طالبان وایي کاپیسا کې یې دوه لرغوني ځایونه کشف کړي

په کاپیسا کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست وايي، د دغه ولایت په نجراب ولسوالۍ کې «د کلکان او غراغَین» په نومونو دوه لرغوني ځایونه کشف شوي دي. د یاد ریاست په وینا؛ د لومړنیو څېړنو له مخې دغه ځایونه بودایي پېر پورې تړاو لري.

یاد ریاست زیاته کړې، چې دغه ځایونه د خاورینې غونډۍ په بڼه دي او زاړه دېوالونه لري. په کاپیسا کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست وايي، اوس‌مهال د دغه ریاست په رسمي نوملړ کې تر ۱۱۰ زیاتې تاریخي او لرغونې ساحې ثبت دي.