• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د عمران خان د ښي سترګې ۸۵ سلنه بینايي له منځه تللې

۲۴ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۳ فبروری ۲۰۲۶، ۱۵:۲۱ GMT+۰

د پاکستان د پخواني لومړي وزیر او د تحریک انصاف ګوند مشر،عمران خان د وکیل په وینا، د نموړي د ښي سترګې ۸۵ سلنه بینايي له لاسه ورکړې ده. هغه له ۲۰۲۳کال راهیسې په زندان کې دی او د فساد په تور په۱۴کاله بند محکوم شوی، خو دی دا تورونه سیاسي بولي.

د هغه وکیل سلمان صفدر د پنجشنبې په ورځ د د پاکستان ستره محکمه ته په وړاندې شوي راپور کې ویلي، چې عمران خان اوس یوازې د خپلې ښي سترګې ۱۵سلنه بینايي لري. د راپور له مخې، نوموړي له اکتوبر ۲۰۲۵راهیسې د سترګې له دوامداره تتوالي او ورېځوالي شکایت درلود، خو د زندان مسوولانو پر وخت اقدام نه دی کړی.

دغه راپور وروسته له هغه خپور شو، چې د سترې محکمې په امر سلمان صفدر له عمران خان سره دوه ساعته لیدنه وکړه. محکمې اړوندو ادارو ته تر فبروري ۱۶پورې وخت ورکړی، څو نوموړي ته د خپل شخصي ډاکټر د لاسرسي زمینه برابره کړي.

د وکیل په وینا، عمران خان د خپلې بینايي د کمېدو له امله ژور خپګان درلود او د لیدنې پر مهال یې سترګې له اوښکو ډکې وې. بلخوا، د پاکستان د اطلاعاتووزیر مخکې ویلي وو، چې عمران خان د سترګې د شاوخوا ۲۰دقیقو جراحي عملیاتو لپاره روغتون ته لېږدول شوی و.

د راپور له مخې، د راولپینډۍ زندان د سترګو متخصص ډاکټر لومړنۍ معاینه ترسره کړې او وروسته عمران خان د اسلام‌اباد د طبي علومو انسټیټیوټ ته انتقال شوی، چېرته چې عملیات ترسره شول.

په ورته وخت کې، د پاکستان د پارلماني چارو وزیر ټینګار کړی، چې دا موضوع سیاسي نه، بلکې یوه طبي مسئله ده او حکومت به د عمران خان د روغتیا لپاره اړین ملاتړ برابر کړي. خو تحریک انصاف ګوند بیا غوښتنه کړې، چې ددوی مشر ته دې د هغه د خوښې متخصص ډاکټرانو ته بشپړ او ازاد لاسرسی ورکړل شي.

ترویج لرونکی

خیبر پښتونخوا: د ټي‌ټي‌پي پخوانیو ملګرو ترمنځ نښته کې لږ تر لږه ۲۲ کسان وژل شوي
۱

خیبر پښتونخوا: د ټي‌ټي‌پي پخوانیو ملګرو ترمنځ نښته کې لږ تر لږه ۲۲ کسان وژل شوي

۲

بلوچستان: ګوادر کې ۴۷ افغانان ایران ته د ناقانونه تګ پر مهال نیول شوي

۳

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۴
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

۵

د پاکستان پولیس: له پېښور څخه شکارپور ته تښتول شوې نجلۍ مو وژغورله

•
•
•

نور کیسې

طالب سفیر په پاکستان کې د کډوالو عالي کمیشنرۍ له مشرې سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

۲۴ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۳ فبروری ۲۰۲۶، ۱۴:۵۶ GMT+۰

په اسلام اباد کې د طالبانو سفیر سردار احمد شکیب په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ له مشرې فلیپا کنډلر سره لیدلي او په دغه هېواد کې یې د مېشت افغان کډوالو په ستوتزو یې خبرې اترې کړي دي.

په اسلام اباد کې د طالبانو سفارت په خپره کړې خبرپانه کې ویلي، چې طالب سفیر د افغان کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د ادارې مرستې وستایلې، خو ټینګار یې وکړ چې دغه مرستې بسنه نه کوي. نوموړي په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو، محصلینو او نورو افغان وګړو د ستونزو په اړه مفصلې خبرې وکړې او د لا زیاتو همکاریو غوښتنه یې وکړه.

بلخوا، په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ مشرې وویل چې که څه هم مالي سرچینې محدودې دي، خو هڅه کوي له افغان کډوالو سره خپلې مرستې دوامدارې وساتي.

د یادې ادارې یوه بل استازي هم څرګنده کړه چې په ۲۰۲۵کال کې یې له ایران او پاکستان څخه بېرته ستنو شویو افغان کډوالو ته نږدې ۲۵میلیونه ډالر مرسته کړې ده.

دا لیدنه په داسې حال کې ترسره شوې، چې د پاکستان حکومت په دې وروستیو کې له دغه هېواد څخه د افغان کډوالو په جبري ډول د ستنولو لړۍ چټکه کړې چې افغان کډوال یې له ګڼو ستونزو او ګواښونو سره مخ کړي دي.

د لاریونونو تر اعلان وروسته؛ د پاکستان حکومت په اسلام‌اباد کې پارلمان ته ورغلې لارې وتړلې

۲۴ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۳ فبروری ۲۰۲۶، ۰۹:۵۲ GMT+۰

د پاکستان د اساسي قانون تحریک او د حکومت اپوزیسیون له‌خوا د لاریونونو له اعلان وروسته د پاکستان حکومت په اسلام‌اباد کې پارلمان، دولتي ادارو، سترې محکمې او سفارتونو ته ورغلې ټولې لارې وتړلې. د رسنیو د معلوماتو له مخې؛ ان په دغه لاره د پارلمان غړو ته هم د تګ اجازه نه ورکول کېږي.

د پاکستان د اساسي قانون تحریک او د حکومت اپوزیسیون له‌خوا د لاریونونو تر اعلان وروسته د دغه هېواد پارلمان تړل شوی او ورسره هم‌مهاله د پارلمان دننه او بهر اضافي ځواکونه ځای پرځای شوي دي. په خپرو شویو تصویرونو کې د پارلمان مخې ته ګڼ زغره‌وال ګاډي هم ښکاري.

د راپورونو له مخې؛ د اسلام‌اباد نورې مهمې لارې هم د تګ‌راتګ لپاره تړل شوې او پولیس د اسمبلۍ هیڅ غړي ته د تګ اجازه نه‌ورکوي، چې پارلمان ته ولاړ شي. پولیسو په پارلمان کې د تحریک انصاف یوشمېر غړي پر چوکونو راګرځولي‌ او د تګ اجازه یې نه‌ده ورکړې.

د پاکستان د اساسي قانون تحریک او د حکومت اپوزېسیون تېره ورځ ویلي و، چې د جمعې له لمانځه وروسته د پارلمان ودانۍ مخې ته احتجاجي پرلت کوي او یاد پرلت به تر هغې دوام وکړي؛ څو د عمران خان د بشپړې درملنې ډاډ ورکړل شي.

د پاکستان د ملي شورا د اپوزېسیون مشر محمودخان اڅکزي د پنجشنبې په ورځ (د سلواغې ۲۳مه) پر اېکس‌پاڼه لیکلي و، چې د جمعې په ورځ د پاکستان د پارلمان مخې ته احتجاجي پرلت کوي.

اسلام‌اباد د «اتحاد المجاهدین پاکستان» یو لوړپوړی قوماندان نیولی

۲۴ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۳ فبروری ۲۰۲۶، ۰۶:۰۲ GMT+۰

د پاکستان د ترهګرۍ ضد ادارې اعلان کړی، چې د «اتحاد المجاهدین پاکستان» په نوم د یوې وسله‌والې ډلې لوړپوړی قوماندان نیول شوی دی. ویل کېږي دا هغه ډله ده، چې د تحریک طالبان پاکستان یا «ټي‌ټي‌پي» او د ګل بهادر ډلې په همکارۍ جوړه شوې ده.

د پاکستان حکومت وایي، نیول شوی کس چې په اسامه مشهور دی اصلي نوم یې باقي دی. دغه کس لږترلږه په نهو سترو «ترهګریزو فعالیتونو» کې پر لاس لرلو اعتراف کړی دی.

د پاکستاني «ډان» ورځپاڼې د راپور له مخې؛ د یاد هېواد د ترهګرۍ ضد ادارې چارواکو ویلي، چې اسامه د یوشمېر دولتي کسانو په تښتونه او بریدونو کې هم لاس لاره. راپور زیاتوي، لومړنۍ څېړنې ښيي چې نوموړي حساسو ادارو ته نښه ټاکله او د پولیسو پرسونل انځورونه او معلومات یې «ترهګرو» ته ورکول.

چارواکي وایي، له اسامه څخه نورې پلټنې روانې دي او د هغه د ملګرو د نیولو لپاره عملیات لاهم دوام لري.

طلال چوهدري: د عمران خان د سترګو د لید اغېزمنتیا پرېکړه به وکیل نه متخصص ډاکټر کوي

۲۴ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۳ فبروری ۲۰۲۶، ۰۳:۳۳ GMT+۰

د پاکستان کورنیو چارو په برخه کې د دولت وزیر طلال چوهدري وايي، چې د تحریک انصاف ګوند بنسټګر عمران خان د سترګو د لید او اغېزمنتیا پرېکړه به وکیل نه متخصص ډاکټر کوي. نوموړي ویلي، چې عمران خان ته د درملنې اسانتیاوې پر وخت برابرېږي.

هغه د پاکستان د پارلمان مخې ته له جیونیوز سره په خبرو کې زیاته کړې، د عمران خان وکیل ته ویل شوي چې د خان روغتیایي راپور جوړ کړي. د هغه په خبره، د روغتیایي راپور جوړول د وکیل کار نه؛ بلکې د متخصص ډاکټر کار دی چې عمران ته لېږدول شوی هم دی.

نوموړي زياته کړې: «وکیل نه‌شي ویلی، چې سترګه یې څومره سمه ده یا څومره خرابه؛ یو متخصص ډاکټر به دغه پرېکړه کوي او متخصص ډاکټر ورلېږل شوی هم دی». چوهدري‌ ویلي، چې تحریک انصاف اوس‌مهال سیاسي کارت نه‌لري؛ نو ځکه یې د عمران خان یاده موضوع راپورته کړې.

هغه وویل، دوی سیاسي مخالفان دي، شخصي دښمنان نه، «د پي‌ټي‌ای بنسټګر ته باید هغه ټول حقونه ورکړل شي، چې په قانون کې ذکر شوي دي». چوهدري دا هم ویلي، د تحریک انصاف بنسټګر ته داسي اسانتیاوي ورکول کېږي چې بل هیڅ بندي ته نه ورکول کېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان تحریک انصاف ګوند د یاد هېواد د پخواني لومړي وزیر عمران خان روغتیايي وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي، چې د خان د ښي سترګې ۸۵ سلنه لید کم شوی دی. دغه ګوند زیاته کړې، چې خان بېړنۍ درملنې ته اړتیا لري.

له بل پلوه د پاکستان د اساسي قانون تحریک او د حکومت اپوزیسیون ویلي، چې نن د جمعې له لمانځه وروسته د پارلمان ودانۍ مخې ته احتجاجي پرلت کوي او یاد پرلت به تر هغې دوام وکړي؛ څو د عمران خان د بشپړې درملنې ډاډ ورکړل شي.

په ایران کې د مړه شویو درې پاکستانیانو مړي پاکستان ته ولېږدول شول

۲۴ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۳ فبروری ۲۰۲۶، ۰۰:۱۳ GMT+۰

درې پاکستاني ځوانان چې غوښتل یې په قاچاقي لارو ایران او بیا عراق ته لاړ شي، د لارې په اوږدو کې په ایران کې د سړې هوا له امله مړه شوي دي. پاکستاني رسنۍ وايي، د دغو درېیو ځوانانو مړي پاکستان ته لېږدول شوي او د قاچاق په تړاو یې یو کس هم نیول شوی دی.

د پاکستاني رسنیو د راپور له‌مخې، دغه ۳ ځوانان چې اصغر علي، عبدالواسط او حمزه احسان نومېدل، د تېر کال په ډسمبر میاشت کې یې غوښتل په ناقانونه توګه ایران او بیا عراق ته لاړ شي، خو د لارې په اوږدو کې په ایران خاوره کې د واورې او توپان له امله مړه شوي دي.

د راپور له‌مخې، اصغر علي او عبدالواسط د خپلو کورنیو له لوري تر پېژندنې وروسته خاورو ته سپارل شوي، خو د حمزه احسان کورنۍ وايي، ورسپارل شوی جسد یې زوی نه‌دی او له اړوندو چارواکو یې غوښتي، چې د دوی د زوی مړی یا ژوندی ورته ومومي.

له دې سره سم، د پاکستان امنیتي ادارو بیا ویلي، چې په دغې پېښه کې د ښکېلو انساني قاچاق کوونکو پر ضد لا هم عملیات روان دي او تر اوسه د احسان‌شاه په نوم یو انساني قاچاقبر نیول شوی دی.