نیویارک ټایمز: د نړۍ ترټولو لویه الوتکه وړونکې بېړۍ له ابراهام لېنکن سره یوځای کېږي

نیویارک ټایمز د امریکایي چارواکو په حواله راپور ورکړی، چې د «یواېساېس جرالد ار. فورد» الوتکه وړونکې بېړۍ په منځني ختیځ کې د الوتکه وړونکې بېړۍ ابراهام لېنکن سره د یوځای کېدو لپاره لېږل کېږي.
ټرمپ تر دې وړاندې د یوې بلې الوتکه وړونکې بېړۍ د لېږلو خبر ورکړی و او وال سټریټ ژورنال هم راپور ورکړی و، چې دویمه الوتکه وړونکې بېړۍ د تیار سئ په حال کې ده.
