• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

افغانستان ته د هند د «ټي‌ډي» واکسین د مرستو جوپه ورسېده

۲۴ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۳ فبروری ۲۰۲۶، ۰۳:۳۰ GMT+۰

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت خبر ورکړی، چې هند د خپلو مرستو او روغتیايي همکاریو پر دوام ۱۳۱ کارټنه «ټي‌‌ډي» واکسین افغانستان ته لېږلي دي. د دغه وزارت په وینا؛ په هر کارتن کې ۷۶۸ ډوزه واکسین شامل دي، چې د روغتیايي خدمتونو ښه‌والي په موخه به وکارول شي.

هند تر دې وړاندې هم له افغانستان سره نږدې ۹.۵ ټنه د سرطان ضد درملو مرسته کړې وه.

ترویج لرونکی

امرالله صالح: په سیمه کې د یوه نوي هېواد د رامنځته کېدو نښې لیدل کېږي
۱

امرالله صالح: په سیمه کې د یوه نوي هېواد د رامنځته کېدو نښې لیدل کېږي

۲
شننه

د جمعه خان فاتح قضیه او د هبت‌الله د ځواک او هیبت ازموینه

۳

د طالبانو د ریاست الوزرا مرستیال د روغتیايي سکتور پر پیاوړتیا او پراختیا ټینګار کړی

۴

ذبیح الله مجاهد: د شریعت له‌مخې په افغانستان کې د ښځو حقونه خوندي دي

۵
ځانګړی

د کندهار د یوه زنداني کیسه؛ درې کاله زندان پر فیسبوک د یوې تبصرې بیه

•
•
•

نور کیسې

د برلین د فلمونو نړۍواله جشنواره د افغان فلم جوړونکې د فلم په نندارې پرانیستل کېږي

۲۴ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۳ فبروری ۲۰۲۶، ۰۳:۰۲ GMT+۰
100%

«ښه نارینه نه‌شته» فلم چې د شهربانو سادات له‌خوا جوړ شوی، د برلین د فلمونو ۷۶مې نړۍوالې جشنوارې د پرانیستونکي فلم په توګه غوره شوی دی. دغه رومانټيک کومېډي فلم په کابل کې د یوې ښځینه خبریالې کیسه بیانوي، چې باور لري په افغانستان کې ښه نارینه نه‌شته.

دغه فلم د «نارو» کیسه انځوروي، چې د یوې ټلوېزیوني شبکې خبریاله ده. هغه د خپل مېړه د خیانت له امله له هغه جلا شوې وي او وروسته له یوه خبریال «قدرت» سره اشنا کېږي، چې د مینې او انساني اړیکو په اړه یې نظر بدلېږي.

د برلینال د فلممونو نړۍواله جشنواره د فبرورۍ له ۱۲مې تر ۲۲مې نېټې پورې د جرمني د برلین په ښار کې ترسره کېږي او هر کال د نړۍ د سینما د غوره اثارو کوربه‌توب کوي. شهربانو سادات په خپله د دغه فلم اصلي رول (نارو) لوبولی دی او افغان لیکوال او هنرمند «انور هاشمي» د قدرت رول ادا کړی دی.

«ښه نارینه نه‌شته» د شهربانو سادات درېیم بشپړ اوږد فلم دی. اغلې سادات تر دې وړاندې هم د کانز فلم جشنوارې او نورو نړۍوالو غونډو کې د «لېوه او پسه» او «روزنتون» فلمونو لپاره ستایل شوې وه.

شهربانو سادات ګارډن ورځپاڼې ته په یوه مرکه کې ویلي: «د افغانانو ورځنی ژوند یوازې د جګړې ډرامه نه‌ده. موږ هم طنز، مینه او د خوښۍ شېبې لرو. ما غوښتل د دغه فلم له لارې په افغانستان کې د ښځو او ښو نارینه‌و یو بل ډول انځور وړاندې کړم او هغوی ته درناوی وکړم».

اغلې سادات د خپل فلم په اړه وویل، «د افغانستان لومړۍ رومانټیکه کومېډي» داسې اسانه موضوع نه‌وه چې ژر دې د خلکو پام ځان ته واړوي.

هغې زیاته کړه، خطر په غاړه اخیستل او لېوالتیا هغې ته د برلین فلم جشنوارې د پرانیستې موکه ورکړې چې هغه د مارټین سکورسیز او کوېن برادرز په څېر د مشهورو څېرو ترڅنګ ودرېږي.

د برلین فلم جشنوارې مشرې ټرېشیا ټوټل، شهربانو سادات «د نړۍ د سینما له زړه‌ راښکونکو څېرو» بللې او ویلي یې دي، چې هغې «د دغه فلم د جوړېدو لپاره ډېر ګواښ ومانه». فلم «ښه نارینه نه‌شته» د افغانستان، جرمني، فرانسې، ناروې او ډنمارک ګډ تولید دی.

په جلاوطنۍ کې د افغان مدافع وکیلانو ټولنه: د طالبانو جزایي اصولنامه مشروعیت نه‌لري

۲۴ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۳ فبروری ۲۰۲۶، ۰۲:۴۲ GMT+۰
100%

په جلاوطنۍ کې د افغان مدافع وکیلانو خپلواکه ټولنه چې له بروکسېل فعالیت کوي وایي، د طالبانو جزایي اصولنامه له کورني او نړۍوال حقوقي پلوه مشروعیت نه‌لري. یادې ټولنې ویلي، دغه سند د «اسلامي شریعت»، د جزایي حقونو اصولو، بشري حقونو او د افغانستان له نړۍوالو مهمو ژمنو سره په ټکر کې دی.

په هغه اعلامیه کې چې د یادې ټولنې له‌خوا خپره شوې راغلي، چې د طالبانو جزایي اصولنامه په یو اړخیز ډول د افغانستان ټول پخواني قوانین او نړۍوالې ژمنې لغوه کړې دي. د ټولنې په وینا؛ دغه سند د منځ پانګې او جوړښت له پلوه هم د جزایي عدالت بنسټیز اصول او د انساني کرامت ارزښتونه تر پښو لاندې کوي.

د افغانستان د محاکمو جزایي اصولنامه تېره میاشت خپره شوه او د طالبانو د مشر ملاهبت الله اخندازده په لاسلیک نافذه او لازم‌الاجرا اعلان شوې ده. د طالبانو د سترې محکمې ویاند د یادې اصولنامې منځ‌پانګه تایید کړې او ویلي یې دي، که افغانان «تعزیري» جرمونه ترسره کړي؛ د هغوی د ټولنیز دریځ له مخې به بېلابېلې سزاوې ورکړل شي.

په جلاوطنۍ کې د افغان مدافع وکیلانو خپلواکې ټولنې همداراز ویلي، بدني سزاوې لکه په دورو وهل له هغه نړۍوال کنوانسیون سره په ټکر کې ده چې افغانستان د شکنجې د مخنیوي په برخه کې منلي او ورسره یوځای شوی دی.

په اعلامیه کې دا هم راغلي، چې د غلامۍ په رسمیت پېژندل، د جزایي مسوولیت لپاره د عمر نه ټاکل، د مذهبي ازادۍ محدودول، د مدني او سیاسي حقونو د نړۍوال میثاق نقض او جنسیتي تبعیض هغه موارد دي چې د افغانستان له نړۍوالو ژمنو ښکاره سرغړونې بلل شوې دي.

یادې ټولنې له دولتونو او نړۍوالې ټولنې غوښتي، چې دغه اصولنامه دې له حقوقي پلوه ناقانونه اعلان کړي او د تطبیق مخه دې ونیسي.

همداراز دوی د بشري حقونو شورا، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي، د تړونونو له کمېټو او یوناما دفتر څخه غوښتنه کړې چې دغه اصولنامه له بشري حقونو د جدي سرغړونې سند په توګه ثبت او راپور کړي او په ځانګړي ډول یې د ښځو، ماشومانو او زیان‌منونکو ډلو پر حقونو د تطبیق اغېزې وڅېړي.

کارخونه‌لرونکو ته د طالبانو خبرداری؛ که چاپېریالي اصول مراعت‌ نه‌کړۍ چارې به مو وځنډول شي

۲۴ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۳ فبروری ۲۰۲۶، ۰۱:۳۵ GMT+۰
100%

د طالبانو د چاپېریال ساتنې ادارې رییس مطیع‌الحق خالص په ننګرهار کې د صنعتي فابریکو له مسوولینو سره په کتنه کې هغوی ته په خطاب کې خبرداری ورکړ، که په خپلو چارو کې چاپېریالي شرایط او اصول مراعات نه‌کړۍ، نو فعالیتونه به مو وځنډول شي.

د طالبانو د چاپېریال ساتنې ادارې د پنجشنبې په ورځ (د سلواغې ۲۳مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، مطیع‌الحق خالص ننګرهار ته د خپل سفر پر مهال د یاد ولايت د صنعتي کارخونو له مسوولینو سره په کتنه کې د چاپېریالي اصولو د تطبیق د څرنګوالي او همداراز د چاپېریالي قوانینو پر جدي مراعت، د هوا د ککړتیا پر مخنیوي، د دود د کنټرول سیسټمونو پر نصب او د معیاري فلټرونو پر کارولو ټینګار وکړ.

د خبرپاڼې له‌مخې، د ننګرهار د صنعتي کارخونو مسوولینو خپلې ستونزې، اړتیاوې او وړاندیزونه له مطیع‌الحق خالص سره شریک کړل او د چاپېریالي معیارونو د پلي کېدو په برخه کې یې د لا زیاتو همکاریو غوښتنه وکړه.

مطیع‌الحق خالص خبرداری ورکړ: «هغه فابریکې چې چاپېریالي شرایط او اصول نه‌مراعتوي، په لومړي پړاو کې به ورته لازمې سپارښتنې وشي، خو که له پرله‌پسې لارښوونو سره سره بیا هم اصول مراعت نه‌کړي، د نافذه قوانینو له‌مخې به یې فعالیتونه وځنډول شي».

نوموړي همداراز په ټینګار سره ویلي، صنعتي فعالیتونه باید داسې تنظیم شي، چې د هوا، خاورې او د چاپېریال د ککړتیا سبب نه‌شي او د خلکو روغتیا ته زیان ونه‌‌رسوي.

اسراييلي رسنۍ: ایراني چارواکي د افغانستان له لارې د تېښتې لپاره له طالبانو مرسته غواړي

۲۴ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۳ فبروری ۲۰۲۶، ۰۰:۲۳ GMT+۰
100%

د اسراییل ۱۴شبکې د خپلو سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې ایران او طالبانو یوه پټه «مالي او نظامي شبکه» جوړه کړې ده. د دغه راپور پر بنسټ، ایراني چارواکي د افغانستان له لارې د بیړنۍ تېښتې لپاره د یوې خوندي لارې د جوړولو او همدارنګه د طالبانو د نظامي ملاتړ جلبولو په لټه کې دي.

د دغې اسراییلي رسنۍ د راپور له‌مخې، د یاد فعالیت مدیریت د ایران د بهرنیو چارو وزارت جګپوړی ډیپلوماټ محمد ابراهیم طاهریان فرد او یو مشهور افغان سوداګر کمال‌ نبي‌زاده پر غاړه لري.

ابراهیم طاهریان د حسن روحاني په حکومت کې د افغانستان په چارو کې د ایران ځانګړی استازی وو او د افغان سیاستوالو په منځ کې له خورا پېژندل شویو ایراني ډیپلوماټانو شمېرل کېږي.

د اسراییل ۱۴شبکې استخباراتي سرچینو ویلي، چې طاهریان او نبي‌زاده د جنورۍ میاشت په لومړیو کې، په افغانستان کې له طالب چارواکو سره پټې لیدنې کړې دي.

دغې رسنۍ ادعا کړې، چې طاهریان له طالبانو سره د دوو موخو لپاره خبرې کړې دي: «لومړی، په هغه صورت کې چې ایران د خپلې بقا لپاره بهرني نظامي ملاتړ ته اړتیا پیدا کړي، د ملېشه ځواکونو جذب کې له طالبانو څخه ډاد ترلاسه کول. دویم، په افغانستان کې د ایراني چارواکو د بیړنۍ وتنې لپاره د یوې خوندي لارې جوړول».

په یاد راپور کې راغلي، ایراني چارواکي هڅه کوي، چې په افغانستان کې امریکايي وسلو او نظامي تجهیزاتو ته لاسرسی ومومي. په راپور کې ادعا شوې، چې ایران د دا ډول همکاریو په بدل کې له طالبانو سره د تېلو او ګازو د معاملې وړاندېز کړی دی.

د اسراییل ۱۴شبکې د کمال نبي‌زاده د پاسپورټ انځور هم خپور کړی او ادعا کوي چې نوموړي په مالي فساد کې له تورنېدو وروسته په بل نوم تازه پاسپورټ جوړ کړی او پرې افغانستان ته یې تګ راتګ هم ډېر شوی دی.

په دې وروستیو کې د امریکا د خزانې وزارت د ایران له قدس ځواک سره د تړاو په تور د کمال نبي‌زاده نوم د بندیزونو په نوملړ کې شامل کړ، خو د هغه دفتر دا تور سیاسي بللی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې په کابل کې د ایران سفارت سرپرست په خپلې یوې تازه مرکه کې ویلي، چې تهران د طالبانو د ادارې د رسمیت پیژندلو په اړه د سلا مشورو په حال کې دی. نوموړي ویلي، چې د طالبانو د ادارې د په رسمیت پېژندلو پر وړاندې کوم خنډ نشته.

طالبانو، ایران او کمال نبي‌زاده لا تراوسه د دغې اسراییلي رسنۍ د ادعاوو په اړه څه ‌نه‌دي ویلي.

نصیراحمد فایق د امنیت شورا له‌خوا پر طالبانو د بندیزونو څار ډلې ماموریت له غځولو هرکلی وکړ

۲۳ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۲ فبروری ۲۰۲۶، ۲۳:۰۰ GMT+۰
100%

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له‌خوا پر طالبانو د بندیزونو څار ډلې ماموریت له غځولو هرکلی کړی دی. د ملګرو ملتونو امنیت شورا پر طالبانو د بندیزونو د څار ډلې ماموریت د یو بل کار لپاره غځولی دی.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق د پنجشنبې په ورځ (د سلواغې ۲۳مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره د یو بل کال لپاره د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غړو له‌خوا په متفقه رایو سره پر طالبانو د بندیزونو څار ډلې ماموریت له غځولو هرکلی کړی دی.

په اعلامیه کې راغلي، چې د امنیت شورا د ټولو غړو له‌خوا د یاد پریکړه لیک تصویب دا څرګندوي، چې افغانستان لا هم د نړۍوالې ټولنې په منځ کې دی او د نړۍوالې سولې او امنیت لپاره د دغه هېواد وضعیت جدي پاملرنې ته اړتیا لري.

په اعلامیه کې زیاته شوې: «دا پرېکړه لیک په ډاکه ټینګار کوي، چې د افغانستان خاوره باید د بل هېواد پر وړاندې ونه‌کارول شي او پر طالبانو غږ کوي، چې د ترهګرو پر وړاندې عملي ګامونه پورته کړي».

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازولۍ د امنیت شورا له‌خوا په افغانستان کې د ټولګډوني حکومت، د ښځو او نجونو او همداراز د مذهبي او قومي لږکیو د حقونو پر رعایتولو ټینګار، هم ستایلی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې نن د پنجشنبې په ورځ (د سلواغې ۲۳مه) د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړو پر طالبانو د بندیزونو د څار ډلې او د افغانستان د سولې او امنیت ګواښوونکو بنسټونو ماموریت د یو بل کال لپاره وغځاوه.