسې تر اوسه له ګاونډیو هېوادونو څخه له ۵،۴ میلیونو ډېر افغان کډوال بېرته هېواد ته راستانه شوي دي. دوی ویلي، چې د راستنېدونکو او بې‌ځایه شوو د ملاتړ لپاره ۲۱۶ میلیونو ډالرو بېړنۍ مرستې ته اړتیا ده

د دې ادارې په وینا، یوازې د روان ۲۰۲۶ میلادي کال له پیل راهیسې تر ۱۵۰ زرو ډېر افغانان له ګاونډیو هېوادونو بېرته افغانستان ته راغلي دي. دغه سازمان خبرداری ورکړی چې هره ورځ د زرګونو کسانو راستنېدل د مرستو بهیر له سخت فشار سره مخ کړی او موجود ظرفیتونه تر پوښتنې لاندې دي.

یادې کمېشنرۍ ویلي چې د راستنېدونکو او داخلي بې‌ځایه شوو کسانو د ملاتړ لپاره ۲۱۶ میلیونو ډالرو بېړنۍ مرستې ته اړتیا ده، خو تر اوسه یوازې ۸ سلنه بودیجه برابره شوې ده. د دوی په خبره، که اضافي مالي ملاتړ برابر نه شي، د مرستو رسولو بهیر به لا ډېر زیانمن شي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو د عالي کمېشنرۍ استازي عرفات جمال په جنیوا کې یوې خبري غونډې ته ویلي، د راستنېدو چټکتیا او پراخوالی افغانستان لا ژور بحران ته ټېل وهي. هغه زیاته کړې چې د میلیونونو افغانانو ناڅاپي بېرته راتګ، چې شاوخوا ۱۲ سلنه نفوس جوړوي، هېواد یې «د ناتوانۍ تر پولې رسولی دی.»

افغانستان دا مهال د لوږې له مخ پر زیاتېدونکي بحران سره مخ دی؛ هغه وضعیت چې له ایران او پاکستان څخه د افغانانو د پراخو اخراجونو، د بهرنیو مرستو کمېدو او اقتصادي رکود له امله نور هم سخت شوی دی.

د تازه راپور له مخې چې د نړیوال بانک له خوا خپور شوی، له راستنېدونکو سره د نفوس چټک زیاتوالی په ۲۰۲۵ کال کې د سړي سر ناخالص کورني تولید ۴ سلنه کمښت رامنځته کړی دی.

د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو د عالي کمېشنرۍ د نوې سروې موندنې ښيي چې له نیمايي څخه زیاتې راستنېدونکې کورنۍ هېڅ ډول هویتي اسناد نه لري او له ۹۰ سلنې ډېر یې په ورځ کې له ۵ ډالرو څخه په کمو عوایدو ژوند کوي.

سربېره پر دې، ۵ سلنه راستنېدونکو ویلي چې غواړي بېرته له افغانستانه ووځي او له ۱۰ سلنې ډېرې کورنۍ وايي چې د دوی خپلوان یا د ټولنې غړي تر راستنېدو وروسته بیا له هېواده وتلي دي.

ملګرو ملتونو ټینګار کړی چې د افغانستان د خراب بشري وضعیت او د نفوس د چټک زیاتوالي له امله په ۲۰۲۶ کال کې بېړنۍ اړتیا ده چې نړیواله ټولنه خپل ملاتړ پراخ کړي، څو هم بیړنۍ مرستې زیاتې شي او هم د راستنېدونکو د بیا ادغام په بهیر کې پانګونه وشي.

د ترکیې سرحدي ځواکونو په ادرنه ښار کې لږ تر لږه ۱۸ افغان کډوال نیولي دي

۲۴ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۳ فبروری ۲۰۲۶، ۱۷:۱۴ GMT+۰

د ترکیې په ادرنه ښار کې سرحدي ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې لږ تر لږه ۱۸افغان کډوال نیولي، چې د اروپا پر لور یې د غیرقانوني تګ هڅه کوله. د معلوماتو له مخې دغه نیول شوي افغانان وروسته له اداري چارو بشپړولو، د اړوند ښار د کډوالو ادارې ته د اخراج لپاره سپارل شوي دي.

ادرنه ښار د ترکیې له هغو مهمو سرحدي لارو څخه دی چې کډوال یې د اروپا د تګ لپاره کاروي. ډیری کډوال هڅه کوي چې د دې لارې اروپایي هیوادونو ته ځان ورسوي.

د ترکیې پولیس وایي چې د غیرقانوني کډوالۍ د مخنیوي څارنې عملیات په دوامداره توګه روان دي.

د ترکیې د کډوالو ادارې د معلوماتو له مخې، یوازې په تیر یوه کال کې شاوخوا ۱۵۲زره بې اسنادو کډوال ونیول شول، چې له دې ډلې ۴۲زره افغان کډوال وو. یوازې د جدی میاشتې په جریان کې ۳,۰۵۳افغان کډوال ونیول شول.

د طالبانو د قراردادي شرکت مشر د اپسټین د رسوایۍ له امله له دندې استعفا ورکړه

۲۴ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۳ فبروری ۲۰۲۶، ۱۶:۵۱ GMT+۰

په دوبۍ کې د «ډي پي‌ ورلډ» شرکت مشر سلطان احمد بن سلیم، د امریکايي جنسي مجرم جفري اپسټین سره د اوږدمهاله اړیکو د افشا کېدو وروسته له خپلې دندې استعفا وکړه. دا شرکت د طالبانو له قراردادي شرکتونو څخه دی چې له رسوایۍ وروسته په نړیوالو بازارونو کې د شرکت پر وړاندې فشارونه ډېر شول.

د دوبۍ دولتي رسنیو دفتر په مستقیم ډول د بن سلیم نوم نه دی یاد کړی، خو اعلان یې کړی چې عیسی کاظم د هییت مشر او یووراج نارایان د اجرایوي مشر په توګه ټاکل شوي دي. دا بدلونونه وروسته له هغه وشول چې نړیوالو کمپنیو د اپسټین اړوند اسنادو خپرېدو وروسته له «ډي پي‌ ورلډ»سره خپلې مالي اړیکې پرې کړې. د کاناډا دویم لوی تقاعدي صندوق «لا کس» اعلان وکړ چې په دې شرکت کې خپلې پانګونې دروي او یو بریتانوي پانګونې پلیټ‌فارم هم د راتلونکو پانګونو پلان لغوه کړ.

سلطان احمد بن سلیم د اماراتو یو مشهوره تجارتي څېره ده، چې په دوامداره توګه د دوبۍ واکمن ترڅنګ څرګندیږي او د دونالډ ټرمپ سره هم عکسونه لري. بن سلیم له ۲۰۰۷ کال راهیسې د «ډي پي‌ ورلډ»د هییت مشر او له ۲۰۱۶ کال راهیسې د دې شرکت د لویو بندرونو مدیر دی.

له اپسټین سره اړیکې او د طالبانو قراردادونه

د امریکا د عدلي وزارت اسناد ښيي چې سلطان احمد بن سلیم د کلونو راهیسې له جفري اپسټین سره اړیکې لرلې. سره له دې، بن سلیم تر اوسه کوم جرم نه دی کړی.

د «ډي پي‌ ورلډ»استازي د ۱۴۰۴ کال د لېندۍ په ۱۶مه د طالبانو د مرستیال اقتصادي وزیر عبدالغني برادر په دفتر کې د «پانګونې د شرطنامې سند» له مالیې وزارت سره لاسلیک کړ. په دې مراسمو کې د ملا برادر د دفتر مشر عبدالله عزام وویل چې دا تړون به د افغانستان د بندرونو او سوداګریزو لارې چارو پراختیا زمینه برابره کړي.

د تړون له مخې، یاد شرکت ژمنه وکړه چې د افغانستان د شمال په حیرتان بندر او د ختیځ په تورخم بندر به عصري کړي. سره له دې چې دغه قراردادونه ډېر مهم دي، طالبان تر اوسه د دې حقوقي جزییاتو او شفافو معلوماتو په اړه څه نه دي ویلي. د طالبانو د مالیې وزارت هم کوم رسمي اعلامیه نه ده خپره کړې، یوازې د مرستیال اقتصادي دفتر ځیني خبرونه خپاره کړي.

میلیونونه پاڼې ایمیلونه او اسناد ښيي چې د جفري اپسټین د اړیکو شبکه له سرحدونو هاخوا وه. که څه هم تر اوسه د افغانستان کوم پېژندل شوی سیاستوال یا پانګوال په دې اسنادو کې نه دی لیدل شوی، خو اپسټین د منځني ختیځ له شتمنو کسانو سره نږدې اړیکې لرلې.

د امریکا د عدلي وزارت ایمیلونه ښيي چې سلطان بن سلیم د اپسټین د ۲۰۰۸ کال د جنسي قاچاق او ماشومانو د ځورونې د محکومیت وروسته هم د هغه سره نږدې اړیکه ساتلې وه. دغه اړیکې تر ۲۰۱۹ کال د اپسټین د ځان وژنې پورې دوام درلودې.

دا استعفا د «ډي پي‌ ورلډ»لپاره لوی بدلون ګڼل کېږي، ځکه چې شرکت د نړیوالو اړیکو او پانګونو په برخه کې له شدیدو ننګونو سره مخ دی.

د روسیې سفیر: د کانت پوځي اډه د افغانستان له احتمالي ګواښونو سره د مقابلې لپاره سمبال ده

۲۴ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۳ فبروری ۲۰۲۶، ۱۶:۴۲ GMT+۰

په بیشکک کې د روسیه سفیر وایي چې په قرغزستان کې د کانت هوايي اډه د جنوبي لوري، په ځانګړي ډول د افغانستان څخه د احتمالي امنیتي ګواښونو سره د مقابلې لپاره په کافي اندازه سمبال ده او د پراختیا اړتیا نه لري.

د روسیې سفیر، سرګي واکونوف، ویلي چې په کانت هوایي اډه کې مېشت ځواکونه د قرغیزستان له امنیتي ارګانونو سره د ترهګرۍ، افراط‌ګرۍ، د مخدره توکو د قاچاق او پلان شویو جرمونو پر وړاندې مبارزه کې همکاري کوي.

د هغه په وینا، دغو ځواکونو د ټولنیز امنیت تړون سازمان له نورو غړو هېوادونو سره ګډ پوځي تمرینونه هم ترسره کړي دي.

نوموړي زیاته کړې چې دغه اډې د «مرز-۲۰۲۵» په نوم د قوماندې او پوځي مانورو په ترسره کولو کې، چې د ایسیک‌کول په ولایت کې ترسره شوي، فعاله ونډه لرلې ده.

د روسیې سفیر ټینګار کړی چې مسکو به د کانت هوايي اډه په پرمختللو پوځي تجهیزاتو او عصري ټکنالوژۍ لا سمبالولو ته دوام ورکړي.

د کانت هوايي اډه له شلو کلونو راهیسې فعاله ده او په مرکزي اسیا کې د ټولنیز امنیت تړون سازماند چټک غبرګون ځواکونو د هوايي ملاتړ مهم مرکز بلل کېږي. دا اډه په سیمه کې د امنیت په ټینګښت کې کلیدي رول لري، په ځانګړي ډول د افغانستان اړوند د وسله‌والو ډلو د فعالیتونو له احتمالي ګواښونو سره د مقابلې په برخه کې.

طالبان وایي د هېواد د زونونو په کچه نوي زر کسیز پوځي قطعات جوړوي

۲۴ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۳ فبروری ۲۰۲۶، ۱۶:۱۶ GMT+۰

د طالبانو سیمه‌ ییزو چارواکو اعلان کړی چې د زونونو په کچه به نوي زر کسیز پوځي قطعات جوړ شي. د طالبانو له لوري د نویو پوځی قطعاتو جوړول داسې اقدام دی چې د امنیتي جوړښتونو د پراختیا او پر سیمه ییزو ادارو د لا زیات کنټرول په توګه ارزول کېږي.

د بلخ ولایت د طالبانو د والي دفتر ویلي، دا پرېکړه د شمال‌لوېدیځ زون د والیانو د همغږۍ په غونډه کې شوې، چې د فاریاب ولایت په مرکز میمنه کې جوړه شوې وه.

د چارواکو په وینا، دغه قطعات به د هبت‌الله اخندزاده د لارښوونې پر بنسټ او د هر ولایت د اړتیا له مخې جوړ شي.

د طالبانو په دې پلان کې نه یوازې د پوځي جوړښت پراختیا شامله ده، بلکې د راستنېدونکو افغانانو لپاره د دیني زده‌کړو پر پروګرامونو هم ټینګار شوی دی. د غونډې د پرېکړې له مخې، د حج او اوقافو ریاستونه به راستنېدونکو ته دیني روزنه ورکوي او په بلخ کې به د راستنېدونکو ماشومانو لپاره یوه لویه دیني مدرسه هم جوړه شي.

طالبانو ویلي چې دا زر کسیز قطعات به د هېواد په اوو زونونو کې جوړ شي، چې مهم اداري مرکزونه یې په کابل، هرات، ننګرهار، کندز، پکتیا او کندهار کې موقعیت ولري.

تر اوسه طالبانو د دغو نویو قطعاتو د جوړښت، دندو او دقیق ماموریت په اړه نور جزییات نه دي ورکړي، خو شنونکي وايي چې دا اقدام ښيي طالبان هڅه کوي خپل پوځي حضور منظم او مرکزي کړي او همدارنګه د راستنېدونکو پر ټولنیز او فکري چاپېریال هم اغېز زیات کړي.