د روسیې د ملي امنیت شورا منشي سرګي شویګو د پنجشنبې په ورځ (د سلواغې ۲۳مه) له اینټرفکس خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي، له پولو ها خوا د نړۍوالې ترهګرۍ، سختدریځۍ، د نشهيي توکو او وسلو د قاچاق، ناقانونه کډوالۍ او سازمان شویو جرایمو پر وړاندې مبارزه د ډلهییز امنیت سازمان په لومړیتوبونو کې ځای لري.
روسیه د روان زېږیز کال له پیل راهیسې د «ډلهییز امنیت تړون سازمان» دورهيي مشري پر غاړه لري.
سرګي شویګو د ډلهییز امنیت تړون د غړو هېوادونو په لویدیځې او سویلي پولو کې د ګواښونو پر ډېرېدو له اندېښنې څرګندولو سربېره وویل: «سویلي سرحد او په ځانګړې توګه له افغانستان سره سرحد لا هم د ننګونو مرکز دی». د هغه په وینا، د افغانستان او تاجکستان په ګډه پوله کې وضعیت د یاد سازمان د امنیتي اندېښنو په سر کې ځای لري.
شویګو څرګنده کړه، چې لا هم له افغان خاورې په ناقانونه توګه ورتګ دوام لري او ځینې وختونه د تاجکستان له پوله ساتونکو سره د نښتې لامل هم کېږي.
هغه له افغان خاورې د احتمالي ګواښونو پر وړاندې د اقداماتو په تړوا ټینګار کړی: «زموږ اصلي ماموریت د ترهګرۍ له نفوذ او د نشهيي توکو له قاچاق څخه مخنیوی دی».
د روسیې د ملي امنیت شورا منشي زیاته کړې، د افغانستان او تاجکستان د ګډې پولې د خوندینې پروګرام د ۲۰۲۴ کال په نومبر کې تصویب شوی او اوس د عملي کېدو په درشل کې دی.
نوموړي د یاد سازمان په چوکاټ کې د افغانستان په تړاو د یوه ګډ کنفرانس د جوړېدو لپاره له هڅو خبر ورکړ او موخه یې هم د ګډو ګواښونو پر وړاندې د ډلهییز امینت سازمان د غړو هېوادونو تر منځ د همغږیو زیاتېدل په ګوته کړي دي.
د ۲۰۲۵ کال د نومبر پر ۲۶مه د افغانستان له بدخشان ولایت څخه د ډرون او سپکو وسلو په وسیله د تاجکستان په ختلون سیمه کې د سرو زرو د کان پر یوه مرکز برید وشو او په پایله کې یې ۳ چینايي کارګر ووژل شول. له دغې پېښې څلور ورځې وروسته له افغان خاورې یو شمېر وسلهوال تاجکستان ته واوښتل او هلته یې د چین د یوه دولتي شرکت دوه نور کارکوونکي ووژل او ۵ نور یې ټپيان کړل.
د تاجکستان چارواکو په وار وار ویلي، چې له افغان خاورې له امنیتي ستونزو سره مخ دي، خو طالب چارواکو دغه ادعاوې رد کړي او ویلي یې دي، چې افغان خاوره د ګاونډیانو په ګډون د هېڅ هېواد لپاره ګواښ نهده.
د یادونې وړ ده، چې د ډلهییز امنیت تړون یو نظامي اېتلاف دی او په ۲۰۰۲ کال کې د ګډ دفاعي بلاک په توګه جوړ شو. دغه تړون چې مشري یې روسیه کوي، تر یوه بریده د ناټو د سیال سازمان په بڼه جوړ او رامنځته شوی دی. بلاروس، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان او ارمنستان یې غړي هېوادونه دي.