امریکا: د یمني وګړو لپاره د «لنډمهاله ملاتړ» وضعیت پای ته رسېدلی دی

د ډونالد ټرمپ حکومت اعلان کړی چې د یمن هېواد وګړو لپاره د «لنډمهاله ملاتړ» وضعیت پای ته رسېدلی دی. د امریکا د کورني امنیت وزیر د جمعې په ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره دا پرېکړه اعلان کړه.
«لنډمهاله ملاتړ» په متحده ایالاتو کې هغه پروګرام ته اشاره کوي چې د ځینو هېوادونو وګړو ته د بحراني حالاتو پر مهال اجازه ورکوي څو په موقتي ډول په امریکا کې پاتې شي او کار وکړي.
